Categories

اعلان

Loading…

د اشرف المخلوقاتو استعفی (د فرخندې څلورم تلین) اصف بهاند

څلور کاله مخکې، د کابل په زړه کې د ټوپکي او تنظیمي خپلسرو ایله جاریانو د دویم نسل استازو د خپلو مشرانو د لارښوونو په رڼا کې، فرخنده د ناکړې گناه د تناره په اور کې داسې کباب کړه چې د نازک بدن د لمبو تاو یې اوس هم د هر با احساسه انسان بدن، روح او روان په عذابوي.

عاملین یې اوس هم د «ما جهاد کدیم، ما مقامت کدیم» د شعار په دایره کې ژوندي سري گرځي او د ویاړونو؟ او شملو، د وطن په دېرشو میلیونو استازو کې یې د پوښتنې یو تن هم نه شته.

هغه څه چې له فرخندې سره وشول، نه یوازې زموږ ټولنې ته، لا نړیوالو ته هم پـېغور او تور داغ گڼل کېـږي او بده یې لا دا چې لکه نورې ډېرې غميزې دا هم د هېرېدو کندې ته ورنږدې شوې موضوع گڼل کېـږي.

د آلیل شوې فرخندې،

د کاباب کړای شوې فرخندې،

د لولپه شوې فرخندې،

او د لمبو او لوگو په وزرو هوا ته تللې فرخندې

د څلورم تلین په درناوي او د دې غمیزې د نه هېرېدو په خاطر، د پېښې په باب د بېلگې په ډول د ځینو زړه سواندو او چیز فهمه هېوادوالو یو څو هغه نظریات را اخلم چې د فرخندې د وهلو او سوځلو په پار یې په هماغه وخت کې لیکلي دي:

محب زغم:

«ګډه استعفا

د لوی الله ج سپېڅلي دربار ته

یا الله!

تا موږ له خټو جوړ کړو خو اشرف المخلوقات دې راته ووایه. ستا ملایکو اعتراض وکړ خو تا موږ پر ځمکه خپل خلیفه وټاکه.

خو موږ وحشي شوو. موږ ستا هغه مخلوقات ووژل چې ته پرې نازېدې.

د چا مرۍ مو پرې کړې،

څوک مو په ځانمرګو بریدونو ووژل،

پر چا مو بمونه وغورځول،

او ها بله ورځ مو یوه مېرمن په مرګ ووهله.

تا انسان ته کرامت ورکړی خو موږ ورنه کرامت واخیست. ستا د بنده مړي ته مو اور ورته کړ.

اوس چې ګورو موږ نه اشرف المخلوقات یو، نه ستا د خلیفه توب لایق.

ښايي هماغه ستا د ملایکو خبره به رښتیا وه.

نو

پاکه خدایه!

زموږ استعفا ومنه، نور دا شرم نه شو زغملای. زموږ پر ځای داسې مخلوق خپل خلیفه کړه چې په قدر یې پوه شي.

په خوار درنښت

بني ادمان»

عبدالغفور لېوال:

«رواني لوږه، د اوږدې زمانې لپاره د تاوتریخوالي حاکمیت، د عاطفې تشه او د اخلاقو بې ارزښته کېدل (انسانخوري) رامنځته کولای شي. وېریږم یو مهال په افغانستان کې د انسانانو له خوا د انسانانو خوړل رواج نه شي.

دې برید ته نږدې شوي یو، (عاطفه) څه وخت راستنوئ؟»

لطیف بهاند:

«بې له مبارکۍ،

(د ۱۳۹۴ کال لومړۍ ورځ)

تر هغه چې: جګړه، جګړه مار، جهالت، جنایت، جاني، جرم، جنون، جیزګر، جاسوس، جاسوسی…

ځنګلي قوانین او فتواوې… جناب… او تر ټولو اصلي… چې پر دې خاورې لاسبري وي او دا په تیارو محکوم شوي او اسیر شوي وګړي، هغه په خوښۍ او نغارو مني… د نوروز، اختر او جشنونو لمنه ورټوله ګڼئ .

په دوو تېرو ورځو کې مې غزل تکرارونکې او تېرې ژبې، یوازې همدا توري تکرارول. او د دې پوښتنې پر وړاندې چې هر چېرې رانه کېده، بیا خاموشه پاتې وه :

ــ په کابل کې رښتیا، ښځې ژوندۍ سوځي؟

په هر حال، توري او کلمات ګنګ شوي دي…»

هوکې په افغانستان کې یو ځل بیا لمر تور شو (پروین پژواک)،

یوه شاعره او ژوندۍ میرمن د یوې مړې او په اور سوې میرمن په باب څه ښه لیکي:

پروین پژواک:

«امروز در ساعتی که امکان دیدن کسوف بود، بیرون رفتم.

زنبور دیدم،

پروانه دیدم،

درخت پرجوانه دیدم،

اولین گلهای خودروی را میان سبزه دیدم،

برگ لاله دیدم اما کسوف را ندیدم.

شاید خورشید گرفتگی همین چهرۀ خونین فرخنده است که صفحات ما افغانها را در فیس بوک پر کرده است.

بلی در افغانستان دیروز بار دیگر خورشید سیاه شد!»

862 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
570

2 comments

  1. اکبر Reply

    Most people in Afghanistan suffer from mental health disease in our country when they are exposed to violent contents such as the picture you put in the title their diseases get worse. Could I request Taand.com Managment to please avoid putting such contents on the website please.

  2. A. Halim Hakimi Reply

    Actually it is the backwardness of the society that slaughtered Ms. Farkhundaa.

    When a society admire a personality – Shah DoShamshairaa – that was chopping the heads of Kabulies with 2 swords one in each hand and the next-of-kens of the same still considered to be genetically superior than ALL OTHER AFGHANS combined, expectation of progress is just a dream.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸