Categories

اعلان

Loading…

طالبان به د سولې مشورتي لویې جرګې ته وبلل شي

تاند- د افغانستان د سولې عالي شورا وايي ژر به د سولې مشورتي لویه جرګه دایره شي او طالبانو ته به هم په دې جرګه کې د ګډون بلنه ورکړل شي.

د افغانستان ولسمشر په وروستیو کې د ۴ زره قومي مشرانو، د ګوندونو د مشرانو او د ولس د استازو په ګډون د سولې لپاره د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو اعلان وکړ.

ټاکل شوې ده چې مشورتي لویه جرګه د روان لمریز کال تر پایه پورې جوړه شي.

د سولې عالي شورا وايي، طالبانو ته بلنه ورکوي چې په کابل کې په مشورتې لویې جرګه کې ګډون وکړي.

د سولې د عالي شورا ویندوی احسان طاهري وايي چې اوس په مشورتي لویه جرګه کې د طالبانو د ګډون پر څرنګوالي کار روان دی.

ده وویل چې دا مسله به له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد د خبرو په پنځم پړاو کې، چې نن په قطر کې پیلېږي، مطرح شي.

د مشرانو جرګې یو غړی نادر بلوچ وايي، پکار ده چې مشورتي لویې جرګې ته د هغو سیمو استازي او مشران هم راوغوښتل شي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې اوسي.

1,338 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. حضرت سهاک Reply

    والصلح الخیر . پدې ستر الهي ارشاد سره باید ټول افغانان د مسوولیت احساس وکړي.
    د څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره باید د افغانستان ټول ولس په ګډه کار وکړي، باید یو داسې میکانیزم رامنځ ته کړي چې د هغه په رڼا کې ټول خبیر ، تحصیل کړي افغانان ، دیني عالمان ، قومي مشران ، د ګوندونو مشران ، دولتي اراکین ، د دولت دمخالفینو مشران او هغوي چې په اپورزیسیون جوړولو کې مهارت لري په راتلونکې مشورتي لویه جرګه کې برخه واخلي .
    هغوي چې د مسوولیت احساس نه کوي ، دوي به په راتلونکې کې د خپلو حقوقو او وړاندیزونو لپاره هېڅ ډول موجه پلمه ونه لري.
    افغانستان زمونږ ګډ کور دی او د خپل کور د جوړولو لپاره راځئ په ګډه د زړه له اخلاصه کار وکړو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸