Categories

اعلان

Loading…

محب تور لګوي چې خلیلزاد د غني د حکومت د منزوي کولو او د ځان د واک ته رسولو هڅه کوي

تاند- د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، چې واشنګټن ته تللی، نن /پنجشنبه/ وویل چې د ټرمپ حکومت غواړي د افغانستان د منتخب حکومت پر ځای زلمی خلیلزاد د استعماري دورې په شان واک ته ورسوي.

سي بي ایس نیوز د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب دا څرګندونې بې ساري بللې دي.

سي بي ایس نیوز وايي، ښاغلی محب واشنګټن ته په ځانګړي ډول د دې لپاره ورغلی چې د خلیلزاد په اړه له خپلې اندېښنې سپینه ماڼۍ خبره کړي.

محب ته ویل شوي چې د ده امریکايي ساری جان بولټن ډېر بوخت دی او له ده سره لیدو او خبرو ته وخت نه لري.

محب لا هم هیله لري چې بولټن به ممکن له ده سره د کتلو مهالوېش سبا (جمعه) په سپینه ماڼۍ کې وټاکي.

ښاغلي محب تور ولګاوه چې خلیلزاد قصداً له طالبانو سره د خپلو خبرو په اړه معلومات د افغانستان له حکومت څخه پټ ساتي.

محب سي بي ایس نیوز ته وویل:«موږ فکر کوو چې یا زل (د زلمي خلیلزد د نوم لنډه بڼه) – سفیر خلیلزاد نه پوهېږي چې څرنګه خبرې وکړي یا ممکن د ده دا کار کوم بل علت ولري. څه چې دی کوي د داسې معاملې سبب کېدای نه شي چې په نتیجه کې یې په افغانستان کې سوله راشي.»

محب د خلیلزاد په اړه همداراز وویل«دی د ځواکونو پر ایستلو خبرې نه کوي. ده دا خبره روښانه کړې ده. دی د پاتې کېدو په اړه ږغېږي، خو فکر کوي چې طالبان به (امریکا ته) اډې ورکړي… زه څرنګه خپلو امنیتي ځواکونو ته ووایم چې دوی به نه پلورل کېږي. زه به دوی ته څه وایم؟»

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه چې حکومت یې د ټرمپ حکومت ته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د لګښت د کمېدو او د امنیتي اړیکو د دوام لپاره بېلابېل انتخابونه وړاندې کړل.

ده حتي یادونه وکړه چې د امریکا ځانګړی استازی په افغانستان کې د ځان د واک ته رسولو اراده لري.

محب خلیلزاد په دې تورن کړ چې قصداً غواړي د غني حکومت منزوي او کړکېچ رامنځته کړي او بیا د استعماري دورې په شان ځان واک ته ورسوي «ده دوه ځلې په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کلونو کې غوښتل چې ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړي.»

محب همداراز وویل، د حکومت په شمول په افغانستان کې داسې تصور دی چې ښايي دا خبرې (د قطر) د دې لپاره دي چې یو موقت حکومت جوړ کړي او بیا به یې دی (خلیلزاد) وایسرای شي…»

محب دغه راز وویل چې اوسنی افغانستان هغه افغانستان نه دی چې خلیلزاد پکې زېږېدلی و.

ده دا هم وویل چې خلیلزاد او پخوانی ولسمشر حامد کرزی په ځلونو له یو بل سره ویني.

سي بي ایس نیوز وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د حمدالله محب تورونه رد کړل، ویې ویل چې «د ښاغلي محب تورونه ناسم دي او مرستندوی نه دي. موږ به نن په خصوصي ډول ځواب ورکړو.»

دغه امریکايي چارواکي، چې نوم یې نه دی ښودل شوی، د سي بي ایس نیوز په وینا دا هم وویل چې د محب څرګندونې په هیڅ صورت په افغانستان کې د سولې په ټولو اړوندو چارو کې د امریکا او افغانستان د لوړې کچې د همږغۍ ښکارندويي نه کوي. دا ډېره مهمه ده چې افغانان له دې فرصته د سولې لپاره ګټه واخلي.»

سي بي ایس نیوز وايي چې د امریکا د ملي امنیت شورا د ښاغلي مجب پر څرګندونو غبرګون ښودلو ته تیاره نه شوه.

3,347 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
564

10 comments

  1. MHA Reply

    Ghani is highly educated person but not effective administrator. many innocent people died since he became one head of the two headed government.his position was established by John Kerry not by the people. One reason why Ghani has been kept away from the peace talk because he is not cooperating and Taliban are not recognizing him and Abdulla as legitimate leaders.

  2. pattang Reply

    الله پاک دې ستا دا کږه خوله په ناسور ووهي پریږده چې سوله راشي غرب او امریکا اقتصادي مرستې وکړي او نجونه با سواده شي مکتبونه جوړ شي او پيسې غلا نشي تاسو څه وکړل ؟؟

  3. razmohammed mohmend Reply

    KHALILZAD IS ONE ANTI PASHTOON FACE.
    ALL PAHTOONS MUST UNDERSTAND ,
    KHALIL ZAD FAMILY HAVE HISTORICAL ENEMY WITH PASHTOONS.
    DO YOU KNOWS WHO WAS KHALILZAD FATHER AND GRAND FATHER.
    I AM NOT SURE/KHALILZAD GRAND FATHER KILLED BY NADERSHAH,
    WHEN NADERKHAN KILL SAQAO/NADERKHAN KILL HUSSENKHAN TOO,HE WAS GRANDFATHER OF KHALILZAD.
    OLD PEOPLES KNOWS ABOUT SAQAO/NADERKHAN &KHALILY FATHER.
    THANK YOU

  4. razmohammed mohmend Reply

    DEAR AFGHANS YOU HAVE TO KNOW//AFGHANISTAN FULL OF MINERALS/ALL MILLIONAIRE WANT TO GET THAT;
    KHALILZAD/BAYAAT/BLACKWATER OWNER AND MORE ……
    ONLY ASHRAFGHANI IS HONEST TO AFGHANS PASHTOONS.
    PLEASE SUPPORT ASHRAFGHANI..THANK YOU

  5. A. Halim Hakimi Reply

    ” زه څرنګه خپلو امنیتي ځواکونو ته ووایم چې دوی به نه پلورل کېږي. زه به دوی ته څه وایم؟»

    There is a saying in Pashto that ” Dee Pradee kaat ba toor nimoe shpeo wee ” , that can roughly be concept translated to that, don’t expect to be too comfortable in a borrowed bed.

    It looks like time for Afghanistan to inter next phase and Mr. Muhib role to change the trend might be as good as irrelevant.

  6. Hashim Reply

    مونږ افغانان دمحب په کلکه ملاتړی یو دخلیلزاد اوطالب استازو په قطر کی ښه غومبر جوړ ده کوم خبریال لیکلی کله چی ددی خبری پای ته ورسیږی او دتفریح.لپاره بیرون راووزی داسی خندا وی لکه دوی چی دټول عمر ملګری وو افغان فوځ اوټول افغانان تشویش کی دی افغان دولت ته خلیلزاد معلومات نه ورکوی او له دولت نه خلګ او فوځ دامعلومات غواړی وای هسی نه مونږ ویده او سودا شوی یو اودا هم وایم که چیری امریکا یواځی دځان ګټی په نظر کی نیولی وی او دخپلی ماتی له درشل نه ځان په چل باسی سخت تاوان. به وکړی مونږ ته به ثابته شی چی طالب داعش القاعده په حقه وو…..

  7. zahra zafar Reply

    YES ASHRAF GHANI IS LOYAL PERSON INDEED FOR AFGHANISTAN

  8. Fahim Reply

    MHA
    You look like a Pakistani. Hundreds of thousands of people were killed during Karzai regime and in the current one. There are killed by Taliban with direct support of ISI. Meanwhile, thounsands of American and coalition soldiers were killed by Taliban and Pakistani ISI/military. Why you blaim Dr. Ghana? People are smarter than you think. I also want to emphasis that Mr. Mohib is wrong about Ambassador Khalilzad. Khalilzad is not against Pashtons or other tribe in Afghanistan. He is a well educated person and has sympathy with Afghans. I hope people understand the complexity of peace talk.
    Long life Afghanistan.

  9. سلیم Reply

    هههههههه د همدوی په حواله تاند کې مې په کراتو لوستي چې خلیلزاد سولې مذاکراتو په اړه ولسمشر ته راپور ورکړ او اوس ترې منکر دي هههههه حیران یم چې کوم یې ریښتیا و کوم یې دروغ دي هههههههه خو افلاتون خپل کتاب کې (افغانستان ګډوله) وایي افغانانوته چې پیسې او څوکۍ مخکې کې ګیدړ شي شغال شي، چې بیرته یې ترې اخلې نو وطنپال شي آزادیپال شي، اکټونه کوي د زمري له غیرت ماله مال شي

  10. Afghan Reply

    ښاغلی محب منحیث افغان او واکدار حق لری د ملت له حق څخه دفاع وکړی او د هغه چا مخ نیوی وکړی چی ځان ته معامله جوړه کړی، حال دا چی خلیلزاد باید ثالث بالخیر وی که افغان او مسلمان دی او یا عالم خیرخواه ؟
    نو دی هغه خاین طلبګار ته پاتی کیږی چی د خواستګار په ځای یی ځانته غواړی ، نو دا ډول خلک اهل د جرګی او صلحی ندی بلکی نور هم زموږ ملت او دولت ته غمونه زیاتوی

Leave a Reply to zahra zafar Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2