Categories

اعلان

Loading…

د ایران د بهرنیو چارو وزیر استعفا وکړه

تاند- د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف له خپلې دندې استعفا ورکړه.

ښاغلی ظریف، چې له امریکا او لویو لوېدیځو هیوادونو سره په ۲۰۱۵ م کال د اتومي موافقې د لاسلیکولو په خاطر زیات مشهور شوی و، پرون /دوشنبه/ ناوخته خپله استعفا د انسټاګرام له لارې اعلان کړه.

ګومان کېده چې جواد ظریف به د هغه شهرت له کبله چې د اتومي موافقې له کبله یې په خپل هیواد کې ترلاسه کړی و، په راتلونکي کې د ایران ولسمشر غوره شي خو وروسته له دې چې امریکا له ایران سره له اتومي موافقې په شا شوه او ایران د امریکا د بندیزونو له کبله له سخت اقتصادی فشار سره مخامخ شو، په ایران کې دننه د زوړپالو له لوري د ظریف پر موافقې شکونه او انتقادونه زیات شول.

ښاغلي ظریف په خپل استعفا لیک کې لیکلي:«زه په صادقانه ډول د خپلو ټولو نیمګړتیاوو په خاطر او له دې کبله معذرت غواړم چې خپل خدمت ته دوام نه شم ورکولی.»

تراوسه پورې د جواد ظریف د استعفا اصلي علت څرګند نه دی. دا هم لا معلومه نه ده چې ولسمشر حسن روحاني به د ده استعفا ومني او که نه.

جواد ظریف په داسې ورځ استعفا وکړه چې د سوریې د رژیم مشر بشار اسد تهران ته لاړ او د دغه هیواد له مذهبي مشر خامنه يي او ولسمشر روحاني سره یې وکتل.

989 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. صالحزوی Reply

    محمد جواد ظریف د ایران د باندینیو چارو وزیر
    ښاغلی محمد جواد ظریف د ایران د باندینیو چارو وزیر یو پوه شخص ، تکړه دیپلومات او ریالست انسان دی. دی د خپل هېواد او له سیمې سره د ایران د ګټو په اهمیت ښه پوهیږي.
    ښاغلي محمد جواد ظریف د 1338 لمریز زېږدیز کال د جدي د میاشتي په 17 په تهران کې په یوه مذهبي ، محافظه کاره خو متموله او بډایه کورنۍ کې پیداشویدی.
    لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې له 1345 – 1355 پورې د تهران په علوي ښوونځي کې پای ته ورسولې او په 1355 -1356 کلونو کې یې د امریکا د سانفرانسسکو د « درو کالج » کې د حقوقو او بین المللي روابطو په رشته کې لسانس واخیست. د ماستري دیپلوم یې له 1360 تر 1361 کلونو په منځ کې د بین المللي روابطو په رشته کې د امریکا د سانفرانسسکو له پوهنتون نه تر لاسه کړ. وروسته د کلورادو ایالت ته لاړ او هلته یې د بین المللی روابطو په رشته کې د دوکتورا په سویه زده کړې وکړې.
    ښاغلي جواد ظریف په 1357 کال کې په سانفرانسیسکو کې د ایران په جنرال قونسلګري کې خپل رسمي کار د مشاور په توګه پیل کړ چې تر 1359 کال پورې هلته خپلې دندې ته ادامه ورکړه . له 1359 تر 1361 پورې په نیویارک کې د ایران په دایمي نمایندګۍ کې مشاور په توګه کار کړی دی. البته د عسکري دوره یې هم همدلته په خدمتي ډول سره تېره کړه .
    ښاغلي ظریف واده کړی دي یو زوی او یوه لور لرې چې زوی یې د برښنا په رشته کې فوق لسانس او لور یې د کورجوړونې په برخه کې انجنیره ده .
    ښاغلي محمد جواد ظریف ، مېرمن او دواړه اولادونه یې په انګلیسي ښه پوهیږي.
    ښاغلی ظریف د تهران پوهنتون مېلمه او افتخاري استاد هم دی او له 1371 – 1381 کلونو ترمنځ د حقوقو او نړیوالو اړیکو په برخه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د باندینیو چارو وزارت مرستیال وو.
    همدارنګه له 1381 – 1386 کلونو پورې په نیویارک کې د خپل هېواد د دایمې نمایندګۍ سفیر او مشر وو.
    ښاغلي محمد جواد ظریف د 1392 کال د میزان له 22 نېټې راپدېخوا د خپل هېواد 101 باندینیو چارو وزیر په توګه دنده تر سره کوي. تر هغه مخکې علي اکبر صالحي د ایران د خارجې چارو د وزیرانو په حساب 100 سلم وزیر وو . هغه د هېڅ سیاسي ګوند غړیتوب نه لري

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2