Categories

اعلان

Loading…

څنګه کولی شو چې د خپل ژوند له ملګري سره ښې اړیکې ولرو؟

ژباړنه: سپوږمۍ شېرزاد

که د واده په لټه کې یاست یا مو هم واده کړی وي نو له پیل څخه باید د خپل ژوند له شریک یا ملګري سره خپلی اړیکې کنټرول کړئ.

هسې نه چې بیا مو په اړیکه کې کومه ستونزه رامنځ ته شې، تر څو وکولئ شئ کلونه کلونه د یو بل تر څنګ د لومړیو ورځو په څېر له خوښيو ډک ژوند وکړئ.

د عمومي تجروبو شریکول:

د هغو کورنیو تجربې په پام کې نیول چې له خپل ژوند څخه خوښ وي او د یو بل تر څنګ د ډاډمنتوب احساس کوي، دغه کورنۍ له یوې میرمنې او یو خاوند څخه منځته راځي او همدا هر څه د خپلې کورنۍ په بریالتوب کې وینې، دوی خپلې لیوالتیا پام کوي د دې تر څنګ دوی کولی شي خپله ټوله هڅه د خپل کار لپاره وکړي چې داسې کورنۍ د خپل راتلونکې لپاره ډیره خوشبینه وي دا هر څه د دې لامل کېږې چې دوی د خپل شاوخوا طبیعت څخه خوند واخلي او په همدې طبیعت کې پرمختګ وکړي.

په غمونو برلاسه کیدل:

په غمونو برلاسه کیدل د هېڅ میرمنې او خاوند ترمنځ نشته او که چېرې زموږ په ګډ ژوند کې وي هم باید موږ پرې برلاسې شو، بیا نو کولی شو د یو بل تر څنګ د یوی مسلکې او ښې اړیکې درلودونکې واوسو.

د پریکړو او څرکندونو شریکول:

د څرګندونوشریکول په خپل ژوند کې د دې سبب کېږې چې د مقابل کس شخصیت په ځانګړې ډول په بیړنیو او مهمو مواردو کې کولی شئ په راحتي سره د یو بل اند تر لاسه کړئ. که چیرې تاسو د خپلې میرمنې سره په یوه پیښه کې مخامخ کیږئ د دې پیښې لپاره یو د بل تر څنګ د هغې د جوړولو لپاره کار وکړئ اوغښتلې واوسئ که چیرې د کوم څه لپاره هوډ کوئ نو غوره ده چې د یو بل په مشورو سره هوډ نیونه وکړئ او دا کړنه ستاسو په ژوند باندې ډیره اغیزه ښندي.

په ژوند کې مو یوه خوله خندا زیاته کړئ:

په خپل ګډ ژوند مو لږ څه مالګه ودوړوئ همدارنګه د پیل لپاره یې کولی شئ چې د ورځپاڼو ،ټوکواو مطالبو څخه ګټه واخلئ کله مو چې خاوند درته ټوکه وایې ورته وخاندئ او د یو بل تر څنګ چې تر څو یاست وخاندئ او له خواږه ژونده خوند واخلئ.

خپل ځان او خاوند مو ښه وپیژنۍ:

هر څوک ځانته ځانګړی شخیت لري او هرڅوک له بېلابېل مزاج او شخصیت لرونکو سره واده کوي. د خلکو د آزمویلو له تجربو څخه ګټه واخلئ او يا په دې اړه ځينې کتابونه ولولئ. د ځان او میرمنې ترمنځ مو توپيرونه وارزوئ چې څنګه کولی شئ کمزورې ځانګړنې له منځه یوسئ او د یو بل په پياوړتیا کار وکړئ.

یوه ښه ملګرتیا کول یو اتوماتیک بهیر نه دی چې ځان ته ووایاست چې موږ یو ځای ژوند کوو نو ښه ملګري یو، تاسو اړتیا لرئ د ورځني ژوند په اوږدو کې خپلو کمزورو ځانګړتیاوو په کمولو کار وکړئ او که غواړئ چئ ښه ملګري و اوسئ نو صبر ولرئ یو بل درک کړئ او رښتینې مینه وکړئ.

1,081 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸