Categories

اعلان

Loading…

یو کتاب خبرې | زکریا رحیمي

ډېری ادارې داسې کسانو ته اړتیا لري کوم چې ځانګړې وړتیاوې لري تر څو د همدې وړتیاو په ذریعه په اداره کې کار وکړای شي. د بېلګې په توګه یو انځور اخیستونکی د کامرې په انځور د رڼا او تنظیم پر اغیز پوهیږي، د کمپیوټر پروګرامر په دې پوهیږي چې څرنګه د کمپیوټر د ژبې پروګرامونه وکاروي. د وړتیا د لاسته راوړنې لپاره یو کس هرو مرو زده کړیال کیږي تر څو تیوریکي یا عملي زده کړې وکړي.
همداسې په هره اداره کې د کارو کولو لپاره تاسې سافټ وړتیاو ته اړتیا لری کومې وړتیا ته چې د ژوند وړتیا نوم هم اخلي. په اوسني وخت کې سافټ وړتیا د مسلکي ودې په مانا ده او دهمدې وړتیا په ذریعه کار کوونکي له پېرودونکو، عرضه کوونکو، رسونکو، خپلو همکارانو او نورو سره اړیکې ټینګوي. سافټ وړتیا د کومې بلې وړتیا ځای نیونکې وړتیا نده بلکې د نورو وړتیاو بشپړونکې وړتیا ده، په یوه دنده کې د نورو وړتیاو کارونې ته لاره هوارونکې وړتیا ده.د دې وړتیاو زده کول باید د لیسې د فارغېدو پر مهال پېل شي. تر څو د لوړو زده کړو تر پایه پکې ښه پوهه ولرئ.
سافټ وړتیاوې څه ته وایي؟
سافټ وړتیاوې په یو کس کې دکرکټر ځانګړنې یا ځانتیاوې دي. هغه ځانګړنې دي کومې چې نورو ته زمونږ ښودنه کوي چې څوک یو، زمونږعادتونه، چلند او له نورو سره زمونږ فعل او انفعال رانغاړي. دا وړتیا هغه څه ته رجوع کوي کوم چې له یو کس څخه ښه کار کوونکی جوړوي کوم چې هر فرصت ته دروازې پرانیستلای شي.
سافټ وړتیا هغه څه دي د کومې په ذریعه چې یو کس له نورو سره اړیکې جوړولای شي، د خبرو اترو له لارې، د لیک یا بریښنا لیک له لارې او یا هم کومې بلې لارې نورو ته مناسب مسلکي پیغام لېږدولای او تر لاسه کولای شي.
نړیوال روغتیایي سازمان د سافت تعریف داسې کړی: سافټ وړتیا یوه تطابقي وړتیا ده، یو مثبت چلند ده کوم چې یو کس ته داسې وړتیا ورکوي چې په ورځني ژوند کې له ننګونو او غوښتنو سره معامله وکړي.
یونیسف سافټ وړتیا ته د ژوند وړتیا نوم ورکړی او داسې یې تعریف کړې: د چلند بدلون، د چلند د ودې یوه طرحه شوې نقشه ده کومه چې په پوهې، چلند او وړتیاو کې توازن ښي.
په سافټ وړتیا کې د ټولنیزې اروا پوهنې وړتیاوې، د دوه کسانو ترمنځ د اړیکو خپلمنځي وړتیاوې، د پرېکړو وړتیاوې، د ستونزو د هوارولو وړتیاوې، د نیوکې فکر، اغیزمنې خبرې اترې، روغې اړیکې جوړول، د مشرتابه وړتیاوې، په ټیم کې د کار کولو وړتیاوې، د وخت سم مدیریت، د ذهني فشار یا سټرس مدیریت او ورسره مقاومت شامل دي.
سافټ وړتیاوې مونږ ته دا وړتیا راکوي چې خپلې تخنیکي وړتیاوې او پوهه په اغیزمنه توګه وکاروو. په اداره کې له مشرانو، همکارانو، په سوداګرۍ کې له پېرودونکو او نورو بهرنیو ډلو سره په فعل او انفعال کې ښه والی رامنځته کوي. مونږ ته دا وړتیا راکوي چې کار په وخت ختم کړو. مونږ کې دا درک پیدا کوي چې خپله دنده کې څرنګه احساس کوو او دنده کې بل ته څرنګه ښکارو. په کاري چاپېریال کې د با ثباته بدلون له امله په سافټ وړتیا تکیه کول زېاتېدونکې ده.
 
شخصیت
شخصیت څه ته وایي ؟
څرنګه چې ښکارو، احساس کوو او چلند کوو زمونږ شخصیت ده. شخصیت د یو انسان ټولټال تعریف ده. یوازې بهرنۍ شکل اړین نده بلکې نورې ځانګړنې چې د انسان چلند ته شکل ورکوي هم شخصیت ده.
د شخصیت اجزا په لاندې ډول دي:
۱- د کرکټر ځانګړنې:
بشپړتیا: له نورو سره په جوړ جاړي یا معامله کې ریښتینولي، خپلو باورونو ته وفاداري، د ارزښتونو سیستم ته وفاداري.
منل: د یو کس داسې منل چې څرنګه وي (خپله خوښه پرې تحمیل نکړي).
ډسپلین یا نظم: په ژوند او کار کې د یو کس پر خپل چلند کنټرول ترتیب او نظم ته رجوع کوي.
ژمنه، وقف، اختصاص یا ځانګړې کوونه: هغې ژمنې ته رجوع کوي چې یو کس په یوازې ځان او د ګروپ په توګه لاسته راوړنې لپاره کړې وي.
۲- د چلند ځانګړنې:
د دوه کسانو د خپلمنځي اړیکو وړتیا: د بل کس سره اړیکه جوړول او بیا دا اړیکې ساتل لکه د پېردونکو، له ملګرو، همکارانو، شخصي یا دولتي ځایونو کې له کسانو سره اړیکې.
د خبرو اترو وړتیا: د مختلفو چینلونو له لارې په موثره توګه خبرو اترو ته رجوع کوي لکه د خبرو له لارې، د غوږ کېښودنې له لارې، د لیکلو له لارې، په مثبته توګه د اندامونو لکه لاسونو سر یا نورو برخو له لارې خبرې اترې یا پیغام.
د مشرتابه ځانتیاوې: هغه ځانتیاو (کوالیټیز) ته رجوع کوي چې یو کس د مشرتابه مقام ته رسېدلی وي او خپل ځان کې یې لري لکه له زړه کار سرته رسونه، د مشرتابه پر مهال له نورو سره ګډ کار کوونه (خپلې وړتیاوې د نورو هدف ته رسېدو کې کارونه).
د ټیم اداره: داسې ځانتیاوې لرل چې د سټرس یا ذهني فشار پر وخت ارام واوسي، هغه فکتورونه په ګوته کړي یا وپېژني چې د سټرس لامل ګرځي، د ذهني فشار یا سټرس د کمولو یا له منځه وړلو لپاره لارې چارې لټونه.
۳ – چلند
مثبت چلند: په هر حالت کې که هغه سخت حالت وي، ناممکنه حالت وي او یا ممکن وي مثبت چلند لرل، کله چې له ستونزمن یا ناممکنه حالت سره مخ شی نوې لارې چارې او نظرونه لټول یا وړاندې کول.
وېن وېن حل لارې، د خبرو اترو یا مذاکرې له لارې حل لارې: له بل کس سره داسې د منلو وړ حل لارې چې د دواړه تر منځ ستونزه هواره کړي.
پای په یاد کې ساتل: هر وخت پای په یاد کې ساتل. په دې مانا کله چې د موخې یا پای په لور روان یاستی او لار مو ستونزې ډب کړي د ستونزو هوارولو پر وخت تل پای یا موخه یاد کې ساتل.
د شخصیت ډولونه
بشپړونکي یا کمال پیدا کوونکي: دا ډول خلک هر ډول بشپړتیا او معیارونه ردوي او له هر ډول معیار یا بشپړتیا څخه د مخکې ګام اخیستو په لټه کې وي. تر هغو قناعت نکوي تر څو یې بشپړتیا لاسته نه وي راوړې. دا ډول خلک د خپل ځان او نورو لپاره دسټرس یا ذهني فشار سرچینه وي. خو د کړنو پایلې او لاسته راوړنې یې ډېرې ښې وي.
مرسته کوونکي: دا ډول خلک د اړتیا پر وخت تل هیله لري له نورو سره مرسته وکړي. مرسته یې د سرچینې په لور هدایت کول وي، بل ته د ښې مشورې یا نصیحت له لارې مرسته وي، بل سره د رهبري کولو یا لارښونې له لارې مرسته وي.
رومانتیک یا خیال پرسته: دې ډول خلکو ته خوب لیدونکي هم وایي. دا ډول خلک تل د نوښت په فکر کې وي. د نوښت لپاره د فکر په اړه یې خلک فکر کوي چې پلي کول یې نا ممکن دي. خو کله کله د دوی لیوني فکرونه، نظرونه او خوبونه د تر ټولو ښه تولید، خدماتو یا ډیزاین لامل ګرځي. د نړۍ پرمختګ د دې ډول خلکو له امله ده. ځکه که چېرې مونږ خوب او خیال ونلرو نو د یو نوښت په اړه به فکر ونکړو، تصور به ونلرو بلاخره په نوو نظریاتو به عمل ونکړو.
لاسته راوړونکي: دا ډول خلک لمړی یو څه د لاسته راوړنې لپاره ټاکي او بیا یې لاسته راوړنه کې ټاکلي ګامونه پورته کوي. موخې ته د رسېدو لپاره خپل ټول ظرفیت کاروي او د یوې چارې سرته رسونه کې تر اخري حده پورې هڅه کوي. مخې ته د پرتې چارې لپاره خپله ټوله ژمنتیا اختصاص کوي په دې مانا چې ټول تمرکز یې پر مخې ته پرتې چارې وي تر څو یې په سمه توګه سرته ورسوي او د خپلې موخې په لور بل ګام پورته کړي. کله هم چې موخه ورته وټاکل شي لاسته راوړنه یې د پرمختګ په لور هڅوي.
په خپل ځان باور لرونکي، وینا کوونکي یا اعلام کونکي: دا ډول خلک بې فعالیته هم نه پاتې کیږي خو فعالیت یې د بل اطاعت، له بل سره حمله کونکی چلند هم نه وي. که چېرې یو وضعیت سره مخ شي خپل حق ورته مالوم وي او نورو ته یې په سمه توګه وایي د ویلو تر څنګ د خپل حق غوښتنه کوي، د بل حق ورته مالوم وي او د بل حق ورکولو هڅه کوي، خپل ځان او نورو ته احترام لري، په خپل ځان کې ذاتي داسې وړتیا لري چې نور کار ته وهڅوي او له نورو سره ګډ کار وکړي.
پوښتونکي: دا ډول خلک تل شک لري، له هر کس نه د دوي د نظر په اړه، د دوي د چلند په اړه، د دوي د کار کولو د طریقې په اړه پوښتنې کوي. ډېر وخت د خپلو چارو پر پاېلو قناعت نکوي. نور خلک د دوي په اړه داسې فکر کوي چې د کاري جریان لپاره د خنډ سرچینې دي.
پېښې لټونکي ، په خطر کې اچونکي: دا ډول خلک موخې ته رسېدو لپاره په هر وخت کې هر ډول خطر اخیستو ته چمتو وي. هر لوی خطر دوي ته کوچنی ښکاري.
څارونکي: دا ډول خلک دخپل ځان چار چاپېره خلکو او شیانو غوره څارونکي وي. دا ډول خلک کله ناکله په څرګنده توګه او کله نا کله په مخفي توګه نور خلک، پېښې، شیان او چاپېریال څاري. دا ډول خلک تل د اړینو مالوماتو سرچینه وي کوم مالومات چې نور خلک نشي نوټ کولای یا یې نشي ورپام کېدلای دوي ته مالوم وي. دا ډول خلک د خلکو، چاپېریال او پیښو په څېړنه کې ښه وړتیا لري.
سوله کوونکي: دا ډول خلک له سیالۍ کولو ډډه کوي. د سرټمبه او کم عقلو خلکو سره تل د سولې په لټه کې وي.
د هر کس شخصیت د یوې کټګورۍ په څېر نه وي بلکې د هرې کتګورۍ یوه یا څو ځانګړنې ځان کې لري.
د شخصیت وده
د شخصیت وده په دې مانا ده چې یو کس د خپل ځان داخل او بهر ښکلی او ځواکمن کړي تر څو خپل ژوند کې یو مثبت بدلون راولي. هر وګړی له بل سره توپیر لرونکی شخصیت لري په کوم کې چې ښه والی او وده ممکنه ده. د شخصیت وده اړینه ده تر څو د خپل ځان په اړه په نورو کې ښه باور، احساس او اغیز پیدا کړو. د شخصیت وده د مسلک په ودې کې مرسته کوي، د اړیکو جوړولو کې مرسته کوي. ځینې خلک جنجالي شخصیت لري خو ځینې بیا غوږ اېښودونکي او لارښوونکي دي. شخصیت داسې یو ابزار ده چې ستا وړتیاوې در په ګوته کوي، ستا په خوښۍ کې مرسته کوي، بهر او داخل کې دې ځواکمن کوي.
د شخصیت د ودې اجزا
۱- ځان پېژندنه: خپل کرکټر، خوښې او نا خوښې، خپلې وړتیاوې او کمزورتیاوې، خپلې هیلې پېژندلو ته ځان پېژندنه وایي. کله چې مونږ دفشار یا سټرس لاندې راشو ځان پېژندنه له مونږسره خورا زېاته مرسته کوي. د موثرو خبرو اترو او له نورو سره د اړیکو جوړولو لپاره لمړی شرط ځان پېژندنه ده.
د ځان پېژندنې اجزا:
چلند: د ژوند، خلکو او کار لپاره چلند لرل
باورونه: اخلاقي یا معنوي بارونه لرل، سیاسي باورونه لرل
ارزښتونه: معنوي یا اخلاقي ارزښتونه، ټولنیز ارزښتونه، سیاسي ارزښتونه، اقتصادي ارزښتونه لرل
خپل انځور: دا اړینه ده چې پوه شې خپل ځان ته څرنګه ښکارې. د دې په اړه پوهېدل اړین دي چې نورو ته به څرنګه ښکارې او له همدې امله اړین دي چې دا انځور خپل ځان کې جوړ او پالنه یې وکړې. د خپل انځور جوړونې لپاره اړینه ده چې پوه شې څومره مخونه لرې او د کومو خیال ساتل درته اړین دي او یا یې خیال ساتې لکه:
خپل بدن: ته یوازې یو بدن لرې چې خیال یې وساتې
ملکیت: د خپلو توکو له زېان ساتنه. لکه ستا موټر، کور، پیسې او داسې نور
کور: دا یو داسې ځای ده چېرې چې ته او د کورنۍ نور غړي ګډ ژوند کوی او باید دې ځای کې چاپېریال دوستانه وساتل شي.
ټولنیز ځان:
له نورو سره فعل او انفعال: د خپلو ټولنیزو اړیکو له پرې کېدو ساتنه لکه له کورنۍ، دوستانو، ګاونډیانو سره دوامداره نه پرې کېدونکې اړیکې
له خلکو سره اړیکې: په ټولنیز او مسلکي ژوند کې مو باید له خلکو سره اړیکې روښانه یا مالومې پولې ولري. له وخت سره دې اړیکو ته وده ورکړل شي او وساتل شي.
روحاني ځان: د خپلو روحاني باورونو او نظریاتو په اړه باید روښانتیا ولرئ.
زه څوک یم ؟ زما وړتیاوې څه دي، زما کمزورتیاوې څه دي؟ زما لمړیتوبونه څه دي؟ زه خپل ځان څرنګه وینم؟ نورو ته څرنګه ښکارم؟
زه څوک یا څه کېدل غواړم ؟ زما لنډ مهاله موخې څه دي؟ زما منځمهاله او اوږدمهاله موخې څه دي؟ د لاسته راوړنې لپاره یې باید کوم ګامونه پورته کړم؟ د لاسته راوړنې لپاره یې کومې سرچینې لرم ؟ له نورو کومو سرچینو ګته پورته کولی شم ؟
د موخې ټاکنه
ډېری لوی او نامتو شخصیتونو لویې موخې او پراخه نظرونه لرل. انسان باید په دې وپوهیږي چې هغه څه دي چې دوي یې زېات تر سره کول غواړي. که هغه د خلکو نظر کې ډېر ساده هم وي د دوي هڅې یې ډېر با ارزښته کولای شي. د شخصیت جوړولو، ښه کولو لپاره موخه ټاکل عمده اړتیا ده.
موخه څه ته وایي؟
موخه راتلونکې ته د لارې نقشه ده. د ټاکنې لپاره باید په دې وپوهیږو چې وروستۍ موخه مو څه ده یا د موخې پای مو چېرې ده؟ او دا چاره باید په دواړو مسلکي او شخصي ژوند کې ترسره کړو. کله مو چې موخه وټاکله له دې وروسته باید د لاسته راوړنې لپاره پلان جوړ کړو. که چېرې د موخې لپاره پلان ونلرو په دې مانا ده چې مونږ د ماتې خوړلو لپاره پلان نیولی او که چېرې پلان ولرو نو باید په دې پوه واوسو چې د موخې د لاسته راوړنې لپاره کومو ابزار او سرچینو ته اړتیا ده که هغه فزیکي ابزار وي او که مالي سرچینې.
ابراهم لینکولن وایي “که چېرې د ونې را غورزولو او ټوټې ټوټې کولو لپاره ۸ ساعتو ولرم، نو ۶ ساعته به په تبر تېره کولو تېر کړم.”
موخې باید مالومې وي ځکه داسې هیڅکله امکان نلري چې ډېر څه وکړو او هر څه لاسته راوړو په دې مانا چې سل کارونه په مخه روان کړو او سل لاسته راوړنې ولرو.
د موخې لاسته راوړنې لپاره له خپل ځان څخه لاندې پوښتنه وکړئ او د پوښتنې لپاره په وړاندیزونو کار وکړئ:
ایا باور لرئ چې لاسته یې راوړلای شی؟
– د لاسته راوړنې لپاره یې باید هیلې, فکر او خیال ولرئ.
– خپل خوب خیال مو تل په یاد کې تازه وساتئ تر څو مو د موخې په لور وهڅوي.
– که چېرې تاسې دا پرېکړه نه وي کړي او یا مو نه وي ټاکلي چې ژوند کې څه کول غواړی چېرته رسېدل غواړئ نو تاسې موخه نلری.
دا په یاد کې ولرئ:
– موخه باید ریښتونې او ممکنه وي د بیلګې په توګه زه په یوه میاشت کې ۲۰ کیلو ګرامه وزن له لاسه ورکول غواړم.
بیا له ځان پوښتنه وکړئ چې ایا دا ممکنه ده کنه ؟
– خپله موخه مو لمړیتوب وګرځوئ او د موخې لاسته راوړنې لپاره مو اړین ګامونه ډلبندي کړئ.
د موخې لاسته راوړنې لپاره د خپلو سرچینو لکه پیسو، مالومات، خپلې روغتیا او وړتیا ارزونه وکړئ چې د موخې لاسته راوړنې لپاره مناسب دي او کنه.
د موخې ډولونه
موخې په دوه ډوله دي او تاسې په دواړو ډولونو تمرکز کولو ته اړتیا لرئ (تاسې باید مختلف لرلیدونه او طریقې ولرئ):
– لنډمهاله موخه: په لنډمهاله موخو کې مخې تاسې پر پرتو چارو تمرکز وکړئ تر څو یې په سمه توګه سرته ورسوئ.
اوږدمهاله موخې: کله چې اوسمهال مخې ته پرتې چارې تر سره کوئ د دې چارو عمده یا ټولیز هدف مه هېروئ. ځکه چې اوسمهال چارې مو موخې ته رسوي.
سمارټ موخې (smart goal)
سمارټ ګول د لاندې انګریزي کلیمو له لمړیو تورو جوړ شوی نوم او ستاینوم ده:
S = specific
M = mesurable
A = attainable
R = relevant
T = time bound
خلاقیت
د خلاقیت مانا:
– په یوه نوې طریقه د نړۍ پېژندل
– په هر څه کې نوی چلند، نوی حالت او نوي پټ نقشونه پیدا کول
– د دوه پېښو تر منځ پټې نا مالومې اړیکې په ګوته کول
– د پېښو د اړیکو په نښه کول د هغې لپاره د حل لارې لټول او بیا پرې عمل کول
د خلاقیت بهیر:
د خلاقیت لپاره باید دوه ګامونه پورته کړو:
– فکر کول: د یو داسې نظر یا طریقې په اړه فکر کول چې له نورو سره توپیر ولري او یا په بشپړ توګه نوی نظر یا نوې طریقه وي.
تولید: په خپلې نوي نظر یا فکر عمل کول
که چېرې تاسې فکر یا نظر لرئ او عمل نه پرې کوی نو تاسې خیالي یا تصوري خلک یاستی نه د خلاقیت وړتیا لرونکي خلک.
نوښت: د خلاقیت بهیر ته وایي چې له درې برخو جوړیږي
۱ – تولید
۲- خدمات یا
۳ – د تولید او خدماتو بهیر
هر نوښت باید ارزښت پیدا کړي تر څو نورو ته د منلو وړ شي.
د خلاقیت مخې ته خنډونه
فرضیه جوړول: د خلاقیت لپاره تر ټولو لوی خنډ د هر څه لپاره خپله فرضیه جوړول دي او د نورو نیوکې یا نظر له پامه غورزول دي.
تر کچې زېات پر منطق تکیه کول: د خلاقیت لپاره دوېم لوی خنډ په منطق ډېره تکیه کول دي ځکه چې منطق د خوب او خیال ضد ده. له بلې خوا هر څه په منطق لاسته نه راوړل کیږي نو د زېات منطق پر ځای باید هر څه عملا تجربه کړو.
کلتوري خنډونه: ځینې خلک له دې امله د خلاقیت په لور ګام نه پورته کوي چې د ټولنې یا مذهبي ډلو څخه به ووېستل شي او یا به د دوی لخوا ورټل شي.
احساساتي خنډونه: ډېر خلک له زړو لارو چارو سره عادت شوي وي او که چېرې له بدلون سره مخ شي د ذهني فشار یا سټرس لامل ورته ګرځي. دوي دا نشي درک کولای چې بدلون په ژوند کې یوازینی با ثباته فکتور ده. همدا احساس لرل هم د خلاقیت خنډ ګرځي.
خیالي یا تصوري خنډونه: که چېرې زمونږ فکر کې توکو او طریقو ته له کچې زېات احترام موجود وي د خلاقیت خنډ ګرځېدلای شي.
د سرچینو خنډونه: د خلاقیت لپاره مونږ تل مختلفو سرچینو ته اړتیا لرو که چېرې سرچینې ونلرو نو ممکن نظر یا طریقه مو یوازې یو خیال پاتې شي.
سټرس: د خلاقیت هر ډول چاره ارام ذهن او ارام بدن ته اړتیا لري. که چېرې مونږ له سټرس په ډک حالت کې یو همدا نا ارامي مو نوې طریقې او فکرونه نا ممکن کوي.
د بهتر کار کولو لپاره
پلان = څه چې کول غواړې د هغې لپاره پلان
کول= څه مو چې پلان کړي وي د هغې کول
بیا ځلې کتنه= څه سم ول، څه ناسم ول، څه مو زدکړل ؟
فکر= د بیا ځلې په روښنایي کې باید په دې فکر وکړو چې څه کولی شو او تجربه پکې لرلای شو
د یو نوي څیز یا لارې پېدا کولو لپاره :
۱- د فکر نوښت د نورو په څېر فکر نه کول
۲- د همدې فکر پراخول
۳- بیا او بیا ځلې پرې کار کول
۴- تر څو ګټور څه ترې جوړ شي
خلاقیت په ذهن کې د یو څه انځور کولو ته وایي، له هیڅ نه یو څه جوړولو ته وایي، د فکر نوښت ته وایي.
۱- دیو کار لپاره انګېزه لرل
۲- دکولو لپاره ېې فرصت لټول
۳- ذهني چابکي لرل
۴- د خپل فکر طرح کول
۵- هدف
۶- د خطر مدیریت
د هرڅه لپاره باید د خپلو مهارتونو او کړنو تر منځ توازن ولرو
د کشف کولو لپاره هر څه ته لکه د خلکو ګوره خو فکر ورته بدل کوه.
دا لاندې ۳ نظر وژونکي مه پرېږده چې نظر دې مړ کړي
۱- هیڅ معنی نلري
۲- امکان نلري
۳- ما مخکې کړی وو نتیجه ېې ورنکړه
فکر کول استعداد ته اړتېا نلري
فکر کول تعلیم کولو ته اړتېا نلري
فکر کول د مالوماتو راغونډولو ته اړتېا نلري
فکر کول منطقي کړنو ته اړتېا نلري
خلاقیت هغه توانایي ده چې د یوڅه له بل څه سره اړیکه نه وی او ته د دوي تر منځ اړېکه ووینې
خلاقیت صرف د نظر لرلو ته نه وایي بلکه د نظر عملي کولو ته وایي
دخلکو ډولونه :
– یو ډول خلک هر څه پېښوي
– یو ډول خلک د هر څه پېښېدو ته اجازه ورکوي
– یو ډول خلک په دې لا تر اوسه نه وي خبر چې څه پېښ شوي.
انساني ارزښتونه
ارزښتونه زمونه په ژوند کې حیاتي یا پرېکړه کوونکی رول لري او زمونږ د بریا یا ماتې پرېکړه کوي. ارزښتونه یو داسې ځواک ده چې انسان د شخصیت د ودې پر لور هڅوي. ارزښتونه هغه څه ټاکي چې مونږ فکر کوو چې باید ترسره یې کړو او یا یې له تر سره کولو ځان وژغورو. د کولو یا نه کولو تړاو یې له ارزښت (باور، نظر، عمل یا کړنو) سره ده. د ارزښت لپاره د کولو یا نه کولو غوښه هغه وخت بدلیږي چې مونږ ته د یو څه کول په زړه پورې وي خو ارزښتونو یې له کولو منع کړي یو او یا هم هغه وخت بدلیږي چې تر پخوا په عصري چاپېریال کې ژوند وکړو.
انسان چلند لري، همدا چلند یې د ژوند لارښونه کوي، او د ژوند همدې لارښونې ته ارزښتونه وېل کیږي.
د ارزښتونو کټګورۍ
ارزښتونه کولای شو په درې کټګوریو کې ووېشو:
شخصي ارزښتونه: لکه ریښتینولي، زړه ورتیا، پر ځان اتکا یا پر ځان بسیا، د افکارو وده یا پوخوالی، ښه اخلاق، وفاداري.
د ټولنې ارزښتونه: لکه خدمتونه، انصاف، له نورو سره شریکول، سوله ایز اوسېدل.
ټولنیز ارزښتونه: له یو بل سره همکاري یا مرسته، د نورو خیال ساتنه، ټولنیز مسولیت احساس کول، سیکولریزم.
ارزښت او اخلاق
زمونږ ارزښتونه سمې او ناسمې کړنې ټاکي خو اخلاق د سمو او ناسمو کړنو ته وایي یا پر سمو او ناسمو کړنو عمل ته وایي.
د ښو اخلاقو لرلو لپاره:
پر بل باور ولرئ او یا پر بل باور لرل وښیئ
خپل ځان کې د مشرتابه وړتیا وښیئ
له دې وېره مه احساس کوی چې تاسې بې ساري یاستی
د نورو خیال وساتئ احترام یې ولرئ
له هر څه ځان خبر کړئ
خاکساره واوسئ او کله هم چې تېر وتنه وکړئ پر خپلې تېروتنې اعتراف وکړئ
 
خبرې اترې
په کور کې د کورنۍ له غړو، د ښونځي له ښوونکو، په کار ځای کې د کار له مالک او همکارانو سره، په خپل کمپیوټر کې چې کله یو ایمیل ته ځواب وایو او یا هم چې کله ټیلیفون کې زنګ راشي د زنګ وهلو پر وخت مونږ ټول د خبرو اترو وړتیا په بیلا بیلو کچو کارو. د خبرو اترو وړتیا د ټولنیز او سوداګریز ژوند اروا ګنل کیږي.
مانا:
خبرې اترې یو داسې بهیر ده د کوم له لارې چې مونږ نورو ته مالومات ورکوو، له نورو مالومات تر لاسه کوو یا یې تبادله کوو. خبرې اترې د خبروکولو له لارې، لیکلو له لارې، غوږ ایښودنې له لارې او د اندامونو خوښځولو له لارې کیږي.
د خبرو اترو بهیر
کله هم چې یو کس پیغام لیږدوي نو لیږدونکی یې تر لاسته راوړنکي پورې د یو چینل له لارې رسوي. دا چینل ممکن یو کمپیوټر وي، ممکن یو تلویزیون وي، ممکن ټیلیفون وي او یا مخامخ له یو بل سره خبرې وي. په یو وخت کې د یو پیغام لپاره مختلف چینلونه هم کارېدلای شي. د اغیزمنو خبرو اترو لپاره مناسب چینل انتخابول اړین دي.
یوازې دا اړینه نده چې مالومات یو تر بل ولېږدول شي بلکې تر ټولو اړینه داده چې تر لاسه کوونکی په دې وپوهیږي چې پیغام لیږدونکی څه وېل غواړي. که چېرې یوه ډله د خبرو سم تعبیر ونشي کړای نو پایله یې تېروتنه، د دوه ډلو تر منځ اختلاف، شخړه رامنځته کولای شي.
د خبرو اترو کلیدي عناصر
تاسې: د خبرو اترو لپاره باید تاسې مسلکي تجربه ولرئ، پوهه او روزنه ولرئ ځکه چې د خبرو اترو له لارې نور تاسې پیژني چې تاسې څوک یاستی.
ستاسې اورېدونکي: د اغیزمن وینا کوونکي کېدو لپاره باید تاسې د خپلو اورېدونکو په اړه مالومات ولرئ، او د خلکو د مختلفو ګټګوریو لپاره توپیر لرونکې محتوا او ژبې ته اړتیا لرئ تر څو هر ډول خلک پر خپل پیغام پوه کړای شی.
ستاسې پیغام: ته څه وېل غواړې؟ او د خپلې وینا یا پیغام لپاره کومه تر ټولو ښه طریقه ده؟ د دې لپاره باید له ځان څخه څوک، چېرته، ولې، کله، او څرنګه پوښتنې وکړو.
د اغیزمنو خبرو اترو ځانګړتیاوې
– روښانه: خبرې اترې باید روښانه او تشریح کوونکې وي. د لیږنې موخه یې مالومه وي.
– بشپړ: مالومات باید بشپړ وي او داسې ځای پکې نه وي پاتې چې د پوښتنې لامل شي.
– سم: مالومات باید سم وي، د پیغام د اغیزمنتوب پر ځای باید پیغام کې حقایقو ته نظر وشي.
د لوستونکي وخت ژغورل یا خوندي کول: مالومت باید داسې وي چې په پوهېدنه یې د ویونکي وخت ضایع نشي.
د خبرو اترو ابزار
خبرې اترې څلور بنسټیز ابزار لري:
۱ – غوږ کېښودل
۲ – خبرې کول
۳ – وېل
۴ – لیکل
پورته څلور واړه وړتیاوې زده کیږي او ښه والی پکې راوستل کېدای شي. لمړی باید د خبرو اترو د مهارت زده کړه وکړئ دوېم باید ځان پرې پوه کړئ او درېم ګام کې یې د کارونې پر اهمیت ځان خبر کړئ او په څلورم ګام کې یې عملا تمرین کړئ تر څو ښه وینا کوونکي شی.
لفظي خبرې اترې:
۱- مخامخ خبرې: تر ټولو اسانه خبرې دي. تاسې کولای شی په ډېره ساده توګه هغه څه تشریح کړی څه چې وېل غواړی. که چېرې یو کس نه پوهیږي نو له ځان څخه دا پوښتنه وکړئ:
تاسې مناسب اسان لغات کاروی په کومو چې دوي پوهیږي؟ کوم نظر چې تاسې وینا کې بیانوی دوي یې درک کولای شي؟ په خبرو کې درې شیانو ته پام کوئ:
لغات: څه چې وایی
لهجه: څرنګه یې وایی
د بدن ژبه: کله یې چې وایو څرنګه ښکارو
دمخامخ خبرو اترو ګټه:
– خلک تاسې لیدلای شي چې څه وېل غواړی او یا مو د خبرو مانا څه ده.
– د سترګو اړیکه کومه چې له تاسې سره په دې کې مرسته کوي چې اورېدونکي تاسې ته غوږ دې کنه ستا پر خبرو پوهیږي او کنه.
– د بدن ژبه ستاسې په خبرو باندې د هغوی په باور جوړولو کې مرسته کوي په دې مانا څه چې وایی هغوی پرې باور کوي.
د مخامخ خبرو بې ګټې توب:
– له تاسې خپل حقیقي احساس اظهار کیږي.
– اورېدونکي ممکن ستاسې په ځینې کلیمو پوه نشي.
– ممکن ستاسې د وېلو طریقه یې خوښه نشي.
د ټیلیفون کارونه
– داسې خبرې وکړئ لکه چې مخامخ خبرې کوی.
– د خوښۍ په انداز کې خبرې وکړئ.
– په لیوالتیا سره خبرې وکړئ
– په نورمال توګه خبرې وکړئ، له ډېر لوړ یا ورو خبرو ډډه وکړئ.
– په ډېر پام سره غوږ کېږدئ، څه چې درته وېل کیږي تمرکز پرې وکړئ.
– د ټیلیفون په خونه کې داسې څه ته اجازه مه ورکوئ چې ستاسې پام له خبرو واړوي.
د اورېدو مهارت
ډېر خلک د اورېدو ښه وړتیا لري خو د غوږ کېښودنې له کمال څخه بې برخې وي. غوږ کېښودنه یو ذهني بهیر ده چې هڅې ته اړتیا لري او له وخت سره دا زده کوو چې څرنګه ښه غوږ کېښودونکي شو. د غوږ کېښودنې لپاره ځینې لارښونې شته خو د ښه غوږ کېښودونکي کېدو لپاره تمرین ته اړتیا ده:
– بشپړ پام مو د بل خبرو ته کړئ.
– بل کس چې څه وېل غواړي تاسې مخکې له مخکې پرې پوهیږی دا فرضیه مو ذهن کې مه جوړوئ.
– ذهن کې مو خپل ځواب فارمول کړئ.
– د خپل مخ په ذریعه او د سترګو په اړیکه داسې ورته وښیئ چې د کس خبرو ته مو بشپړ پام ده.
– که چېرې مناسبه وي خبرې یې نوټ کړئ.
– د پیغام تر پایه صبر وکړئ خبرې یې منځ کې مه پرې کوئ تر څو بشپړ مالومات تر لاسه کړئ.
– د مالوماتو د بشپړولو لپاره د سوالونو دا لړۍ (څوک، څه، چېرته، کله، ولې، څرنګه) په همدې ترتیب وکاروئ.
– په خبرو کې یوازې حقیقت مه لټوئ بلکې نظر ته هم غوږ ونیسئ ځکه چې په خبرو کې کیسه، وجه، موخه مونږ سره د حقایقو په یاد پاتې کېدو کې مرسته کوي.
– د ښه پوهېدو یا تصدیق لپاره دا اصطلاح وکاروئ (تاسې وېل غواړئ …).
– سوال وکړئ (تاسې داسې … ووېل زه مو په هدف ونه رسېدم ستاسې هدف څه وو؟).
– د قدردانۍ یا تصدیق لپاره خبرې کوونکي ته وګورئ او سر وښوروئ.
– چپتیا د دې لپاره وکاروی چې پام مو په برخو ونه وېشل شي او له یو کس څخه پرته له پرې کېدو بل ته پام واړوئ. دا تخنیک هغه وخت کې کاریږي کله چې خلک تاسې ته له بد یا ښه احساس یا شکایت سره راشي. داسې وخت کې د دوی اړتیا دا وي چې خپل احساس شریک کړي او د اورېدو لپاره څوک ولري.
– تشویق یې کړئ (نور راته ووایاست، غواړئ چې ماسره خبرې پرې وکړی؟).
د خبرو مهارت
له وینا کولو مخکې باید وینا کونکی په دې پوه شي چې څه ووایي او څرنګه یې ووایي او دواړه د خبرو اترو لپاره اړین دي. که چېرې یوازې یوه کلیمه یې هم ناسمه واورېدل شي نو نه ترمیم کېدونکی یا نه رغېدونکی وېجاړی رامنځته کولای شي.
د خپلو اورېدونکو په اړه باید کافي مالومات ولری لکه د اورېدونکو د پوهې د کچې په اړه، د عمر په اړه، د علاقې په اړه، موخې په اړه، مقام یا رتبې په اړه.
غېرې لفظي خبرې اترې
تقریبا زمونږ ورځنۍ ۷۵% خبرې اترې غېرې لفظي دي. زمونږ ډېرې خبرې اترې پرته له خبرو کولو وي. د لفظي خبرو د بریا ډېره لویه برخه د غېرې لفظي خبرو اترو سره تړلې ځکه چې هره کړنه یا عمل تر خبرو لوړ غږ لري.
د غېرې لفظي خبرو اترو اجزا:
۱- د چلند طریقه یا د چلند اختیار کول: تاسې خپله خوښه لری چې د یوې مسلې د حل لپاره یا پرې د کار کولو لپاره کومه طریقه اختیار کوی. د مخکې تګ پر وخت ممکن له یو داسې حالت سره مخ شی چې کم جراته مو کړي او یا اختلال وکړي.
تاسې د هرې ستونزې لپاره منفي او مثبت چلند لری:
کله چې له ستونزې یا خنډ سره مخ شی نو لاندې مثبت فکر غوره کولای شی:
۱ – خوښي
۲- ترتیب یا نظم
۳ – خوشبیني
کله هم چې له ستونزې سره مخ شوی لمړی له ځانه پوښتنه وکړئ چې څرنګه دا چاره کولای شو را ځه چې فکر پرې وکړو؟ ولې یې یو ځل تجربه نکړو؟
کله چې له ستونزې یا خنډ سره مخ شی نو لاندې منفي فکر غوره کولای شی:
۱- له کړنې وروسته کېدل
۲- نا هیلي کېدل
۳- خفه او بد اخلاقه کېدل
نو لاندې فکر او خبرې مو ذهن ته راځي:
نه یې کوو (تصمیم مو ونیوه په دې مانا چې منفي پرېکړه مو وکړه).
نه یې شو کولای (خپل ځان مو بې ځواکه ځانته ثابت کړ، خپل ځان مو خپل ځانته ماته خوړونکی کس وښود).
۲- چلند : زمونږ چلند مونږ د چلند اختیار کولو په لور هدایت کوي. په ځینې خلکو کې دواړه چلند او د چلند اختیار کول په ورته وخت کې سره ګډ کار یا فعالیت کوي. که چېرې مونږ مثبت چلند ولرو نو د مثبت عمل یا کړنې هیله لرو او همداسې منفي چلند مو د منفي کړنو او د منفي چلند اختیار کولو په لور هدایت کوي.
۳- د بدن ژبه:
– د مخ ښکاره کېدو څرنګوالی
– یوه مسکا
– د اشارې لپاره د یو څه په لور لاس اوږدول
– پر ځمکه پښه ټپول
– په بدن اشارې یا خوځښتونه
د بدن په ژبه ځینې دښمني ښي او ځینې بیا دوستي.
۴ – واټن یا فاصله: د اغیزمنو خبرو اترو لپاره له خلکو باید د واټن یا فاصلې اخیستلو په کچه پوه شو.
– د عامه خلکو واټن یا فاصله: د وینا کونکي او اورېدونکو تر منځ باید له ۱۰ تر ۲۰ فټه پورې واټن موجود وي لکه انتخاباتو کې د کاندېد او وینا کونکي تر منځ واټن، یا د وینا کونکي او خبریالانو تر منځ په رسنیز کانفرانس کې.
– ټولنیز واټن یا فاصله: د وینا کونکي او اورېدونکو تر منځ باید له ۴ تر ۱۰ فټه پورې واټن وي لکه له نا اشنا خلکو سره په ټولنیزو ځایونو کې لیدنه، په سوداګریزو ځایونو کې له نورو ډلو سره لیدنه کې.
– شخصي واټن: د خبرې کونکي او اورېدونکو تر منځ باید واټن له ۲ تر ۴ فټه پورې وي لکه د کورنۍ د غړو تر منځ، د ملګرو تر منځ.
محرم واټن: د دې لپاره هېڅ واټن نده ټاکل شوی لکه د ماشوم او مور پلار تر منځ، د ښځې او مېړه ترمنځ، د نږدې ملګرو ترمنځ.
له شخړې سره معامله
هر انسان د شخړې سره مخ شوی او د شخړې تجربه لري. شخړه د انسانانو د فعل او انفعال یو فکتور ده. کله هم چې دوه انسانان خپله کې خبرې اترې سره کوي نو د ناسم پوه کېدو امکان شته کوم چې د شخړو لامل ګرځي. که د شخړې د هوارېدو لپاره سمه او مناسبه لار غوره کړو زمونږ په روغتیا او ارامۍ او له نورو سره په ښو اړیکو جوړولو کې مرسته کوي.
له شخړې سره د موثرې معاملې کولو لپاره لاندې درې طریقې وکاروئ:
۱- په ډېره ارامۍ او بشپړ پام سره غوږ ونیسي تر څو د شخړې طبیعت پیدا کړی.
۲- د موافقې لپاره فکر وکړی او خپلې ذهن کې یې د خبرو په توګه فارمول کړئ.
۳- بل کس ته له شخړې د وتلو اجازه ورکړئ.
د خبرو اترو له لارې، تشویقول یا هڅول، منځګړتوب
د خبرو اترو له لارې د شخړې د هوارولو لپاره لمړی باید نا ارامه او خپه شوی کس په ګوته کړی. کله هم چې د خبرو اترو پر وخت شخړه رامنځته شي نو انسان په خپل ذهن کې وایي د هغوی ستونزه ده زه څه وکړم؟ که مو چېرې دا فکر په ذهن راغی فکر وکړی چې نارامه شوی یا خپه شوی کس هم تاسې یاستئ. لمړی په خپل چلند او چلند اختیار کولو کنټرول وکړی، په دوېم ګام کې د شخړې د هوارېدو لپاره لټه وکړئ، دا په یاد کې وساتئ چې چلند اختیار کول ستاسې په لاس کې دي او تر هغه پورې د بل کس پر چلند اختیار کولو کنټرول نشی کولای تر څو چې خپل عمل یا کړنې کې بدلون را نه ولی.
– د خبرو اترو له لارې: په ذهن کې مو روغه جوړه د خبرو په توګه فارمول کړئ.
– تشویقول: خپل بحث ته د نوي باور یا فکر په لور، نوي موقعیت په لور خوځښت ورکړئ.
– منځګړتوب: په شخړه یا بحث کې داسې مداخله کومه چې د هوارېدو لپاره وي.
پورته درې طریقو کې باید مالومات د حقایقو په توګه وکاروئ ځکه چې مالومات څوک، څه، چېرته، کله، ولې او څرنګه ټاکي. موافقه یا د مالوماتو وړاندیز کول د شخړې د زېاتېدو یا پېښېدو مخه ډب کوي. شخړه کونکی باید په دې وپوهول شي چې له یو لارې (دشخړې له لارې) پرته نورې لارې هم شته. که چېرې د شخړې د هوارولو لپاره درېمګړی یا منځګړی کس ولرئ تر څو مالومات په سمه توګه وړاندې کړي د شخړې هوارېدل به اسانه کړي.
نیوکه
کله هم چې د نیوکې نوم واورو نو فکر کو چې نامناسبه قضاوت شوی. له نیوکو سره باید څرنګه معامله وکړو؟
– که چېرې د تېروتنې مسولیت ستاسې وي نو په غاړه یې واخلی.
– له خپل ځانه پوښتنه وکړئ چې داسې کوم څه مو کړي چې د نیوکې مستحق دي.
څرنګه په څه نیوکه وکړو؟:
– د خلکو تر مخ له نیوکې کولو ډډه وکړئ، که چېرې نیوکه کول غواړی په یوازېتوب کې یې وکړئ.
– په نیوکه کولو کې یو کس له بل سره مه پرتله کوئ ځکه چې دا یو کس ته د شرم بد احساس ورکوي.
– د تور لګولو یا رټلو پر ځای د ښه کېدو لپاره لارښونه وکړئ.
په موثره توګه څرنګه نیوکه وکړو؟:
– په خپله نیوکه کې چلند ته اشاره وکړئ پر کس نیوکه مه کوئ.
– یو څه مثبت ورته ووایئ.
– په کوم چلند مو چې نیوکه کړي وي او د رغېدو وړ وي د رغېدو لار یې په ګوته کړئ.
– له دې کلیمې کارونې “تاسې” ډډه وکړئ.
– له داسې منفي کلیمو ډډه وکړئ لکه: نه باید داسې نه وای شوي.
– په چلند کې د بدلون لارښونه ورته وکړئ.
د غصې کنټرول
وخت ناوخته مونږ ټول غصه کوو. خو له مور څخه غصه نه یو پیدا شوي بلکې په دې نړۍ کې مو غصه زده کړې ده او له همدې امله کولای شو د دې زده کړې د کارونې مخه ونیسو. که څومره زېات د غصې په کنټرول کولو تمرین وکړو همدومره به هر وخت خپله غصه کنټرول کړای شو. که چېرې مونږ دا زده کړو چې څرنګه خپله غصه کنټرول کولای شو نو دا وړتیا هم پیدا کوو چې په نورو کې غصه کنټرول کړو.
څرنګه د غصه شوو خلکو غصه کنټرول کړو؟:
– د غصې د کنټرول کولو لپاره د غوږ اېښودنې طریقه زده کړئ او که چېرې اړینه وي چپتیا غوره کړئ.
– د غصې د لامل تر اورېدو مخکې هېڅکله غصه شوي کس ته مه وایئ چې بس اوس نوره غصه مه کوه.
– هېڅکله غصه شوي کس ته لیکچر مه ورکوئ نصیحت مه ورته کوئ ځکه چې د غوښتنې لپاره د نظر بې احترامي یې کیږي.
– کله مو چې د غصې لامل پیدا کړ نو د هوارېدو په لټه کې یې شئ په دې مانا چې غوښتنې ته یې مناسب ځواب ووایئ.
– د مرستې لپاره د کړنې په اړه ورته ووایاست، د خپلې مرستې کچه مو ورته ووایاست بې ځایه توقع مه ورکوئ.
اغیزمنې غوږ کېښودنې ته خنډونه
– مونږ له وینا کوونکي چټک فکر کوو او د خبرو له ختمېدو مخکې پاېله وایو.
– د وینا اورېدو پر وخت پرېشانه کېږو او ذهن ته د انحراف کولو اجازه ورکوو.
– بې حوصلې کېږو او ذهن ته اجازه ورکوو چې خبرو کې بې علاقې شي.
– په خبرو کې د اورېدو پر ځای مداخله کوو.
 
اړیکې
اړیکې مونږ له خلکو سره په فردي توګه یا په ګروپ کې د فعل او انفعال لپاره کارو. د اړیکو له لارې خلک په لفظي یا غېرې لفظي پیغام کې مالومات، خپل احساس او د یو څه مانا شریکوي. اړیکې مونږ سره مرسته کوي چې له نورو سره په مثبته توګه تړاو ولرو. ښې اړیکې جوړول زمونږ ذهني روغتیا لپاره هم ګټورې دي له د پرته مونږ ته ټولنیزې او مسلکي ګټې هم رسولای شي. د اړیکو له لارې مونږ:
– مالومات تبادله کوو.
– د خپلو اړتیاو بیان کوو او د نورو اړتیاوې درک کوو.
– د بل د احساس ملاتړ کوو او نور زمونږ د احساس ملاتړ کوي.
– په ګډه پرېکړې کوو او ستونزې هوارو.
– د نورو د چلند اټکل یا وړاندوینه کوو او له همدې لارې د هغوی پر چلند نفوذ کوو.
هغه څه چې پر اړیکو اغیز کوي:
۱- چلند:
– مونږ تل یو کس، ډلې پېښې سره مستقیما چلند کوو. لمړی یې په اړه خپل ذهن کې نظر جوړو او بیا چلند ورته اختیار کوو.
– مثبته یا منفي طریقه اختیار کوو.
– په خپل لرلید کې باثباته پاتې کیږو یا مو لرلید انعطاف مننونکی کیږي.
– ځینې وخت په دوه ورته حالتونو کې دوه ډوله چلند یا د چلند طریقه اختیار کوو او لامل یې په هر او هر حالت کې توپیر کوي.
– مونږ له چلند سره نه یو پیدا شوي بلکې چلند له چاپېریال او خلکو زده کوو.
۲- تعصب
– ځینې وخت کې تعصب زمونږ د چلند شکل اختیار کوي.
– له خلکو سره د دوي د مذهب یا بارونو له امله، نژاد رنګ، تابعیت او داسې نورو له امله تعصب کوو.
– زمونږ ټولنیزتوب زمونږ د مشرانو پیښې یا هغوی ته ورته عمل کول وي.
– خلک په تور او سپین وېشو او یا یې هم په نورو نومونو یادو.
– خلک په اکثریت اواقلیت وېشو او له دې ډلبندي دښمني یا دوستي جوړو.
 
ټیم
ټیم څه ته وایي؟
ټیم د خلکو یوې ډلې ته وایي چې خپله کې سره یو ځای شوي وي تر څو:
– یوه ستونزه هواره کړي
– له یو څه سره مبارزه وکړي
– یوې موخې ته په ګډه ورسیږي
په یو ټیم کې د ټیم موخه د یو کس ترموخې غوره وي. په ټیم کې مختلف کسان مختلف نظرونه وړاندې کوي، په ګډه یې پر منفي او مثبتو اړخونو بحث کوي او په ګډه پرېکړه کوي.
د ټیم جوړونه
تر ټولو سخته چاره د ټیم جوړول او بیا له دې ټیم سره په همغږۍ کې کار کول دي. هر څوک کولای شي چې د ټیم جوړونې لپاره غړي راغونډ کړي خو له دې ټیم څخه همغږۍ له یو بل سره نښتی ګروپ جوړول اسانه چاره نده لکه د فوټبال ټیم چې ټول غړي له یو بل سره همهاله لوبه کوي. له یوې ډلې داسې ټیم جوړول چې د ځان د ویاړ او ګټې پر ځای د ټول ټیم د بریا لپاره کار وکړي او دا چاره وخت، وړتیا او هڅو ته اړتیا لري.
تاسې کولای شی د ټیم جوړونه له لاندې خبرو خپل ذهن کې انځور کړی
۶
زه یې منم چې ما تېروتنه کړې
۵
تا ښه چاره ترسره کړه
۴
ستا نظر څه ده؟
۳
که یې وکړی مهرباني به مو وي
۲
مونږ
۱
زه
تر هغو پورې د ټیم جوړېدنه امکان نلري تر څو هر کس خپلې شخصي ګټې څنګ کې نه وي ایښې او په ګډه د ټیم موخې ته کار ونکړي.
د اغیزمن ټیم جوړولو لپاره باید څه وکړو؟:
– د یو بل پېژندل: خوښې، ناخوښې، چلند، طبیعي وړتیاوې، باورونه، هیلې، د ټیم د هر غړي فردي موخې پېژندل.
– د عمومي رضایت، موافقې یا هوکړې رامنځته کوونه: دهر کس په نظر باندې باید بحث وشي او د عمومي هوکړې پر بنسټ پرېکړه وشي.
– د سرچینو په ګوته کول: یوازې هغه سرچینې باید یادې نشي کومې چې موجودې دي بلکې هغه سرچینې هم په ګوته شي چې په اسانۍ لاسته راوړل کېدای شي.
– د چلند لپاره قوانین ټاکل: داسې قوانین باید وټاکل شي چې د هر غړي چلند د ټیم نور غړي وهڅوي او د نظر لپاره یې احترام پکې موجود وي.
– همکاري کول: کله هم چې یو ټیم په دې پوه شي چې د فلاني غړي نظر تر ټولو غوره ده او پرېکړې پرې وکړي نو باید ټول غړي همدې ته نظر ته د ټیم د موخې په توګه وګوري او د لاسته راوړنې لپاره یې له یو بل سره همکاري وکړي.
په ټیم کې د هر کس چلند
په ټیم کې ځینې چلندونه ګټور او ځینې د ویجاړۍ لامل ګرځي دواړو ته کتنه کوو.
۱ – ویجاړونکی یا زېان اړونکی چلند:
– پر بل غالب کېدل یا حاکم کېدل
– د بل په چارو کې لاسوهنه
– قضاوت
– داسې ښودل چې علاقه پکې نلرم
– په خبرو اترو کې بل په غوږ وهل یا په بل اورېدل
– په ساده توګه له هر څه سره هوکړه یا موافقه
– د پرېکړو مخنیوی
– یو بل په نومونو یادول
– له مسولیت اخیستلو تېښته یا انکار کول
– د بل په نظر پورې خندا کول
۲ – رغونکی یا ګټور چلند:
– خوشبینه اوسېدل
– پابند اوسېدل
– د یو بل ملاتړ کول
– با ادبه اوسېدل
– ازاد فکر لرل او له تنګ نظر لرلو ډډه کول
– له نورو سره په چارو کې ګډون
– چارې خپلمنځ کې شریکول
– د خپل نظر په روښانه توګه وړاندې کول
– چمتو اوسېدل
– له مبالغې کولو ډډه کول یا له حده زېاتې روښانتیا اچولو یا تشریح ډډه کول
د ټیم پرېکړې
ګډې هوکړې ته د رسېدو لپاره باید لاندې یاد شوي ټکي نظر کې ونیسو:
– د مالوماتو راغونډول
– د مالوماتو څېړنه
– د نظر تولید او په نظرونو بحث کول
– د بدیلو حل لارو په اړه څېړنې کول
– د عمومي هوکړې، رضایت یا موافقې له مخې پرېکړه کول
چلند پېژندنه
تاسې هر څه ته چلند اختیار کوی، د چلند اختیار کول هم ستاسې لاس کې دي او د هر څه پایله ستاسې له چلند سره تړاو لري. که مو چلند منفي وي پایله به هم منفي وي او که مو چلند مثبت وي پایله به مو بریا وي. همداسې که تاسې د بل کس چلند یا کړنې ته ځواب وایی نو تاسې ممکن له لاندې درې طریقو څخه کار واخلی:
– غېرې فعال چلند
– حمله کونکی چلند
– په ځان باور لرونکی چلند
۱- غېرې فعال چلند
تاسې هغه وخت غېرې فعاله یاستی کله چې:
– اوسنی حالت کې پاتې کېدل غواړی یا بدلون نه پکې غواړی
– نورو ته اجازه ورکړی چې ستاسې په ځای پرېکړې وکړي
– په لفظي توګه له نورو سره هوکړه وکړی مګر هوکړه مو د خپل احساس برعکس وي
– د ستونزو هوارول وځنډوی
نوتاسې به څرنګه ښکاری؟
– وروسته درېدل یا پاتې کېدل
– د سترګو کمه اړیکه او یا هم د سترګو اړیکه نلرل
– که خپه هم وې نو خندا یا مسکا به کوې
– نا ارامه اوسېدل
ځان به درته څرنګه ښکاري؟
– بښنه غوښتونکی
– مبهم یا نامالوم
– له خپل ځانه کرکه کونکی
– دوه زړه یا نا مطمن
– فریاد کوونکی
څرنګه احساس به کوې؟:
– د نورو لخوا سوء استفاده شوی
– دردېدلی
– په تشویش کې به یې
– هر څه ته غصه
– بې واکه او بې ځواکه
ستا په اړه د نورو احساس به څرنګه وي؟:
– ته د نورو فکر خرابونکی یې
– ته په هر څه کې بې علاقې یې
غېرې فعاله چلند له تاسې سره موخې ته په رسېدو کې مرسته نکوي نو له همدې امله تاسې:
– احساس کوی چې قرباني یاستی
– څه چې درته پېښ شوي وي ملامتیا یې په نورو وراچوی
– تل او بیا ځل غېرې فعاله چلند اختیار کوی ځکه چې خطر پکې کم وي.
حمله کوونکی چلند
تاسې حمله کوونکي یاست کله چې هڅه وکړی:
– خپل مقام په چا تحمیل کړې؛
– په نورو تور ولګوې، د نورو احساس په نظر کې له نیولو پرته په نورو کې د تېروتنو پیدا کولو هڅه وکړې؛
– د نورو بې عزتي وکړې او داسې چلند غوره کړې چې د وړاندوینې وړ نه وي او یا یې نور توقع نلري.
تاسې به نورو ته څرنګه ښکاری؟:
– مخکې لور ته تکیه شوي؛
– نورو ته ګوته نیونکي؛
– د خپلو سترګو د اړیکې په ذریعه نور خوړونکي یا سوري کوونکي.
تاسې به کوم ډول کس ښکاری؟:
– په لوړ غږ شور جوړونکی؛
– نورو ته پیغور ورکونکی؛
– تاکید کوونکی؛
– دفاع کوونکی او مغرور.
څرنګه احساس به کوې؟:
– د نورو په کنټرول کې؛
– ګنهګار یا ملامت؛
– یوازې پرېښودل شوی.
نور خلک به څرنګه احساس کوي؟:
– په دفاع کې؛
– بې عزته شوي؛
– په وېره کې؛
– بې علاقې.
۱- حمله کوونکی چلند تاسې سره مرسته کوي چې خپلې موخې ته تر یوې محدودې کچې پورې ورسېږی.
۲- ستاسې د موخې د لاسته راوړنې قیمت تل د نورو بې حرمتي خپګان، او ویره وي.
۳- حمله کوونکی چلند تاسې په داسې لار روانوي چېرې چې له خطر څخه د پټېدو ځای ستاسې چلند پاک کړی وي او هوار میدان وي.
په ځان باور لرونکی چلند:
– ځانته احترام، نورو ته احترام ده؛
– د ښو، ریښتینو، مسلکي او روښانه خبرو اترو لپاره کیلي ده؛
کله چې تاسې په ځان باور لرونکی چلند ولری نو:
– د شخړې د رامنځته کېدو مخنیوی کولای شی؛
– وخت مو ژغورلای شی؛
– هغه څه چې غواړی او تر لاسه کړي مو وي بیا ځلې یې ترلاسه کولای شی؛
– په اداره کې له خپلو مشرانو او همکارانو سره اغیزمن کار کولای شی؛
– خپل نظر وړاندیز کولای شی؛
– د خپل ځان او چلند په اړه ښه احساس کوی.
تاسې هغه وخت په ځان باور لرونکی چلند لری کله چې:
– له ځان او نورو سره ریښتوني اوسی؛
– د خپلو حقونو دفاع او ساتنه وکړی؛
– د نورو د حق احترام وکړی؛
– خپل احساس بیان کړای شی؛
– په خپل ځان باور ولری؛
– چلند مو منطقي وي.
تاسې به څرنګه ښکاری؟
– له خلکو سره به د سترګو مستقیمه اړیکه ولری؛
– بدن به مو ارام اوسي بې ځایه خوښت به نکوی؛
– کله هم چې قدم وهی یا ناست یاستی سر به مو لوړ وي.
تاسې به څرنګه احساس کوی؟
– خپل ځان سره ښه؛
– په ځان باور لرونکی؛
– د خپلو کړنو مسول؛
– په داخل کې د ځواک احساس.
په ځان باور لرونکی چلند:
۱- تاسې سره مرسته کوي چې چاته بد احساس ورنکړی او خپلې موخې ته ورسیږی؛
۲- د خپلو کړنو مسولیت در په غاړه پرته له کومې وېرې په غاړه واخلی.
که تاسې غواړی په ځان باور لرونکی چلند ولری نو مثبت باورونه، احساس او چلند اختیار کړی.
 
مشري یا لیډر شېپ
یوه اداره د خلکو له ډلو جوړه شوې وي. د مدیریت یوه دنده دا ده چې د ډلو ترمنځ کړنې همغږې کړي او د دوي هڅې د ادارې د موخې په لور هدایت کړي. همدا چاره د مشري بهیر او د چلند یو مناسب شکل غوره کولو ته اړتیا لري. په ساده توګه ډېر خلک مشري د نورو هڅولو ته وایي تر څو مشر تعقیب کړي یا مشر پسې تګ وکړي، خلک یو څه په خوښۍ سره ترسره کړي مګر رسمي تعریف یې د پرېکړو کولو لپاره د ځواک او واک کارونې ته وایي.
لکه څرنګه چې مشري یو الهام ورکونکی بهیر ده نو له همدې امله یو مشر په چلند کې یو اوږد مهاله نفوذ کوي. اړینه نده چې مشري دې د رتبو یا مقامونو په ډلبندۍ کې ځای شوې وي او یا دې دنده هرو مرو مالومه وي. مشري له هڅونې سره تړاو لري او د خبرو اترو له لارې یو مشر یا لیډر د خلکو پر چلند نفوذ کوي. یو مشر ممکن پر خلک تحمیل شوی وي، ممکن رسما ټاکل شوی وي، ممکن د رایو له لارې رسما انتخاب شوی وي، او یا ممکن په طبیعي توګه را څرګند شوی وي.
د مشري یا لیډر شېپ طریقې:
۱- د ځانګړتیاو طریقه: په دې طریقه کې د مشري ساینسي مطالعه کیږي او د اغیزمنو مشرانو ځانګړتیاو باندې تمرکز کوي. د مشري د ځانګړتیاو په اړه لمړۍ بنسټیزه تیوري یا نظریه داسې وه چې د ځانګړتیاو لرونکي مشران روزل شوي نه وي بلکې له ځانګړتیاو سره زېږېدلي وي. وروسته د مشرۍ ځانګړتیاو څېړنو د مختلفو افرادو فزیکي، ذهني او ټولنیزې ځانګړتیاوې وڅېړلې.
۲ – د چلند طریقه
یو وخت خلکو د مشرۍ د ځانګړتیاو په طریقه باور لره خو په ۱۹۵۰ لسیزه کې ترې نا هیلي شول او د څېړنو تمرکز هم د ځانګړتیاو له طریقې د چلند طریقې ته بدل شو. له ۱۹۵۰ لسیز راپه دېخوا خلک په دې اند شول چې د مشر له فزیکي، ذهني او احساساتي ځانګړتیاو څخه د مشر چلند زېات اړین ده. په کال ۱۹۶۴ کې رابرت بلېک او جېن موټون د مشرۍ په اړه تیوري ولیکله. په دې تیوري کې د تولید لپاره اندیښنه د خلکو لپاره اندېښنې سره پرتله شوي او د دې ترڅنګ یې پنځه بدیل چلندونه د مشرۍ لپاره وړاندیز کړي:
– کنټري کلب لیډر شېپ: کم تولید/زېات خلک: د مشر د ټیم د غړو پر احساس او اړتیاو ډېر تمرکز کوي. په دې فرضیه کې وېل شوي چې څومره خلک محفوظ او خوښ وي همدومره به ډېر او سخت کار کوي. په دې سټایل کې ممکن یوازې کاري چاپېریال یو خوښ چاپېریال شي مګر د لارښونې او کنټرول د نشتون له امله ممکن تولید زېان وویني.
– تولید وکړئ یا مړه شئ کم خلک / زېات تولید: د امر کوونکي لیډر شېپ نوم هم ورته اخیستل کیږي. په دې سټایل کې مشران فکر کوي چې د کار کوونکو اړتیاوې تل په دویمه طبقه کې دي او لمړۍ اړتیا زېات تولید ده. دا ډول مشران ډېر استبدادي فکر لري. د کار لپاره سخت قوانین، پالیسۍ او بهیرونه لري. کار کوونکو ته جزا ورکول د هغوي د هڅونې لپاره کاروي
– غریبونکی لیډر شېپ کم خلک/ کم تولید: په دې ډول مشري کې مشر یا مشره ډېر بې غوره وي. د کار تر سره کولو لپاره د کوم سیستم جوړولو هوډ نلري، نه د داسې کاري چاپېریال جوړولو هوډ لري چې انګېزه پیدا کوونکی وي او پاېله یې د کار کوونکو قناعت نه کول، بې نظمي او د همغږۍ نشتوالی وي.
– سرک منځ لیډر شېپ په منځۍ کچه تولید/ په منځنۍ کچه د خلکو شمېر.
– د ټیم لیډر شېپ لوړ تولید/ زېات خلک: د بلېک او موتو په نظر دا ماډل یا سټایل د لیډر شېپ د غونډۍ لوړه څوکه ده. دا ډول مشران د تولید او د خلکو اړتیاوې دواړو ته برابر ځای ورکوي. کار کوونکي په دې پوهیږي چې د ادارې موخه څه ده او له همدې لارې د تولید اړتیاوې ټاکي یا یې پېژني. په دې ډول مشري کې د تولید بریا د کار کوونکو بریا ده. کاري چاپېریال یې له ټیم څخه جوړ شوی وي او د کار کوونکو تر منځ پر یو بل باور او یو بل ته احترام موجود وي. پایله یې لوړه کاري انګېزه، قناعت او لوړ تولید وي.
د دندې یا ګروپ طریقه
دا طریقه د مشرۍ په دندو او منځپانګو تمرکز کوي. جان ادېر په کال ۱۹۷۹ کې وېلي چې د مشر اغیزمنتوب په ګروپ کې د اړتیا له درې برخو سره تړاو لري: د دندې ترسره کول، د ټیم جوړونه او ساتنه، او د ګروپ د غړو اړتیاوې:
– دنده: په دې کې د یو ګروپ دنده ټاکل یا مالومول شامل دي.
– د ټیم جوړونه او ساتنه: د ټیم له جوړونې وروسته د ټیم د ساتنې لپاره باید د ټیم روحیه تحریک کړل شي، معیارونه وټاکل شي، موثرو خبرو اترو ته لار هواره شي.
– د ټیم د غړو اړتیاوې: په دې کې شخصي ګټې، جایزې، شخړې او تصمیم شامل دي.
دنده، ټیم او د هر غړي دنده
دنده:
– د کاري ګروپ موخه ترلاسه کول؛
– د ګروپ دنده ټاکل؛
– د کار لپاره پلان جوړونه؛
– د سرچینو تخصیص؛
– د چارو اداره او مسولیت؛
– د نوعیت کنټرول او د ترسره کولو څارنه؛
د ټیم:
– د ټیم روحیه او مورال ساتنه او جوړونه؛
– د کاري څانګې په توګه همغږې چارې؛
– معیارونه ټاکل او د نظم ساتنه؛
– په ګروپ کې د خبرو اترو طریقه؛
– د ګروپ روزنه؛
– د مشر معاون ټاکنه.
د هر وګړي دنده:
– د ګروپ د هر غړي اړتیاوې نظر کې نیول؛
– شخصي ستونزې په پام کې نیول؛
– شخصي اړتیاوې د ګروپ له اړتیاو سره برابرونه؛
– د ګروپ د هر غړي روزنه.
د مشرۍ دندې او مسولیتونه
– خبرتیا: په ګروپ کې څه پېښیږي، د ګروپ بهیر، او اوسنۍ د بحث لپاره منځپانګې.
– پوهېدنه: په دې پوهېدل چې یوې ځانګړې چارې ته اړتیا ده.
– وړتیاوې: په اغیزمنه توګه ترسره کول، چې ممکن قضاوت یې له ترسره کولو وروسته وشي او یا هم د ګروپ لخوا په چلند کې وشي.
د مشر د کارونو لړۍ
– د اجرایي په توګه: د ګروپ د کړنو او فعالیتونو ښه همغږی کوونکی، د پالیسیو د اجرا کېدو څارونکی.
– د پلان جوړونکي په توګه: د هغو لارو ټاکونکی چې په کومې ګروپ موخې ته رسیږي. په پلان جوړونه کې اوږمهاله او لنډ مهاله دواړه پلانونه جوړوي.
– د پالیسۍ جوړونکي په توګه: د ګروپ د پالیسۍ او موخو بنسټګر وي.
– د کارپوه په توګه: په دې ډول دنده کې مشر د وړتیاو او مالوماتو سرچینه وي. ممکن په دې دنده کې له تخنیکي اسانتیاو او د ګروپ له غړو هم مرسته تر لاسه کړي.
– بهر کې د ګروپ د استازي په توګه: په دې دنده کې د ګروپ ویاند وي، د ګروپ استازيتوب کوي، بهر ته د مالوماتو لېږونکی او له بهره د مالوماتو ترلاسه کونکی وي.
– د جاېزې یا جزا ټاکونکی: د ټاکل شوي واک له مخې د ګروپ پر غړو کنټرول کوي او جزا یا جاېزه ورته ټاکي.
– د منځګړي په توګه: د ګروپ د غړو ترمنځ شخړې هواروي.
د مشرۍ سټایل
د مشرۍ سټایل هغه طریقه ده په کومه کې چې یو مشر کړنې ترسره کوي یا دنده پر مخ بیایي. د مشر لخوا د ګروپ له غړو سره د چلند طریقې ته وایي.
دیکتاتوري سټایل
هغه اجباري سټایل ده په کوم کې چې خلک دې اړ اېستل کیږي چې هغه ډول عمل وکړي څرنګه چې ورته وېل شوي وي. اېل یاس په کال ۱۹۹۵ کې دیکتاتوري داسې تعریف کړې: یو داسې سټایل ده په کوم چې یو مشر د ډېر واک لاسته راوړنې او د واک ساتنې هڅه کوي اوغواړي چې هر څومره ممکن وي پرېکړې په خپله وکړي. د دې سټایل ټول تمرکز یوازې په رهبر وي او دملاتړو خیال ساتنه پکې نه کیږي. دا سټایل د جاېزې پر ځای جزا کاروي تر څو خلکو کې نظم رامنځته کړي. که څوک د دیکتاتور د طریقې پر ځای په خپله طریقه یو څه ترسره کړي له جزا سره مخ کیږي. د خلکو احساس ته پکې پام نه کیږي.
په لنډه توګه دیکتاتوري خلک نه پرېدي چې د ځان د اړتیاو په اړه فکر وکړي. هغه رهبران دا ډول سیستم پیاده کوي چې د خلکو د اړتیاو لپاره کار کول یا په کار کولو وخت ضایع کول نه غواړي. خو که چېرې له خلکو سره د کار کولو هوډ وکړي له ډېر نږدې خلک څاري، کنټرول او لارښونه ورته کوي.
لېسې فېغ سټایل یوه فرانسوی جمله ده او مانا یې پرېدئ چې ویې کړي
دې سټایل ته په هر کس متمرکز سټایل یا ازاد واک لرونکی سټایل هم وایي. په دې سټایل کې مشر موجود وي خو د ګروپ ټول غړي واک لري چې پرېکړه وکړي. دا سیستم ډېر دیموکراسي ته ورته وي خو د رهبر ټول فکر خپل ځانته متمرکز وي. په دې سټایل کې پر ځینو کسانو له حده ډېر باور شوی وي. د ګروپ غړو ته لږ لارښونه شوې وي او یا د کړنو لپاره ورته هېڅ لارښونه نه وي شوې. داسې یو سټایل ده په کوم کې چې مشر کار کوونکو ته اجازه ورکړې وي چې خپله کړنې په هغه طریقه ترسره کړي څرنګه یې چې دوي ترسره کولای شي. مشر یوازې د کار کوونکو لپاره مواد چمتو کوي او د هغوي سوالونه ځواب کوي.
د لیسې فېغ سټایل مشر کوم واک نلري یوازې په خپله اداره کې د خپلو کار کوونکو دکړنو نندارچي وي. کله چې مشر له یوې کاري ډلې بلې کاري ډلې ته ولاړ شي پناه شوې ډلې کې لویه کاري ګډوډي رامنځته کیږي. که چېرې کاري ګروپ کې انګېزه وي خپله خپلې موخې ټاکي. ځینې کار کوونکي په دې سټایل کې کار نشي کولای ځکه چې ډېرې لارښونې ته اړتیا لري.
دیموکراتیک یا ګډون کونکی سټایل
دیموکراتیک سټایل چې خپل طبیعت کې ګډون کوونکی سټایل ده د مشرانو ترمنځ ډېر پېژندل شوی او نامتو سټایل ده. دا سټایل د خلکو لخوا هدایت کېدونکی سټایل ګڼل کیږي. که چېرې یوه پرېکړه کیږي د پرېکړې لپاره ټول ګروپ په موضوع ګډ بحث کوي او مشران د بحث او پرېکړې لپاره اسانتیاوې رامنځته کوي. مشر د غړو پرېکړې د خپلې پرېکړې د غني کولو لپاره کاروي. مشر د ګروپ غړو ته دا روښانه کوي چې که چېرې ګروپ په پرېکړې کولو ونه توانېده مشر به خپله پرېکړه کوي.
په دې سټایل کې کار کوونکي د کاري چاپېریال له ټولو چارو خبر کړل شوي وي. استازي او کار کوونکي دواړه د دې لپاره روزل شوي وي چې د ټیم یا ګروپ موخې ته په ګډه او په همغږۍ سره ورسیږي. په دې سټایل کې مشر د دواړو تولید او خلکو خیال ساتي.
په لنډه توګه دواړه مشران او کار کوونکي موخې ته د رسېدو لپاره ګډ کار کوي.
 
د وخت مدیریت
اغیزمن د وخت مدیریت د خپل ځان له دسپلین یا نظم سره تړاو لري. هرانسان ډېر کارونه لري او باید هر یو ترسره کړي خو د کړنو د ترسره کولو لپاره کافي وخت نلري. دوه ډلې داسې خلک وي چې دواړه په یوه کچه ډېر کارونه لري خو یوه ډله یې په سمه توګه ډېر او کم وخت کې ترسره کوي او د بلې ډلې کارونه ناسم، ډېر وخت پرې ضایع شوی او کړنې یې هم کمې وي.
په کاري نړۍ کې تل یا کمپیوټر خراب شوی وي، یا هم کوم فایل ورک وي او یا هم ستونزې موجودې وي کوم چې زمونږ وخت ضایع کوي او د مخنیوي لپاره یې هم کومه لاره چاره نشته. دا په دې مانا چې د وخت د مدیریت لپاره باید خپله داسې یو فرمول جوړ کړو چې زمونږ وخت زمونږ په طریقه له ضایع کېدو وژغوري.
مخکې تر دې چې دا پلان جوړ کړی چې په څه او چېرته وخت ضایع کړی تر دې مخکې دا فکر وکړئ چې څومره وخت لری. د وخت مدیریت او بودیجه کول د پیسو مدیریت او بودیجه کولو ته ورته دي. مخکې له دې چې تاسې فکر وکړی چې چېرې په څه پیسې ولګوم تر دې مخکې د خپلو پیسو په اړه فکر کوی چې څومره پیسې لرم او چېرې یې لګولای شم همداسې وخت هم ده تر کړنې او ځای مخکې د خپل وخت په اړه فکر وکړئ چې څومره وخت لرم او چېرې په څه یې مصرفولای شم.
څرنګه د وخت مدیریت کولای شی؟
خپل لمړیتوبونه مو په نښه کړئ
له خپل ځانه وپوښتئ چې:
– ستاسې د دندې موخه څه ده؟
– له تا څخه د کومو کړنو توقع کیږي؟
– د خپلو کړنو لپاره څومره وخت لرې؟
– د خپلې موخې د لاسته راوړنې لپاره باید کومې چارې ترسره کړې؟
د خپلو لمړیتوبونو مدیریت وکړئ
کار په دوه کټګوریو وېشل کیږي:
۱- د غبرګون کار: ځینې چارې داسې دي کومو ته چې باید تاسې سم دلاسه غبرګون وښیئ یا عمل وکړئ او د پلان لپاره یې کوم وخت نلری.
۲- فعال کار: داسې کارونه چې له پېښېدو یې تاسې مخکې له مخکې خبر یاستی او پلان ورته جوړولای شی.
په پورته یادو شوو دواړه ډوله کارونو کې تاسې د خپل وخت مدیریت په لاندې توګه کولای شی:
– په دې باید پوه شو چې د ورځې او اونۍ کې خپل څو % وخت په فعالو او د غبرګون په کارونو لګوو.
– د فعاله کارونو لپاره پلان جوړ کړئ.
– د غبرګون کارونو لپاره پکې وخت پرېدئ.
– یوه چاره تر هغه مه پرېدئ تر څو مو ټاکلی وخت پای ته نه وي رسېدلی او د ټاکلي وخت تر اخري دقیقې دوام ورکړئ.
ځینې خلک خپلې لویې او اړینې چارې د وړو چارو لپاره پرېدي او د خپلو وړو چارو په تر سره کولو کې ترې نورې چارې پاتې وي. کله چې ورځ پای ته ورسیږي په دې پوه شي چې اصلي موخه یې د لویو او اړینو چارو ترسره کول وو خو دوی د لویو چارو سره تړاو لرونکو وړو او غېرې ضروري کارونو کې بوخت وو. پایله یې سټرس وي ځکه چې دوي باید اړینې چارې ترسره کړي او خپل نور وخت پرې ضایع کړي.
 
پرېزنټېش
پرېزنټېش یو داسې میتود یا طریقه ده د کومې له لارې چې پر خپلو افکارو یا نظریاتو له خلکو سره خبرې اترې کوو. یو اکادمیک یا سوداګریز پرېزنټېشن ستونزمنه چاره ده په ځانګړې توګه که یې په لمړي ځل ترسره کوی خو که یې په سمه توګه څو ځلې تمرین کړی ډېره اسان چاره ده. پرېزنټېشن د خپلو نظریاتو روښانه کولو لپاره ډېره اغیزمنه طریقه ګڼل کیږي.
بهیر
تر هر پرېزنټېشن وړاندې باید لمړی خپل ځان چمتو کړئ.
لمړی ګام: د خپل پرېزنټېشن پلان جوړ کړئ
موضوع: تاسې باید په موضوع کې کافي مالومات ولرئ.
د مالوماتو راغونډول: له خپلې پوهې او تجربې، له خپلو همکارانو، کتابونو، رسنیو او انټرنیټ ټول اړین مالومات راغونډ کړئ.
د اورېدونکو ډول او شمېر: د خپلو اورېدونکو په اړه مخکې له مخکې ځان خبر کړئ چې څوک دي او موخه یې څه ده، اړتیاوې یې څه دي، په موضوع کې څومره پوهه لري، شمېر به یې څومره وي؟
د تشریح لپاره ابزار: په دې ځان پوه کړئ چې د تشریح لپاره څه باید وکارول شي د بیلګې په توګه پاور پواینت، سپینه تخته او مارکر، چارټ او که یوازې خبرې؟
دوېم ګام: خپل پرېزنټېشن چمتو کړئ.
لیکل: خپل لیکل مو په برخو ووېشئ:
– تعریف یا پېژندنه؛
– تشریحي متن، هغه برخې چې تاسې پرې بحث کول غواړی په نښه کړئ؛
– که چېرې پاور پواینت نه کاروی نو په وړو کاغذونو د خپل ځان لپاره نوټ چمتو کړئ.
درېم ګام: پر خپل پرېزنټېشن تمرین وکړئ
– خپل پرزېزنټېشن یا په یوازې توګه د هینداره مخې ته تمرین کړئ او یا څو ملګري پیدا کړئ له هغوي سره یې تمرین کړئ.
– د پرزنټېشن وخت محدود وي د تمرین پر مهال یې وخت وټاکئ.
څلورم ګام: پرېزنټېشن مو ترسره کړئ.
– د سټیج ویره ځان کې ختمه کړئ تر ټول ښه طریقه یې ساه اخیستل دي.
– په ځان باور ولرئ.
– په نورمال توګه خبرې وکړئ.
– له خلکو سره مناسبه د او نه پرې کېدونکې د سترګو اړیکه وساتئ.
– هغه ټکو ته وګورئ چې تاسې په نښه کړي او بیا له خپل یاد څخه خبرې وکړئ.
– د پرېزنټېشن ورکولو پر وخت تل ودرېږئ له ناستې کولو ډډه وکړئ کنه پرېزنټېشن به مو دېر بې اغیزه شي.
– نورو ته هم د ګډون کولو چانس ورکړئ او سوالونو ته یې لنډ ځوابونه ووایئ.
– په پای کې دا پوښتنه وکړئ “که څوک کومه پوښتنه لري”.
– د اړیکې لپاره مالومات ورکړئ.
– له اورېدونکو د ګډون او حوصلې لپاره مننه وکړئ.
د سټرس مدیریت
سټرس له لاتین کلیمې (stringere) څخه اخیستل شوی لفظ ده او مانا یې ټینګول یا کلکول دي لکه غوټه چې کلکه کړل شي. دې لفظ سلګونه کاله د مختلفو خلکو لپاره جلا مانا ګانې لرلې خو په ۱۷ پېړۍ کې له سختۍ او نا ارامۍ سره تړاو ورکړل شو، په ۱۸ او ۱۹ پېړۍ کې له فزیک او انجینري سره تړاو ورکړل شو خو اوس وخت کې سټرس ذهني فشار ته وایي.
مونږ وینو چې خلک وخت نلري او د هر څه لپاره یې ضرب الاجل ټاکلی وي، ډېر خلک منډې وهي تر څو پرون ورځ لاسته راوړي. همدا یو ډول فشار ده چې عکس العمل یې ستاسې د بدن داخل کې تولیدیږي، د دې فشار د تولید لاملونه ممکن بهرني یا داخلي وي.
په دې باید پوه شو چې سټرس څه او څه یې د تولید لامل ګرځي او څرنګه له سټرس سره معامله وکړو.
– سټرس کېدل یوه نورمال یا عادي خبره ده، که چېرې سټرس نشو هېڅ به ونشو کړای؛
– د سټرس کچه په هر کس کې توپیر لري.
د سټرس عامې علامې
فزیکي
– اشتیا – کمېدل، زېاتېدل
– خوب – کمېدل زېاتېدل
– لنډه ساه اخیستنه
– د سترګو رپېدل
– زړه بدوالی
– عضلاتي درد
– سر درد
– لړزېدل
– خوله وچېدل
احساساتي علامې
– د ماتې احساس
– په ځان باور نلرل
– د ژړا احساس
– د یوازېتوب احساس
– خپل ځانته کم احترام
– په نامناسبه توګه خوځښت او یا په نامناسبه توګه د توکو نیول
– بې منطقه کېدل
– دتمرکز وړتیا له منځه تلل
– په هر څه کې بې علاقې کېدل
– غصه
ژوند کې ډېرې ستونزې دي خو ډېرې یې تراوسه ندي پېښې شوې. د سټرس پر وخت تاسې د هغه څه په اړه فکر کوی او خپل ۹۰% وخت پرې ضایع کوی چې ممکن اصلا پېښ نشي.
څرنګه سټرس کم کړو؟
– د سټرس لامل په نښه کړئ؛
– د بدلېدو هڅه یې وکړئ؛
– که بدلون یې امکان نلري ویې منئ؛
– د هغه څه لست جوړ کړئ چې تاسې پکې ښه یاستی؛
– کله چې یوه ښه چاره ترسره کوئ د خپل ځان ستاینه وکړئ؛
– خپل ځان سره داسې چلند وکړئ لکه څرنګه چې له نورو د چلند توقع لری؛
– خپل احساس مو له یو داسې کس سره شریک کړئ چې تاسې باور پرې لری؛
– د لنډ وخت لپاره تفریح وکړئ چېرې سفر وکړئ.
فکر
زده کول یوازې تکرارولو او د تکرار له امله په یاد پاتې کېدو ته نه وایي. لکه د کیمیاوي فارمول تکرار او د تکرار له امله په یاد کې پاتې کېدل، لکه د اعدادو ضرب، د ژبې توري، شعر او داسې نور… دا ډول زده کړې ممکن تاسې سره تر لیسې پورې مرسته وکړي خو که خپل مسلک کې د لوړو زده کړو اراده لرئ نو تر هر څه مخکې مو د فکر پر ودې کار وکړئ. د فکر ودې لپاره تر ټولو لمړی باید د فکر د ډولونو په اړه ځان پوه کړو له هغې وروسته د خپل فکر وده تمرین کړو او په درېم ګام کې یې وکارو.
په بنسټیزه توګه دوه ډوله فکر (د نیوکې فکر، د خلاقیت فکر) موجود ده. دا دواړه فکرونه یوازې د ستونزو په حل کې مرسته نکوي بلکې د پرېکړې کولو لپاره هم اړین دي. خپل فکر کې باید انعطاف مننونکي واوسئ.
د نیوکې فکر
که چېرې تاسې د نیوکې د فکر وړتیا لرئ په دې مانا ده چې تاسې د دې وړتیا هم لری چې فکر وکړی “ایا یو نظر د پلي کېدو وړ ده کنه؟”
په عصري وخت کې هر څه ډېر په تېزۍ سره روان دي، یو څه طرحه کیږي خو د طرحې له پلي کېدو مخکې نورې طرحې او پروژې بشپړکیږي. که چېرې له دې تېز پرمختګ سره برابر ګام وانخلی نو ممکن ډېر وروسته ترې پاتې شئ او ستاسې سیالي کوونکي تر تاسې ډېر مخکې ولاړ شي. کوم مالومات چې تاسې لرئ ممکن اعتبار یې ختم شوی وي نو له همدې امله د نیوکې فکر خپل کړئ، په ځان باور ولرئ او مخکې ګام پورته کړئ.
– د نوو اندونو په ارزونه او جذب کې پراخ فکر ولرئ؛
– خپل لیاقت په مستقله توګه وکاروئ؛
– مختلفو نظرونو ته خپله کې تړاو ورکړئ؛
– په تازه مالوماتو ځان پوه کړئ، څېړنه پکې وکړئ؛
– خیالات له حقایقو څخه جلا کړئ؛
– خپله منطقي وړتیا د تېروتنو د مخنیوي لپاره وکاروئ.
د خلاقیت فکر
هغه غېرې معمولي فکر ته وایي چې مخکې چا پرې فکر او عمل نه وي کړی. که تاسې غواړئ د خلاقیت فکر وړتیا ولرئ نو ځینې محدودیتونه له منځه ویسئ. تل د یوې ستونزې د هوارولو لپاره مختلفې طریقې موجودې وي، همداسې د یوې کړنې د ترسره کولو لپاره هم تل مختلفې لارې شته وي. که تاسې د یوې کړنې یا ستونزې هوارولو لپاره نوې لار پیدا کړی همدا خلاقیت ګڼل کیږي.
– د یو څه لپاره یوازې یو ځواب سم نه وي بلکې د یو څه لپاره بې شمېره سم ځوابونه موجود وي؛
– د خلاقیت د فکر لپاره ځینې وخت باید منطق هېر کړو؛
– ممکن تل بریالي نشی، د بریالي کېدو لپاره بیا هڅه اړینه ده.

667 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
563

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸