Categories

اعلان

Loading…

معتدل او نیمه معتدل وچ د پراخو پاڼو ځنګلونه | زکریا رحیمي

Tropical and subtropical dry broadleaf forests

د طبیعي چاپېریال یو ډول ده کوم چې د طبیعت لپاره د نړیوال صندوق (World Wide Fund for Nature) لخوا تعریف کیږي. دا طبیعي چاپېریال په دواړو معتدلو او نیمه معتدلو جغرافیایي عرضونو کې موجود ده. په داسې چاپېریال کې وي چې د ټول کال په اوږدو کې ګرم اقلیم لري، د ټول کال په اوږدو کې تر څو سوه سانتي متره پورې ورښت پکې کیږي، اوږده وچ فصلونه لري کوم چې تر څو میاشتو پورې دوام کوي. موسمي وچکالي یې په ځنګلونو کې پر ټولو ژوندیو لوی اغیز لري.
 
په دې ډول ځنګلونو کې، په ژمي کې د پاڼو رژونکو ونو شمېر زیات وي او په دې طریقه بې پاڼو ونې په وچو موسمونو کې په خپلې تنه کې اوبه ساتي. د دې ځنګلونو هغه ونې چې ځمکه یې اوبه لري ټول کال شنې وي. همداسې کومو ونو چې پاڼې رژولې وي د لمر وړانګو ته اجازه ورکوي چې د ځمکې سطحې ته ورسیږي او د شنو وښو د شنه کېدو لامل شي. د سریلانکا، د سوېل ختیځ ایندو چاینا، د ختیځ دېکان معتدل او نیمه معتدل وچ د پراخو پاڼو ځنګلونه تل شنې ونې لري.
 
د زیاتو ژو لپاره کور ګڼل کیږي خو د باراني ځنګلولو په کچه د ژوندیو تنوع نلري. په دې ډول ځنګلونو کې بیزوګانې، توتیان، هوسۍ، پیشوګانې، مختلف ډوله شخوند وهونکي او په ځمکه ژوند کوونکي یا الوت نه کوونکي مرغان پیدا کیږي.

218 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
570

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸