Categories

اعلان

Loading…

د دریمې لوا اول ضربتي کنډک سرتېري وستایل شول

پکتیکا والي ډاکټر مجیب الرحمن څمکني د کب (حوت) په نهمه د دریمې لوا اول ضربتي کنډک ته ورغی او د سرتېرو مورال لوړولو په موخه یې دوی ته ستاینلیکونه ورکړل.

د پکتیکا له والي سره په دغه سفر کې ددې ولایت امنیه قوماندان، د ملي امنیت رئیس او یو شمېر نورو مسؤلینو هم ګډون درلود.

پکتیکا والي ډاکټر مجیب الرحمن څمکني د یاد کنډک منسوبینو او سرتېرو ته په وینا کې وویل چې د سرښندونکو سرتېرو کارنامې به د تاریخ په زرینو پاڼو کې تل پاتې یاد ګار وي.

نوموړي زیاته کړه، همدا امنیتي او دفاعي ځواکونه دي چې د هلو ځلو له مخې یې ولسونو ته د ډاډمن امنیت فضآ برابره شوې ده.

پکتیکا والي دغه راز سربازانو ته ډاډ ورکړ په ټول توان به یې حمایه کوي او په هر راز حالاتو کې ورته اړین سهولتونه برابروي.

نوموړي دغه راز د یاد کنډک یو شمېر منسوبین او سرتېري په ستاینلیکونو ونازول او ددوی په غاړو کې یې د ګلانو هارونه واچول.

دا په داسې حال کې ده چې د کب ( حوت ) په ټول هېواد کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په نوم په شانداره مراسمو سره نمانځل کیږي.

تېره ورځ هم د پکتیکا ولایت مقام او ولسونو له لوري په یوه لویه غونډه کې د سرتېرو ورځ ونمانځل شوه.

د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

385 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2