Categories

اعلان

Loading…

محور ورځپاڼه: یوازې دوه کسانو د نوماندۍ شرایط پوره کړي

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معيارونو پر اساس د اسنادو په لومړنۍ ارزونه کې، چې څلور ورځې مخکې بشپړه شوې وه، يوازې اشرف غني احمدزی او رحيم وردګ هغه نوماندان وو، چې سياليو ته راوتلای شواى.

ټاکنو کمېسيون لومړي ځل ارزونه کې په اسنادو کې په دېرش سلنه نيمګړتياوو سترګې پټې کړې، خو پرون يې دا انعطاف په شپږ پنځوس سلنه ودراوه، چې ايله لس کسان يې د نوماندۍ وړ وبلل.

په ټاکنو کمېسيون کې يوه سرچينه وايي، کمېسيون د سختو بحثونو په پايله کې په ډېره سختۍ تصميم نيولی دی.

د شپږويشتو نوماندانو له منځه د اکثريت يې په راټولو شویو کارتونو کې نواقص وو، که څه هم کمېسيون دا نواقص په تکراري ډول د دوو يا څو نوماندانو له خوا د يوه کارت راجستر کول په ګوته کوي، خو ډېری څارونکي وايي، کمېسيون واضح معيارونه ندي ټاکلي.

په وروستۍ مياشت کې ټاکنو کمېسيون د رایو څلور ميليونه کارتونه ويشلي، خو له صحنې ګوښه کړل شویو کانديدانو پلويان وايي، کمېسيون دغه کارتونه جعلي ګڼلي او سره له دې چې رسمي دي، د کارت اعتبار ندی ورکړل شوی.

که څه هم ياد تعداد نوماندان اساساً دوو يا څو کانديدانو ته د رقابتي ميدان د خوشي کولو تابيا لري، خو ډېری کانديدان انتقاد کوي، چې په دې مرحله کې په اسنادو کې د تقلب په نامه د دوى په ادرس ادعا د دوی د پلويانو روحيې او د دوى قانوني حق ته سپکاوی دى.

د ټاکنو کمېسيون د معيارونو په اساس د اسنادو په لومړنۍ ارزونه کې چې څلور ورځې مخکې بشپړه شوې وه، يوازې اشرف غني احمد زي او رحيم وردګ هغه نوماندان وو، چې سياليو ته راوتلای شواى، ځکه چې د دوى اسناد پاک وو او د نورو ټولو په اسنادو کې ستونزې موجودې وې، نو له همدۍ امله هم دغه بهير يو څه وځنډېده.

ټاکنو کمېسيون لومړي ځل ارزونه کې په اسنادو کې په دېرش سلنه نيمګړتياوو سترګې پټې کړې، خو پرون يې دا انعطاف په شپږ پنځوس سلنه ودراوه، چې ايله لس کسان يې د نوماندۍ وړ وبلل.

حقوقپوه اجمل هوډمن وايي، په ٥٦ سلنه نيمګرتياوو سترګې پټول لويه بې عدالتي ده، چې دا په تقلب او تخلف کې حسابېږي. ښاغلى هوډمن زياتوي، کوم نوماندان چې د ولسمشرۍ له نوملړ نه د تقلب پر بنسټ ايستل شول، بايد دوسيې يې وڅېړل شي او تر تعقيب لاندې ونيول شي.

د ټاکنو څارونکي وايي، که د شکايتونو کمېسيون بې پرې عمل ونکړي، نو د سږنيو ټاکنو لپاره د سپيناوي يو جنجالي څپرکی ان له همدې مرحلې پيل شو، چې ډېری دوسيې به د محکمو او کمېسيونو په دهليزونو کې د اصلي-  جعلي په سپيناوي زړې شي.

سره له دې چې حکومت ادعا کوي په ټاکنو کې به د يو مشخص کانديد د ملاتړ پر ځاى د ټاکنو په شفافيت خپل ځواک وکاروي، خو له دې سره سره په محتاطانه ډول د ټاکنو کمېسيون لومړنی دا ګام په ډاګه کوي، چې پوره حکومتي اغېز وجود لري.

شنونکي وايي، د ابتدايي نوملړ د اعلان ځنډ خلک اندېښمن کړل، خو په ټاکنو کمېسيون هم د کمېشنرانو، بهرنيو کړيو او خپله يو شمېر کانديدانو له لوري فشارونه و، چې د دوى په چارو کې يې ځنډ رامنځته کړ. دوى وايي، که د ټاکنو په نورو پړاوونو کې هم دا ډول چارې تر سره کېږي، نو د ټاکنو روڼوالى تر پوښتنې لاندې راځي.

د ولسمشرۍ ټاکنو ته ۲۷ او د ولايتي شوراګانو ټاکنو ته له ۳۰۰۰ زياتو کسانو ځانونه نومولي وو، چې دل اغا کوهدامنی له وړاندې له نوملړ څخه اېستل شوی و.

د ټاکنو کمېسيون وايي، د ۲۶ نوماندانو له ډلې يې ۱۶ تنه د ولسمشرۍ شرايطو د نه پوره کولو له امله له نوملړه ايستلي دي.

عبدالرب الرسول سياف، اشرف غني احمدزی، عبدالله عبدالله، قيوم کرزی، ګل اغا شيرزی، هدايت امين ارسلا، عبدالرحيم وردګ، زلمی رسول، قطب الدين هلال او سردار محمد نعيم هغه لس نوماندان دي، چې په ابتدايي نوملړ کې بريالي شوي دي.

ټاکنو کمېسيون لاهم هڅه کوي، ځينې نور کسان هم د مثبت ارزونې نوملړ ته ور زيات کړي او په دې چاره کې د شفافيت وېره په ډېريدو ده.

304 total views, 1 views today

5 comments

  1. سید الرحمن زیارمل Reply

    فکر نکم چه دا وړی به شړی شی دغه شلیدلی کټ به نوی شی څکه مختالف فشا رونه تهد یدونه دخلکو چپتیا دا هغه زهر یا ت دی چه سړی بی هوشه او فکر نشی کولی خو چه وړی شړی نشوه او شلیدلی کټ نوی نشی نو خلک مجبور دی په څمکه بیده شی بیدون دشړی بیا دغ ژوند انسا نی ژوند بولی؟ دافغا نستا ن مظلوم اولسه څه کول پکار دی څواب راکړی.

  2. shakir Reply

    ،خدای پاک د خیر کړی
    نو چی تر اوسه پوری لا ډیر وخت انتخاباتو ته پاتی دی او ۵۶ سلنه درغلی پکشی شوی ده ( هر غیری قانون عمل درغلی ده)، تر انتخاباتو پوری او د انتخاباتو په ورځ خو به ۵۶۰۰ سلنه درغلی ته په تمه وو.

  3. نسیم بابر Reply

    دی حکومت ته ۵۶ سلنه درغلی نه ښکاری ځکه دی هیواد کی ۱۰۰٪ نه بلکه ۱۰۰۰۰۰٪ او حتی که ووایو چی لایتناهی سلنه درغلنی او جعلی کار روان دی هم درسته ده. نو باید داسی کسان دی میدان ته وویستل شی چی دی هیواد او خلکو غم وخوری ګنی دا هیواد برباد وو او برباد به شی

  4. Zakaria Tanha Reply

    زه امید لرم چی شاغلی اشرف غنی وتونیژی چی یو ه شه رهبری ددی ملک په غاره واخلی ولی دفسوس خبره دا ده چی سره له دمره پوهی بیا هم د نا پوهانو سره یی ملگرتیا غوره کره چی داکسان دافغانستان په تاریخ کی هیس راز زای نه لری.
    مننه

  5. وکیل احمد Reply

    الله مو دی له دی خیټورو سړی خوړونکو ډاراچونکو داړه مارانو نه خلاص کړی یواځی اشرف غنی دی الله راته ژوندی لری آمین

Leave a Reply to وکیل احمد Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2