Categories

اعلان

Loading…

د پاکستان پر ځای به د ایران له هوايي مسیر څخه کار اخیستل کېږي

تاند- د افغانستان د هوايي ملکي چلند اداره وايي چې د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له کبله د پاکستان د هوايي قلمرو له بندېدو وروسته یې پرېکړه کړې چې له هند او یو شمېر عربي هیوادونو سره د افغانستان الوتنې به د ایران له هوايي مسیر څخه کېږي.

پاکستان خپل اسمان د ټولو هوايي شرکتونو لپاره منع کړی دی ځکه چې وېره لري چې هندي الوتکې به پرې بمباري وکړي.

پاکستان د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د یوه خصوصي هوايي شرکت (کام اییر) یوه الوتکه، چې سپرلۍ یې هند ته رسولې، پرې نه ښوده چې د دغه هیواد له فضا څخه تېره شي.

په هند کې بند پاتې افغانان، چې اکثره د درملنې لپاره دې هیواد ته تللي، وايي چې اوس به د یو نیم ساعت پر ځای شاوخوا ۷ ساعته هوايي سفر کوي.

د افغانستان هوايي ملکي اداره وايي، تر څو چې د پاکستان ستونزه حل کېږي موقتاً به هند او یو شمېر عربي هیوادونو ته د تګ راتګ لپاره د ایران له هوايي قلمرو څخه کار اخلي.

د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ یوازې د افغانستان هوايي شرکتونه یا افغانستان ته تلونکې الوتکې نه دي اغېزمن کړي، بلکې د نړۍ کڼ نور هوايي شرکتونه یې هم اغېزمن کړي دي.

د تایلنډ هوايي شرکت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې پاکستان ته او د پاکستان د هوايي له هوايي لارې یې اروپا ته الوتنې لغوه کړي چې له کبله یې په زرګونه مسافر په بنکاک کې لالهانده شوي دي.

تر دې وړاندې پرون د بحرین او متحده عربي اماراتو هوايي شرکتونو هم اعلان کړی وو چې پاکستان ته یې لږترلږه د دوو ورځو لپاره الوتنې لغوه کړي دي.

د قطر او سینګاپور هوايی شرکتونو هم ویلي چې پاکستان ته یې الوتنې ځنډولي دي.

د بریتانیا بریټش اییروېز هوايي شرکت ویلي چې پاکستان ته روانې الوتکې یې خپل مسیر بدل کړ.

د کاناډا هوايي شرکت پرون وویل چې موقتاً یې پاکستان ته الوتنې لغوه کړي دي.

1,253 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2