Categories

اعلان

Loading…

د انلاین پاسپورټ سیستم پرانیستل شو

مطبوعاتي خبرپاڼه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي، د کورنيو چارو سرپرست وزیر محترم مسعود اندرابي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه، د آسان خدمت ادارې او پاسپورټ رياست منسوبينو په حضور کې د انلاين پاسپورټ سيسټم پرانېسته وکړه.

محترم شهزاد آريوبي د پرانېستې په مراسمو کې وویل چې د انلاین پاسپورټ سیستم په جوړیدو کې د چارو ادارې، د کورنيو چارو وزارت او نړيوالو تجربو څخه ګټه اخیستل شوې او په پلي کیدو سره به يې د پاسپورټ په اخيستلو کې د هېوادوالو لپاره ډيرې اسانتیاوې رامنځته شي.

ښاغلي اريوبي زیاته کړه چې ددغه سیستم جوړیدل افغان متحصصین او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کارکوونکي په خپل ځان باوري کوي او هڅوي يې چي دېته ورته نور نوښتونه هم  رامنځته کړي.

دا مهال د انلاین پاسپورت سیستم  د الکټرونيکي تذکرې له سیستم، د هېواد د هوايي ډګرونو او  بندرونو  سره وصل شوی او د  ۳۴ ولایتونو سره يې د نښلېدو کار په چټکۍ سره  روان دی.

دغه سیستم په ورځ کې د لس زرو پاسپورټونو د صادرولو او همدا رنګه هم مهاله  د شپږ زره کارکوونکو د  کارونې وړتیا لري.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ژمن دی چې عامه خدمات عصري او ډيجیټلي کړي، پروسې ساده او اسانې کړي او د فساد د مخنيوي لپاره زمينه سازي وکړي.

له دې سیستم څخه د کابل د اوسېدونکو په ګډون د ننگرهار، کنړ، لغمان، لوگر، پنجشیر، کاپیسا، میدان وردګو او پروان ولایتونو اوسېدنکي په اوسمهال کې ګټه اخیستلای شي او په راتلونکي کې به د ټول هېواد په کچه پراختيا ومومي.

هغه سیسټم په کم وخت کې د ډېرو پاسپورټونو د وېش ګنجایش نه درلود. د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره متقاضی باید لږ تر لږه ۱۰ ورځې ستړیا او انتظار ګاللی وای او آن تر دې چې خلکو کولای شوای په یو وخت دویم او درېیم پاسپورټ هم واخلي، او پروسې یې خورا زیاتې پېچلې وي.

یادې ستونزو ته د پای ټکي د اېښودلو لپاره د آسان خدمت په څېر یوې تخینکي ادارې ته اړتیا وه. له نیکه مرغه آسان پاسپورت چې لا له وړاندې د هېواد والو خدمت ته وړاندې شوی دا ستونزې ټولې ورپکې له منځه تللي دي؛ د پاسپورت اخیستلو ۱۶ پړاوونه ۴ پړاوونو ته راکم شوي، چې د متقاضیانو لپاره یې  منونکې آسانتیاوې رامنځته کړې.

308 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *