Categories

اعلان

Loading…

د کورنیو چارو وزارت د ۱۰ غلو او قاتلانو نومونه اعلان کړل

تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن سې شنبه/ د ۱۰ تنو جنایتکارانو نومونه اعلان کړل چې د دې وزارت په وینا په کابل او نورو ښارونو کې یې په برمته ګرۍ، غلاوو او قتلونو کې لاس درلود.

د کورنیو چارو وزارت دا کسان د خلکو د ژوند اخلالوونکي بللي او ویلي چې پولیس یې د نیولو لټه کوي.

تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د ۲۰۰ تنو غلو، برمته ګرو او قاتلانو نومونه اعلان کړي وو.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي ویلي چې د هیڅ غله، قاتل او بل جنایتکار په وړاندې به له نرمښته کار وانخلي.

ده له خلکو غوښتي چې د فراري جنایتکارانو په نیولو کې له پولیسو سره همکاري وکړي.

دې وزارت د متهمانو نومونه او عکسونه خپاره کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت د روانې اوونۍ په پیل کې د وسلو ټول لایسنسونه لغوه اعلان کړل او د وسلو له خاوندانو څخه یې وغوښتل چې خپلې وسلې د کورنیو چارو وزارت ته وسپاري.

1,459 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. سلیم Reply

    ما ویل لیست کی به د سیاف ګلبدین محقق خلیلی عطا جرات بصیر سالنګی ایووب سالنګی ملاتره خیل حاجی ظاهر اسماعیل خان او… نومونه هم وي خو پیدا مې نه کړل

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸