Categories

اعلان

Loading…

د مخابراتي خدماتو د ۱۰٪ محصول د ټولولو سيسټم جوړولو قرارداد لاسلیک شو

مطبوعاتي خبرپاڼه

پنجشنبه، ۹ حوت ۱۳۹۷

کابل، افغانستان: د مخابراتي خدماتو د لس سلنه محصول د ټولولو سيسټم (RTDMS) قرارداد د پنجشنبې په ورځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي او د BUSTOS Group LLC امريکايي کمپنۍ د رئیس محترم Joshua G. Bustos تر منځ په ارګ کې د جمهور رئیس په حضور کې لاسلیک شو.

د دغه سیسټم د جوړولو بیه ۱۱.۱۳۶.۴۳۱ ميليونه امریکايي ډالر ټاکل شوې ده.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي چې نن له غرمې وروسته يې په یو مشترک خبري کنفرانس کې د دغه مهمې ملي پروژې په اړه خبرې کولې وویل : د ریل ټایم ډيټا منجمنټ سیسټم د مخابراتي خدماتو د لس سلنه محصول د جمع اورۍ په موخه په هېواد کې کارول کېږي.

دغه سیسټم چې د مخابراتي سکټور د عوايدو د راپور ورکولو مسؤوليت لري، اساسي موخه يې د مخابراتي شبکو د سیسټم سره د وصلېدو له لارې کره معلوماتو راپور ورکول او د لس سلنه مخابراتي خدماتو د محصول ټولنې او مخابراتي شبکو د نورو عوايدو ټولونې په پروسه کې د خلکو اطمينان تر لاسه کول او روڼتيا رامنځته کول دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر هېوادوالو ته ډاډ ورکړ چې ددغه سيسټم په جوړولو سره به د مخابراي خدماتو محصول ټولونې کې روڼتيا راشي او حکومت به د مخابراتي خدماتو محصول ټولونې په برخه کې ځواب ويونکی و اوسي.

ددغه قرارداد له مخې د BUSTOS Group LLC امريکايي کمپنۍ د څلورو تر پنځه مياشتو موده کې د مخابراتي خدماتو لس سلنه محصول ټولونې سيسټم جوړوي ، تر ۱۵ مياشتو دغه سيسټم ته پراختيا ورکوي، او د سيسټم نورې برخې لکه عملياتي، ظرفيت لوړونې او حفظ او مراقبت چارې تر سره کوي.

په همدې حال کې د BUSTOS Group LLC کمپنۍ رئیس Joshua-G bustos تاکيد وکړ چې د مخابراتي خدماتو د لس سلنه محصول ټولونې سيسټم به په ټاکلي وخت کې جوړوي او يادونه يې وکړه چې شرکت يې په دې برخه کې کافي تجربه لري.

489 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2