Categories

اعلان

Loading…

د سارک ادبي مېله | ګل آغا احمدي وردګ

د سارک د ادبي مېلې بنسټ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۶ کال کې کېښودل شو او په ۱۹۸۷ کال یې په نوي ډهلي کې د لیکوالانو لومړی کنفرانس جوړ کړ. د دې ادبي مېلې نوم په لومړی سر کې The SAARC Literature Festival  وو چې په غونډو کې یې د پاکستان د نه ګډون له امله نوم South Asian Literature Festival ته بدل شو. د سارک د ادبي مېلې بنسټ اېښودونکې آغلې اجیت کورجي او د هندوستان یو شمېر وتلي لیکوالان دي او آغلې اجیت کیورجي د تېرو ۳۱ کلونو راهیسې د سارک د ادبي مېلې اداري او اجراییوي مشره ده. پر دې سربېره پروفیسور انند کمار، سیتهي، منپرېت سینګ او داسې نور هم د دې ادبي بنسټ مدېریت په غاړه لري. دغه بنسټ چې مخفف یې FOSWAL او مشره یې د هندوستان اوسېدونکې آغلې اجیت کیورجي ده، د یوې غیر دولتي موسسې په شکل کار کوي او هر کال غالبا دوه ځلې د سارک غړو هېوادونو د پوهانو، شاعرانو، هنرمندانو او لیکوالانو د ادبي مېلو او کنفرانسونو کوربه وي. له دغه ادبي بنسټ سره د سارک سازمان، د هندوستان حکومت، د هندوستان علمي نهادونه او ځینې نړیوالې موسسې مرسته کوي څو د سیمې د لیکوالانو ادبي کنفرانسونه په غوره شکل تنظیم کړي.

د سارک د ادبي مېلې مهمې موخې د سیمه ییزې سولې په لاره کې قدم اخیستل او مثبت رول ادا کول، د ګډونوالو تر منځ په مختلفو کلتورونو د پوهاوي او هغه ته د درناوي زمینه برابرول، د سارک هېوادونو د پوهانو تر منځ هراړخیز پوهاوی رامنځته کول، له یو بل سره د پوهې او تجربو شریکول، سارک د غړو هېوادونو د لیکوالانو، شاعرانو، پوهانو، هنرمندانو او مختلفو کړیو د خپلمنځي پېژندګلوۍ زمینه برابرول، له کلتوري فعالیتونو څخه د یو بل خبرول او داسې نورې دي. د سارک د ادبي بنسټ زیات شمېر فیسټیوالونه د هندوستان په مرکز نوي ډهلي کې جوړ شوي دي خو د دې بنسټ ځینې غونډې په بنګلدېش، سریلانکا، بوتان، مالدیف او نېپال کې هم جوړې شوې دي.

د سارک سازمان د ادبي مېلې ژبه انګرېزي ده او د سارک له غړو هېوادونو څخه هغه شمېر لیکوالان ورته بلل کېږي، په خپل لګښت ګډون پکې کولی او خپل شعري یا نثری کلام لوستلی شي چې په متبوع هېواد کې پېژندل شوې علمي، فرهنګي یا هنري څېره وي، لیکلي او چاپ شوي آثار و لري، انګرېزي ژبه یې زده وي او د دې توانایي و لري چې خپل کلام په انګرېزي ژبه د همدې مېلې په غونډو او ناستو کې په موثره توګه وړاندې کړي.

افغانستان په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې په رسمي توګه د سارک سازمان غړی شو او په ۲۰۰۷ کال کې له افغانستان څخه دوو تنو لیکوالانو د سارک په ادبي مېله کې ګډون وکړ. له همدې نیټې وروسته له ۱۰ څخه تر ۳۰ تنو پورې افغان لیکوالان د سارک ادبي مېلې ته بلل کېږي چې غالبا د هندوستان په پلازمېنه نوي ډهلي کې جوړېږي او د همدې بنسټ په کلتوري فیسټیوالونو کې ګډون کوي.

د ۲۰۱۸ زیږدیز کال د اکتوبر د میاشتې په ۴مه نېټه د سارک ۵۵مه کلنۍ ادبي مېله د هندوستان په مرکز نوي ډهلي کې د څلورو ورځو لپاره جوړه شوه چې د افغانستان او د سارک د نورو غړو هېوادونو څخه ۱۹۰ تنو لیکوالانو، شاعرانو، پوهانو، ادیبانو، هنرمندانو او کلتوري شخصیتونو ګډون کړی وو. په یاده مېله کې  له افغانستان څخه د دې کرښو لیکوال هم ورغلی وو او خپل کلام شعري کلام یې په انګرېزي ژبه وړاندې کړ.

د سارک سازمان ۵۶مه کلتوري مېله چې د جنوبي آسیا په سیمه کې د تصوف او بودیزم په هکله څېړنو او ویناوو ته ځانګړې شوې وه، د ۲۰۱۹ کال د فبروري په ۲۲مه نېټه پيل او د دریو ورځو لپاره یې دوام درلود چې د همدې کرښو د لیکوال په شمول د سارک له غړو هېوادونو څخه کابو ۱۵۰ تنو پوهانو، لیکوالانو، شاعرانو، ادیبانو او کلتوري شخصیتونو ګډون پکې کړی وو. په یاده مېله کې د افغان لیکوالانو شمېر ۱۵ تنه وو چې زیاتره له کابل څخه نوي ډهلي ته ورغلي وو.

د سارک د ادبي مېلې د غونډو اجنډا په زړه پورې وي، د همدې مېلې پيل په یوې تشریفاتي غونډې سره کېږي چې په هغه کې د مشرانو ویناوې، د مشرانو تقدیرول، د مشرانو په اوږدو د شالونو اچول، د مشرانو په وسیله په یو لوښي کې د سرو ګلونو د پاڼو تشول، ځانګړو مېلمنو ته د ډالیو وړاندې کول او داسې نور شامل وي. دویمه برخه یې د نوو چاپ شوو کتابونو د نومونو اخیستل، د کتابونو نندارتون او د لیکوالانو مختصره معرفي وي. دریمه برخه یې د شعر، نثر، لنډې کیسې او خاطرو لپاره ځانګړې جلسې راغوښتل او هرې جلسې ته یو رییس تعینول چې غالبا په هره جلسه کې تر پنځو تنو شاعرانو یا لیکوالانو خپل کلام لوستلی شي او د ورځې په اوږدو کې څلور یا پنځه جلسې کېږي. څلورمه برخه یې هنري پروګرام وي او غالبا له ماښام څخه وروسته صورت مومي، په هغه کې د سیمې د مشهورو سندرغاړو له خوا سندرې ویل کېږي او سیمه ییزه نڅا اجرا کوي. د سارک د ادبي میلې نورې ورځې په ورته ډول د رنګارنګ پروګرامونو درلودونکې وي او د همدې مېلې د وروستۍ ورځې لومړنۍ نیمايي اختتامیه غونډې او دویمه نیمایي د پلاوي چکر ته ځانګړې کېږي چې په هغه کې د سیمې د مشهورو ځایونو څخه لنډه لیدنه شامله وي. د دې لپاره چې د سارک له سازمان سره بلدتیا حاصله کړو نو ښه خبره ده چې په دې ځای کې یوه لنډه اشاره ورته و شي.  

سارک یا د جنوبي آسیا د سیمه ییز همکاریو سازمان چې انګریزي نوم یې South Asian Association for Regional Cooperation (SAARC) دی یو اقتصادي، سیاسي، کلتوري او جغرافیوي سازمان دی، ۸ هېوادونه یې غړیتوب لري او په جنوبي آسیا کې واقع دی. د سارک سازمان غړي هېوادونه له افغانستان، بنګلدېش، بوتان، هندوستان، مالدیف، نېپال، پاکستان او سریلانکا څخه عبارت دي او د همدې هېوادونو د نفوسو شمېر د یو نیم بیلیون وګړو په شاوخوا کې اټکل کېږي چې د ټولې نړۍ د نفوس پنځمه برخه تشکیلوي. د سارک سازمان نظریه د لومړي ځل لپاره د بنګلدېش د پخواني ولسمشر ښاغلي مجیب الرحمن له خوا وړاندې شوه چې د ۱۹۸۱ مېلادي کال د کولمبو په غونډه کې د هندوستان، پاکستان او سریلانکا له لوري تایید شوه خو د سارک سازمان بنسټ د ۱۹۸۵  مېلادي کال د ډېسمبر د ۸ مې نېټې په هغه سرمشریزه کې کېښودل شو چې د بنګلدېش په پلازمېنه ډاکه ښار کې جوړه شوې وه او په هغه کې د بنګلدېش، بوتان، نېپال، هندوستان، پاکستان، مالدیف او سریلانکا هېوادونو مشرانو ګډون کړی وو. افغانستان په ۲۰۰۵ مېلادي کال د سارک سازمان د غړي په توګه و منل شو، له دې څخه علاوه سارک سازمان څو ناظر غړي هم لري او له ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او یو شمېر نورو نړیوالو سازمانونو سره یې نږدې اړیکې پاللې دي.

د سارک سازمان اساسي موخه د غړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي، کلتوري، روغتیايي، ټکنالوجي، ټولنیزو، انرژي، کرنه او کلیو پراختیا، بشري سرچنیو پراختیا، ترانسپورتي، ټیلي کمیونیکشن، ژورنالېزم او داسې نورو اړیکو او همکاریو ته سمون ورکول او په خپل ځان بسیا کېدل دي. سارک سازمان منظمې کلنۍ رسمي سرمشرېزې لري چې د غړو هېوادونو په مرکزونو کې جوړېږي او د همدې سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې په کال کې دوه ځلې کېږي.      

سارک سازمان د یو شمېر مهمو اقتصادي او ټولنیزو موخو لپاره تشکیل شوی دی چې لنډېز په لاندې ډول دی:

۱.د جنوبي آسیا په سیمه کې د خلکو د ژوند ښېګڼه او د ټولنیزو مصالحو د کچې د لوړوالي تامین،

۲.اقتصادي ودې ته ګړندیتوب ورکول او د دې سیمې د وګړو د ژوند د کچې د ښه والي په موخه د سیمې د ټولو بالقوه امکاناتو څخه ګټه اخیستل او کرنیزو چارو ته وده ورکول،

۳.د جنوبي آسیا د همکاریو د سازمان د ټولو غړو هېوادونو تر منځ د اړیکو ښه والي ته پراختیا ورکول،

۴.د څو اړخیزو تړونونو پياوړتیا او د یو بل د ستونزو درک کول،

۵.د غړو هېوادونو تر منځ په اقتصادي، ټولنیزو، کلتوري، علمي او تکنالوجیکي برخو کې د هر اړخیزو ګټورو هڅو او همکاریو پیاوړتیا،

۶.د مخ پر ودې هېوادونو سره د همکاریو پیاوړتیا،

۷.د نړیوالو مسایلو په هکله د غړو هېوادونو تر منځ د همکاریو پياوړتیا،

۸.د هغو سیمه ایزو نړیوالو سازمانونو سره د همکاریو پالل چې په سیمه کې ورته موخې او مقاصد و لري.

دا لیکنه په داسې حال کې کېږي چې د سارک سازمان د دوو سیالو غړو هېوادونو (هندوستان او پاکستان) تر منځ حالات ترینګلي دي او د یوې خطرناکې جګړې په کرښه ولاړ دي. د دې دواړو هېوادونو تر منځ وروستی تاوتریخوالی له هغه ترهګریز برید څخه سرچینه اخلي چې د ۲۰۱۹ کال د فبروري د میاشتې په ۱۴مه نېټه د هندي کشمیر د پلوامه په سیمه کې د هندوستان په یو نظامي کتار و شو چې په پایله کې ۴۴ تنو هندي عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د دې پېښې مسوولیت د جیش محمد په نوم یوې پاکستانۍ ترهګرې ډلې په غاړه واخیست او د هندوستان حکومت پاکستان د دې پېښې له امله ملامت و ګاڼه. باید و ویل شي چې له دې پېښې څخه څو ورځې وروسته یانې د ۲۰۱۹ کال د فبروري د میاشتې په ۲۷مه نېټه هندي الوتکو د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو په مرکزونو هوایي بریدونه وکړل او د هندوستان په حواله چې په دې پېښه کې یې ۲۰۰ ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

1,095 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2