Categories

اعلان

Loading…

د غزنی مزارونه ،شخصیتونه اوتاریخي ځایونه/ دوهمه برخه

اسدالله جلالزی

د سخی دمه ځای

دسلطان محموددباغونو پای ته یو زیارت جوړ دی. چې دغه ځای ته دحضرت علی کرم الله وجهه دمه ځای یا نظرځای وايي : چې یوګومبزه لري شمال ته  یې یوه بله ګوټه  ده چې هغه هم ګومبزه لري ودانه ده.اوسهیل ته هم یوه کوټه لري چې کوتر خانه يې بولي.دکوټي دیوالونه دغره له تیږو اوګومبزه یی هم له پخو خښتوجوړه شوي.ددغې ودانۍ ختیځ پلو ته یعنی شاته یی  ددلدل د سوو،جنوب ته يې کچکول،لوی تال اوله سپینې ډبرې داوبو وړوکی حوض جوړدی. او په ځمکه کې کیندل شوی، دنوروز به ورځو کې خلک اودولتی مقامات ورته راځي خورا ستره میله وي که څه هم  دځای ادغره په ډډه کې دی خو په دې ورځ په زرګونوخلک چې ډیری یې ځوانان وي په موټرونو او موټرسیکلونودغه ور ته راځي.  له ځانو سره یی دکیناستو له پاره فرشونه هم راوړي وي .ګرځنده دوکانونه جوړ وي .غیږي نیسي .اتڼ کوي او هرچا ځان ته په هواره یا دغره په لمنه کې  مجلس جوړ کړی وي .دغه ځای ته په فارسیوان ګذرګاه سخی وايي زیات احترام یې کوي اودرناوی په توګه يي جنډه پورته کوي.دجنډې دپورته کیدوپه مهال خلکو یوه حلقه جوړه کړي وي.چې داد حلقې خلک ځانونه مریدان اودغزنی داولیاوو ارادت مندان ګڼي . دوۍ په جهر ذکر کوي. اوپه عین حال داهرڅه بیا په پښتو ژبه وایې دبیلګي په ډول دوۍ داسي څه وايي(قربان د شمه پیره په بغداد کې دلنګر دي ــــ لاس راکه دستګیره ) او هم دغنی خان غنی داشعر په ډیر خوند وايي: (خوب وینم عالمه که يي څوک راکې مانه ـــــ پروت یم سر مې ایښی وي دیار په ځنګانه) چې دشعر دمصرع په پای کې بیا په لا لوړغږ هل هل هل کوي.

۲۵شیخ عطار:

شیخ عطار نوم یی محمد اوعطار یی تخلص کاوه. نوموړی دعادل امیر ناصرالدین سبکتګین اوسلطان محمود دپير له شیخانوڅخه و. چې دلیکلواوکتابت په چارو کې یی نوموتی و. ددغه مبارک زیارت په خواکې داوبویو ه چینه هم دعطار په نوم شته .چط اوبه یی دجلدي ناروغیو له پاره کټوري ثابتي شوی. دشیخ عطار مقبره دوخت به تیریدو سره پکې دبدلونونه راغلی دی.

موقعیت یی دغزنی ښار شمال ته دسیند غاړي لویدیځ ته دی.

۲۶ــ سید رشیدالدین چې به خواجه روښنایی مشهور دی.دحضرت سیداحمدزوی  و. چې به دیارلسم پښت یی دنسب لړۍ حضرت امام موسی کاظم ته رسیږي.څیړونکو دهغه دژوند کلونه داتمي پیړۍ په وروستیو اودنهمې پیړۍ لومړنی کلونه اټکل شوي دي.هغه مبارک په غزنی ښارکې ژوند کاوه اودخپلو اوسیدوپه مهال يي دطلبانو په لارښوونه لاس پوري کاوه.

۲۷ – ملا  دین محمد اندړ په ملا مشک عالم مشهور

ملا دین محمد اندړ چې په ملامشک عالم مشهور و.به (۱۱۶۹) هـــ ق  دغزنی ولایت داندړو ولسوالی دګنډهیر په کلی وزیږده .نوموړی دعلماوو استاد او دفضلاوو مرشد او ستر مجاهد و. نوموړي په ۱۳۰۳ هــ ق  کې له دنړۍ سترګي پټي کړي. چې یادونه او خاطرې یې دتل له پاره دخلکوپه زړونو کې تل پاتې دي. هغه دیوې لويي دیني مدرسي بنسټ ایښودونکی و.چې په غزنی کې دمعرفت دلارویانو ترڅنګ دافغانستان دنورو ولایتونو زده کونکي هم دعلم دحصول په مقصد دلته راتلل.هغه دهیواد یوسیاسي ،علمي،اوعرفانی شخصیت و.چې دهیواد معاصر تاریخ پرې ویاړي

۲۸ــ پیر شهباز

دخلکو دوینا په بنسټ چې ددشهباز پیر نوم (سید عبدالله او دسید ابراهیم )زوی دی هغه دغزنی ښارله محترمو سیدانو اوپه دغې سیمه کې اودعرفان اوتصوف دلارې له لارویانو څخه  یو دي. هغه مبارک په شرعی علومو او دطریقت  په موندنو کې لوی لاس درلود.عمر یی په زهد اوپرهیزګارې تیراوه. نوموړی دقادریه شریفی دطریقی « شیخ عبدالقادرګیلانی  غوث العظم» یی شهرت درلودپیر و. چئ دشریعت اوطریقت له مخکښانو څخه و. حضرت پیرشاهباز په کال ۹۰۰ هــ ق کې داجل داعی ته هرکلی ووایه او دارلبقاه ته وکوچید.

د مزارموقعیت : دپیرزادي کلی..

۲۹ – خواجه علی مشهور په تبه بند

 خواجه علی چې په تبه بند دخواجه بابا زوی او دغزنی له مشهور عابدینو اونیکانو څخه و. په نهمه بیړۍ کې یی په دغه عرفان پاله ټاټوبی کې ژوند کاوه . دغه عابد شخصیت ته یی ځکه تب بند وایه چې دتبو اونورو نارغیو نارغان یی په پاک نفس سر ه روغیدل. دا کراما تونه  یی لا اوس هم چې له مړیني  یی ۵۰۰ کاله  تیریږي له مزاره یي ښکاریږی.ارادت مندان يي مزار ته وردرومي او له مرادحاصلو ورته ترې راځي. ده مبارک په ۹۰۳کې هغه مهال چې سلطان حسین بایقرا په دې سیمو واکمني کوله  له نړۍ سترګي پټي کړي.

د مزار موقعیت :دغزنی ښار دننه په دروازه بازار «شلګر»

30غیبی قلندر.

غیبي قلندر د حضرت پیرشهباز زوی  او دعرفانی تصوفی اولارښوودنې  لارې قادریه شریف لاروی و. جناب دولایت په دنیا کې  یی لوړ مقام درلود.  او له همدې امله یی ورته غیبی قلند ر وایه .داسې ویل کیږي چې کله کله په دجذباتو په مهال له سترګو پناه کیده .دغه ستر صوفی ۳۶کا له دطریقت په ګدۍ ناست و.اوپه ۹۳۶ هـــ ق کې یی له دې نړۍ سترګی پټي کړي. خلکو ورته زیات درناوی درلود. اوس یی هم زیارت ته زیات ارادت مندان ورځي.

د مزار موقعیت: دکلاتی کلی ته څیرمه

۳۱ـــ حضرت  ابوبکربلغاری خواجه بلغار: حسن چې په صلاح الدين ياديده اوپه خواجه بلغار مشهور دى، په غزنی کې دخپل وخت له وتلوعارفانو اوصوفيانوڅخه دى ،هغه دحضرت علی لالاغزنوی ځای ناستی ګنل کیږي. وايي: چې هغه داذربايجان د(نخجوان)دسيمې دى نوموړي ۳۰ كاله په ننۍ (بلغاريا) كې تير كړى ، داسلام دين يې خــپراوه په همدې دليل په خواجه بلغار مشهور شوهغه دافراین،کرمان، اوتبریزشارونو ته له سفر وروسته به غزني کې اوسیده دقبر لاندنۍ برخه کې درڼو اوبو یوچینه هم شته چې اوس هم خلک دا اوبه دځینو ناروغیو له شفا کونکي بولي. اوپه ۶۹۹  هجري قمري كال كې مړشو. زيارت يي  د مغول پاچا جلال الدين اكبر په لارښونه جوړشو. چې بيا په۱۳۴۵_۴۶هجري لمريز كې دوهم ځل ورغول شو.

۳۲ــ د سلطان عبدالرزاق موزیم او مقبره :

سلطان عبدالرزاق

سلطان عبدالرزاق

دا موزیم دسلطان عبدالرزاق په مقبره کې دی. ددې مقبرې ودانۍ په تیموري سبک په دوه پوړه کې جوړه شوي چې د هندسي شکلونو جوړښت یی دهرچاپام وراړوي ددغې ودانۍ ددواړوپوړنواوغولي ټول اجزاوي یو ډول دي.دا مقبره په حقیقت کې په غزنی کې لومړی اسلامي موزیم دی. څلور رواقونه لری.چې  دننه رواق یی نږدي دولس متره لوړدی. دودانۍ داخلي برخي په ساده ډول په ګچ پوښلي شوي دي.دودانۍ بام ته له سهیل خوانه دیارلس پلیزه زینی ختلي دي. دمقبرې دپورتنی پوړ  په مرکزي برخه کې یوه لویه ګومبزه اوپه شاوخوا یی څلورنوري وړي ګومبزي دي.مرکزی ګومبزه نږدي شل متره لوړه ده چې په بهرنۍ برخه کې یی ځانګړي اوښکلي هندسي شکلونه لیدل کیږی.دودانۍ په دننه برخه په څنډو کې اته خوني  په مربع او مستطیل ډول به اتو ضلع کې جوړی دی.

۳۳ــ د بیګم منار

دغزنی په جغتو ولسوالی کې دغزنویانو دوخت یوڅلی لا هم پاته دی. چې دبیګم په ګومبزی یی یادوي دنوموني دلیل یی خلک وايی(یوه ورځ سلطان محمود دسراب دري څخه تیریده ستړی اوتږی و. دیوې چیني په خوا کې یی یوه میرمنه ولیده چې کالی یی مینځل . سلطان له دغې ښځي دڅښلو له پاره اوبه وغوښتی،ښځي جام په لاس  اوپه بي پروایی په خټه واچلوله سلطان ته یی اوبه وړانې کړي . سلطان هغه اوبه ور رد کړي او ورته وویل : ورشه پاکې اوبه راوړه  دوهم ځل هم بیګو محمود ته په اوبو کې خاوری اوخټه واچوله او اوبه یی ورته وړاندې کړې خو محمود داځل هم هغه اوبه ونه ځیښلې اوامر یی ورته وکړپاکې اوبه راوړه . میرمني ددریم  وار له پاره ورته پاکي اوبه راوړي اوپه ډیر درنښت یی ورته ورکړي. بیا یی ورته وويل ستاسوپه مخ کې دزیاتی ستړیا نښی لیدلي کیدي ،که ما ستاسو له رارسیدو سره سم درته اوبه درکړی وای دناروغی دپیښیدو ویره وه، نو مي وغوښتل چې یوڅه ځنډ رامنځ ته کړم څوستاسو ستړیا کمه شی، اوس چې مو لږ دمه وکړه نو اوبه وڅیښه. سلطان چې دهغې خبرې  واوریدې خوښی ښوی نو یی امر وکړ،څو یوه اندازه پیسی اویوه ټوټه ځمکه ورته دانعام په ډول ورکړي.او امر یی وکړ چې ددې له مرګه وروسته  هم دهغه مقبره جوړه شي.چې بیا دسطان امر ومنل شواو داکومبزه یی جوړه کړه چې «دبیګم ګومبزه»باندې مشهوره ده

 نای کلا – دغزنویانو سیاسی زندان

دنای کلا؛ دغزنویانو سیاسی او داسی کلک زندان و.  چې انسان یی حیراناوه .دزندان په وروستئ ختیځه خوا اوغونډۍ کې دوه سالونونه و. چې لومړی هغه یی ۲۰ متره اوږد ،اته متره سور،او دوه نیم متره یی هم لوړوالی دلورد  دهلیز هغه یی هم ۳متره اوږد،یونیم متر سورور،او دری مترههم لوړ دی. دیوالونه یی سیده اومسطح ډوله دی چې به خورا مهارت جوړ شوی ول. دوهم سالون هم ۲۵ متره اوږد،۱۵ متره سورور،او۱۲ متره یی هم لوړوالی دی. دننوتو دروازه یی هم منحنی اولیندۍ وزمه ده .دسالون په کښتنۍ برخه  کې داسی تیږی کارول شوی چې ۶پلیزی او یونیم متر یی سور دی.او غولی یی هم په داسی تیږو پوښل شوی چې یونیم به یونیم کې دي. دغه زندان یوجومات هم لري چې ۱۵متره اوږد او۱۰ متره هم سورور دی، او ۶ متره لوړ دی، جومات کې په دیوال کې  دننه دنیم متر په اندازه کندن شوی محراب هم لیدل کیږی.

تپه سردار

دسردار تپه یو لوي بودایی مرکز دی،چې پکې به زرګونه تاریخی اثارمجسمي موجودی وي. پرته شک څخه داتپه په لومړۍ اودو همه  میلادي پیړۍ کې  ددغې سیمي دتاریخي هویت په څرګنده بیانوی. شاه بهار  دسردار تپي په لوړه څوکه به درۍ پوړه کې جوړ شوی.چې په لومړي او دوهم پوړکې یي  دکوټو،دایرو، اوبودایی  مجسمو په ګډون  تیږي کارول شوي. دچینی زیارت کوونکو او عربی سرچینو دمعلوماتو په بنسټ په افغانستان کې په زرګونو (ویهاري) اوعبادت ځایونه موجود دي. ځیني دعبادت ځایونه یی دشاهی کورنیو ول. چې ډیری یی په کابل، بګرام، غوربند، هډې، نجراب،غزنی، بامیان،سمنګان…کې دي. چې دا دهندی موریایی پادشاه (اشوکا) اوکوشاني پادشاهانو «کنیشکا» او«هوشیکا او…یادګارونه ګنل کیږي.چې دغزنی شابهار هم دکوشاني پیر دلومړۍ پیړۍ په نیمایی کې ودان شوی.په غالب ګمان چې دا عبادت ځای به دهوشیکا به وخت کې جوړشوی وي.ځکه هغه له ابادي سره په خپل قلمرو کې زیاته مینه درلوده.

موقعیت: دسلطان محمود غزنوي زیارت ته څیرمه په درۍ کیلومتری کې  دکابل اوکندهار دلویی لارې خواته په پراخه بیدیا کې.

۳۶ بالاحصار

د غزني بالاحصار

د غزني بالاحصار

بالاحصار دلرغونی غزنی دپخوانی پرتم اوواک یوه نښه ده.چې دغزنی زاړه ښار په منځ کئ دیوې لوړې تپی په سر واقع دی.بالاحصار یو مهال لکه ښارونو دناوی په سر لکه دتاج په څیرپه بریښیدو او هغه ته یی ښکلا بښله ، خوپه خواشینۍ سره نن هغه  نیم په لړو اونیم په دوړوکې پټ دی.دغه کلک حصار اوکلا له پوځي  او دفاعی پلوه هم اهمیت درلود.  چې دمعماری  اوتاریخی له اړخه هم اهمیت لری .دغزنی بالاحصار  دپخوانیو دیوارزښتمن یادګار په توګه له فرهنګي تړاونو سره سره خپل ځای لري. چی دچارواکو پام اړول غواړی څو دپیښوله خطرونوڅخه وساتل شي.او دویاړلې تاریخي اثر په توګه په دې خاوره کې پاته شي.

د پیر شاطرا مزار

دغه مبارک شخص دغزنی له نوموتو متصوفینو څخه دی.او په زیات ګمان چې نوم یی سیداحمد حصاری دی.دنوموړی مزار له پخو اوخامو خښتوڅخه جوړشوی دی. په څلوروڅنډو کې یی ښکلی رواقونه هم لیدل کیږي.په دننه کې یی به محراب په ګچ باندې هم ښکلي نقاشی لیدلې کیږی. ویل کیږی چې پیرشاطرا عرفان اوتصوف په ډګرکې لوړ مقام درلود.چې ډیرو مریدانو یی لاسنیوی کاوه.

موقعیت:

دبالاحصار په لوړه غونډۍ دشمال لویدیځ خواته څنډه کې .

۳۸شاه سکندر ولی

دغه ملنګ شخصیت  او دحال خاوند به باباسکندر مشهور و. اودطریقت درازونوڅخه یی دنازکو معنوي کشفیاتوبرخه هم لرله. دهغه مبارکه روضه څلور څنډې لري له پخو خښتوڅخه جوړه شوي دي،ددغه زیارت په باندنۍ برخه کې دپروړي ګل ،سیمګل  اوسپین رنګ کارول شوی او دقبر پای ته یوه ډبرینه کتیبه ایښودل شوي.چې پرې یوازې دالیکنه لیدله کیږي(بتاریخ شانزدهم شهرالشوال سنه 1147هجری قمری).د۱۱۴۷هجری قمری دشوال دمیاشتی په شپاړسمه. ددغې مقبرې لویدیځ ته یوباب جومات هم شته چې به خام ډول جوړول شوی. دسیمې خلک دبابا سکندر ولی ډیر احترام کوي.

موقعیت:

دروضی دغره په سهیل کې دکورنو په منځ کې.

۳۹ د زاړه ښار جامع جومات

د زاړه ښار جامع جومات

د زاړه ښار جامع جومات

دغه جامع جومات زیات لرغونی دی. دهیواد دمشهور تاریخ لیکونکی استاد عبدالحی حبیبی په وینا چې داجومات دغزنی لومړنی اوترټولولرغونی جومات دی.دغه جومات دیعقوب لیث اویا هم دغزنویانو دواکمنۍ په لومړیوکې پراختیا وموندله چې دمسلمانو دنفوذ ،اغیز اوپراختیا په برخه کې یی ډیر رول درلود. داجومات اته ګومبزي اواته رواقونه لري.دلیندۍ په څیرشیستونه،محرابونه په رواقونو کې د دوولړونو په څیر په پخو خښتوداسې جوړ شوی.چې ددوبی او ژمی په مهال ورڅخه کار اخیستل کیږي.دزمی مهال جومات دګومبزی په دول او ددوبی هغه یی په لرګیو پوښل (پټ) شوی دی. داپخوانی جومات اوس دسیمې دخلکوعبادتځای اوپکې دقران مجید یو دارالحفاظ هم شته.

موقعیت:

دغزنی زوړ ښار درمیری دروازې ته نږدي.

د برګډ عبدالاحمد خان کلا

دبرګډ عبدالاحمد خان کلا به غزنی کې دلیدو وړ کلا ده . چې دامیر حبیب الله خان دوخت له ودانیوڅخه شمیرل کیږي.دسیمې دخلکو اوسپین ږيرو په وینا چې ددغې کلا دبنسټ ډبره دامیر حبیب الله خان له لورې ایښودل شوی.دهیواد نامتو تاریخ لیکونکی عزیزالدین وکیلی پوپلزی هم په خپل کتاب (غزنه در دوقرن اخیر) کې کاږي چې ددې کلا دبنسټ ډبره امیر حبیب الله خان ایښي.  داکلابه داۍط ډول جوړه شوي .چې اته ضلعی او اته برجونه لري. ددغې کلا په دننه کې یوه بله کلا هم دحرمسرای په ډول جوړه اوڅلوربرجونه لري.

موقیعت: دکابل ــ کندهار دعمومی سړک په ختیځه خوا کې دغزنی پکتیا سړک ته نږدې شمال ته

 ۴۱د سید شاه اغا مقبره

ددغه عرفاني شخصیت مقبره دغزنی ښار په لس کیلو متري دبکاول په کلي کې دیوې تپي په سرجوړه ده.دا ودانۍ اته ضلعی لري. چې دیوالونه يي له خامو اوګومبزه يي هم له پخو خښتو جوړه شوي ده.

موقعیت:

دغزنی دبکاول کلی،داوسیدو دکورونوسهیل ته دعام سړک او دفاطمه الزهرا لیسی، اودامام قایم دلیسی لویدیځ ته.

۲۴ – د سیدجلال اغا مقبره

د تاریخ ددغه ستر شخصیت مقبره د غزنی له ښاره لیري په نهه کیلومتري د لشمک او کلالانو په کې دیوې غونډۍ په سر  ودانه اوجوړه شوي. ګومبزه یی اته څنډیزې دي.دیوالونه يي دغره له ډبرواوګومبزه یی هم له پخو خښتو له چونې سره ګډه جوړه ده.

موقعیت: د غزنی ښاردلشمک او کلالانو کلیو په منځ کې لویدیځ ته دلوړو غونډیوپه خواکې

۴۳ د علي بابا مقبره او جومات

خضرت علی بابا ته بوعلی(کوټوال) هم وايي: هغه ړبه څلورمه پیړۍ کې دسلطان محمود دواکمنۍ په مهال ژوند کاوه،هغه د(۵۱۰ــ۵۱۵) کلونو په منځ کې له دې نړۍ سترګي پټي کړي.اودخپل ژوند داوسیدوپه ځای  کې ښځ شوی.چې په هغه ځای کې یوجومات شریف ودان شوی.خلکودغه مبارک شخص ته زیات درناوی درلود.اواوس ورته ددوعاوو کولو به موخه ورځي.

موقعیت :دغزنی دپخوانی ښار واټ دزاړه ښار لویدیځ ته دبازار دروازې ته نزدې.

۴۴ د شیخ وِردَکی مزار

 دغه ستر شخصیت دشریعت عالم  او دطریقت پیر و. چې  نوم يي څیړونکوشیخ الذکي ،شیخ رکن الدین ابوالحامد محمد ښودلی.او هغه یی دالبیروني اوسلطان محمود، یو مها لی بللی دی. خو دبلې وینا له مخي چې نوموړی داحمدشاه ابدالي په وخت کې دلته به غزنی کې ژوند کاوه .اواحمدشاه هغه ته زیات درناوی درلود.  اوهمدا ډول ویل کیږی چې نوموړی دتیمور شاه دواکمنۍ په مهال وفات شوی.چط دهغه دفرمان له مخي يي دزیارت ګومبزه هم جوړه شوي. ښایی دغه زیارت دجوړښت له اړخه په نهمې هجري پيړۍ پورې تړاو لري .خو په ١٣٦٩ کال کې ددوهم ځل پاره رغول شوى دى. دغزني په نوي ښارکې موقعيت لري

۴۵— د شریف خان ودانۍ

محمد شریف خان دجلال الدین اکبردپیر له نوموتوشخصیتونو څخه دی.اوپه هغه مهال دغزنی حکمران و.ددغې مقبرې ودانۍ دیوې لوړې غونډۍ پر سر چې له بالاحصار سره برابره ده  له کلکواوپخوخښتوجوړه شوی. داودانۍ په دننه کې مربع ډوله اوپه هره څنډه کې ی څلورتاخچي شته اودهرې تاخچې په ددننه کې دلیندۍ اودتیرې  اوهواري څوکې  په شان نوري تاخچي شته .ګومبزه یی  ګرده دایروی ډول له پخوخښتوچې شاوخوا یی 5×5×25×25سانتی متره کیږی خورا ښایسته جوړه شوي. دودانۍ بهرنۍ برخه څلورددننه کیدو ورونه لري.چې دورونوپه مخ کې بیا هم دلیندۍ په ډول ایوانونه لیدل کیږی.چې دهریوه په ښۍ خوا کې بام ته زیني پورته شوي دي.په بام هم څلور زیني،دالان،ایوان، اته څنډیزه رواقونه،چې دکمربندونوپه ډول له ګومبزې را تاوو شوي دي.ددې ودانۍ په دننه کې اوه قبرونه هم لیدل کیږي چې په مرمرو پوښل شوی دی.اوپرې دنستعلیق لیکني کښل شوي.چې به یوې يي دمحمد شریف خان نوم شکاري.

موقعیت: دغزنی ښار شمال ختیځ ته ،یا په کره ډول دغزنی ښار اوبهرام شاه ،اومسعوددمنارونو ترمنځ

Account Options

د شمس صاحب زیارت

د شمس صاحب زیارت

Loading…

Search the documentCtrl+F

Find nextF3

Find previousShift+F3

Sign in

Add to Drive

Edit online

Download originalCtrl+S

Print (PDF)Ctrl+P

Zoom inCtrl+Shift+→

Zoom outCtrl+Shift+←

Fit page to screen width1

Fit two pages to screen width2

Compact controlsShift+Ctrl+F

Plain HTMLH

Help Center

User Forum

Report an issue

Show keyboard shortcuts

لومړۍ برخه

9 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *