Categories

اعلان

Loading…

د موبایل د ټولو امکاناتو لرونکی ساعت

تاند- د موبایل په نړیوال کانګریس کې یو جالب لاسي ساعت هم نندارې ته اېښودل شوی چې د سمارت ټېلفون کابو ټول امکانات لري.

دا ساعت نرۍ خو لویه شیشه یا سکرین لري او تر یو لک ځلې پورې قاتېدای شي او د هغه له لارې د عکسونو البمونه، ډول ډول تصویرونه او فلمونه او نور شیان لېدل کېدای شي.

د دې ساعت، چې (نوبیا الفا) نومېږي، سکرین یا صفحه ۴ اینچه او (OLED) ده چې د لاس په بند پورې تړل کېږي او ورسره عیارېدای شي.

د دې ساعت بله د پام وړ ځانګړتیا دا ده چې چوکاټ یې فلزي دی، سینسرونه لري او کامرې یې په ښۍ او کیڼې خوا کې دي.

دا ساعت له موبایل ټېلفونونو سره هم وصل کېږي.

همداراز له دې لاسي ساعت څخه ویدیويي چټ هم کېدای شي.

د انسان د روغتیايي حالت، سپورت او نورو چارو په برخه کې هم معلومات ورکوي.

د سکرین په لمسولو پکې بېلابېل پروګرامونه او اپلیکېشنونه کښته – پورته کولی شئ.

د دې ساعت پروسیسر ۲۱۰۰، رم یې یو ګیګابایټه، داخلي حافظه یا میموري یې ۸ ګیګا بایټه او بېټرۍ یې ۵۰۰ میلي امپایره ده.

د راروان پسرلي په لومړیو کې به بازار ته راووځي او ښايي بیه یې ۵۱۰ ډالره وي.

358 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
571

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸