Categories

اعلان

Loading…

په تیزس کې د ماخذ ښودنې ارزښت |  پوهنمل سید اصغر هاشمي

تیزس لیکنه (نهمه برخه) 

د څېړونکي او څېړنې لپاره مواد او منابع ضروري دي او د يوې ښې څېړنې لپاره د ډېرو ماخذونو مطالعه مهمه ده.

د ماخذ ښودنې په برخه کې لاندې خبرو ته اړینه اړتیا ده:

د ماخذونو شمېر څومره اړین دي؟

څېړنیزه لیکنه له نورو عادي لیکنو او یا رسمي، علمي او اکاډمیکې مقالې له غیر رسمي مقالو د ماخذونو په راوړلو بېلولای شو. که یوه لیکنه هر څومره قوي وي، خو ماخذونه پکې نه وي، د څېړنې د لارو چارو او د څېړنې د نويو آرونو په نظر کې نیولو سره علمي ستونزه او څېړونکي ته تیروتنه ده.په لیکنه کې د څېړونکي خپلې خبرې او نظرونه او د نورو څېړونکیو نظرونه او فکرونه د همدغې ماخذونو په راوړلو او ښودلو سره بېلولای شو.

کله کله ځینو اکاډمیکو ځایونو کې څېړونکیو ته د ماخذونو شمېر ټاکل کېږي او یا په مقاله لیکلو کې د ماخذونو د شمېر یادونه کېږي، چې په حقیقت کې دا سم کار نه دی، ډېر ماخذونه لیکنې ته قوت نه ورکوي، بلکې د څېړونکي تحلیل او تفسیر څېړنیزې لیکنې ته ځواک ورکوي. په حقیقت کې علمي حقایق خپله خبرې نه کوي او نه په ډېرو ماخذونو کې دا صلاحیت شته، خو د څېړونکي ژبه او علمي قوت او صلاحیت دی چې لیکنه تلپاتې کېږي.

په څېړنیزه لیکنه کې ماخذونو راوړل اړین دي، خو دا چې شمېر یې قید شي او یا په یوې لیکنې کې د ماخذونو لوی فهرست جوړ وي، خو د څېړونکي خبرې پکې کمې وي، نو له داسې ډېرو ماخذونو هغه کم ماخذونه مهم دي، چې د څېړونکي خبرې واضحې او څرګندې وي.

بې ماخذه لیکنې ته څېړنه ویلای شو او کنه؟

د پښتو ژبې څېړنې په ابتدايي حالت کې دي، په نړیواله کچه ټولنیزې پوهنې لوړ څېړنیز مقام لري، هلته که څېړنیزه لیکنه ماخذ ونه لري، د څېړنې تر سرلیک لاندې نه راځي، نو له همدې امله که یوه لیکنه څومره ښه وي، خو له ماخذونو ګټه اخېستل شوې نه وي، د څېړنې تر عنوان لاندې نه راځي. د څېړنې یوه اساسي خبره د ماخذونو ګټه اخېستل، په خپل ځای ښودل او د ماخذونو ارزیابي ده. لنډه دا چې بې ماخذه کتاب، رساله، مونوګراف، تیزس، مقاله او داسې نور جوړښتونه د څېړنې تر سرلیک لاندې راتلای نه شي.ځینې لیکوال خورا ښې مقالې لیکي، خو لیکنې یې ماخذونه نه لري، چې د څېړنې د بنسټونو په نظر کې نیولو سره دې لیکنو ته غیر رسمي، علمي او اکاډمیکې لیکنې ویلای شو، خو علمي او اکاډمیکې لیکنې ورته ویلای نه شو.

د عمر او پوهې په لحاظ د کم عمره څېړونکيو له ماخذه ګټه اخېستلای شو او کنه؟

که د څېړونکي عمر کم وي او یا د څېړنې تجربه یې کمه وي، خو د څېړنیزو کارونو سره یې مینه وي او د عمر او پوهې په لحاظ پیاوړي څېړونکي یې له اثارو ګټه واخلي،کوم عیب نه دی، عیب هغه غرور دی چې د ځوان څېړونکي له کتابه ځکه ګټه نه اخېستل کېږي، چې دی یو وخت شاګرد وه او یا د عمر په لحاظ کوچنی دی.

د نړۍ ټول شیان په تکامل کې دي، انسان هم پر بېلابېلو وختونو کې ظاهري او باطني رغښت په نظر کې نیولو سره تغیرکوي، نو د نن ورځې ځوان او نوی څېړونکی به یو وخت پیاوړی څېړونکی وي، په نړۍ کې لویو پوهانو او په ځانګړي ډول څېړونکيو د طفولیت دوره تیره کړې ده، خو نن پیاوړي او مشران څېړونکي دي. یوه ورځ په مجلس کې د څو دوستانو سره مخامخ شوم، د پېژندنې وروسته یو ځوان راته نږدې شو او ویې وویل:زه(فلانی) یم، تا په خپل(فلاني) اثرکې زما د مونوګرافه د ماخذ په ډول ګټه اخېستې وه، دا زما لپاره افتخار وه، چې د ځوان څېړونکي له ماخذه مې استفاده کړې وه او ځوان لیکوال ته روحیه ورکړل شوه، چې اینده کارونه ورکړي.

د ځوانو لیکوالو د اثارو ګټه اخېستنه د دوی د هڅونې لامل کېږي او په اینده کې ورسره دا هیله پیدا کېږي، چې زه هم یو څوک یم او اینده کې خپل کار ته دوام ورکوي.یوه ورځ مې واورید، چې د یوې لیکنې لارښود، څېړونکي ته ویلي وه، چې د(فلاني) له اثارو د ماخذ په ډول ګټه  وانخلې، په علم او څېړنه کې شخصي اغراض، تنظیمي، قومي، مذهبي او ژبني اختلافات او داسې نورې خبرې ځای نه لري.

د ماخذونو ډېروالی لیکنې ته قوت ورکولای شي او کنه؟

که چېرې په یوې لیکنې کې له ډېرو کره او اول لاس ماخذونو ګټه اخېستل شوې وي او په مقابل کې بل څېړونکي له کمو ماخذونو ګټه اخېستې وي، د دواړو علمي او اکاډمیک کار د څېړنې د لارو چارو پر اساس یو شان مخکې تللی وي، نو دلته هغه څېړنه کامیابه ده، چې له ډېرو ماخذونو ګټه اخېستل شوې وي، ځکه چې د ډېرو ماخذونو ګټه اخېستنه د دې لامل کېږي، چې ډېر کتابونه ولوستل شي او په انتقادي نظر ورته وکتل شي، په یوې موضوع د ډېرو پوهانو له نظریاتو او افکارو سره مخامخېږي او همدارنګه د هر څېړونکي د نظر سره خپل نظر او فکر یو ځای کوي، خو که ماخذونه ډېر وي او ټول نظریات را ټول شوې وي، خپل نظر او فکر پکې نه وي، خو په مقابل کې بل څېړونکي له کمو ماخذونو ګټه اخېستې وي او لیکنه یې د څېړنې د لارو چارو پر اساساتو برابره وي، نو دلته بیا د ماخذونو کمیت مهم نه دی، بلکې د څېړنې کیفیت مهم دی.په څېړنه کې ډېر ماخذونه په هغه وخت کې لیکنې ته قوت ورکوي، چې څېړنه له پیله تر پایه د څېړنې مېتودولوژي په نظر کې نیولو پیل او پای ته رسېدلې وي او که داسې نه وي، نو بیا د ډېرو ماخذونو راوړل څېړنې ته قوت ورکولای نه شي.

د ماخذونو ښودل او که  نه ښودل کسر شان دی؟

د څېړنې لپاره ماخذ ښودنه مهمه ده، ماخذ لیکنې ته قوت ورکوي، په لیکنه کې د جعل کاري مخه نیسـي، لیکنې کې ادبي غلا ښکاره کوي او داسې نورې ښېګڼې لري.د نړۍ لویو پوهانو د نورو پوهانو له اثارو د ماخذ په ډول ګټه اخېستې ده، ټولو اسلامي څېړنو ته قران کریم او نبوي احایث د اول لاس ماخذونو په ډول د ګټې اخېستې وړ دي. په لیکنه کې د ماخذونو ښودنه د څېړونکي لپاره عار نه دی، خو دا ورته کسر شان دی، چې د څېړونکي له اثره ګټه اخېستل شوې وي، خو ښودل شوې نه وي، دا د څېړونکي معنوي ملکیت او دارایي ده، چې بل لیکوال یې باید غلا نه کړي، خو دا حق ورنه اصل لیکوال نه شي اخېستلای چې له کتابه یې ګټه اخېستل شوې وي او ځای ځای ښودل شوې وي، خو بیا هم څېړونکی په قهر وي، چې ولې یې له ماخذه استفاده شوې ده.کله کله داسې هم کېږي، چې څېړونکي کتاب لیدلی نه وي، د بل کتاب نه ماخذونه ښيي، چې دا هم یوه ستونزه ده او په ځینو ځایونو کې زه ورسره مخامخېږم.څه موده مخکې یو څېړونکي سره مخامخ شوم، ده د تاریخ مرصع له ماخذه ګټه اخېستې وه، ما ورته وویل چې تاریخ مرصع به څو مخه وي، ده په زغرده وویل: سل مخه کتاب دی.

په ماخذ ښودنه کې له صداقته کار اخلو او کنه؟

څېړونکی باید په څېړنه کې له صداقته کار واخلي او د ماخذ ښودنې په برخه کې یوه کرښه هم ځای ځای وښيي، دا د اصل ليکوال حق دی او څېړونکی باید دا کار وکړي، بیا هم د دې خبرې یادونه اړینه ده، چې ټولې غیر علمي خبرې باید پریښودل شي، بلکې د څېړنې د اصولو پر اساس دې ماخذونه وښودل شي.  

په ماخذ ښودنه کې امانت دارۍ ته پاملرنه کوو او کنه؟

ماخذونه ځای ځای ښودل، ماخذ ښودنه کشـر شان نه ګڼل، د ځوانو لیکوالو د ماخذونو استفاده کول، د هر لیکوال نظر ته احترام درلودل او داسې نور مسایل په امانت دارۍ کې راځي. په لیکنه کې یوه کرښه بې ماخذه راوړلای نه شو، د کتاب یوه برخه او یا ټول کتاب د څېړونکي مال دی، د دې مال مالک یې اصل لیکوال دی.

په متن کې د ماخذونو د نه ښودنې ستونزې

کله کله د ځینو داسې اثارو سره مخامخېږم، چې د ماخذونو یو لوی فهرست یې په پای کې راوړی وي، خو په متن کې یې یادونه شوې نه وي، دلته یوه لویه ستونزه دا ده، چې داسې لیکوال د څېړنې د لارو چارو سره سم اشنا نه دي، نو ځکه په متن کې ماخذونه نه ښيي. په متن کې د ماخذونو ښودنه حتمي ده، که په متن کې ماخذونه ونه ښودل شي او د کتاب په پای کې راغلې وي، دا د ماخذ ښودنې په برخه کې لویه ستونزه ده او دا لیکنې د څېړنې تر سرلیک لاندې راتلای نه شي.په یو مخ کتاب کې د پنځو بېلابېلو ماخذونو او نظریاتو ګټه اخېستلای شو او همدارنګه په یو مخ کې د پنځو ماخذونو د فکرونو منل او نه منل د اصل څېړونکي دنده ده او همدارنګه خپل نظر راوړل هم یوه اساسي مسله ده، که چېرې په متن کې ماخذونه نه وي، نو څنګه کولای شو، چې پوه شو، د کتاب اصل متن د کوم څېړونکي ده؟په کتاب کې بېلابېل نظریات د چا دي؟ ایا د کتاب په پای کې چې کوم ماخذونه راغلي دي، په اصل متن کې څومره صدق کوي؟نو په متن کې د منابعو ښودنه مهمه ده. (د تحقیق اصول، ۱۱۰)

د یو اثره څو ځله د ماخذ په ډول ګټه اخېستلای شو؟

زما د خپل مطالعې له مخې تر اوسه پورې په پښتو، فارسي او اردو ژبو څېړنیزو اثارو کې د دې خبرې یادونه نه شته، چې په څېړنه کې له یو اثره څو ځله ګټه اخېستلای شو، خو د یوې خبرې یادونه اړینه ده، چې د یو کتاب ډېره برخه اخېستل سم کار نه دی، که د یو ماخذه ډېره ګټه واخېستل شي، نو حتمي به اثر د لیکوال نظریات په تکراري ډول په لیکنه کې راوړو، دا چې دا نظریات په حاضر اثر کې شته، نو په تکراري ډول راوړل به یې سم نه وي، خو که په علمي مهارت او قوت له یو اثره څو ځله په بېلابېلو مخونو کې ګټه واخېستل شي او همدارنګه د لیکوال نظریات پکې وي او د اقتباس د لارو چارو سره څېړونکی اشنا وي، نو په داسې مواردو کې امکان لري، خو بیا هم د تامل وړ خبره ده.

ماخذ ښودنه کې کوم ډول سبک سم دی؟

ماخذ د اخېستنې ځای ته وايي، هر څېړونکی د خپل ذوق او د وخت د دود په نظر کې نیولو سره ماخذونه په متن او پای کې ښيي، چې دا ټول سم دي او یو ته سم او بل ته ناسم ویل به سمه نه وي.

د لوړو زده کړو وزارت د افغانستان پوهنتوني علمي رتبو لپاره یو ډول ماخذ ښودنه(ای پی ای)(A P A)سیستم په متن او پای کې لارښوونه کوي، چې باید عملي شي، خو نورو سبکونو ته هم ناسم ویلای نه شو.   

د ماخذ ښودنې په برخه کې د اصل څېړونکي(ګټې اخېستې اثر) لیکوال اجازه مهمه ده او کنه؟

ماخذ ښودل د څېړونکي حق دی، دی کولای شي چې اول لاس (بنیادي) ماخذونه معلوم او ترې ګټه واخلي او یا د انلاین دایرت المعارفونو (انسایکلو پیډیاوو) نه استفاده وکړي، په دې صورت کې د څېړونکي حق دی، چې د کوم اثره ګټه اخلي، خو د ماخذونو ارزیابي او هر ماخذ ته په انتقادي نظر کتل، چې کار یې ناسم نه وي، د څېړونکي دنده ده. څېړونکی چې د کومو څېړونکيو له اثارو ګټه اخلي، هغوی هم د نورو لیکوالو د څېړنیزو اثارو استفاده کړې ده، نه هغو ته د اجازه اخېستلو کومه خبره شته او نه دویم څېړونکي ته. په ځینو وروسته پاتې هېوادونو کې داسې هم کېږي، چې د څیړونکي له اثره ګټه اخېستل شوې وي، خو دی پرې خفه وي، خو ده به خپله د یو درجن نورو ماخذونو استفاده کړې وي.که چیرې د څېړونکي له اثره په دقیق او کره ډول استفاده شوې نه وي، دی مستحق دی، چې خفه شي او یا د دویم څېړونکي سره په دې برخه کې خبرې وکړي. ماخذونه په څېړنه کې د اخېستنې ځای معلوموي او څېړونکی کولای شي، چې د ځینو پوهانو نظریات تائید او د ځینو رد کړي، خو په دلایلو سره. ماخذونه څېړنې ته قوت ورکوي او موثقتوب یې ثابتوي. بې ماخذه څېړنه د څېړنې په کتار کې نه راځي. څېړنه کتابتوني، ساحوي او لابراتواري ډولونه لري او په دغو ډولونو کې د بېلابېلو مسایلو سره مخامخېږو، مثلا په کتابتوني څېړنه کې چې د کوم ډول ماخذونو ګټه اخلو باید په دقیق، واضح او کره ډول وښیو. د ماخذ ښودنې سبکونه او ډولونه بېلابېل دي، یو ته سم او بل ته ناسم ویل سم کار نه دی. ماخذ د اخېستنې ځای دی او دا چې د اخېستنې ځای په کوم ډول وښیو، کوم باک یې نه شته.  (د تحقیق اصول، بېلابېل)

526 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸