Categories

اعلان

Loading…

په افغانستان کې د ښځو رول او موثریت | انجنیر ذکیه وردک

تر ټولو وړاندې د ښځې نړیوالې ورځ په مناسبت د نړۍ ټولو ښځو او په ځانکړې ‌‌‌‌‌‌ډول د افغانستان درد لیدلو ، رنج لیدلو اما نه ماتېدونکو ، باشهامته خویندو ته چې د د تاریخ په اوږدو کې یې د هر ‌‌‌‌‌‌ډول درد د لیدلو سره سره هم دمبارزې ‌‌‌‌‌‌ډګر یوازې پرنښود او د نارینه وو سره یې مټ پر مټ د افغانستان د رفا او سوکالۍ په درشل قدم ایښی.

انسانيت یوه لویه کورنۍ ده. داسې چې د ژوند مخته وړلو لپاره مختلفو وسایلو ته اړتیا لري. له دې څخه که یو هم نه وي نو په ټولنیزو چارو کې د پرمختګ لپاره خنډ جوړېدای شي. همدا د ګډ بشري ژوند مثبته پایله ده چې انسان ننترمریخ او مشتري پورې هم رسیدلی دی او د دې یو بشپړ لوری ښځې تشکیلوي.

دلته مونږ په افغانستان کې په بشري ژوند کې د ښځې رول او موثریت ته لنډه کتنه کوو:

له وختونو راهیسې افغانستان د مختلفو تمدونونو، مذهبی ناندریو، ګرمو او سړو جګړو کوربه دی. په دې جریانونو کې افغانو ښځو هم مهم رول لوبولی دی، چې مونږ يې د بېلګې په توګه له هرې برخې یوه نمونه را اخلو.

په سیاسي ډګر کې د نازو انا مثال چې میرویس خان هوتک غوندې فاتح زوی یې روزلی ؤ، ترآوه کلنۍ پورې یې ورته په خپله ټول دیني علوم وروښودلي وو او کله یې چې پلار د دښمنانو سره په جګړه کې شهید شو نو نازو انا دخپلې کلا د ساتلو لپاره پخپله قومانداني واخیسته او په میړانه یې خپله کلا له دښمن څخه وساتله. همدارنګه زرغونه انا د احمدشاه ابدالی مور وه، هغه دومره مدبره، پوهه ،ځیرکه او غیرتمنده ښځه وه چې ټولنې ته یې داسې یو زویوړاندې کړ چې په آسیا کې یې د یوې لويې امپراطورۍ بنسټ کیښود.

په تعلیمي برخه کې ګوهرښاده، آمنه فدوي او سپينه ادې د افغانستان په تاریخ کې هغه ښځې دي چې قلمونو یې د وخت شاهان هم اغېزمن کړي وو او په خپلو حماسي او ملي لیکنو سره یې د خلکو زړونو کې ځای درلود.

پورته یوازې یو څو لیکل شوې بېلګې وې، داسې په سلګونو او زرګونو میرمنې شته، چې د افغانستان د معاصر تاریخ په سیاستونو، تمدنونو او امپراطوریو کې یې خورا لویه ونډه درلوده، خو له بده مرغه وروستۍ یوې پېړۍجګړې چې تولید یې فقر، د زده کړو ټیټوالۍ، په ټولنه د ناوړه دودونو مسلط کول او نورې ټولنیزې او اقتصادي ستونزې وې، افغان ښځې یې تر بل هرچا زیاتې متاثره کړې، خو بیا یې هم خپل همت له لاسه ورنکړ.

د خپل رول د ساتلو لپاره یې له هیڅ ډول مبارزې څخه لاس وانخیست، په ځانګړې توګه وروستۍ دوې لسیزې هغه دوره وه چې په افغانستان کې اکثریت ښځو خپل خوځښتونه او اغېز له ګڼو ستونزو سره سره وښود او یو ځل بیا یېدا ثابته کړه چې که د افغانستان د تاریخ نیم جوړونکي نارینه دي، ښځینه و هم نیم رول لوبولی دی.

په دې دوره کې ښځو د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د ریبوټ جوړونې ټیم یوه ښه بېلګه ده، چې افغانستان ته یې په نړیواله کچه ایوارډونه او ستر ویاړوونه راوړل. په سیاسي برخه کې د افغانستان څو دورې ټاکنې او پهځانګړې توګه دوروستیو پارلماني ټاکنو مثال راوړلی شو، چې ښځو له هرډول ستونزو سره سره پکې په پراخه کچه ګډون وکړ. له دې پرته په نسبي توګه زیاتو ښځو ځانونه کاندیدان کړي وو، همدارنګه په بهر کې د افغان ښځینهسفیرانو یادونه هم کولی شو، چې سفارتونه په ښه ډول مدیریت کوي او په کور د ننه د ښځینه وزیرانو یادونه کولای شو چې په نسبی ډول یې وزارتونه هم ښه مدیریت کړي دي.

همدارنګه د لویو خیریه بنسټونو په مدیریت کې یې هم لوی رول لوبولی دی چې یوه ځلانده مثال یې آغلې فاطمه ګیلاني ده. فاطمه ګیلاني څو کاله د یو لوی خیریه بنسټ په غوره مدیریت سره وښودله چې افغان ښځې په ښه توګهکولای شي چې د یوې سالمې ټولنې په منځ ته راوړلو کې خپل رغنده رول ولوبوي.

په فوځي برخه کې د جنرال خاټول شتون یوه ښه بېلګه ده.

د سپورټ په ډګرکې هم په مختلفو لوبو کې ښې لاسته راوړنې لري.

په پایله کې ویلای شو، څرنګه چې ښځه د ټولنې نیم جز او نیمه انرژي ده، نو باید د هیواد د پرمختګ، بقا او آرامۍ لپاره هم چوپه پاتې نشي، په افغاني ټولنه کې په ټولیزه توګه ښځه هغه خاموش اکثریت او پټ پوټانشیل دی چې کهرا برسېره شي له شک پرته به ټولنه د آرامۍ او سوکالۍ لور ته بوځي.

نو افغانانو ته هم په کار ده چې د خپل کلتور په رڼا کې ستونزې حل کړي او د دې پرځای چې ښځو ته خن‌‌‌‌‌‌ډ شي د دوی مټ د شي او د دې لوی پټ پوټانشیل سره د وطن د آرامۍ په درشل کې همکار پاتې شي نه دا چې طبقاتيځورونو، تبعیضي ځورونو ، جنسي ځورونو ښکار یې کړي.

د یوه داسې افغانستان په هیله چې سوله او ټیکاو پکې برقراره وي او د انسانیت ځلانده شمع بغیر له جنسي تبعیض پکې بله وي.

1,424 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

2 comments

  1. ع۔شریف زاد Reply

    سلام
    راخی چی دغہ رول نہ بلکی د ددی موجود پہ میرانہ، غیرت عزت ایمان او مسلک باندی د ڑواندانہ پہ تولو برخہ کے وغیزو
    لومری افغانستان یو دیر فقیر ھیواد دی پہ کلونو د نورو ھیوادونو شاتہ پروت دی ڈھنی او عینی مشکلات دیر زیات ول او دی
    دوھم موز باید احساساتی ونہ اوسو او نہ دبل جا پہ فرھنگ تیر وخو او دخپل فرھنگ سرہ د اسلامی اصولو پہ رنا کی خپلی جھان بینی تہ ارزشت ورکرو

    فریم دی کی شک نشتہ چی نہ دوخت حکومتونو خہ کری او نہ ولس دوارہ سل پہ سلو کی ملامت دی او پہ دی برخہ کی ھیخ نہ دی کری
    خلورم د غ۔حضرت پہ وینا کلہ چی پہ یوہ تولنہ کی نارینہ حق ونہ لری نو طبیعی خبرہ چی محکومی طبقہ یی خو نہ لری نہ لری
    پنخم موڑ پہ تکنالوڑی باور لرو او پہ ڑوند کی یی دیر سھولتونہ راوری دی خو دلتہ انحراف او نوری منفی برخی ددی سبب نہ شی چی د شخو حیثیت تہ صدمہ ورکوی
    شپزم د افغانستان شخی خوک باید ریپرزنت کری سیما ٹمر شعلے یی چی ٹمر نہ لری او د ھیمن رائے پہ نوم جاسوسی کوی یا ھغہ شخی چی یوازی نمائشیں ،احساساتی، اماتوری د راوا دلہ دلتہ خہ کوی ک؟ کلہ ناکلہ د ملگرو ملتو موسسہ ھم د افغانستان لہ شخو ھسی پہ نوم بی وختہ دفاع کوی
    دغہ دول مکار دیر شتہ
    د افغانستان پہ مظلومو خلکو دی خدای ورحمیزی وچ سیاست فیصلہ کر او یوازی کالبد یی پاتی دی زہ تاسرہ موافق یم

  2. ع۔شریف زار Reply

    مسلک
    وعزئزو
    خپلہ جھان بینی
    محکومہ
    نما ئشی
    تبصرہ لہ عربی الفبا نہ لیکل شوی پہ معذرت سرہ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2