Categories

اعلان

Loading…

د ګټیالي تلوسه | لیکوال: همایون بهادري

ګټیالی د استاد سعدالدین شپون یو په زړه پورې ناول دی، چې په(۱۳۸۷) ش کال کې یې په ساده او عام پهمه نثر یې لیکلی دی. استاد شپون چې د پښتو ادبیاتو په تېره بیا نثر لیکلو کې د ځانګړي سبک او لارې لاروی دی، چې په ساده نسیتاً کلیوالي ژبه لیکل کوي، د پېښو په بیان کې هم تر ډېره حقیقت ته نیږدې دی. ځکه دی په خپلو ځان پېښو(و، نه و، یو شپون و) کې یو ځای وايي.هغه وخت چې کله استاد شپون امریکا کې وي، یوه ورځ یوه ښځه زنګ ورته کوي او ده ته وایي چې هغه د زوی ژوند دې څنګه تېریږي؟ استاد د ښځې له ځان پېژندنې وروسته هم هغه نه پېژي. حېرانېږي، چې دا زما او د روی په اړه څه پوهېږي؟ وروسته یې بیا ذهن ته راځي چې هغې ښځې د ده یو کیسه لوستې وي.

موږ چې د استاد شپون هره لیکنه لولو، نو داسې احساسو کوو، لکه استاد چې د خپل تېر ژوند کیسې راته کوي. ګټیالی یې همدې ته ورته ژبه باندې لیکلی دی.

په ناول کې د ځینو څیزونو یادونه لوستونکی یا اورېدونکی دې ته اړ کوي چې ناول تر پایه ولولي یا واوري. لکه: د یوې موضوع د لا روښانتیا لپاره د خبرو په منځ کې، د خپل ژوند اړوند د تېرو پېښو بیان، عامې ټوکې او مثالونه، متلونه او د یوې يېښې په منځ کې د بلې پېښې داسې رامنځ ته کول چې په لوستلو یې لومړۍ او صلي موضوع ته زموږ سره تلوسه زیاتېږي؛ خو دا پېښه هم تر لومړۍ پېښې کمه نه وي، یوازې موخې ته د رسېدو لپاره زموږ سره زیاته تلوسه وي. د ځينو پېښو پایله یې لکه د طنز د توقع خلاف وي، چې موږ په فکر کې د یو څه تصویر ورته جوړ کړی وي او هلته خبره بله وي.

په ګټیالي کې چې هره پېښه پای ته ورسېږي، د لوستونکي زړه لا له تلوسې نه وي خالي چې بله داسې پېښه پیل شي. چې تر پایه پورې مو د ناول لوستو ته اړ کوي.

« دا د کاپر شی لا نه و راغلی او هرشی هماغسې و چې پلرونو راپرېښي وو. غم، ښادي ټولې آشنا وې…»

دا د ګټیالي د پیلامې لومړۍ جمله ده چې کله یې پیل کوو، نو په اړه یې راسره بېلا-بېل فکرونه هم په ذهن کې را پیدا کېږي. کله چې پیلامه ختمه شي بیا نو زموږ سره تلوسه نوره هم زیاتېږي، ځکه د ناول اصلي برخه پاتې وي.

د ګټیالي په لومړۍ برخه، درېیم څپرکي کې، د انور او ګلاجان چې د ناول مرکزي کرېکټر دي. امریکا ته تګ او په امریکا کې بیا داسې یو ایالت کې مېشت کېدل، چې تر نور ایالتونو پس پاتې او غرنی ایالت وي. دا بیا بېله ننداره ده. لوستونکي سره دا تلوسه پیدا کېږي، چې په داسې یو ځای کې د دوی د مېشت کېدو لامل څه دی؟ او هغه پادري چې دوی د لومړی ځل ولیدل او د دوی ساتنې ته یې ملا وتړله.

کله چې یو څه نور وړاندې لاړ شو نو وپوهېږو، «چې پیشو د خدای لپاره موږک نه نیسي». پادري د خپل دین ته د تبلیغ او د دوی د را اړولو لپاره د دوی سره مرسته کوي او دوی ځکه کالیفورنیا، نیویارک یا بل کوم ایالت ته نه ځي چې یو خوا دوی سفر ځپلي او بل خوا د پادري ښې رویې له نور وړاندې تګ نه را وګرځول. دې ته ورته پېښې کمې نه دي چې موږ د ناول لوستلو ته اړ باسي.

همدارنګه د ناول په لومړۍ برخه، لسم څپرکي کې بیا نو داسې یوه جالبه او په زړه پورې پېښه کېږي چې د ناول تر وروستۍ برخې پورې زموږ په ذهن کې ځي را ځي. دا پېښه هغه وخت کېږي چې ګلاجان د انور په غوښتنه، کالیفورنیا ته د ملګرې سوسي سره یوځان د یو افغان د واد مراسمو ته ورځي.

هغه د چا خبره د واده مېله ښه په درز کې روانه وي، ګلاجان حیران دریان د صالون په یوه کنج کې ولاړ وي. د سوسي وزرې هم بخار وکړي او د ګډا میدان ته د ورودانګي. ګډا ختمه شي، د ډوډې خوړلو وخت شي خو ګلاجان لا هماغسې ګج-ګول ولاړ وي. یوه نجلۍ په نسبتاً افغاني سټایل کې د ګلاجان خواته راځي. دا نجلۍ روهیلۍ نومي، احمدزۍ، کوچۍ وي. او د ګلاجان سره خبرې وکړي، چې ډوډۍ هم ورته راوړي.

دا بیا استاد په داسې ساده ژبه سره وړندې کړې، چې زما غوندې بې مطالعې کس لوستونکی یې هم په داسې حال کې را واخلي چې وروسته له څو میاشتو خپل کورته تللی وي، خو چې دا صحنه مخې ته راشي بیا نو هغه غښتلی دی چې کتاب کېږدي او د کورنۍ له غړو سره خبرې وکړي، خو تر هغې به سمې خبرې ونه شي کړای چې تر څو یې ګټیالی کې دا نه وي لوستي: «اوس مې ځوځ ماځوځ د کوه قاف نه واړول، بله بانه خوبه نه لرې؟» دا د ګټیالي وروستي جمله ده.

ګټیالی لا له تلوسې خلالي نه دی. پېښې لري چې موږ نور هم له ځان سره بیایي، لکه: ګلاجان د روهیلۍ له ورور رازق سره په ننګ کې راځي او د روډیو لوبې په وخت کې له رازق سره شرط وهي. ګلاجان مجبوریږي، چې په وحشي آس آته ثانې سپور شي تر څو له رازق څخه شرط او د لوبې اتلولي وګټي.

د ګټیالي لیکوال د وحشي آس پر شاه  د ګلاجان اته ثانې وخت د لوستونکي لپاره بیا له تلوسه ډکه صحنه ده چې لوستونکی تر لاس نیسي او د پایلې  په لور یې بیړه ورسره بیایي.

دې ته ورته ډېرې پېښې شته، چې لوستونکی اړ کوي ترڅو (۱۲۲) مخه ګټیالی زما غوندې په یوه دمه ولولي.

په ګټیالي کې د تلوسې ساتلو سره ژبې هم مرسته کړې ده. ځکه هېڅ داسې صحنه، انځور او یا بل څه نشته چې لیکوال د کلمې ورته پیدا نه کړي، ځکه ژبه یې ساده او عامو خبرو ته ورته ده. په عامو خبرو کې تر لیکلولو یوه پېښه ښه وړاندې کېږي.

همدارنکه انځورګري هم کولای شي چې تلوسه زیاته کړي، خو په ګټیالي کې د زیاتو انځورونو پر ځای تلوسه د پېښو په منظم راتګ کې ده.

د ناول پای کې چې لوستونکی د ګلاجان د ټولو خواریو او زحمتونو پایلې ته په تمه وي. ناول د مینې په مست او څپاند سمندر بدلېږي. د ګلاجان او روهیلۍ یو بل ته تر رسېدو وروسته له پېښور څخه د امریکا په لور خپل منځ کې خوږې کیسې کوي. چې دا هم د نور تېر شوي ناول په څېر له تلوسې مال-مال دي.

کیسې یې اوږدېږي، ګلاجان ورته وایي: … اول خولګۍ راکړه! روهیلۍ په مینه ناک عږ وویل: بېشرمه سترګې دې وخورې. دې ته ورته کیسې نورې هم پسې اوږدېږي. هغه د وردګو په اصطلاح، ګلاجان بیا دا بدمرغه یادوي، ورته وایي: چې یوه خوله دې راکړې وای؟ روهیلۍ يه خندا او تعجب ورته وکتل، همدلته په هوا کې؟ دا نو د ګټیالي هغه وختونه دي چې نور یې لوستونکی هم په خپل ځای ږدي.

ګلاجان د روهیلۍ پړونی د سیټ مخې ته پرده کړ، ویې ویل… بله بانه خوبه نه لرې؟

لنډه دا چې د ګټیالي لوستل لپاره که هېڅ حوصله هم نه وي، په یوه دمه لوستل کېږي.

1,213 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸