Categories

اعلان

Loading…

سالم غذایي رژیم او د ويټامینونو ارزښت

سالم غذایي رژیم کولی شي د انسان د اړتیا وړ ويټامینونه پوره کړي. د هورمونونو بڼې او فیزیولوژيکي شرایطو ته په کتو، نارینه او ښځینه د ويټامینونو بېلابېلو ډولونو او کچې ته اړتیا لري. ويټامینونه د ښې روغتیا لپاره خورا حیاتي ارزښت لري. حیاتي ارزښت ځکه لري، چې له کبله یې د انسان بدن نورماله وده کوي، غذایي مواد په اسانۍ جذب مومي، له ناروغیو مخنیوی کوي او په ټوله کې د بدن مقاومت لوړوي. تر ډېره بدن خپل د اړتیا وړ ويټامینونه (DRI) په ورځني ډول له خپلو خوړو پوره کولی شي، خو ځینې بیا د هغوی د بدن جوړښت ته په کتو او یا هم د ځینو ناروغیو له کبله د اړتیا وړ ويټامین نه شي پوره کولی، نو هغه ده چې بیا د ويټامینونو بستو ته اړتیا لري. د انسان بدن ټولو ويټامینونو ته اړتیا لري، خو ځینې یې بیا ډېر ضروري دي. د بېلګې په توګه، وېټامین (اې) د سترګو د لید او د بدن د مقاومت د لوړوالي لپاره اړین دي. ويټامین (بي ۱) له سلولونو سره مرسته کوي، څو کاربوهایدرېټونه پر انرژۍ بدل کړي. ويټامین (بي ۳) د هاضمې سیسټم له حرکاتو او عصبي سیسټم سره مرسته کوي. ويټامین (سي) د اوریو او غاښونو د کلکوالي او د زخم له ژر جوړېدو سره مرسته کوي او وېټامین (ډي) بیا په وینه کې د کلسیم کچه نورماله ساتي.

حمیدالله حمیدي

975 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2