Categories

اعلان

Loading…

ناروې، م.م. او اسلامي سازمان د طالبانو او امریکایانو د احتمالي موافقې تضمین کوي

تاند- په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو استازي د قطر په دوحه کې د بندو دروازو تر شا خبرو ته دوام ورکوي راپورونه وايي چې د ملګروملتو اوناروې استازي د امریکا او طالبانو له مرکچیانو سره تخنیکي مرسته کوي.

په قطر کې سرچینې وايي چې د اسلامي همکارۍ سازمان استازي به هم د دوحې په خبرو کې شریک شي.

دوی به د ملګروملتو او ناروې له استازو سره یوځای د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د موافقې د تضمینوونکي رول ولري.

د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوي او طالبانو له دوه ورځینۍ وقفې وروسته پرون /شنبه/ خبرې اترې بیا پیل کړي دي.

خلیلزاد ویلي چې د دوی خبرې سوکه خو مضبوطې پر مخ روانې دي.

سرچینې وايي چې ممکن د دواړو خواوو خبرې سبا /دوشنبه/ د پر له پسې درېمې ورځې په مخه دوام وکړي.

نیویارک ټایمز د جمعې په ورځ وویل چې دواړه خواوې له افغانستانه په ۵ کلونو کې د امریکايي پوځیانو د وتلو پر پلان کار کوي.

ویل کېږي چې طالبانو له امریکایانو غوښتي چې له موافقې وروسته به د افغانستان په چارو کې کار نه لري او یوازې دې د داعش او نورو بهرنیو سختدریځو پر ضد عملیات کوي.

1,983 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸