Categories

اعلان

Loading…

رڼا || اجمل پسرلی

د زړې کلیسا مخې ته کوترې ګرځیدې. د کلیسا مینځ ته د پل ایښودو اجازه نه وه، ور پرانیستی و، خو د پاټک غوندې ځنځیر غځیدلی و.

د دنګې کلیسا خونه رنګونو رنګولې. د نم بوی د کلي جومات ته بیولم، خو هلته شور و، ب زیر با ب زیر بي ب پیش بو، با بي بو، ت زیر تا ت زیر تي ت پیش تو تا تي تو…..

دلته کراره کراری ده، د کلیسا له کړکۍ رالویدلې رڼا مخامخ پر طلایي مجسمو پرته ده، مجسمې ورته ځلیږي، خو نه خوځیږي، ښایي معتقد ته به یې دغسې نه ښکارې.

د کلي په جومات کې بیا له له روشندانه راغلې رڼا د ملا مخ روڼ کړی، خو د ملا هغه لښته مې هم ترسترګو کیږي چې زموږ غږ به د بغدادي قاعدې د ویلو پرمهال ټیټ شو ده به پوزی پرې وواهه، موږ به بیا غږونه هسک کړل، دال زبر دا ، دال زیر دي دال پیش دو، دا دي دو، ر زیر را ر زیر ري …. را، ري، رو….

موبایل مې د مجسمو خواته سیخ کړ چې تصویر واخلم، د کلیسا ساتونکي د موبایل مخې ته لاس تیر کړ:

-لطفا عکس مه اخلئ

زموږ د کلي په جومات کې یوه ورځ ملا ویل چې عکس حرام دی. د کلیسا ساتونکي ته مې وویل:

– عکس ناروا دی

-نه، دا لرغونې مجسمې د فلش او عکس وړانګې خرابوي

له کلیسا دباندې د ونو سیورې ته کښیناستم، له پښو سره مې د زیارتونو شنې کوترې راپنډې شوې. غمبرې یې وهلې. موبایل مې ورته ونیو، د کوترې رنګه غاړه لکه د کلیسا دننه رنګونه، لمر ته ځلیده. د کلیسا زنګ وګړنجیده، ګر شو ساتونکي د کلیسا لویه دروازه د سیلانیانو پرمخ پورې کړه، شنې کوترې والوتې.

پراګ

984 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *