Categories

اعلان

Loading…

موټرلا قاتېدونکي موبایل جوړوي

تاند- د موبایل جوړولو یوه بله کمپنۍ غواړي قاتېدونکي موبایلونه بیا راوباسي.

د موټرلا موبایل کمپنۍ دا موبایلونه به ځیرک یا سمارټ وي خو بیه به یې ډېره لوړه وي.

د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، د موټرلا نوي موبایلونه (موټرلا رازر) نومېږي.

د موټرلا د دې نوي قاتېدونکي ځیرک موبایل بیه یونیم زر ډالره ټاکل شوې ده.

تېر کال لینوفو کمپنۍ، چې موټرلا ورسره تړلی شرکت دی، اعلان وکړ چې د ویرزن کمپنۍ په همکارۍ د قاتېدونکي موبایل په جوړولو کار کوي.

د دې شرکت د ځیرک ټېلفونونو څانګې موټرلا موبیلیټي تېر کال د یوه نوي قاتېدونکي سکرین د اختراع حق په خپل نوم ثبت کړ.

د دې ټېلفون په اړه له دې پرته چې ویل شوي شیشه یا سکرین یې قاتېږي، بل څه نه دي ویل شوي.

همداراز ټاکل شوې ده چې ۲۰۰ دا ډول موبایلونه په لومړي پړاو کې جوړ او بازار ته وړاندې شي.

په پام کې ده چې د موټرلا قاتېدونکي موبایلونه په راتلونکې فبروري میاشت کې یوازې په امریکا کې راووځي.

موټرلا وايي چې اوس دا موبایل د ازمېښت په پړاو کې دی او دا امکان شته چې بازار ته د وړاندې کولو په نېټه کې یې بدلون راوړي.

804 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸