Categories

اعلان

Loading…

د پاکستان یوه اېف ۱۶ الوتکه له کنټرول لاین سره نژدې وویشتل شوه

تاند – د پاکستان د هوایي ځواک یوه اېف ۱۶ الوتکه له هندوستان سره د کنټرول په کرښه را وغورځول شوه.

په پيل کې انډیا ټوډی آنلاین ادعا کړې وه چې پاکستانۍ الوتکه هندي ځواکونو ویشتې ده، خو د هند د هوایي ځواک یوه چارواکي رسنیو ته وویل چې پاکستانیان وارخطا شوي او خپله الوتکه یې پخپله ویشتې او له منځه وړې ده.

پاکستان د یوې هندۍ څرخکې د راغورځولو او د پیلوټ د نیولو ادعا کوي.

هندي چارواکي وایي چې پاکستان دروغ وایي، که په ریښتیا یې هندی پیلوټ نیولی وي، په تلوېزیون دې یې راولي. د هندوستان انډیا ټوډی تلوېزیوني خپرونې د هغه پراشوټ ویډیو خپره کړه چې د پاکستان اېف ۱۶ الوتکې پیلوټ په کې د الوتکې له ویشتل کېدلو څخه وروسته ځان راغورځولی دی.

پاکستان ۸۵ اېف ۱۶ جیټ الوتکې لري او د یوې اېف ۱۶ الوتکې قېمت څه باندې ۱۴ نیم میلیونه ډالر دی.

4,038 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸