Categories

اعلان

Loading…

د چین هووايي کمپنۍ قاتېدونکی موبایل جوړ کړ

تاند- د چین هووايي کمپنۍ د یکشنبې په ورځ قاتېدونکی موبایل ټېلفون نندارې ته وړاندې کړ او د نړۍ دوه ستر موبایل شرکتونه (اپل) او سامسونګ یې چلنج کړل.

د اې بي سي نیوز د راپور له مخې، هووايي د خپل مېټ ایکس (Mate X) موبایل ټېلفون مخکتنه د هسپانیا په بارسلونا کې وکړه.

د چین دا کمپنۍ په امریکا کې په دې تورنه ده چې معلومات ټولوي او امنیتي ستونزې پېښوي.

د (Mate X) بیه به ۲۲۹۹ یورو یا ۲۶۹۹ امریکايي ډالره وي خو دا ټېلفونونه به د سږ کال د دوبي په پای کې بازار ته راووځي. د دې موبایل د شیشې یا سکرین اندازه ۸ اینچه ده.

سامسونګ په وروستیو کې قاتېدونکی موبایل نندارې ته وړاندې کړ. د سامسونګ ګلکسي ۱۰ موبایل، چې په راتلونکو دوو اوونیو کې به راووځي، څه کم ۲ زره ډالره بیه لري.

873 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸