Categories

اعلان

Loading…

داعش د ننګرهار د حملې مسوولیت ومانه

تاند- داعش ترهګرې ډلې د ننګرهار د پرونۍ /چهارشنبه/ تروریستي حملې مسوولیت په غاړه واخیست.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، داعش یا اسلامي دولت سختدریځې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ننګرهار هوايي ډګر ته نژدې پر یوه خصوصي تعمیراتي شرکت برید د دوی کسانو کړی دی.

په دې برید کې د وروستیو معلوماتو له مخې د شرکت ۱۸ کارکوونکي شهیدان شوي او ۹ نور ژوبل شوي دي.

تر دې وړاندې دې تروریستي ډلې د مې په ۱۳ مه د ننګرهار پر مستوفیت په حمله کې ۹ تنه شهیدان او تر ۳۶ ډېر نور ژوبل کړي وو.

د جولای په لومړۍ نېټه په جلال اباد کې پر افغان هندوانو او سیکانو د داعش په برید کې ۲۰ تنه ووژل شول او ۲۰ نور ژوبل شول.

دې تروریستي ډلې د تېر کال په نوومبر کې په خوست کې پر لمونځ کوونکو باندې حمله وکړه او ۲۷ تنه یې شهیدان او شاوخوا ۵۰ نور یې ژوبل کړل.

د نوومبر په ۱۲ نېټه دې تروریستي دلې د کابل د استقلال لېسې مخته په انتحاري برید کې ۶ تنه شهیدان او شاوخوا ۲۰ نور ژوبل کړل.

د کابل له حملې سره په یو وخت یې د ننګرهار په کامې ولسوالي کې پر عام ولس په یوه خونړي برید کې لږترلږه ۳۵ تنه شهیدان او تر ۵۰ ډېر نور ژوبل کړل.

دې ډلې او طالبانو په سلګونو نورې دا ډول حملې کړي چې په لړ کې یې په زرګونو ملکیان او امنیتي ځواکونه شهیدان شوي او زرګونه نور ټپیان او معیوبان شوي دي.

631 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸