Categories

اعلان

Loading…

د پاکستان سفیر: متحده ایالاتو باید په پاکستان د هندوستان برید غندلی وای

تاند – په واشنګټن کې د پاکستان سفیر اسد مجید خان وایي، د ټرمپ ادارې په پاکستان د هندوستان برید ونه غانده او په دې توګه یې هغوی ته وخت ورکړ چې په پاکستان سترګې راوباسي او د دوه ګاونډیو هېوادونو تر منځ ترینګلتیا زیاته شي.

په پاکستان کې د ترهګرو په کمپونو د هندوستان پوځي عملیات چې ویل کیږي ۲۱ دقیقې وخت یې ونیو هېڅ هېواد نه دي غندلي.

د برتانیا ډیلي میل ورځپاڼې لیکلي چې هندوستان جنګ ته تیاری کوي او د پاکستان له پولې سره نژدې د خپلو ملکي خلکو د خوندي کولو لپاره ۱۴ زره بلند داژونه جوړوي.

د هندوستان د حکومت له خوا د ملکي خلکو لپاره جوړېدونکی بلند داژ

دغه ورځپاڼه لیکي چې هندوستان د دغو سوریو یا بلند داژونو په جوړولو ۴۵ میلیونه ډالر لګوي.

پاکستان او هندوستان د چارشنبې په ورځ یوه د بل یوه یوه الوتکه وویشتله خو د هندي پیلوټ پراشوټ د پاکستان په خاوره کې ولوېد او په داسې حال کې چې پاکستاني امنیتي ځواکونه ورته ولاړ وو په ملکي لباسونو ملبسو کسانو پرې وارونه وکړل او ټپي یې کړ.

هندوستان د پاکستان له خوا له خپل پیلوټ سره ناوړه چلند وغانده او په عام ډول د هغه ښودل یې د جنیوا کنوانسیون خلاف کار وباله. هندي چارواکو د خپل پیلوټ د ژرخوشې کولو غوښتنه وکړه.

ډیلي میل ورځپاڼې لیکلي چې د برتانیا لومړۍ وزیرې د پاکستان او هندوستان تر منځ په روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې او له دواړو هېوادونو څخه یې غوښتي چې مسایل دې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

یو شمېر تحلیلګران په دې باور دي چې لویې برتانیا د جنوبي اسیا له دغې سیمې څخه د تګ پر وخت د افغانستان او هندوستان تر منځ یو نوی ملک د دې لپاره رامنځته کړ چې د دواړو هېوادونو لپاره تلپاتې سرخوږی جوړ کړي او په سیمه کې خپلې ګټې پرې خوندي وساتي.

1,467 total views, 4 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2