Categories

اعلان

Loading…

په ترکیه کې د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت خالي کورنه

ژباړه – روح الله – تلاش  

په ترکیه کې د اقتصادي بحران له کبله جوړ شوي لوکس او عصري کورونه خالي پاتې دي، د ترکیې په شمالي برخه کې یوشمېر لوکس او عصري کورونه لیدل کېږي چې پخوانیو شاهي ماڼیو ته ورته دي او دا کورونه به پخوا شهزاده ګانو او د هغوی کورنیو ته ورکول کېدل.

دا کورونه چې پخوانیو شاهي ماڼیو ته ورته دي په ترکیه کې بهرنیو پانګوالو ته جوړ شوي، خو په ترکیه کې د اقتصادي بحران له کبله همداسې تش پاتې دي.

د دې ۷۳۲ لوکس کورونو پروژه په ۲۰۱۴م کال کې پیل شوه خو له ډېرې مودې راهیسې خالي پاتې دي او دې وضعیت په ترکیه کې د بیارغونې په وضعیت هم منفي اغیز پریښئ دی.

دا لوکس کورونه د ترکیې استانبول ښار ته نیږدې په «موندورنو» سیمه کې جوړ شوي دي. دا پروژه د «الباباس» څلي په نامه ده او د «ساروت ګروپ» شرکت له لوري یې چارې پرمخ وړل کېږي، چې یاد شرکت تر دې مه په دې پروژې «۱۰۰» میلیونه ډالر مصرف کړې دي.

بهرنیو پانګوالو ته د دې کورنو قیمت له ۴ لکه ډالرو نیولې تر ۵ لکو ډالرو ټاکل شوی و.

ترکیه له تېر کال راهیسې له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی. د ترکیې پولي واحد «لیره» تېره کال د ډالرو پر وړاندې خپل «۲۸» سلنه ارزښت له لاسه ورکړ.

884 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸