Categories

اعلان

Loading…

پاکستان خپل غټ هوایي ډګرونه بند کړل او په افغانستان یې د برید ګواښ وکړ

تاند – د پاکستان اردو پواینټ آنلاین په خپل یوه وروستي خبر کې لیکلي چې له هند سره د روان تاوتریخوالي په ترڅ کې د پاکستان مهمو هوایي ډګرونو تر دویم امر پورې خپل عملیات بند کړل.

اردو پواینټ د لاهور، اسلام اباد، کراچۍ، کوېټې، فیصل اباد، او پېښور د هوایي ډګرونو ذکر کړی دی او لیکلي یې دي چې له بهرنیو هېوادونو څخه ور روانو الوتکو ته امر وشو چې بېرته دې هلته ستنې شي.

دغه ورځپاڼه لیکي چې د پاکستان پوځ دا کار د ملکي خلکو د خوندیتوب په پار کړی دی.

بلې خواته اردو پواینټ په یوه آنلاین خپره شوې ویډیو کې وایي چې د پاکستان د پوځ ویاند د یوې مهمې پوځي کمېټې غونډه ور بللې او سپارښتنه یې ورته کړې ده چې په افغانستان کې د هندوستان له خوا په جوړو شویو روزنیزو کمپونو دې برید وکړي.

تر اوسه نه د افغانستان حکومت او نه کومې خپلواکې سرچینې په افغانستان کې د هندوستان د روزنیزو کمپونو د موجودیت په هکله څه ویلي/لیکلي دي.

اخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې که هندوستان په پاکستان بریدونه بند نه کړي کیدای شي چې دوی د سولې مذاکرات وځنډوي خو دایې نه دي ویلي چې دوی ولې خپل مذاکرات د پاکستان او هندوستان تر منځ جنګ پورې تړي‌.

د هندوستان او پاکستان تر منځ روان جنګ په داسې حال کې پېښ شو چې پاکستان له ډېرسخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی او په دغه هېواد د نړۍ والو پورونو اندازه ورځ‌ تر بلې ډېرېږي.‌

6,649 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

4 comments

  1. محی الدین Reply

    سرلیک: پر افغانستان (نه په افغانستان ….)

  2. Aklin Jan Reply

    که په نړی کی د ځنګل قانون نه اوسی او د افغانستان بی وسی نه وی پاکستان خو دا څلویښت کاله تیری کړی په دی اخیر پنځلس کاله خو هوایی او ځمکنی تیری ته مسلسل دوام ورکړی.
    کوم نړیوال قانون ددی کار اجازه ورکړی کوم هیواد ملامت کړه نن که هند د خپل حق څخه دفاع وکړه بی ادبی معاف په کونه یی زور راغی کله یو هیواد ته عذر کوی او کله بل هیواد ګواښی الله خو دی دا جنګ شروع
    کړی چی بیا به د ظاهرشاه خاین عمل نه تګراریږی

  3. عبدالله Reply

    دِه در کجا ، درختها درکجا؟
    وهي دې څوک او چاته ګواښ کوې؟
    باجوه یې او که کجاوه ، پدې پوه شه دلته لویو امپراتوریو خپلې ککرۍ بایللي دي.

  4. Dr.Atal Reply

    په تیرو ۱۵ کلونو کی ر آی-اس-آی په زرګونو بریدونه پر افغانانو ترسره کړی چی متأسفانه نړیوالو هیڅ مؤثر عکس العمل ندی ښودلی ‌، حال دا چی د هر تیری لپاره باید مناسب ځواب ورکړ شوی وای ، خو متأأسفانه موږ هغه وسایل ونه ساتل چی زموږ د ځواب ورکولوتوان یی غښتلی کاوه او د هر تیری لپاره زموږ د عکس العمل توانایی یی زیاتوله ا، او دی رد عمل سره د دښمن هر تیری بی ځوابه نه پاتی کیدو ، او د دښمن په وړاندی زموږ دریځ یی قوی کاوه ، خو مع الاسف هغه عوامل اپه هیڅ کی له لاسه ووتل
    اوس د تیریو په ځواب کی هر څوک حق لری چی د ځانه دفاع وکړی او د شر مرکزونه معدوم او ښکرور حمار خپله پوله کی ایل کړی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸