Categories

اعلان

Loading…

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو ۱،۹ میلیونه کتابونوه چاپوي

مطبوعاتی اعلامیه

پوهنې وزارت له یوې داخلي چاپي کمپنۍ سره د اسلامي زده کړو د ۱،۹ میلیونه جلده کتابونو د چاپ هوکړه لیک  لاسلیک کړ.
یاد هوکړه لیک د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي او د سرور سعادت مطبعې د مشر تر منځ د پوهنې وزارت د غونډو په تالار کې لاسلیک شو.
د دې هوکړه لیک پراساس به د اسلامي مدارسو ۱،۹ میلیونه جلده درسي کتابونه د ۱۷۱ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت د څلورو میاشتو په موده کې چاپ شي.
ډاکټر محمد میرویس بلخي د یاد قرارداد د لاسلیک پرمهال وویل: «خوشحاله یم، چې د دینې مدارسو د کتابونو د چاپ قرارداد له سرور سعادت مطبعې سره لاسلیکوم، موږ ژمن یو، چې  د هېواد ګرانو ماشومانو لپاره د عمومي او اسلامي زده کړو کتابونه چاپ او د دوې تر لاسونو یی ورسو».
د پوهنې وزارت سرپرست زیاته کړه، چې په دغه قرارداد کې  شامل کتابونه  به په لوړ کیفیت چاپ او په ټاکلی وخت سره به د هېواد د ټولو اسلامي مدارسو زده کوونکو ته ورسیږي.
دسرور سعادت چاپي مطبعې  رییس د دولت او پوهنې وزارت له خاصې پاملرنې څخه، چې د هېواد خصوصی سکتور د پرمختګ په برخه کې یې کړي مننه وکړه، ژمنه یی وکړه، چې  د یاد هوکړه لیک مطابق به یاد شوي کتابونه په لوړ کیفیت او ټاکلي وخت چاپ شي.
یاد قرارداد کې د مدارسو له ۱۲-۷ ټولکیو لپاره ۱۰۷ عنوانه کتابونه شامل دي.

په درنښت
د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست

721 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸