Categories

اعلان

Loading…

خلیلزاد وايي، د لومړي ځل لپاره یې له ملابرادر سره ولیدل

تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن /دوشنبه/ وویل چې د لومړي ځل لپاره یې د طالبانو د قطر د دفتر له نوي مشر ملا عبدالغني برادر سره وکتل.

خلیلزاد پر ټویټر لیکلي، دا لومړی ځل دی چې دی او ورسره ملګري پلاوی یې د ملابرادر په ګډون له طالبانو سره خبرې کوي.

ده همداراز لیکلي«تازه مې له ملابرادر او د هغه له ټیم سره کاري غرمنۍ پای ته ورسوله. دا لومړی ځل دی چې موږ سره ګورو. اوس د خبرو خوا ته ځو.»

ویل کېږي چې اصلي خبرې به سبا د ملاعبدالغني برادر په ګډون کې پیل شي او نننۍ خبري مقدماتي یا تعارفي دي.

ښاغلي خلیلزاد تر دې وړاندې په یوه بل ټویټ کې کښلي و:

«دوحې ته راورسېدم چې د طالبانو له یوه لا صلاحیت لرونکي پلاوي سره ووینم. دا کېدای شي یو فرصت وي. د طالبانو د پلاوي له سفر سره د پاکستان د مرستې او د قطر د مېلمه پالنې منندوی یم. اوس جدي کار پیلېږي.»

که څه هم تراوسه پورې طالبانو او خلیلزاد د خپلو خبرو د نتیجې په اړه لا څه نه دي ویلي خو قطري چارواکي وايي چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرواترو نتیجې ته هیڅکله د اوس په شان هیله نه شوای کېدای.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت چارواکو او امریکايي دیپلوماتانو هم تایید کړې چې د دواړو خواوو ترمنځ په خبرو کې د جدي پرمختګ احتمال خورا ډېر شوی دی.

1,851 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. دورانی افغان Reply

    خدای ج دي په افغانانو رحم وکړی

    خدای ج دي ځمونږ په وطن کی سوله او آمن راولی

    هر هغه څوک چه د افغانانو د خیر، سولی او سوکالی لپاره کوښښونه کوی، الله ج دي ورته اجرونه او عزتونه ورکړی

    والسلام

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2