Categories

اعلان

Loading…

په چین کې ۶۰۰ ملیون کاله پخواني فوسیلونه وموندل شول

په چین کې د یوه فوسیل له موندل کېدو وروسته ساینسپوهان دې نتیجې ته رسېدلي چې دا ډبره شوي هډوکي د یوه حیوان دي چې ۶۰۰ ملیون کاله پخوا یې پر مځکه ژوند کاوه.

دا د نړۍ تر ټولو پخوانی حیوان ګڼل کېږي.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، دا فوسیلونه یا د فوسیلونو نښې په ۶۰۰ ملیونه پخوانیو پرښو کې موندل شوي دي.

تراوسه پورې دا ناپېژندل شوی حیوان نوم نه لري خو پر هغه مایکروسکوبي څېړنې ښيي چې یو ډول بحري حیوان ته، چې (Ctenophora) نومېږي، ورته والی لري.

Ctenophora غوښه  خوړوونکي حیوانات لا هم شته او د سمندرونو په تل کې اوسي.

تر دې وړاندې باور کېده چې د مځکې پر مخ تر ټولو پخوانی حیوان (Dickinsonia) دی. ډیکینسونیا کابو ۵۴۱ ملیون کاله پخوا په مځکه کې ژوند کاوه.

په چین کې ۶ سوه کاله پخواني فوسیلونه د ووهاناین د جیالوجۍ د پوهنتون استاد ژنبینګ او ملګرو یې د دوشانتو په سیمه کې موندلي دي.

740 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸