Categories

اعلان

Loading…

سینوزویک عصر | زکریا رحیمي

Cenozoic

د سینو زویک مانا ” نوی ژوند ” ده. د فانېروزویک له درې جیولوجیکي عصرونو تر ټولو وروستی او اوسنی عصر دی. له میسوزویک عصر څخه وروسته تقریبا ۶۶ میلیونه کاله وړاندې پیل شوې او تر نن ورځې پورې ادامه لري. په دې عصر کې د نن لویو وچو خپلو اوسنیو موقیعتونو ته خوځښت کړی. سینوزویک عصر ته د تی لرونکو عصر (Age of Mammals) نوم هم اخلي. د ډېرو ژو د نسلونو له منځه تلنې تی لرونکو ته د مختلفو نسلونو رامنځته کولو فرصت برابر کړ.
 
تقریبا ۶۶ میلیونه کاله وړاندې له څلورو درې برخې ژوي او بوټي ناڅاپه له منځه ولاړل دې پېښې ته د (K-Pg extinction event) نوم اخلي له دې پېښې وروسته د سینوزویک په پیل کې زیات ژوي او بوټي واړه وو. له جیولوجیکي لرلید څخه ” د تی لرونکو او مرغانو د نسلونو تنوع ډېر وخت وانخیست ځکه چې لوی خزنده ګان نه وو تر څو د دوي نسلونه ښکار کړي او د تنوع مخه یې ونیسي د نړۍ هر چاپېریال کې یې ژوند پیل کړ او د ځینو د بدن کچه دومره غټه شوه چې په اوسنیو تی لرونکو کې هېڅ تی لرونکی هومره غټ نشته ”
د نړۍ اقلیم په وچېدو او سړېدو پیل وکړ او د ځمکې یخچالي کېدل یا کنګل کېدل په پلیسټوسین وخت کې خپل اوج ته ورسېدل.
 
نوم ایښودنه
د سینوزویک مانا نوی ژوند ده او له یوناني کلیمو اخیستل شوی. د (καινός – kainós) مانا نوی ده او د (ζωή – zōḗ) مانا ژوند ده. سینوزویک عصر ته د کاینو زویک نوم اخیستل کېده املای یې (Cænozoic, Caenozoic, or Cainozoic) ده خو وروسته په ۱۸۴۰ کې د انګلستان جیولوجي پوه جان فیلیپس سینوزویک نوم وړاندیز کړ او له هماغه وخته تر اوسه دې عصر ته سینوزویک نوم اخیستل کیږي.
 
وېش
سینوزویک عصر په درې دورو یا مودو وېشل شوی: پالیوجېن، نیوجېن، کواټېرنري. همداسې په اووه وختونو وېشل شوی : پالیوسین، ایوسین، اولیګوسین، میوسین، پلیوسین، پلیسټوسین او هولوسین. کواټیرنري دوره د سټراټیګرافي نړیوال کمیسون لخوا په رسمي توګه په ۲۰۰۹ کې وپېژندل شوه.دې کمیسون په ۲۰۰۴ کال کې د (Tertiary Period) اصطلاح کارونه هم لغوه کړه. د عصر په وختونو د وېشلو موخه په منظمه توګه د وخت په انټروال کې د دې عصر د پېښو ترتیب کول وو. د دې عصر په اړه تر نورو پوهاوی زیات ده او لامل د دې عصر تازه جوړې شوې یا شکل اخیستې ډبرې دي.
 
پالیو جېن دوره
پالیو جېن دوره ۶۶ میلیونه کاله وړاندې کله چې الوت نه کوونکي ډایناسور له منځه ولاړه پیل شوه. په دې دوره کې درې وختونه پالیوسین، ایوسین او اولیګوسین شامل دي. پالیوسین وخت ۶۶ میلیونه کاله وړاندې پیل او ۵۶ میلیونه کاله وړاندې پای ته ورسېده. د عصري تی لرونکو اصلي وخت، مبدا یا منشاء په پښتو کې ورته ټکی وایو له همدې وخته پیل شوی. تر دې مخکې له څلورو درې برخې ژوي او بوټي له منځه تللي وو ځنګلونه بېرته په ژو او بوټو غني شول . عصري نړۍ شکل واخیسته. همداسې د هند برصغیر په دوه برخو ووېشل شو. افرو اوراسیا د تیتیس سمندر (Tethys Sea) په ذریعه په دوه برخو ووېشل شوه. همداسې امریکا د پاناما تنګي (strait of Panama) سره ووېشله خو تر دې دمه (isthmus of Panama) نه وو رامنځته شوی. په دې وخت کې تودوخه زیاته وه او ځنګلونه ممکن تر قطبونو پورې رسېدلي وي. مختلف ډوله ژو چې اوسمهال یې نسلونه له منځه تللي ټوله نړۍ وپوښله.
 
ایوسین وخت ۵۶ میلیونه کاله وړاندې پیل او ۳۳.۹ میلیونه کاله وړاندې پای ته ورسېده. د ایوسین وخت په پیل کې ځنګلونه ډېر ګڼ وو او غټو ژو په ګڼو ځنګلونو کې د ژوند کولو وړتیا نلرله. ډېری ژو تر ۱۰ کیلو ګرامه زیات وزن نلره. په دې کې ډېر د اسونو او نهنګانو لومړني ډولونه نور لومړني تی لرونکي شامل وو. تودوخه تقریبا ۳۰ سانتي ګراده وه. د ایوسین وخت په منځ کې د استرالیا او انترکتیکا ترمنځ سیرکمپولر انترکتیک رامنځته شو کوم چې په ټوله نړۍ کې د سمندرګیو جریان قطع کړ، د نړۍ د سړېدو لامل شو او پایله کې یې ځنګلونه واړه کړل. د ایوسین وخت په پای کې فصلونه بیا ځلې وزېږېدل او ونې لرونکې وښېزې دښتې یې رامنځته کړې. له ایوسین وخت څخه اولیګوسین وخت ته انتقال یو ځل بیا د ژو او بوټو نسلونه له منځه یوړل کوم چې د (Grande Coupure) په نامه یادیږي. هوا ډېر سړه شوه او ډېری ژوي کوم چې له سړې هوا اغیزمن شوي وو سمندري یا په اوبو کې ژوند کوونکي وو.
 
اولیګوسین وخت ۳۳.۹ میلیونه کاله وړاندې پیل شو او ۲۳.۰۳ میلیونه کاله وړاندې پای ته ورسېده. په دې وخت کې وښو او شنو نړۍ وپوښله او د نوو ژو ډولونه لکه سپیان، پیشوګانې، کڅوړه لرونکي تی لرونکي یا مارسوپیل او نور تی لرونکي را څرګند شول کوم چې اوس هم په نړۍ کې شته دي. په سړه هوا کې موسمي ورښت کېده او د تی لرونکو د بدن په کچه کې زیاتوالی رامنځته شو.
 
نیوجېن دوره
نیوجېن دوره ۲۳.۰۳ میلیونه کاله وړاندې پیل او ۲.۵۸ میلیونه کاله وړاندې پای ته ورسېده. په نیووجېن دوره کې دوه وختونه شامل دي: میوسین او پلیوسین وختونه.
د میوسین وخت ۲۳.۰۳ میلیونه کاله وړاندې پیل او ۵.۳۳۳ میلیونه کاله وړاندې پای ته ورسېده. په دې وخت کې وښو تر پخوا د نړۍ زیاته برخه وپوښله او د ژو پېریسودکتیلا ډله پراخه شوه. په دې وخت کې اېپ ۳۰ ډولونه لرل. د عربو ټاپوزمه رامنځته شوه او د تیتیس سمندر (Tethys Sea) په جوړښت کې یې تغیر رامنځته کړ، له تیتیس سمندر څخه یوازې تور او سور سمندرګي، د مدیترانې سمندر او کسپین پاتې شو. تقریبا ۹۵ % عصري بوټي د همدې وخت په منځنۍ موده کې راڅرګند شول.
 
د پلیوسین وخت ۵.۳۳۳ میلیونه کاله وړاندې پیل او ۲.۵۸ میلیونه کاله وړاندې پای ته ورسېده. په دې وخت کې اقلیمي بدلون رامنځته شو کوم چې د عصري ژو او بوټو رامنځته کېدنه کې مرسته وکړه. د څو میلیونه کالنو لپاره د مدیترانې سمندر وچ شو (ځکه چې د کنګل یا یخچالونو دورې د سمندر کچه کې توپیر راوستی وو او اطلس سمندر یې له مدیترانې غېرې متصل کړی وو). په افریقا کې اوسترالوپیتیکوس راڅرګند شول او د انسانانو د نسل څانګه پیل شوه. د پاناما تنګی (isthmus of Panama) رامنځته شو او د سوېلې او شمالي امریکا ترمنځ ژوي کډوال شول. اقلیمي بدلون د کمو ونو لرونکې وښیزې دښتې جوړې کړې چې تر اوسه په نړۍ کې شته دي. په مرکزي اسیا کې د مون سون سارا او په افریقا کې د سهارا سارا رامنځته شوه خو د نړۍ په نقشه کې کوم لوی بدلون رامنځته نشو.
 
کواټیرنري دوره ۲.۵۸ میلیونه کاله وړاندې پیل او تر نن ورځې پورې دوام لري. دا دوره په فانېروزویک ایون کې تر ټولو لنډه دوره ګڼل کیږي. په دې دوره کې ټول اوسني ژوي راڅرګند شوي او اقلیمي بدلونونه رامنځته شوي. دا دوره په دوه وختونو وېشل شوې: پلیسټوسین او هولوسین.
پلیسټوسین وخت ۲.۵۸ میلونه کاله وړاندې پیل او ۱۱۷۰۰ کاله وړاندې پای ته ورسېد. په دې وخت کې لومړني انسانان هم رامنځته شوي د کومو چې علمي یا ساینسي نوم هومو ساپین (Homo sapiens) ده.
 
هولوسین وخت ۱۱۷۰۰ کاله وړاندې پیل او تر اوسه پورې ادامه لري. ټول لیکل شوی د نړۍ تاریخ په هولوسین وخت کې ده. په دې وخت د ډېرو ژو او ځنګلونو له منځه تلنه د انساني فعالیت له امله ده. کوم ډولونه چې له منځه تللي لیکل شوی یادون یې له صنعتي انقلاب څخه تر اوسه موجود ده. په دې وخت کې د ژو او بوټو د نسلونو له منځه تلنې ته د (Sixth Extinction) اصطلاح کاریږي. د انسانانو له امله یوازې له ۱۹۰۰ کال څخه را په دېخوا له ۵۰۰ د زیاتو شمزي لرونکو ژو ډولونه له منځه تللي.
 
د یخونو د پراخېدو په اړه هم لاندې ولولئ
 
د یخچالونو بهیر
په جیولوجي کې، د یخچالونو په دوره او موده دواړو کې یو سوړ ټوک ته وایي. د یخچالونو دوره یا عصر د جیولوجیکي وخت یوه برخه ده په کوم چې د ځمکې لویه سطحه یخونو پوښلې وه. د پلایسټوسین وخت (Pleistocene Epoch) ته (د ۲.۶ میلیونه کاله او ۱۱۷۰۰ کاله وړاندې ترمنځ وخت) ته د یخ لویې دورې (Great Ice Age) نوم هم اخلي, په دې موده کې په شمالي امریکا او اوراسیا کې یخونه ډېر زیات پراخ شول. دې پراخو شوو یخونو تقریبا لسګونه زره کاله وخت واخیست او له ویلې کېدو وروسته بیا پراخ شول. دواړه پراخېدو او بېرته ودې یې د ځمکې په اقلیم کې تغیر راوستی وو, د یخچالونو د بهیریا ودې موده (glacial stages) په نامه یادیږي اوبله د دوه یخچالي مودو ترمنځ موده یا بهیر (interglacial stages) یا هم د یخچالونو د ویلې کېدو بهیر په نامه یادیږي او په دې موده کې د ځمکې تودوخه لکه د اوس وخت په څېر وه.
د پخچالونو دوره یا عصر
Ice age
یوه جیولوجیکي اوږدمهاله دوره وه په کومه کې چې د ځمکې د سطحې او اتوموسفېر تودوخه کمه شوې وه او په شمالي قطب، د شمالي قطب په سوېل او په الپ غرونو کې د یخچالونو یا د یخونو د لویو ټوټو د پراخېدو لامل شوې وه.
د یخچالونو موده
Glacial period
په انګرېزۍ کې ورته د (glacial or glaciation) نومونه هم اخلي، د یخچالونو په دوره یا عصر کې د زرګونه کلونو د وخت انټروال ته وایي په کوم کې چې تودوخه ډېره کمه وه او یخونه پکې پراخېدل.
جیولوجیکي وخت
Geologic time scale
یو سیستم ده کوم چې د وخت د ترتیب پر بنسټ د ځمکې جیولوجیکي طبقو او حالت ته له وخت سره تړاو ورکوي.
د پخچالونو دوره یا عصر کې د یخچالونو د دوه مودو ترمنځ وخت
Interglacial
د پخچالونو دوره یا عصر کې د یخچالونو د دوه مودو ترمنځ هغه وخت ته وایي چې تودوخه پکې په منځنۍ کچه او هوا تر زرګونه کاله پورې توده وه.
 
د یخچالونو دوره
یوه جیولوجیکي اوږدمهاله دوره وه په کومه کې چې د ځمکې د سطحې او اتوموسفېر تودوخه کمه شوې وه او په شمالي قطب، د شمالي قطب په سوېل او په الپ غرونو کې د یخچالونو یا د یخونو د لویو ټوټو د پراخېدو لامل شوې وه یا هم په ساده توګه د جیولوجي ټولې هغه مودې دي په کومو کې چې د یخ لویو ټوټو د ځمکې لویه برخه پوښلې وه. په انګرېزۍ کې ورته (glacial age) نوم هم اخلي.دې یخ پوښنې د ځمکې د ټولو لویو وچو د سطحې شکل ته تغیر ورکړ.
د ځمکې د تاریخ په اوږدو کې د یخچالونو څو لویې دورې رامنځته شوي. تر ټولو لویه دوره د پریکمبرین وخت (Precambrian time) کې ۵۷۰ میلیونه کاله وړاندې رامنځته شوې. تر ټولو اوسنۍ دوره یې د ۲.۶ میلیونه کاله او ۱۱۷۰۰ کاله وړاندې ترمنځ وه او دې مودې ته د پلیسټوسین وخت (Pleistocene Epoch) نوم اخلي. تر ټولو اوسنۍ دوره یې د یخ وړه دوره (Little Ice Age) نومیږي کومه چې په اروپا کې په ۱۶ پېړۍ کې پېل او درې پېړۍ یې دوام وکړ.
 
د یخ وړه دوره
اقلیمي انټروال یا د وخت واټن وو کوم چې په ۱۴ پېړۍ کې پیل او د ۱۹ پېړۍ تر نیمايي یې دوام وکړ. په دې دوره کې مختلف غریز کنګلونه یا د غرونو کنګل پراخ شو، په دې غرونو کې د اروپا د آلپ غرونه، د نیوزلنډ او الاساکا غرونه او د سوېل اند غرونه شامل دي، په شمالي نیمه کره کې تودوخه تر ۰.۶ °C پورې کمه شوه. د اقلیم په ادبیاتو کې ” د یخ وړه دوره ” اصطلاح په لمړي ځل د امریکا په المان کې زېږېدلي اقلیم پوه (F.E. Matthes) په کال ۱۹۳۹ کې اضافه کړه. په اصل کې دا اصطلاح د ځمکې د غرونو ۴۰۰۰ کلونو کې د کنګل پراخېدو او بېرته ویلې کېدو ته کارول شوې وه خو په اوس وخت کې یې ساینسپوهان د ۱۳۰۰–۱۸۵۰ کلونو ترمنځ د غریزو کنګلونو پراخېدو او بېرته ویلې کېدو ته کاروي. د یخ له وړې دورې مخکې د منځنیو پیړیو توده دورې ( Medieval Warming Period) او ترې وروسته د اوس توده دوره ده کومه چې له صنعت سره تړاو لرونکې ده او لامل یې په اتموسفیر کې کاربن ده او د ۱۹ پېړۍ په پای د ۲۰ پېړۍ په پیل کې پیل شوې.
Miocene
Author of image : Jay Matternes  (1933–)

475 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸