Categories

اعلان

Loading…

چېرته چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وي هلته ژوند، مینه او سکون وي

دغه څرګندونې د چهار شنبې په ورځ پکتیکا والي ډاکټر مجیب الرحمن څمکني د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په نمانځغونډه کې وکړې.

په همدې اړه جوړو شوو مراسمو کې د پکتیکا والي ترڅنګ، مرستیال والي، د ملي اردو دوهمې پلي لوا قوماندان، د ملي امنیت رئیس، امنیه قوماندان، د بېلابېلو ادارو استازو، مېرمنو، قومي مخورو، دیني علماوو او ځوانانو برخه اخیستې وه.

پکتیکا والي ډاکټر مجیب الرحمن څمکني ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د دغې ورځې مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې د هېواد سرتېرو د ډاډمن امنیت د ټینګښت په برخه کې بې شمېره قربانۍ ورکړې دي.

نوموړي زیاته کړه، همدا سرتېري دي چې د هڅو له برکته یې هېواد وال په ارمه فضآ کې ژوند کوي او خپلې ورځينۍ چارې په ښه ډول تنظیموي.

څمکني زیاته کړه، افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه په سیمه کې یو بې ساری قوي ځواک دی او په وینا یې د دوی هڅې او سرښېندې به هېڅکله له یاده ونه وځي.

بل لورته د پکتیکا ولایت یو شمېر قومي مخور او ځوانان د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ورځې نمانځغونډې ته خوښ دي او زیاتوي چې دا به د سرتېرو مورال لا پیاوړی کړي.

ددوی په وینا، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو کارنامې به هېڅکله هېرې نه شي او په وینا یې دوی به یې په هر راز حالاتو کې کلک ملاتړ کوي.

دوی د خوښۍ احساس کوي چې له یوه قوي ځواک نه برخمن دي او زیاتوي چې هېڅ وخت به د د ښمن په تشو تبیلغاتو ونه غولیږي.

د غونډې په پای کې یو شمېر امنیتي مسؤلینو او سربازانو ته د دوی د لا تشویق په موخه ستاینلیکونه او ځینې ډالۍ هم ورکړل شوې.

د یادونې ده، د کب یا حوت نهمه هر کال د افغان امنیتي او د فاعي ځواکونو په نوم نمانځل کیږي او په دې ورځ مسؤلین او ولسونه د سرتېرو د لا هڅونې په موخه د دوی په غاړو کې د ګلانو هارونه اچوي.

د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

381 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2