Categories

اعلان

Loading…

پنځم موسم | لیکوال: محمد نسیم مومند

ټولمنلې خبره همدا ده چې یو کال دولس مېاشتې او څلور موسمه دی؛ خو د د (۱۳۹۷ل) کال د څلورم موسم د وروستۍ مېاشتې یوه شپه مې په پنځم موسم کې سبا کړه. پنځم موسم د جادویي تخیُیلاتو ګډوله ده. پنځم موسم پر جادویي لارو مزل دی،، چې د ویناوال له تخیلیي اسمانه یې تږي څاڅکي اوري، هغه داسې چې:

مات خوبونه زه په ماتو ماتو سترګو باندې ګورم

تږي څاڅکې را وریږي د پنځم موسم باران دی

پنځم موسم د کال موسم نه و، فکر کوم د ژوند موسم به و، د مینې موسم و، په طبیعیت کې د ویښتیا لپاره د خوب ضد ټالۍ وه،  چې ټوله شپه یې راسره د یوه خیالي اسمان پر کنارو جادویي مزل وکړ، په پنځم موسم کې لولو:

زه د خپل ځان له بر بادۍ نه هم خبر نه ومه

ډوب کړی سترګو وم، خفه له سمندر نه ومه

د ډاکتر احسان الله درمل په وینا: « د تخیُلي تصویر اجزا د طبیعي تصوراتو څخه اخیستل شوي وي، خو دا نوی ترکیبي تصویر داسې وي چې په طبیعیت کې یې نه شو موندلی.» ځوان شاعر باقر هم خپل خیالي نیلي ته د طبیعیت له تصوراتو څخه اوبه ورکوي او له دې ور ها خوا د خپل پټ جادويي قوت پر مټ دی خپلې هیلۍ له داسې اوخوره اوبوي چې هر چاته یې د پتې موندل ګرانه خبره ده، باقر جادويي اولوت کړی دی داسې پرواز چې لوستونکی هم د خیال پر منارو ګرځوي، سترګې سمندر نه لري او نه یې هم سمندر انسان ډوبولای شي، خو د بربادۍ کلمه بیا زموږ ټول پام دې ته اړوي چې ده به ممکن د شوخو سترګو پر بڼو مزل کړی وي، خو سېلاب به نه وي غوپه کړی، خیال به غوپه کړی وي. په بل ځای کې وایي:

ځينې دردونه ځينې خلکو ته ارام ورکوي

د اوښکو مالګه هره شپه پر خپل پرهر شیندمه

پر ټپونو د مالګې شیندل او د هغوی جوړېدنه یو طبیعي کار دی او د دې تر څنګ اوښکي تویول او د اوښکي تریو خوند هم طبیعي دي، خو دا هم له طبیعیته بیله نه ده چې د ځينو دردونو له امله اوښکې تویول زړه سپکوي، ستونی پاکوي او د درودنو په کمښت کې رول لري، اراوا پوهان هم د اوښکو له نهو ګټو څخه یو یې د زړه بوج کمول نوموي. د امریکایي کالریج په وینا تخیُل په دوه ډوله دی، یو یې اولي تخیُل او بل یې هم دویمي تخیُل چې هغه لومړی یې  د ټولو انسانانو مشترکه پدیده ده ځکه چې دنده یې د حس او درک تر منځ منځګړتوب دی؛ خو هغه دویم یې بیا داسې نه دی او هغه د ده په وینا د شاعر خاصه ده او دنده یې د هغو ادراکاتو سره یو ځای کول دی چې د اولي په مرسته مو سره را غونډ کړي وه او هغو ته نوې طرحه رغوي، د درد درک، نا ارامي، اوښکې، مالګه او پرهر هغه څه دي چې ټول انسانان یې درک کولای شي او د حسېدو هم دي، خو په یو خیالي کټوري کې یې ځایول بیا د هر چا کار نه دی او ددې توکو سر پیودل ستر جادویي قوت غواړي، د کتاب په وروستیو پاڼو کې لولو:

د چا د یاد بلا ورته ولاړه ده وېرېږي

د سترګو په زانګو کې مې شوګیر نه ویده کېږي

د تخیل په مرسته د تصویرونو جوړول داسې دي چې هغه بیا بهرنی مصداق نه لري، چې همدا هم د اوسني ښه شعر خاصه ده، که موږ پورتنیو بیتونو ته ځېر شو وینو چې، د سترګو سمندر تر دې دمه د چا ژوند نه دی اخیستی، نه مو د اوښکو په مالګه پرهر پټه کړی، نه د چا د یاد بلا د چا ژوند اخیستی او نه مو هم تر دې دمه د سترګو په زانګو کې زانګلي دي. زموږ د شعر د ناوې څادر یې لا پر مخ پروت پاتې دی، په دې تمه چې ځوان کهول ورڅخه دغه څادر لرې کړي تر څو یې خپل او ګاونډ کهول د ښکلا ننداره وکړي. که د ځوان او غزلبول شاعر شهنواز باقر پر کلام هر څومره بحث وکړو، بیا به هم لږ وي، خو ښه دی چې د حسن اختتام په پار مې خبرې پر دې بیت را لنډې کړم:

د ساعت د پښو ټک ټک چې ښه په ځير ځير سره واورې

باقره! ته به وایې، که په لاره څوک تېریږي

1,049 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
570

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸