Categories

اعلان

Loading…

انساني مینه | منور اندیال

الله پاک ډېرو انسانانو ته د جذابیت او تاثُر هنر ورکړی، کله چې مینه ناک خلک هغو سره مخامخ کېږي، وړي یې او له خونده ډک عذاب باندې یې اخته کوي، چې هغه هم نشه ده او هم خُمار، هم خوښۍ ده او هم خفګان، هم ژوند دی او هم مرګ؛ په دې معنا چې ډېر وخت وخت مین انسان فکر کوي، چې ژوند او خوښي یوازې په مینه کې دي، خو ډېر وخت فکر کوي، چې مینه خفګان او مرګ دی، دا ځکه چې انسان پکې له حده زیات خوښي او خفګان تجربه کوي.

کله چې مینه مطابقت ونه کړي، یوطرفه وي یا فاصلې پکې وي او یا شرایط برابر نه وي، داسې مینه بیا ډېره سخته وي؛ ځکه نو مین له مینې شکایت کوي او د تَللي نزاکت په په ادبي جامه کې داسې افسوس وکړي :

همیمه هرڅه ښایي بدل وای، که هغه ورځ مو چېرته یوبل ته

په تېرېدو کې نه وای خندلي، یا زه لږ مخکې وای یا ته لږ وروسته

همیم

د دې مفهوم له مینې نفرت نه دی، بلکه هغه عوامل دي چې د دې انساني مینې ماحول یې خراب کړی وي او مین لپاره یې ستونزې جوړې کړې وي، لکه دلته چې همیم جلالزی د خپل پورتني افسوس لامل وایي:

چا وې د زنده ګۍ نظم په څه شي خرابېږي

ما وې لرې له ملکه آشنایي وکړه بس خلاص

هغه وایي، د زندهګۍ نظم په دې خرابېږي چې له خپل وطن لرې مین شې، زړه ډېر وخت د خوښۍ اسباب غواړي خو موږ سره نه وي، زړه مینه غواړي خو چاسره چې یې غواړي هغه ورته نشو موندلی، ځکه نو ټولنې سره زموږ سازګاري کمه شي د ژوند نظم مو خراب شي، په خپله خوښه یې مخ ته نه شو وړلای.

انسان د بل انسان مینه دومره جذبوي، چې په نه شتون کې یې حتا د هغه د زنده ګۍ نظم ورسره ګډوډېږي او کله چې مین سوز و فریاد کوي هغه څوک چې د په مینه کې یې د بېلتون درد نه وي لیدلای، هغوی دا نشي درکولای لکه شاه سعود چې وایي:

په زړه مې لاس وي د سینې رانه پوښتنه وکړي

چې ورته ووایم، لمبې دي، وایي کوم ځای کې دي؟

مینه انسان نازکخیال جوړوي، په نزاکتونو یې پوهوي، هنریت یې بلي او د خدای د مخلوقاتو په ارزښت یې پوهوي.

814 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸