Categories

اعلان

Loading…

عمران خان که منظور پښتین د نوبل د جایزې مستحق دی؟

تاند- په داسې حال کې، چې یو شمېر خلکو د نوبل د سولې د جایزې لپاره د ټولنیزو رسنیو له لارې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین لپاره کمپاین پیل کړی، د پاکستان صدراعظم وايي، دا جایزه باید هغه چا ته ورکړل شي چې د کشمیر مسله حل کړي.

پاکستان له هند سره د کشمیر مسله ناحل شوې بولي او ادعا لري چې د هند کشمیر غضب شوی خو خپل کشمیر یې ازاد دی.

وروسته له دې چې پاکستان د هند یو پېلوټ خوشي کړ، د پاکستان پارلمان عمران خان ته د نوبل د جایزې د ورکړې غوښتنه وکړه خو ګڼ شمېر پښتنو بیا د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتین د نوبل د جایزې مستحق بللی چې په تش لاس یې د لسګونو زرو بېګناه بې درکه کړای شویو د خلاصون اواز پورته کړی او په عین حال کې یې د لسګونو زرو نورو د بې درکه کېدو مخه نیولې ده.

دوی لیکلي«موږ د پښتون تحفظ غورځنګ مشر منظور پښتین د ۲۰۲۰ د نوبل جایزې ته نوموو.

دی په پاکستان کې د زرګونو بې درکه شویو غږ اوچتوي، دی د سولې غږ پورته کوي. ده د بې محاکمې وژنو او د پښتنو په سیمو کې د جګړې پر ضد د عدم تشدد غورځنګ پیل کړی دی.»

د منظور پښتین لپاره د کمپاین پاڼه

په تېرو نژدې دوو کلونو کې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پیل شوی، سره له دې چې دې غورځنګ له تشدد څخه کار نه دی اخیستی او د قانون په چوکاټ کې یې غوښتنې کړي، په ځلونو یې غړي نیول شوي او شکنجه شوي دي.

1,875 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

6 comments

  1. Dur Aschna Reply

    منظور پشتین مستحق دی چه دنوبل جایزه باید ورکړی

  2. بریال Reply

    هوکې ،
    که داجایزه د سولې لپاره وي ، ځوان او ملي مشر منظور پښتین د زرګونو کسانو د ورکېدو او وژل کېدو د مخنیوي لپاره مبارزه کوي .
    که د وژنو لپاره وي بیا عمران خان به ولې د نوبل جایزې ته نه کاندید کيږي چې د فبرورۍ په 15 یې د هندې کشمیر په لوامه سیمه کې د خپل لاسپوڅي جیش محمد په لاس 46 هندي ملیشه پولیس ووژل.

  3. غلام حضرت Reply

    یاره نن سبا د نوبل د جائزې اصلیت هم زنګ ځپلۍ دی

  4. بشرمل الکوزی Reply

    که چیرته د نوبل د جایزې ورکړه سیاسي اړخ او دروغجنه ډرامه نه وي نو باید منظور پښتین ته ړرکړله شی، که عمران خان یی مستحق و بلل شی بیا نو ټړل تروریستان هم ددې جایزې حق دار بولم

  5. عالمونه غرقوينه Reply

    په دې دواړو کښې يو هم ده نوبل ده جائزې حقدار نه دې پشتين ده پښتنو قام يوې نوې غمېزې سره مخامخ کول غواړي او عمران خان چه ده خپلو مخالف سياستوالو سره ناروا چلند کوي او په رسنيو کښې چه ده هغوئ په خلاف کومې سپکې سپورې وائی هغه ډيرې بدې لګيږي او ده پاکستان سياسی نظام ته ګواخ پيخوي. ده دغې وجې دا دواړه ده جائزې اهلييت نه لری .

  6. m.n niaz Reply

    هو! منظور پشتون یی مستحق دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2