Categories

اعلان

Loading…

د بېلابېلو لیکوالو څو لنډې کیسې

دلته د یو شمېر لیکوالو لنډې کیسې لوستی شئ. لومړۍ کیسه د ښاغلي عاجز ده.

خداى پامان

خليل الله “عاجز

ټکسي ته پورته شوم، ښېښه مې ښکته کړه، شمال مې ويښتان خراب کړل، اينه کې مې جوړول چې مبايل وشرنګيده، په سکرين مې ګوته کش کړه، غوږ ته مې ونيوه نرم غږ مې تر  غوږه شو:
_هلو جان چيرته يې؟
_بس دا دى نږدې يم بيروبار دى په څو شېبو کې درسېږم جانو.
_سمه ده  پخير راشي ګرانه.
د اونۍ پيل و، ګڼه ګوڼه بيخي زياته وه، ټکسې چلوونكي ته مې وويل:
_لږ بيړه کوه وروره چې ناوخته دى.
_اينه رفته راييستم نمى بينى چقه را بندان است!
دا يې وويل يو لاس يې ټايپ ته وروغځوه دا سندره چالانه شوه “وکړه ديدنونه بيا به نه يمه راکړه نن لاسونه بيا به نه يمه” د دې سندرې په اوريدو خيالونو پسې واخيستم، يو وخت ټکسې چلونكي راباندې غږ کړ:
_اينه ريسديم لالا د کدام چرت رفتى!
خوشحال خان واټ کې له ټکسې څخه ښکته شوم، چې په نرګس مې سترګې ولګيدي دواړه يو ځاى شوو، له څو شېبو قدم وهلو وروسته نږدې رستورانت ته لاړو، ناشته مو وکړه، نرګس زما په اوږه ښه شېبه سر اېښى وه، زما غېږ کې خپل سکون لټوه، په يوه لاس کې يې زما لاس ټينګ نيلولى و، بل لاس يې زما تر ملا راتاو کړ، سرې سترګې راواړولې اوښکو يې په ګريوان نرې لارې جوړې کړې وي، وچې شونډې يې وخوځيدي چوپتيا يې ماته کړه:
_جان! څه کېږې خير دى مه ځه.


انټرنېټ دې څه وایي!

لیکوال: عبدالصمد بهیر

دازموینې ورستۍ ورځ وه د ادب تاریخ پوښتنې مې په زړه پورې ځواب کړې، څادرمې وټکاوه داطاق په لورې روان شوم کله چې اطاق ته ورسیدم ټولو ځانونه تګ ته چمتوکول. زه هم لومړی لاړم حمام ته وېښته مې جوړ کړل حمام مې وکړاطاق ته راغلم ملګرویل څه شوې موټرمو راغوښتی ، دکابل په لوري مو حرکت وکړ ماښام مهال راورسیدو په کابل کې موشپه شوه، سهاروختي دولایت دموټروتمځای ته ولاړم  لنډه داچې ماښام مهال خپل کللي کورته ورسیدم ، ماسپښین مې غټه کورتی، څادر، اوخولی واغوستل دجماعت پخواوروان شوم دا چې دژمي موسم وه واوره پرمانه وه، دجومات برنډې اوله ځوانانو سره دښه راغلاست نه وړاندې مې یوڅو واورین توپونه د ځوانانو لخواوخوړل وروسته ورتېرشوم فتاوي ته ګڼ شمېر سپینږیري او ځوانان ناست وه ، لومړی مې دسپینږیروسره ستړي مشي وکړل وروسته ځوانانو ته راتاوشوم ښه روغبړمو سره وکړ ، مخامخ زړه کلاوه چې دیوالونه یې نړیدلي وه ماشومان په واوره ښویدل ترګپوشپو وروسته عجب ګل لالا راوړاندې شو له جیبه یې موبائل راوېست چې په ځانګړي پوښ کې یې اچولی وه ماته یې راکړ ته داوګوره انټرنېټ یې کار نه کوي اختر ګل په فرانسه کې دی هره ورځ راته زنګ وهي چې انټرنېټ فعال کړه چې مصرف یې کم دی، موبائل مې ترې واخېست چې ډیټا مې خلاصه کړه ټوجي وه سټینګ ته ولاړم ورته مې تري جي کړ ، راته ویل یې ته اختر ته زنګ ترې و کړه . مسنجرته ولاړم ښه وه اختر ګل ان لاین وه زنګ مې ورته وواهه ویډیویي خبرې مې وسره شروع کړې ترڅودقیقووروسته مې ډاډ ورکړ انټرنېټ مې درته سم کړ اوس دې له لالا سره وغږیږه ،دکللي سپینږیري سره په غږیداشول ته اوس عجب ګل ته ګوره اوزوی ته یې هغه چیرته دی چیرته ، ماهم خپل مبائل راوېست څنګ ته مې یوملګری ناست وه انټرنېټ دې فعال دی ماویل هو په کار دې دی نه نه ته وګوره چې سباته واوره اوري کنه ، ګوګل ته ولاړم دهواحالات مې وکتل هو سبایې واوره ښودلی لږ تم شوم بل سبایې هم ښودلی مشرانو راته وخندل ، سلطان بابا عینکې په سترګو سمې کړې ته اوس د خدای په کارونو کې کار لري د کفارورنګ دې اخېستی دی ماپه سړه سینه ورته وویل بابا زه نه وایم انټرنېټ وایي بس کړه د دوی له خولې یې ماته مه وایي ، مخامخ یو بل کلیوال چې تارتار ګیره یې پرمخ وه پایڅې یې تر ښنګریو یوه لوشت پورته کړې وې راته وویل ، دې پوهنتون دې سمه عقیده درخرابه کړې ده اوس ،دخدای په کارونو کې لاس وهي ، خدای شته هغه ته مې غوسه راغله ورته مې وویل بس ته خومه غږیږه ته پوهنتون څه پيژنې ، بابا ته مې مخ ورواړاوه بابا تا څوکال مخکې دامنله چې یو څوک دې د دنیا په هغه سرکې په تصویري شکل وغږیږي داخو تکنالوژي ده اروپایان سپوږمۍ ته ختلي دي ، بابا چې عمریې خوړلی وه راته ویل نور مه راته وایه زه په هرڅه پوهیږم دا ټول کارونه دکفارو دي ، داچې اذان مخکې شوی وه یوچا راغږ کړل چې جمعه دریږي اودسونه وکړئ زما اودس وه جمعه مو وکړه ، څه وخت وروسته مو دماښام جمعه هم وکړه داچې په اطرافونو کې هر جومات دوه برخې لري یوه برخې یې تودیږي توخانه ورته وایي ټول راغلل دتوخانې په سرکېناستل ، یو لاس وراوږ کړ دلمرېزې برښنا ګروپ یې ولګاوه تته رڼا یې وکړه سلطان بابا غږ وکړ څه شوهغه دفلاني زوی ، ماورته وویل ها بابا څه وایي په تمسخر ډول یې وویل انټرنېټ دې څه وايي ټولو وخندل ، ته وګوره چې داشرف غني حکومت څه وخت خلاصیږي خو ټول یې بمبارد کړل . غږ مې ورته ونه کړ یو یو کورنو ته روان شوو زه هم لاړم ، سهار چې له خوبه راپاڅېدم کوراوکللی سپینې واورې پوښلی وه ، داچې موږ په ننګرهار کې عادت شوي وه سهار لمانځه ته به جومات ته تلو نو جومات ته مې حرکت وکړ لمونځ مو وکړ توخانه لا بده نه وه ګرمه وه پرې کیناستم ، بیله سپینږیرواو مشرانو نه بغیرنورڅوک نه وه ، یو راته وایي انټرنېټ خو دې رښتیا شو واوره اوري ماورته هیڅ هم ونه ویل، بل په تمسخرډول وویل ته ورته ووایه چې باران څه وخت اوري سرمې ورته کوږ کړ موسکی شوم .


ته دلته

لیکنه: محمد نسیم مومند

د لیرې نه مې سترګې ورباندې ولګیدې د بیک نه یې اینه را ویسته خپل اوربل یې جوړ کړ  نا څاپه یې ماته را پام شو په بیړه یې د دهلیز منځ ته ځات را ورسوی ښه راته نژدې ودریدل نن یې د دنګې ونې سره سرې جوړې، نریو سرو شونډو بل ډول خوند کوی، زما تور پتلون، سپین یخن قاق او سرې نیکتایې ته یې پام شو، موسکه شوه د سلام نه وروسته یې په تنده لهجه  راته وویل:

ـ په لومړي سات کې چیرې وې؟

ـ ویده پاتې وم.

ـ راځه اوس تفریح ده. د استاد تر راتګه به بیرون ووځو

بهر را ووتو خدای شته چې نن یې ګلانو هم د سرو شونډو او سرو جامو نه حیا کوله.

داسې حالت ته په کتو سره مې دا بیت ورته ضمضه کړه

هغه پخوانۍ د ځوانۍ کیسې را یادې شوې

زه بـــه زوم ولاړ ومه ته به راتـــه ناوې شــوې

کټ، کټ یې وخندل سروشونډو او سپینو غاښونو یې زما نه د هر څه جراّت واخیست. د ګلبوټې نه یې دوه ګلان را وشکول یو یې خپل په تور بیک کې واچوی بل یې ځما د کورتۍ په جیب کې  و ټومبی. د ټولګي په لور مو حرکت وکړ استاد درس پیل کړی وو صنف ته مو د ننوتو اجازه واخیسته استاد راته په تنده لهجه وویل:

ـ بې صلیقوو شرم او حیا بیخې درنه کډه کړې دا تر اوسه چیرې وې؟

ـ بیرون

ـ  څه مو کول؟

ټولګي ته د ننوتو اجازه یې رانکړه بیرون را ووتو دا مو سره وویل اوس به څه کوو؟ او چیرته به ځو؟ سپین غوښن لاسونه یې ځما پر اوږو غبرګ کیښودل ویې ویل:

ـ انترنټ کلپ  ته ځو زما سیمینار به هم ولټوو سات به مو  هم تیر شي.

ـ هغه خو لیرې دی.

ـ خیر په ټکسې کې ځو.

بیرون راووتو ټکسې ته مو لاس ورکړ .

ـ استاد تا چوکه چند میبري؟

ـ پنجا افغاني.

کله کلپ تر څنګ کښته شوو،  زما نه مخکې موسکا بیک ته لاس کړ د ډرېور روپۍ یې ورکړې، نا څاپه مو دموټر د ټیرو غږ تر غوږ شو د موټر دروازې خلاصې شوې په بیړه مې شاته وکتل یو چاغ  جګ سړی د موټر نه راښکته شو سم ورته ځیر شوم کشر تره مې وو مخ یې را واړوی په غوصه یې راته وویل:

ـ سلیمانه! ته دلته د پردیو انجونو سره


کراچیوان

لیکوال: نورالله غازي

جمال خان د یو دوکان مخې ته له سامان سره ولاړ و، د کراچيوانانو څېرو ته یې په ځير کتل، دی د یو داسې کس په لټه و، چې شکله یې د روغ سړي وي، دا چې پينځه ويشتمه روژه وه، نو د کابل ښار په منډیي کې ګڼه ګوڼه بیخي زیاته وه.
یو سپين ږیری کراچیوان د سامان په لیدو لږ ورو شو:
ـ چیرته یې وړې؟
جمال خان یې څېرې ته ځیر شو:
ـ چوکه پورې!
کراچیوان کراچي ودروله:
ـ واچوه…!
جمال خان دستي ورغبرګه کړه:
ـ  څو اخلې؟؟
کراچیوان وویل:
یو پنځوسی درنه اخلم، چې خوشال  ته وې….
جمال خان سامان ته لاس ونیو:
ـ دوه درې سپکې خلتې دي، د کور سودا… پنځوس زیاتې دي، دېرش روپۍ درکوم!
کراچیوان لکه نور بار چې لري، په تیزۍ ترې روان شو!
څو کسه ورته ودریدل، خو له پنځوسو یې کمې نه اخیستې، هر یوه ویل چې بیروبار دی، یو سات کې چوک ته نشو وتلی!
یو کس چې تیزه کراچۍ یې روانه کړې وه، غږ وکړ:
ـ ماما چیرته!
ـ چوک ته!
څو ورکوې؟
ـ دېرش!
کراچي یې ودروله:
ـ واچوه!
کراچیوان په تنګو کوڅو کې تېز تېز روان و، جمال خان په سختۍ ځان پسې رساوه، یو ځای کې بیروبار شو، جمال خان کراچیوان ته وويل:
ـ څو کسه مې ودرول، له پنځوسو یې کمې نه اخیستې، تا ته مې چې دېرش وويل، هیڅ دې هم پکې ونه ويل؟!
کراچیوان ورو ورو روان شو:
ـ ماما! موږ کار کوو، خلک خانۍ جوړوي، چې په مخه راشي، نه یې پرېږدم، چې شل دې راته ویلي وای ام نه مې نه ویل، د سهاره راهیسې یوه ګینټه ام نه یم اوزګار شوی…
جمال خان ورته وویل:
ـ د ورځې به څو جوړوې؟
کراچيوان لږ ورو شو:
ـ په دې ورځو کې تر پینځو شپږ سوو رسوم، له درو و څلورو سوو خو مې ولاکه یوه ورځ ام کمې جوړې وي….
جمال خان پسې ورتېز شو:
ـ ولا چې تکړه یې، څلور سوه خو موټر ام نشي ګټلی!
کراچیوان غږ وکړ:
ـ باخبر! کاکا خوږ نشې!
جمال خان ته رانږدې شو:
ـ ته به څه فکر کوې، تیزن موټر خو یې ولاکه راسره وګټي، پیسې سړی ګټي، تکلیف به وباسې….
جمال خان ته کراچیوان تر خپل ځان نه هم ښۀ او کاریګر ورښکاره شو، ده سوخت لرګي خرڅول، چې تر مازدیګره به یې تبر هم واهه، خو د کراچیوان غوندې پکې خوشاله نه و.
کراچیوان غږ وکړ:
ـ باخبر!! حاجي صيب خوږ نه شې!
له دې سره کراچۍ له یو کس سره ولګيده.
سړي په غوسه مخ راواړو:
ـ ړوند یې په خلکو یې خیجوې…؟!
کراچیوان خوله جینګه شوه، په خواست یې وویل:
ـ حاجي صیب زیات وبښه!
سړي چې توره غوړه ږیره یې لمر ته ځليده په غوسه وويل:
ـ ښه چل مو زده کړی، یو وارې سړی پرې ووهی، بيا وایی وووبښښهه….!
وبښه یې داسې وویل،  لکه د کراچیوان خولې پيښې چې کوي.
کراچیوان ورته وویل:
ـ خو غږ مې درته وکړ، چې ته یې نه اورې زه ګرم شوم!….
له شا نه بل کس چې هغه هم سپینې جامې اغوستې وې، رامخته شو، په وچو شونډو یې تیز وويل:
ـ اجي څه خبره ده؟
هغه کس کراچیوان ته لاس ونیو:
ـ دې لوده په کراچۍ ووهلم….
سړي کارچیوان کې زېږې سترګې ونیوې:
ـ ړوند یې، دومره غټ سړی دې نه لیدو؟!!
کراچیوان یو څه په لوړ غږ وويل:
ـ اجي صيب قسدن خو مې نه ده وهلی…….
هغه کس ورته رانږدې شو، خو بل ملګري یې له لاسه ونیو:
ـ راځه روژه ده، څه یې کوې…!
سړي، چې په څیره کې یې د روژې شدید اثر ښکاریدو، په وچه خوله وویل:
ـ  خدای ام خپل کوستیزن ښه پیژني، په خدای چې ټیلر یې درکړی وای، په خلکو به دې پاسه خیجاوه، ستا شکل او همدا کراچۍ!…..
دې خبرې ګراچیوان داسې غلی کړ، چې نور یې هیڅ خبره په خوله نه جوړیده،  همداسې خاموش روان شو.
لږ مخکې چې لاړ، جمال خان وويل:
ـ دا څه بد اخلاقه خلک وو، چې ګیرو او جامو ته دې لیدلي وای تا به ويل، سم درانده خلک به وي، خو اخلاق یې د سپيو نه ام بتر وو…..
کراچیوان یوه خبره هم نه کوله، تر چوکه پورې همداسې خاموش روان و، جمال خان چې په چوک کې سامان ترې ښکته کړ، د دېرسو پر ځای یې پنځوسی ورکړ، خو کراچیوان هيڅ ونه کتل، جيب ته یې واچوه او روان شو، خو خدای زده ولې یې په پښو کې هغه تیزي نه وه، خالي کراچۍ یې داسې روانه کړه، لکه زر منه بار چې یې پکې اچولی وي.

———————————–

د یوې افغان کورنۍ د کډوالېدو کیسه

لیکوال: محمد قسیم ځير

ټوله شپه مې خوب ونه کړ، اوښتم او راوښتم به، داسې وم لکه په ستنو چې ملاست یم، کور کې یو هم کله چې ویده شوی نه و. سترګې به مې لا نه وې ورغلې چې ببو راته د اوداسه لوټه کېښوده، ویل یې، قربان شم ترې، زر، زر لمونځ خلاص کړه، یوه پیاله چای به وخورئ بیا به ځئ له خیره! له ما مخکې حبیب پاڅېد. پوه نه شوم چې څنګه مې اودس وکړ او په څه شواخون مې لمونځ خلاص کړ. مسله مې لا نه وه ټوله کړې چې ټول برنډې ته راټول شول. ببو له واره چای راوړ، پیالې یې ډکولې خو سلګیو کې وه، یو وارې به یې چایو ته کتل بیا به یې حبیب کې سترګې خښې کړې. ما ته یې سره کړې ډوډۍ ونیوه او په ژړا شوه، داسې ژړا چې تا به ویل، ددې ښځې په زړه کې طوفان راالوتی. ابا چې ما په خپل عمر نه په ژړا لیدلی او نه یې څوک ژړلو ته پریښي، نن ببو ته حیران پاتې و. داسې وه لکه وینه چې په کې وچه شوې وي. ببو غریو کې ویلې چې خدایه! ما خو درنه دې ورځې ته نه غوښتل. د خلکو به لورګانې کېدې، زه به زامنو ته خوشاله وم، زه سپېره څه خبره وم چې دوۍ زلمي شي، سرکار به یې خوري. موږ ټول د ببو اوښکو د لمدو پيشوګانو غوندې راغونج کړي وو. په دې کې افضل لالا، ابا ته وویل چې د غلام غوث دوه خورینه یې پرون په پوهنتون کې په لمونځ کولو بندیان کړي دي. ابا یو پنجه غلی و بیا یې ماته اشاره وکړه، ویل یې، ته او خدای دا د جنګ دی له ده واړه یې پرون په کچړو کې عسکرۍ ته نیولي دي. لونګۍ یې له سره کوزه کړه، ویل یې، خدایه ته خو زورور یې، دې ظالمانو ته په قهر شې. همدې ساعت کې وریندارې پينځه-شپږ ډوډۍ او لس دولس خشاکي کورت بوخسۍ کې واچول. ابا افضل لالا ته ویلې چې ماشین ګڼ ته ورسېدې، راسن اکبرجان کره ورشه. نور به مو هغه تر ګوسړۍ واړوي او هن که لاره کې در نه چا پوښتنه کوله چې چیرته ځي یا څنګه دی او څنګه نه دی نو ورته ووایه چې د صفدر حاجي کره ځو، د حبیب الله خوږه کاسه ده. باقې که پاتې شو نو په پېښور به ګورو او که نه وي بچی مې دی بخشش کوئ، ما بخښلي استئ!


کور  

لیکوال: نورالله غازي

ښادي خان چې پر کوټو تیرونه او ګودرې واچولې، نو نور زاړه لرګي یې پاک ووینځل، میخونه او د بمونو چرې یې ترې وويستې، نجار یې ورته راوست، په ورو او ورسيو یې ورته کار شورو کړ. پر ورو او ورسیو خو کار روان و، مګر د ده له زړه نه یو خدای خبر و، ځکه چې له ده سره دومره پیسې نه وې، چې نجار ته یې ورکړې وای، نو سخت ورته په تشويش کې و، خپل کلیوال ورته مالوم وو، چې ټول نيستۍ په سر اخیستي وو، نو دا پیسې به اخېر چا په پور ورکولې؟
د کلي په خلکو کې یې سوچ کاوه، اخیر په حاجي باز خان ودرید، حاجي باز خان مالداره و، خو ده تر اوسه نه څه ترې غوښتي وو او نه یې ورکړي وو، لکه د نورو کلیوالو غوندې ازاد نشو پرې ورتللی، خو دی مجبور و، باید د نجار پیسې یې پیدا کړې وای. یوه ورځ یې له کوره لاندې د هديرې خواته کتل، د لغړو ونو په مينځ کې یې د سپينو جامو والا یو څوک تر سترګو شو، چې ورته ځیر شو، له غټې خیټې یې وپیژاند چې حاجي بازخان دی، همداسې خړ پړ او پر خټو ککړ ورښکته شو او مخې ته یې ودرید، د ستړې مشې لپاره یې خړ او چاود لاسونه ورکړل، حاجي باز خان په ستړي غږ ورته وویل:
ـ ښادیه څه غوري دی، ښه خو یې…؟؟
نور یې لاس د ده له لاسه خلاصوه چې ښادي خان خوله پرې ورغوټه کړه:
ـ حاجي صيب! تاته خو مالومه ده چې په ګوښي تشي ځان مې کوټې سره وتپلې، لرګي مې پخواني ساتلي وو…..
حاجي بازخان موسکی شو:
ـ له دې هر څه خبر یم، خو اوس اصلي خبره کوه، غرمه ده، بیا جومات ته نشم رسیدلی…..
ښادي خان په خواره خوله ورته وویل:
ـ خبره خو دا ده، چې نجار مې اچولی، کار یې شورو کړی، خو خدای که به په کور او سرا غيران ام لرم، چې ور یې کړم، که پینځه شپږ زره روپۍ دې په پور راکړی وای…..
حاجي بازخان زر ځواب ورکړ:
ـ نو چې در یې کړم، څه وخت به یې راکړې، ستا په ډډي کې خو خدای که زه د دې پیسو ځای ګورم….
ښادي خان نه خبره ورکه غوندې شوه، د خولۍ لاندې یې لاس ننويست سر یې وګراوه:
ـ حاجي صيب خدای میربانه دی، یو وخت به دې په ښه شم، ښه اوبه ام نه وړي، که نوی کور دې جوړاوه، پخڅې به زه درته ووهم، یا خېر ده یو کال صبر راته وکه، کال منی چې الوګان خرڅ کړم…..
حاجي بازخان موسکی شو، جيب ته یې لاس کړ، دوه سوه روپۍ یې ورته ونیوې:
ـ هن، دا واخله، بیا یې مه راکوه، تر دې پورته وس نه لرم، نور ترې روان شو….
ښادي خان زړه کې وویل، که یې نه اخلم کبر دی، ګني په دې خو ولاکه سوال ام ارزي….
。。。
د مني اوله میاشت وه، کلیوال د قبر پر کیندلو لګیا وو، ښادي خان په کلي کې د قبر په جوړولو کې مشهور و، د حاجي بازخان قبر یې خورا په شوق جوړ کړ، ديوالونه یې په تبر ورته وتوږل،  جامې یې په خاورو خړې پړې وې.
د حاجي بازخان سپینږیری ورور نوروز خان د کيندلي قبر پر سر ودرید:
ـ یره ښادي خانه په مټو دې برکت شه، ډېر ښه قبر دې جوړ کړ….
ښادي خان اول نوروز ته او بيا د تبر خولې ته وکتل:
ـ نوروز ماما اخېرې کور یې دی، باید تر خپله وسه خواري پسې وکړم.


سـوله

زما د ۲۰۱۸ کال اخیري کیسه

نورالله غازي

سړي له څادره د واښو پنډ په انګړ کې واچاوه، څادر یې په ښي لاس وڅنډه، له عادت سره سم یې ګډ وډ او اوږد پر چپه اوږه واچاوه، کوټې ته ننوت، ښځې یې راډیو نیولې وه، سیلیدلی پر خړه توشکه کيناست، ښځه یې له ځایه په بسم الله پورته شوه، د میړه شاته یې تکیه کېښوده.
په راډیو کې د سولې په اړه خبرې روانې وې، سړي په ښي لاس تړلي سات ته وکتل، خبرونه تېر شوي وو، د سولې کلیمه چندان ښه پرې ونه لګيده، له ځانه سره وګوزید:
ـ ښځه مو له دې سولې سره ….د خدای مخلوق مو له خاورو سره خاورې کۀ، اوس سوله څه په بلا وهو؟؟
ځوانه ښځه راننوته، پر مخ یې خړ رنګه ټیکری راځوړند و، د کمیس په لمنه پسې یې د شنو وښو ډکی نښتی و، د سړي په خوا کې یې د چايو شنه چاینکه او دوه پيالې کېښودې، دې چې چای اچاوه، په ځانګو کې ماشوم وژړیدو، سړي له تکییې راپورته شو:
ــ  چای زه اچوم،  ته وړکی کرار کړه…
ښځې ماشوم راواخیست، د نیا او نيکه په مینځ کې یې له روڼیو خلاص کړ.
د سړي چې فکر یې له راډیو سره و، ماشوم ته سر وخوځاوه، د ماشوم وچې شونډې په خوږه موسکا خلاصې شوې.

ناڅاپه سړي په ترخه وويل:
ـ مړه که! چټي مازغۀ مو مه پرې خرابوه…..!
ښځې راډیو ګل کړه، اینګور یې راننوته، د ماشوم په خوله کې یې د شیدو ډک چوشک ورکړ، د چايو ډکه پیاله یې د خواښې په خوا کې کېښوده.
سړي له چايو غړپ وکړ:
ـ کلونه وشول، چې سره غږیږي، چې د خدای په کور کې سره جوړ نه شول، اوس به یې کوپار راسره جوړ کي؟ اسې هوا ګزوي، په خدای د سولې خبره له جنګه بده راباندې لګېږي …..
ښځې چې د ماشوم خولې ته یې د شیدو چوشک نیولی و وویل:
ـ وه سړییه! نن ولې داسې په کولمو پوخ یې، خدای خو میربان بادشاه دی، ګوندي راشي دا پغمړې سوله….
سړي د چايو پیاله کېښوده، خبره کې ورولوید:
ـ  اوس څه په درد خوري، که سوله راشي، ماته د دې ماشوم مړ پلار راکولی شي؟ هغه ستا وراره چې په ګاډۍ کې سونډ مونډ ګرځي، پښې واپس ورکولی شي؟ اغه څو میاشتې مخکې چې بمبار کې د پورې کلي لس دولس ځوانان له بینه لاړل، بیا راژوندي کیدلی شي، دا د ورځې چې په لسګونو کسان مري، دا به بیا راژوندي شي….؟ خپل مونډ لاس یې له تړلي لستوڼي راوویست:
ـ ماته مې خپل پخوانی لاس راکولی شي……؟؟؟
ښځې د میړه کوچنیو سترګو ته وکتل، چې اوښکې پکې ډنډ دي، په خوږه یې وویل:
ـ وه سړییه! زما او ستا له سره خو تېره ده، نور په زړو کې ایسابېږو، ستا لاس غوڅ شو، خو که سوله راشي، ستا د لمسي لاس خو به بچ شي، زما د وراره زوی خو به نه ژوبلېږي! نوره وینه خو به نه تویېږي!……..
سړي د خولې پاکولو په پلمه په څادر لمدې سترګې وچې کړې، لمسي ته یې وکتل، کوچنیو سترګو یې ځلا کوله او ده ته یې په مینه ورلیدل سړي د غوڅ شوي لاس لستوڼی ورته وخوځاوه، ماشوم په موسکا پښې او لاسونه ورته واچول، د سړي سوي زړۀ د خوښۍ ټوپونه ووهل.


 

3,050 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2