Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر ملي موزیم ته ۵ تاریخي اثره وسپارل

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر محمد اشرف غني نن مازدیګر د افغانستان ملي موزیم ته دپنځه قلمه تاریخي اثارو د سپارلوپه مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړ.

په ارګ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې چې د هیواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، د ملي موزیم رئیس محمدفهیم رحیمي وویل، په دغو تاریخي اثارو کې  د غازي امان الله خان د وخت (۱۳۰۱ل ) توره. د نولسمې پېړۍ ښځينه جیبي ګلدوزي شوی بکس. دوه د برتانوي هند د کمپنۍ سیکې او همدارنګه د برتانوي هند د شلمې پېړۍ د لومړیو یو لسګون بانکنوټ او یو انګلیسي چاقو شامل دي.  

وروسته صفي الله پاچا د افغانستان د ملۍ خپلواکۍ د ګټونکي غازي امان الله خان د وخت توره او همدارنګه حبیب الرحمن نوري د شلمې پېړۍ یو ښځینه جیبي بکس، د برتانوي هند د کمپنۍ دوه سکې، د برتانوي هند یو لسګون بانکنوټ او یو انګلیسي چاقو جمهوررئیس ته ډالۍ کړل.

ولسمشر غني له دواړو څخه په مننې د دوی  دغه لوی قدم او ملي احساس د قدر وړ وباله او مسوولینو ته یې د صفي الله پاچا او حبیب الرحمن نوري د تقدیرولو لارښوونه وکړه.

د هیواد ولسمشر د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرستې او د افغانستان د ملي موزیم رئیس ته د دغو تاریخي اثارو دسپارلو پرمهال د هغو د خوندي ساتلو لارښوونه وکړه. هغه زیاته کړه، د دارالامان ماڼۍ دوه پوړه به ملي موزیم او دریم پوړ به یې دولتي مراسمو ته ځانګړی شي.

ولسمشر څرګنده کړه، د خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان د وخت توره دا مانا چې دا وطن زموږ نیکونو او غازیانو په خپلو تورو او سرونو ساتلی او دا د هغوی د سرښندنو نښه ده. هغه زیاته کړه، غازي امان الله خان  په هیواد کې د اولني بانکنوټ په رایجولو سره د سکو انتقال اسانه کړ. 

736 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2