Categories

اعلان

Loading…

لیکوال او مخاطب/ شفیق امیرزی

لیکوال: شفیق امیرزی

موږ تل په خپلو خبرو کې له دې کلیشې سره مخ یو، چې ګواکي د لیکوال یوه دنده په ټولنه کې حاکمو ناسمو ذهنیتونو سره مبارزه ده. خو تر دې دمه مو په دې فکر نه دی کړی، چې دغه مبارزه له کومه ځایه پیلېږي او څنګه یو لیکوال په دې بریالی کېدای شي چې په ټولنه کې د بنسټیزو تحولاتو سبب شي.

 لیکوالي او لیکوال په ټولنه کې د فکري او بدلون ودې په برخه کې مهم رول لوبولی شي. دوی په رښتیا هغه کسان دي چې کولی شي، د فکر په بدلولو په ټولنه کې پراخ بدلونونه راولي. خو دلته په لیکوالۍ کې د اړین بغاوت او لارښوونې لپاره د پام وړ کار نه دی شوی. د لیکوال دنده دا بولو، چې هغه دې موږ ته نوې لار وښيي، خو دنوې لارې ښودلو لپاره مو لیکوالان اړ کړي نه دي. له لیکوال دا تمه لرو، چې زموږ په ذهني انکشاف کې برخه واخلي، خو ددوی لیکلي یا پنځولي اثار نه لولو.

زموږ د لیکوالۍ د نه ودې یو لامل هم د جدي لوستونکي نشتون دی. لیکوال هغه وخت روحیه اخلي او لیکل کوي، چې دوی پوه شي لوستونکي لري. دا سمه ده چې لیکوال باید له خپل زړه لیکل وکړي، دا و نه ګوري چې څوک یې لولي، خو دا هم مهمه خبره ده، چې مخاطب وپېژنې او ذهن ته یې لار پيدا کړي. که لیکوال داسې څه وپنځوي چې د لوستونکي ذهن او زړه ته لار پیدا کړي، نو وروسته ورباندې هغه څه لوستلی شي چې لوستونکي یې تر دې وړاندې د لوستلو زړه نه درلود. یا نه لوستل کېدونکي شیان په مخاطب لوستلی شي. لیکوال ته دا هم نه ده په کار چې یوازې ځان ورته مهم وي، دا خبره دې کلکه نه نیسي، چې که څوک یې لولي کنه زه یې لیکم. پر مخاطب د ځان د لوستلو لپاره باید لارې جوړې کړي او که غواړي چې کار یې اغېزناک وي او بدلون راولي، نو مخکې له دې چې د درنو افکارو کاروان  ولېږدوي پخې لارې دې جوړې کړي.

د لیکوال په اړه د استاد اجمل ښکلي دا خبره پر ځای ده، چې وایي له ټولنې سره پر یوه مسیر روان لیکوال ښه لیکوال نه دی. د سوفي نړۍ کتاب لیکوال، جوسټین ګارډر وايي په ټولنه کې خو بدلونونه هغه کسان راوستلی شي چې د شته مسایلو پر خلاف روان دي. موخه یې دا نه ده چې ورسره ټکر وکړي، بلکې دا ده، چې حاکم شیان نه خپلوي. لومړی پوښتنه کوي ځان پوهوي، که د بدلون اړتیا وه بدلون راولي تر هغه وروسته یې سمون ته لاس بډ وهي، د خلکو سر خلاصوي او بیا که ورته ښه وبرېښېد، دی هم ورباندې ګروهمن کېږي.

د ګارډر موخه په دې خبرو کې فیلسوف دی. دده په وینا هغه کسان ښه فیلسوفان او د نوي فکر خاوندان دي چې په ټولنه کې شته دودونو، عقایدو او فرهنګ ته له انتقادي زاویې وګوري. دده په خبره همدا کسان دي چې بیا ټولنې ته ګټه هم رسولی شي. اوس د ګارډر خبره لیکوالۍ ته راوړو. د لیکوال په اړه هم همدا باور سم دی، چې دی باید د ټولنې روانو مسایلو ته د نقد په سترګه وګوري. که دی هر څه همداسې ومني، نو نوښت او نوی فکر به ټولنې ته ور نه کړي. هغه ټولنې پرمختللې دي چې بحثونه پکې ډېر دي. هغه ټولنې نوې لارې پيدا کوي او خوشاله ژوند کوي چې یوه ډله کسان یې شته مسایلو ته د نقد په سترګه ګوري او نیمګړتیاوو ته یې حللارې پیدا کوي.

په دې توګه نو هغه کسان چې ورځني مسایل لیکي، تغیر پکې نه راولي او د ورځنیو مسایلو لیکلو ته لیکوالي وايي، دوی ښه لیکوالان نه دي. په دې مانا چې لیکل کوي، لیکوالان دي خو ښه لیکوالان نه دي. ښه لیکوالي او ښه لیکوال دوو مهمو شیانو ته اړتیا لري. یو دا چې ته به د لیکوالۍ ښه سبک خپلوې او بل دا چې ته به یو نوی او د هرکلي وړ فکر وړاندې کوې.

که ښه فکر په ناسم سبک کې وړاندې کړې هم خلک یې ښايي و نه لولي او که عادي مسایل په ښه سبک کې وړاندې کړې بیا یې هم خلک نه لولي. ځکه ستا سبک او د لیکلو ژبه به ډېره خوږه وي، خو څه چې وايي هغه به مهم نه وي. همداسې ستا د ویلو او وړاندې کولو سوژه به ډېره مهمه وي، خو د ویلو طرز او ژبه به دې خوږه نه وي. په دواړو حالتونو کې لیکوال په خپل هدف کې بریالی نه دی.

له پورته خبرو دې پایلې ته هم رسېږو، چې له ټولنې سره په یوه مسیر روان لیکوال په ټولنه کې بدلون نه شي راوستلی. هغه به یا تاریخ لیکوال شي چې راتلونکي نسلونه به یې لیکنې لولي او یا به یې کتابونه یوازې د خاطرو او یادونو تر دایرې محدود وي. خو موږ په اوس وخت کې داسې لیکوالانو ته اړتیا لرو، چې دوی فکر تحول رامنځ ته کړي. دوی باید ژوره مطالعه وکړي او د همدې مطالعې پایلې له ولس سره شریکې کړي. د متشدد فکر ختمول، د حسد ختمول، پر وړو مسایلو د بې مانا بحثونو ختمول، د ناسمو دودونو پر وړاندې مبارزه کول، انسان ته لوی او انساني فکر ورکول دا هر څه خو د لیکوال دنده ده او که لیکوال په دې کار کې بریالی شو، نو خپله موخه یې ترلاسه کړې ده.

په لیکوالۍ کې په تېره په کیسو کې په ځانګړې توګه په منیمالیستي سبک کیسو کې تر ډېره انځور وړاندې کېږي. لیکوال یو څه مشاهده کړي یا یې تجربه کړي، نو همدا مشاهده یا تجربه خلکو ته وړاندې کوي. دا به لوستونکي ولري، خو پوښتنه دا ده، چې د هر انځور وړاندې کول، لوستونکي ته د اهمیت وړ دي؟ هر انځور به تلپاتې وي؟ یا دا چې په راتلونکې کې به لوستونکي ولري؟ ښايي داسې انځورونه وي چې خوند یې تلپاتې وي او داسې منظرکشۍ یو لیکوال وکړی شي، چې هغه د ډېرو لپاره حیرانوونکې وي، خو ددې اړتیا ده، چې اغېز ولري چا ته نوې لار پرانیزي. موږ که د نړۍ شهکار اثار لولو اوس یې د انځورونو لپاره نه لولو، بلکې د هغه فکر لپاره یې لولو چې په انځور کې وړاندې شوی دی. د هغه اغېز لپاره یې لولو، چې دغه اثر یې له ځان سره لېږدوي. موږ د سارتر، آلبر کامو، کافکا، ګارډر، پاولو کویلو یا نورو نړیوالو لیکوالانو اثار د دوی د انساني فکر لپاره لولو، دا کتابونه ځکه تلپاتې دي چې په بشري فرهنګ کې یې تلپاتې انساني افکار اضافه کړي دي.

د لیکوال مهمه دنده رښتیا هم د بدلون او نوښت راوستل دي، خو دا پوښتنه دې لیکوالان او لوستونکي وکړي یا دې ځواب ورکړي، چې افغان لیکوال په دې برخه کې څومره بریالی راوتلی دی؟ موږ یوازې ورځني مسایل لیکو، کنه موږ دې ته هم پام کړی چې پخپله ټولنه کې تلپاتې او بنسټیز بدلون راولو؟

ښه لیکوالان تل هڅه کوي، چې ستونزې پیدا کړي، د نقد ګوته ورته ونیسي او د حل لپاره یې منطقي لار رامنځ ته کړي. د نړۍ ستر فکري جریانونه او مکتبونه د همدې نقد او حللارو د پیدا کولو محصول دي. دوی ستونزه په نښه کړې، حل یې ورته پیدا کړی او پایله یې د ټولنو د پرمختګ او انساني ټولنو د اصلاح سبب شوې ده.

666 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸