Categories

اعلان

Loading…

ادبیات او سوله | لیکوال: فهیم بهیر

ادبیات له نورو پوهنو سره ګډې اړیکې لري، چې د څېړلو پر مهال د پوهنو هره برخه په ټولنه کې ځانګړی رول لري. د پوهنو هره برخه د ټولنې د وګړو د وسیلې په هدف کارول کېږي، نو په دې اساس ځینې ټولنې یا هېوادونه د پوهنو د بیلابیلو څانکو او د هغوی د نقش له امله  پرمختللي دي. ادبیات هم د لیکوالو او شاعرانو له خوا د انساني ژوند د یوې هدفمندې وسیلې په توګه کارول کېږي، چې د یوې ټولنې په ګنو برخو کې يې مهم رول لوبولی دی.

هره ټولنه له پیل نه تر دې دمه د جګړو، ناورینونو او نورو بد بختیو سره مخ ده، خو ځینو یې دا ستونزې له بیلابیلو  لارو نه حل کړي دي او اوسمهال یې وګړي پرمختللي او هوساه ژوندی لري. د دې پرمختګ او هوساینې له پاره د هر هېواد وګړي سولې ته ستره اړتیا لري، چې د دې چتر لاندې د خپل ژوند نور هدفونه هم تر لاسه کولای شي. د سولې په رامنځته کېدو کې د هر هېواد ادبیات  هم ځانګړی نقش لوبوی. ادبیات د هنر یوه برخه ده او هنر د اغېز ځانګړتیاوې لري او د ټولنې وګړي متاثره کولای شي. د ادبیاتو د پېژندنې په اړه استاد روهي لیکي: « ادب یو ژبني هنر دی، چې واقیعتونه په انځورونو کې وړاندې کوي. د انځور(تصویر یا ایماژ) څخه مقصد دا دی چې ادب واقعیت کټ مټ اوپه مستقیمه توګه نه بیانوي، بلکې د ادبي اثر د لیکونکي له خوا په ښکلي او احساس پارونکي شکل وړاندي کېږي. یا په بله ژبه نوښتګر(شاعر یا کسه لیکونکی) له واقعیت څخه خپله انطباع او برداشت په عاطفي بڼه انځوروي. د همدې مفکورې په اساس ویل کېږي چې بیا جوړونه( بازـ افریني) د ادب او په عام ډول د هنر یوه مهه ځانګړنه ده. د ادب دغه ځانګړنه د تخیل په مرسته تر سره کېږي. تصویر جوړونه په حقیقت کې د تخیل له قدرت سره مستقیم اړیکې لري. ځینې ادبپوهان د خیال، ایماژ او ذهني انځور کلمې په یو مفهوم سره کاروي»(روهي، ۱۳۸۴: ۹).

په زرلټون کې د سولې د پېژندنې په اړه د هند د عدم تشد د مبارزې بنسټګر مها تما ګاندي نظر را اخیستل شوی: « هر خای چې ظالم  ظلم وکړي او مظلوم یې پر وړاندې ونه شي درېدلی، نو هلته سوله نشته»(رحماني،۱۳۹۵: ۴۹).

د دکنسون په اند رښتینې کامیابي په سوله کې ده نه په جنګ کې، همدا ډول بنجامین فرانکلین وايي: « هیېڅ جنګ ښه او هیڅکله سوله بده نه ده» ( وزیري، ۱۳۹۴: ۱۹۸).

د ادبیاتو یوه ټولنیز دنده  پیغام رسول دي، چې د ټولنې وګړو ته، هغه لید لوري په داسې طرز وړاندې کوي، چې لوستونکي یا د ټولنې وګړو په روان اغېزه وکړي او ترې متاثر شي. کله چې یو پیغام د داسې یو لارې ولېږدول شي، چې د لوستونکي یا اوریدونکو په روان تاثیر ولري، نو لومړی په فرد بیا په ټولنه کې لوی بدلون رامنځته کېږي‎. د زرلټون هغه کرښې را اخلو چې زموږ د همدې موضوع سره تړاو لري: « … ادبیات د انسان له عواطفو، روان او احساساتو سره ژور او عاطفي تړاو لري. د سولې او سو کاله ژوند په رامنځته کېدو رامنځته کولو او مینې ته د خلکو په رابللو کې یې نقش ډېر مهم او د اهمیت وړ دی.

هغه کسان چې جګړه کوي، یا که ووایو چې په ټولنه کې د تاوتریخوالي لمن نیسې او د خپلو موخو د تر لاسه کولو له پاره د عدم تشدد پر مفکوره باور نه لري نو له شکه پرته چې فکر او روان یې نه دي روزل شوي او عاطفه یې ډېره کمزورې ده. لیکوال او شاعران که له یوې خوا د ټولنې سترګور، وېښ او هڅاند غړي دي، نو له بلې خوا یې احساس درک او عاطفه هم تر نورو ژوره او تر بل انسان ځکه پراخه ده چې د انسان د درک ژور حس لري»(رحماني،۱۳۹۵: ۴۹).

د ادبپوهانو په اند د نړۍ په کچه اوسمهال هغه ادبي اثار ډېر ارزښت لري، چې د سولې مسایل ولري یا د نړۍ په کچه د بشریت په اړه په کې مهم موضوعات وړاند شوي وي. نو له دې څخه ښکارې ادبیات د نړۍ په کچه د هغه وګړو او هېوادونو تر منځ سوله راولي چې ژبه، مذهب، کلتور او نژاد یې هم سره بیل وي، د ادب په اساس یوه مشترک عاطفي او رواني اړخ دوی کې یو ډول روزل کېږي.

له پورتنیو بېلابېلو کرښو څخه  د ادب ماهیت او پېژندنه را په ګوته کېږي، نو د همدې ماهیت او پېژندنې له مخې ادبیات د سولې په رواستو کې مهمه برخه لري  ځکه چې ادب اغېز اوهنریت لري او دا برخه یې د درېیو اړخونو(د ادب اغېز، د ادب ژانرونه او د کار ساحه ) له مخې څېړو:

د ادبیاتوتو  اغېز: اوسمهال د ادبیاتو عمده ځانګړنه اغېز بلل کېږي. په دې اړه استاد روهي لیکي: « د ادبي اثر(شعر، کېسه، ډرامه، طنز او داسې نور)  تر ټولو عمده خاصیت د احساس انتقال دی. که یو ادبي اثر احساس ونه لېږدوي او د اورېدونکي یا لوستونکي پر عواطفو اغېزه ونه کړي، نو هغه ادبي اثر نه دی»(روهي، ۱۳۸۴: ۹).

همدا ډول استاد هاشمي لیکي: « هر هغه ممتازه وینا که ګړنۍ (شفاهي) وي، که لیکنۍ ، نظم وي که نثر خو چې هنري ارزښت ولري ادب بلل کېږي» (هاشمي، ۱۳۹۳: ۵۰).

ارواپوهنه او ادبیات سره هم ګډې اړیکې لري، هره ټولنه  له دې برخو څخه اغېزمنه کېږي، او نړۍ په کچه لویو سیاستوالو او شخصیتونو ادب د سیاست او خپلو موخو  له پاره هم کارولی دی، چې د ټولنې وګړي له ادبیاتو څخه اغېزمن شوې دې او هغه فکر او پیغام هم د دوی زړونو ته لاره کړې ده. کله چې ادب ځانګړنه اغېز او تاثر ګڼل کېږي، نو د سولې په راوستو کې هم مهم رول لوبولی شي. وايي په بهر کې یو ړوند کس د سړک د غاړې ناست و او خیرات یې غوښته خو هېچا پیسې نه ورکولی، اخر کوم ادیب په تخته ورته دا جمله ولیکله: ښکلې ورځ ده خو زه یې د لیدلو څخه محروم یم» دا لوحه چې به هر چا لیدله په ده یې زړه سوځېده او ډیری پیسې ورته ټولې شوې ځکه جمله هنري وه او اغېز یې درلوده.

اوس به ځینې بیتونه او شعرونه وړاندې کړو، چې له جګړې نه په کې کرکه شوې، یا یې د جګړې ناخوالو ته اشاره کړې او یا د  د سولې د ارزښت په اړه په کې پیغام وړاندې شوی دی:

یو شاعر وايي:

اې زما د ځوانۍ تودو هېلو!

ننوزئ دشعر ابدي کور ته!

یوسئ ولولې زما

اوښکې قابلې زما

(حبیبي، ۱۳۸۷: ۲۶۰ ).

زموږ پخوانیو او اوسنیوو شاعرانو جګړه غندلې ده، د هغې زیانونه او ناورینونو ته یې اشاره کړې ده او کومو خلکو چې جګړې کړې په هغې یې پېښمانې هم کړې ده:

تانه وه که مانه وه خو ورانه شوه ـ دا د حق خبره کول ګرانه شوه

خدایه دې وطن کې ولې هر څه نه و ـ وینه د انسان ډېره ارزانه شوه

عقله ! دې زخمي زخمي وطن کې ـ لوبه د مرګي ډېره اسانه شوه

(روهي، ۱۳۸۴: ۱۹۷۹).

اوسمهال د نړۍ په ډېر هېوادونو کې  د ځینو سیاستوالو او نړیوالو مافیایي کړیو له خوا جګړې روانې دي، چې سلګونه او زرګونه انسانان په کې قرباني کېږي. د وژنو تر څنګ معیوب ، د کورنۍ غړي او دوستان له لاسه ورکوي یا له ګڼو اقتصادي، امنیتي او نورو ستونزو سره مخ  کېږي. شاعر او لیکوال خلک د میني، دوستۍ، همکارۍ او یوالي ته رابولي او څوک چې دا ځانګړنې ونه لري د هغوی په انسانیت هم شک کوي.

د درد زړي

چې د چا په زړه کـــــې نه وي د درد زړي

په ژوند کې راته مه شمــــــــېره دا مړي

چې د بل انسان په خوږو، خوږمن نه شول

هغـــــه نه دي د ادم د توکــــــــــــــم غړي

چې د نورو د خیر نشول ژوند یې څه وي

داسې بـــــــویه لکه بوس وې اوبو وړي

(اکبر،۱۳۷۹: ۱۱).

لاندې د ډاکټر اکبر اکبر د مثنوي اوله او اخرې برخه وړاندې کو، چې د کلي خلک د جګړې له امله وژل شوي او وړه جنۍ په دې مړو کې خپل پلار لټوي او خپله هم ژوند د لاسه ورکوي. د دې شعر په هر بیت کې یو درد وړاندې شوی، چې د لوستونکو او اوریدونکي په زړه کې داسې  عاطفه او احساس رامنځته کوي چې له جګړې مخ واړوي او سولې ته لاسونه وغزوي.

د شعر لومړني بیتونه:

ماشومان پرهر پرهر شل اندامــــــونه

لکه مات کړې د ژوندون تنکي تېـــــغونه

چې سپوږمۍ د ګوډ ماشوم د کتو تال ووړ

ګرمو اوښکو یې د مور له زنې خال ووړ

مات تندي چې د جومات په درشل  پاس وو

مړو بچو ایـــــښی د مور په سالو لاس وو

ښاپېــــــرۍ د خپلواکۍ وه د یو نیولې

د ژوند هره ساه له مرګه غریو نېولې

وروستي بیتونه یې:

لور د پلار په سینه پرېوته د پاســـــــه

اوس ګوډۍ اخلي د مړه بابا د لاســـــه

په اسمان کې لا د اور جوپې خوځېږي

په خورو مزکو د وینو سیند خورېږي

چې په دې کې یوه ګرمه ګولۍ راغله

پرېښتـــــې له د دوزخه لولۍ راغله

د ماشومې پرېښتې په تن سړه شوه

د شهید بابا تر څنګه غوټۍ مړه شوه

د نینځکې تن په ګرمو وینو سور شو

د پېرزو وروستنی کلی و چې چور شو

د نینځکې د ټوټو ایره شوه پاتـــــــــې

د ژوندون خو نه اخر سپېره شوه پاتې

اور – ایرې خاورې او وینې سره یو شوې

اوس ایله چې چېرته مینې سره یو شوې

په دې وینو د نکـــــــریزو پور پوره شو

لاس یې سره شو د شهیدې کور پوره شو

د برېښ وو، و ځلید، سلګۍ وه چې سړه شوه

د شهید لور که دا مور د امن مــــړه شوه؟

(اکبر،۱۳۸۴: ۱۹۰-۱۹۷).

د پښتوژبې نومیالی شاعر پیرمحمد کاروان هم  په لاندې شعر کې د جګړې د بدبختیو انځوروړاندې کوې او د سولې ارزښت  او اهمیت ته یې هم اشاره کړې ده:

له زړه نه راشي لکه سور د وینو خال څاڅي

له سوري لاس نه مې د سپینې سولې سوال څاڅي

خدایه دا بیا یې ده، د کوم ستوري مرۍ پرې کړې

چې یو شفق وینې له توري د هلال څاڅي

هاغلته لرې د نښتر په تن کې غشی ښخ دی

ها غلته تودې وینې له غزال څاځي

(وفا،۱۳۹۶:۳۷ ).

په لاندې کرښو کې هم د جګړې هغه برخو ته اشاره شوې ده، چې د یوې ټولنې وګړې د بدختیو او ګڼو زیانونو سره مخ کوي. شاعر جګړه  داسې انځوروي چې نه یوازې وګړو ته زیان رسوي؛ بلکې د ټول طبیعت ښکلا هم له ځان سره وړي او په انسان کې ناهیلي رامنځته کوي:

د میلاد په شپو کې

اې، د دې شنه اسمان په غېږه کې خوب وړې سپوږمۍ!

اې، په دې شپو کې د پردېسو د سفر ډېوې!

اې، د ګلونو او د پېغلو پېغلو پري!

ته راته ګورې؟

ته راته ګورې جې د کړېکو او تېارو نښه شوم؟

او د ساړه ژمي خوني او ګنهګار ابلیس

زما د ګلابو او نرګسو باغ کې اور وکاره.

ته راته ګورې؟

ته راته ګورې چې محل مې له کارغانو ډک شو؟

او په ویالو کې د هیلیو بچي وسوزیدل

او زموږ د کلي میندې

د میلاد شپو کې بې لاسو او پښو بچیان زېږوي؟!

ته راته ګورې؟

ته راته ګورې چې مې ټول کلی چاړه چاړه دی؟

خلک په نوکو او برچو د یوبل سترګې باسي!

او د مالت نجونې

آه

اّه نازولې سپوږمۍ!

آه د رڼا مورې!

(روهي، ۱۳۸۴: ۱۶۴).

له ګنو شعرونو، نظمونه سر بېره  اوسمهال یو شمېر شعرونه د موسیقۍ له څپو سره هم یوځای شوي تر څو د سندرو په بڼه د سولې پیغام او د جګړې پر وړاندې کرکه د خلکو غوږونو ته ورسوي.

د رحمت شاه سایل شعر د هېواد نومیالۍ هنرمندې ښاپېرۍ نغمې سندریز کړی دی  او وايي:

ما نه دې زما مټې کړې پرې ټوپکه مات شي : وران دې کړو پښتون له نغری ټوپکه مات شې.

د پښتو ژبې معاصر غزلبول شاعر استاد صدیق پسرلي وايی کوم کسان چې نورو ته زیان رسوي هغوی احساس او هغه دروني عاطفي پیوند نه لري. د ده په اند هره جګړه پېښمانتیا  لري او هر ظالم اخر خپل انجام ته رسېږي:

درد رسوي نورو ته اخته دي د بې دردۍ په رنځ

وای دهغه چا چې له احساسه رالوېدلي دي

کوم چې یې تهداب کې د سرونو کوپړۍ اېښې وي

هغه لوړ قصرونه له اساسه رالویدلي دي

(پسرلي، ۱۳۹۵: ۸۲).

د سولې د رواستو په هدف ځینې هنري ویناوې، انځورونه هم د هېواد عمومي سړکونو او مهمو ودانیو په دیوالونو لیکل شوي چې د سولې پیغام وړاندې کوي.

همدا ډول مې له یو استاد نه اوریدلي وپه امریکا کې یو مهال تورپوستي ټیټه طبقه کڼل کېدل او له ډېرو انساني حقوقو څخه لرې ساتل شوې و.  د دوی د همدې ستونزو په اړه هغه مهال یوې سپین پوستې لیکوالې ناول ولیکه او د ا مسایل یې په کې وړاندې کړې و. کله چې ناول خپور شو، نو د خلکو په ذهنونو یې ډېره اغېزه کړې وه او د تورپوستو پروړاندې چې کومه کرکه د دوی په زړونو کې وه هغه په مینه او محبت واوښته او وروسته له هغې دوي له سپین پوستو سره برابر حقوق درلودل او اوسمهال هغه نژداې مسله صفر ته ښکته شوې ده.

د ادبیاتو ژانرونه:  دا چې د سولې په راوستو کې ادبیات رغنده رول لري، د دې اغېزې او د پیغام د لېږد له پاره ادبي ژانرونه هم ځانګړی نقش لوبوي.  ادبیات د همدې ژانرونو د لارې په بېلابېلو بڼو سره ټولنې ته وړاندې کېږي او په یونه یو ډول په وګړو خپل اغېز شندي. د نمونې په توګه زما غزل نه خوښېږي، خو لنډه کیسه مې خوښه ده، که چېرې د سولې یو مطلب زه په غزل کې مطالعه نه کړم کېدای شي هغه انځور او پیغام زه د لنډې کیسې د لارې واخلم.

د ادبیاتو ژانرونه په دوه برخو ویشل کېږي :

۱ـ نثري ژانرونه:  

په دې ډله کې لنډه کیسه، ناول، رومان، ډرمه، طنز، تکل، ادبي ټوټه، سفر نامه،ادبي راپور تاژ، ادبي لیکونه، ادبي انځور، فلمي سناریو شامل دی(هاشمي،۱۳۹۴:۱۳۷).

۲ـ نظمي ژانرونه:  

له دې ژانرونه څخه زموږ هدف د ختیځې شاعري شکلونه دي. په دې اړه د ادبپوهنې څانګې لیکوال لیکلي دي: « د بڼې او شکل له مخې شعر لاندې ډولونه یا کالبونه لري: مثنوي، قصیده، غزل، قطعه، مسمط، مستزاد، ترجیع بند، ترکیب بند، څلوریزه، مربع، مثلث، مسبع، مثمن، مسدس، مخمس» (هاشمي، ۱۳۹۳: ۲۲۳).

د پورتنیو شعري او نثري کالبونو سر بېره د شفاهي ادبیاتو ژانرونه هم شته دي، چې هر ډول پیغامونه پکې لېږدول کېږي.  د دې ژانرونو له یادونې څخه زموږ هدف دا دی ، چې د ادب د لېږد لارې ډېرې دي. مخکې مو هم اشاره وکړه چې ادبیات د انسانانو ذوق خړوبي د دوی په روان تاثیر کوي ممکن یو ژانر د چا نه خوښېږي، خو بل ژانر کې همغه موضوع د ده له پاره دلچسپه وي.

زموږ د لرغونو، کلاسیکو او معاصرو شعري ژانرونو کې او اوسمهال په هنري نثري ژانرونو کې  د سولې د اهمیت او د جګړې پر وړاندې د کرکې مسایل ډېر وړاندې شوي دي.

او په دې برخه کې یې  د ادبیاتو نقش روښانه ښکاره کړی دی.

اوسمهال به د ازاد شعر په کالب کې یوه نمونه وړاندې کړو:

ښکاري ته!

ای ښکاري اشنا درته سلام کوم

پرېږده، چې دا ښکلې مرغۍ والوزي

لاړې شي جوړه جوړه ګلونه شي

ښکلې شي، ښایسته شي امیلونه شي

واخلي په وزرونو کې تنکي بچي

وموښي سینو کې ګلالي بچي

سپینې  سرې مښوکې زرکني بچي

پام کوه!

پام کوه، ماشې له ګوتې مه ور وړه!

ای ښکاري اشنا درته سلام کوم

پرېږده چې دا شنو جلګو کې وځغلي

پېغلې د هوسیو د دامان په لور

واړوي پیکي د شنه اسمان په لور

وخاندي را تاوې شي مستي وکړي

ورغړي نخرې وکړي خوښي وکړي

شپو د پېغلتوب ته خوشحالي وکړي

پام کوه!

پام کوه! ماشې له ګوتې مه ور وړه!

ای ښکاري اشنا درته سلام کوم

(هاشمي. ۱۳۹۳: ۲۳۷).

دا هم   د غزل په کالب کې هغه مسایل او انځورونه  وړاندې شوي، چې خلک له جګړې ستړي او هر خوا سترګې غړوي او د سولې د سیوري لپاره لارې او ګدرې لټوي:

د رباب غېږه کې یو ترنګ دی جنګ نه لرې تښتي

د ټپو شور د بنګړو شړنګ دی جنګ نه لرې تښتي

خدایه د امن پرښتې دې رانه ټولې تاو کړه

دا کابلی زړه مې نور تنګ دی جنګ نه لرې تښتي

څه سپین خو نه دی چې سرې وینې یې په مخ ښکاره شي

جانان له رنګه غنمرنګ دی جنګ نه لرې تښتي

یو لاروی له چم ګاونډه پټ په غلا تېریږي

د دوی په کلي کې خو جنګ دی جنګ نه لرې تښتي

په پېښور یې تسل نه شي له اټکه لرې اوړي

لا یې په غوږ د راکټ کړنګ دی جنګ نه لرې تښتي

جانانه مه جنګوه سترګې چې ازار مې نه کړې

تړون د خدای ساده ملنګ دی جنګ نه لرې تښتي

(وفا، ۱۳۹۶: ۵۳).

د پښتو ادب د معاصرې دورې په درېیم پړاو کې هم ادبیات د یوې وسیلې په توګه کارول شوي دي، کوم ناولونه، لنډې کیسې یا شعري پنځونې چې شوې دي په هغو کې ځینو لیکوالو د سیاسي موخو له پاره خپله ایډیالوژۍ کارولې ده. ځینو هنري نثري ژا نرونو کې د یو بل پر وړاندې داسې داستانونه لیکلي دي، چې هرې ډلې داستان په خپله ګټه کارولی او ټولنې ته یې خپل هر ډول فعالیتونه  سم او پر ځای ښودلي دي. خو وروسته ځینو داسې لیکوال په داستاني بڼه، لیکنې کړې چې د جګړو پر وړاندې د خلکو کرکه ډېره کړې، د دې طرز او فکر له پاره یې د هغې منفي اړخونه په ټولنه کې په ګوته کړي دي او په ډېره هنري ژبه یې خلکو ته وړاندې کړي دي. ځینو لیکوالو د سولې د ارزښت، د داسې امن رامنځته کېدل چې د ټولنې ټول وکړي په کې هوسا او بریالي ژوند ولري انځور کړي دی او خلک یې دې بهیر ته رابللي دي.

اوسمهال په ادبیاتو کې دا برخه( سوله) په داستاني اثارو کې ډېره انځوریږي او ورځ تر بلې د داسې اثارو د رامنځته کېدو شمېر هم زیاتيږي او ګن شمېر لوستونکي هم لري.

د ادبیاتو د کار ساحه: دا دبیاتو هغه لارې چارې ډېر دې چې اولس ته انتقالېږي او بیلابېلې لارې چارې د یو پیغام په رسوولو کې هم مرسته کوي. د شاعر یا لیکوال پیغام به یا د نثري کالبونو په بڼه وي، یا به نظمي، همدا ډول د شفاهي ادبیاتو لارې چارې هم شته دي او د دې ترڅنګ در سنیو او مطبوعاتو د لارې هم خپل پیغام لېږدولای شي.  زموږ د پوهنې وزارت او د لوړو زده کړو په تعلمي او تحصیلي نصاب کې باید د ادبي مسایلو هغې برخې ځای پر ځای شي، چې د سولې پیغام په کې انخور شوی وي. همدا ډول په رسنیو(چاپي، غږېز او تصویري) کې هم د هرې رسنۍ ته په کتو همغسې ادبي لیکنې ورته وټاکل شي چې د جګړې پر وړاندې په کې کرکه وړاندې شوې او د سولې د ارزښت او ګټې مسایلو ته په کې اشاره شوې وې. همدا ډول د هنرونو په یو بڼه یا د انځورونو، تیاتر او نور لارو  په اساس په کې د سولې مسایل وړاندې شوې وي. حتي زموږ د خبرو اترو پر مهال هم ډیری مهال له شفاهي ادبیاتو څخه کار اخیستل کېږي. په دې برخه کې هم د جګړې د نفرت او د سولې د اهمیت په اړه مسایل وړاندې کېږي. کله چې دا مسایل ټولنې ته په داسې یو طرز وړاندې کېږي چې د هغوی په روان اغېزه کولای شي؛ نو د ا پیغام د هغوی په زړونو کې هم ځای موندلی شي او بیا په شعوري ټوګه یوه ټولنه د هوساینې په لور پرمختګ کوي.

د شاعر هر پیغام د خپلې ټولنې د پرمختګ او ابادۍ په هدف وې، شاعر او لیکوال غواړي د خپلې ټولنې ته هغه ذهنیت او لارې چارې په ګوته کړي چې بریالیتوب سبب کېږي. په دې اړه په جادوګر هنر کې د ډاکټر اکبر  د یو بیت « ستوري لاندې نه راځي ـ بر پسې خیبر یوسه » د ارزښت په اړه استاد غضنفر لیکلي دي: « په دې ډول وینو چې ستوري او خیبر ضمني ماناوې لري، داسې ضمني معناوې چې د شعر د اصلي مطلب له رسولو سره مرسته کوي. د اسمان ستوري لاندې نه راځي ، لوی شخصیتونه نه را ټېټيږي، بختور کسان نه غواړي چې د کمبختو ځای ته راشي. موږ باید په خپلو تېرو بریاوو بسنه ونه کړو، د بخت و بري په لور مزل راته پکار دی»(غضنفر،۱۳۹۴: ۴۴۸).

په پښتو ژبه کې او د نړۍ په نورو ژبو کې اوسمهال داستاني اثار ډېر پلور لري. دلته دوه دلیله لیدل کېږي یو دا چې داستاني اثار د دوی ادبي ذوق خړوبوي او هغه ښکلا  او خوند چې د شعر په لوستلو کې وینې په دې کې دا برخه نوره هم درنه ده. بل دا چې داستاني موضوع یا هغه منځپانګه هم لوستونکي کې تلوسه پیدا کوي چې د پېښې یا دستان موضوع کوم ځای ته رسېږي او څه ډول پیغم لېږدوي. د پښتو ژبې  لیکوال محمد اکبر کرګر د داستانې اثارو د هغه اهمیت په اړه چې په ټولنه کې بدلون راولي لیکي: « د هغه چارواکي چې د داستاني اثارو د چاپ مشوره یې را کوله دلیل دا و چې داستان او رومان د یوه اولس ذوق او سیلقې ته بدلون ورکوي. د یو اولس په تن او روان کې عاطفه او ترحم روزي. د وحشت او بربریت مخه نیسي د انسان روح او روان صیقل کوي. په اذهانو کې دوګماتېزم او تحجر له مینځه وړي. په ړوندو ستروګو د قضاوت کولو مخه نیسي»( هاشمي، ۱۳۹۵: ۱۵۱).

همدا ډول په زرلټون کې لیکل شوي دي: « د ادب او هنر ژبه د هر ټولنیز بدلون او پرمختګ په رامنځته کولو کې خورا مهمه ګڼل کېږي. مهم والی یې له نورو ژبو او وسیلو په دې کې دی چې ادب د انسان له احساس او عواطفو سره ډېر نژدې وي او د بدلون لپاره څو انسان یو دروني ځواک ونه لري، بهرنی ځواک  ورباندې دومره اغېزه نه شي کولای.

خو دا هم باید ووایو چې دا بدلون او بیداري کومه بېړنۍ یا لنډ مهال پروسه نه ده، چې یو په رو رامنځته شي او خپلې موخې ته ورسېږي، د انسان احساسات، عواطف پالل او بیداري یوه اوږ د مهاله پروسه اوړي چې له هغې وروسته باید بدلون او خوځښت ته چمتو شي. ادب د خپل عاطفي او روحي اغېز په درلودلو سره کولی شي چې د انسان باطني احساسات را ویښ کړي، خو له ویښتا به وروسته پرې د کار بل پړاو پیلېږي، په دې پړاو کې باید لاره او لوری معلوم کړي او روان شي» (رحماني، ۱۳۹۵: ۴۱).

نو د پورتنیو کرښو څه څرکندېږي، چې ادب د یوې ټولنې په بدلون او پرمختګ کې اساسي رول لوبوی او ټولنې ته د شاعر یا لیکوال پیغام په داسې بنه وړاندې کوي، چې د هغه روان او فکر هم ور سره بدلون وکړي.

پایله:

ادبیات د خپل ماهیت له مخې داسې جوړښت او توکي لري، چې د انسان په دروني احساساتو اغېزه کولای شي. د ادبیاتو په بیلابیلو کالبونو کې د انساني ټولنې ګن مسایل د لیکوالو او شاعرانو له خوا وړاندې شوي دي. دې برخه کې ګټه دا ده چې د انسان روان صیقل کوي کله چې انسان  درواني احساسات غزونې وکړې او دا غزونې د یو سپېڅلې هدف په موخه وي، نو په ټولنه کې پرمختګ او یو نوی بدلون رامنځته کېږي. په دې برخه کې د نړۍ په کچه او زموږ د ژبې په ادبیاتو کې له پخوا راهیسې د جګړو او نور مسایلو په اړه ګڼ شمېر معلومات وړاندې شوې دي. د جګړو ناوړه پایلو ته هم په کې اشاره شوې ده او د سولې او هوساینې ارزښتونه هم پکې په  هنري توګه بیان شوي دي.

نو ادبیات په یوه ټولنه کې د سولې او نورو ټولنیزو بدلونونو په رامنځته کېدو کې اساسي رول لوبوي، ځکه ادبیات د ارواپوهنې سره اړیکه لري او هغه مسایل چې د انسانانو په روان اغېزه کولای شي په ولسونو کې د بدلون سبب هم کېږي.  د سولې یا د نورو موضوعاتو د وړاندې کولو په هدف د ادبیاتو لارې هم ډېرې دې او هر لیکوال او شاعر کولای شي د ادبي کالبونو د لارې خپل فکر او پیغام ټولنې ته وړاندې کړي. دلته لوستکو او اوریدونکي ته هم یو انتخاب په لاس ورځې چې ایا شعري کالبونه لولي که نثري؟ ایا غزل یې خوښږي که قطعه؟ یا څلوریزه، یا د لنډې کیسې ذوق لري او که د ادبي ټوټې؟.  د دې تر څنګ د ادبیاتو رول په دې برخه کې ځکه مهم دی، چې د ادب د کارونې ساحه هم پراخه ده. درسمي او غیرې رسمي ادارو پرته، د غونډو او پروګرمونو د جوړولو پر مهال، د ښادیو او نورو ورځو د لمانځلو پر مهال او حتي د ورځینو خبرو اترو په وخت هم ځینې کسان په خپلو خبرو کې هنري او ادبي جملې وړاندې کوي چې له فکر او پیغام څخه پوره برخمنې دي.

ماخذونه:

۱ ـ اکبر، محمد اکبر.(۱۳۷۹). ګوتو خاپي. پېښور: شینواري پرنټینګ پریس.

۲ ـ اکبر، محمد اکبر.(۱۳۸۴) لمر، شپه او ګل. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۳ ـ امیري، مجیب الرحمن.(۱۳۹۵). د پسرلي په شاعرۍ کې ټولنیز او اخلاقي ايډیال(کابل مجله درېیمه ګڼه).کابل: د علومو اکاډمۍ .

۴ ـ  حبیبي، عبدالحي.(۱۳۸۷). د پښتو ادب لنډ تاریخ.کندهار: علامه رشاد خپرندویه ټولنه.

۵ ـ روهي، محمد صدیق.(۱۳۸۴). د پښتو ادبیاتو تاریخ. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۶ ـ رحماني، ګل رحمن.(۱۳۹۵ ). زرلټون. جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه.

۷ ـ غضنفر، اسدالله.(۱۳۹۴).جادوګر هنر. جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه.

۸ ـ وفا، محمد داود(۱۳۹۶). پښتو معاصر ادب تاریخ څلورم پړاو. مومند خپرندویه ټوله: جلااباد.

۹ ـ وزیری، دولت.(۱۳۹۴). کره خبرې. پېښور: میهن خپرندویه ټولنه.

۱۰  ـ هاشمي، سید محي الدین.(۱۳۹۴ ). ادبپوهنه. جلال اباد: میهن خپرندویه ټولنه.

۱۱ ـ  هاشمي، سید محي الدین.(۱۳۹۳). د ادبپوهنې څانګې. پېښور: میهن خپرندویه ټولنه.

۱۲ ـ هاشمي، سید اصغر.(۱۳۹۵) سیندونه او اندونه. جلال اباد: هاشمي خپرندویه ټولنه.

396 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸