Categories

اعلان

Loading…

حداد ماوماو | استاد سعدالدین شپون

زوی یې لوی کړې په دې هوښیارۍ، نیمه پېړې شپه او ورځ سره یو ځای ، خو سم مې ونه پېژاند. تر یوې هفتې مخکې مې لا هم ماوماو باله. پرون مازیګر، له هدیرې نه د  راستنیدو سره مې مېرمنې راسره خوږه مرکه پیل کړه. پوهېدم چې ما دلاسا کوي. د ماوماو د تسمیې وجه یې را نه غوښته، د هغه د مېرمنې او بچیانو صفتونه یې کول، خپل واده یې یاداوه چې زما ټول ملګري ورته راغلي وو، حداد ما وماو هم ورکې و. خو چې زما خاموشي اوږده شوه نو پاڅېده د شپې د پخلي په بهانه پخلنځی ته شوه. لا غوښه سره نه وه، څځاری یې خوت چې زه پخلنځي ته ورغلم، د پیازو د بوي، د لړلو او څمڅۍ د کیش و کړپ په مینځ کې مې د ماو ماو کیسه شروع کوله، خو هغه راباندې پوه شوه، داش یې مړ کړ، له لاسه نیولی یې د ناستي خونې ته راوستلم، شین چای یې را ته کېښود، ویل یې چې وایه:

 ما په پاړسي شعر شروع کړه چې د کوروالا  خوښېږي لا هم نه: بودم آنروز من ار طایفه ی درد کشان+ که نه از تاک نشان بود ونه ازتاکنشان . حداد زما د نیمې پېړۍ یار پاتې شوی.

ماو ماو  د کینیا یوه قبیله ده او په دې هم مشهوره ده چې د لوی انقلابي دیکتاتور، جومو کنیاتا د جنګیالیو نوم هم.دې ډلې په اسرار آمېز ډول غربي ښکېلاکګر او خپل مخالفین وژل. حداد تیار جومو کنیاتا و، لوړ، اسرار آمېزه، کم خبری ، ډېر عملی. د چرخ افغان په نامه یې یو پټ ګوند درلود چې تر آخره یې نه د هغې مشر را وښود نه مرامنامه. اوس مې شک راځي چې خپل ورور، غلام محمد فرهاد یې ښود یا خپل ځان. یو، په لاس لیکل شوی اخبار یې هم په موږ باندې وېشه چې ویل یې د چرخ افغان له دفتره خپرېږي. داسې نه ده چې را نه لرې و. هفته کې، لږ تر لږه درې شپې مو ګذرګاه کې د ده کور کې وې. د پخواني کابل اکثر کورونه په همدې ماډل وو. نرۍ، اوږده کوڅه، په هغې کې بله، بیا یو سرپټی تور دالان، بیا یوه دروازه بلې ته، آخرکې یوې لویې خونې ته خلا صیده .

ابراهیم صفا، شایق جمال، فراهي، بشیر اتل، رحیم الهام او نور ما وارو کشران لنډه غران به ورکې تر نیمو شپو په سیاسی او تاریخي بحٍثونو لګیاوو.

هماغلته مې امان الله خان، چې پخوا مې کافر باله ، وپېژاند. د اقبال د پیام مشرق، زبور عجم او پس چه باید کرد ای اقوام شرق او نورو سره آشنا شوم چې زما فکر یې همداسې کړ لکه چې وینئ یې. د ډېرو پولیسي  پلټنو سره سره مو دا چرخ افغان ونه پېژاند .

 وروسته  بیا الهام  صیب، چې په موږ کې ځیرک و، وویل چې زه و خدای دا پخپله حداد دی. د سیمرغ کیسه یې تېره کړه چې د مرغانو دېرش کسیزه ډله د هغې د پیدا کولو په لټه آسمان ته وختله، حتې تر اووم آسمانه پورې ورسېدل، خوسیمرغ نه و. آخر کې یې د مشر پام شو او ویې ویل، قسم چې سیمرغ نشته، موږ خپله دېرش مارغان یو.

حداد صیب موږ ټولو ته د چرخ افغان د غړیتوب پاڼی، چې صرف یو ټاپه شوی کاغذ و، راکړې وې خبرداری یې راکړی و، چې بل چا ته یې مه ښيئ چې  که چرخ افغان درباندې خبر شي نو ګیله به مو له ځانه وي. یوه ورځ مې په سهوه کې خپل پلار ته د امان الله خان نوم په نېکه یاد کړ، چې قریب یې وژلی وم.

د حداد په کوټه کې یو ټغر و او لس دوولس خیرن بالښتونه بړستنې. ډوډۍ موډۍ نه وه، خو کله کله به دروازه ودربول شوه، حداد به ورغی، د چا یو پتنتوس په یې را دننه کړ. یوه ورځ مې پوښتنه وکړه چې دا د چای والا بيبي څوک ده؟ هغه وویل دا چرخ افغانه ده، نور پوه نشوم. حتی دلته امریکا کې مې چې پوښته، هم یې ګونګ ځواب وایه.

د کوټې په دېوال باندې یې د امان الله خان، وزیراکبر خان، سیدال ناصر، غلام نبي څرخي  او نورو عجیب عکسونه ځړېدلي وو چې برجس دریشي یې د شمله ورو پټکیو سره سمون نه کاوه. د هغو کالونو ښې خاطرې ډېرې دي چې دلته به یې یو څو مثالونه عرض کړم:

یوه ورځ یوه ګوندي خپله استعفی ور وړاندې کړه. پرې باندې لیکل شوي و چې زه داسې ګوند په بلا وهم چې تذکره ورکوي خو کوپون نه ورکوي؟،

په موږ امر شوی و چې هره میاشت به یو سړی ګوند ته رابولو. یوه ورځ چا یو ځوان راووست خو هغه ویل چې خپل کمال کوټې ته نشي دننه کولی. چې ټول ورپسې ووتلو، ګورو چې یو لوی تروم دی، عسکري باجه. حداد صیب ډېر ونازاوه، ویل یې چې زموږ انقلاب کامیاب شي، لا محال به د کابل خلکو ته په همدې  باجه کې اعلان کوو.

 بل ماخپل پخوانی هم صنفی انور، چې زه یې په لیکنو کې د المرچارمغز په نامه یادوم  وروست. حداد یې چې تحقیقات کول، هغه وویل چې زه کندوز کې معارف کې کار کوم.

د معارف مدیر یې؟

نه، په اداري کې یم

مدیر اداري؟

نه، د تحویلخانې په شق کې

تحویلدار یې؟

نه د تحویلدار مرستیال

د حداد صیب یوه نرۍ موسکا په شونډو تېره شوه خو نورو له خندا بډوډي نیولي وو.

کالونه وروسته چې الهام د میوند وال اخبار /مساوات/ چلاوه او حداد صیب افغان ملت، یوه ورځ حداد راته وویل چې شپنه، ته خو هوښیار معلومېږي مشوره راکړه چې څنګه کړم چې زما اخبار هم څوک په بیه واخلي. اوس حاضر کاروان اخلي، شوخک اخلي، پرچم او مساوات اخلي خو افغان ملت څوک نه اخلي. ما ویل، ماوماوه ته هم د نورو په شان په خلکو تورونه ولګوه، ښکنځلې وکړه، امپریالستان محکوم کړه بیا به یې واخلي. حداد صیب ویل چې افغان ملت خو داسې بې ادبي نشي کولی، د درنو خلکو اخبار دی. رباني کوهنورد چې بیا وروسته پرچمی شو وویل حداد صیب، ته معلومو خلکو ته ښکنځل مه کوه  بلکه کومه نامعلومه طایفه راګیر کړه، لکه چنګړ، شېخ مامدي، جټ. بیا نو وایه چې د افغانستان ټولې بدبختۍ د همدغو د لاسه دي. اخبار به دې خلک واخلي او لس شل کاله وخت غواړي چې دغه طایفې لیک لوست زده کړي او ستا اخبار ولولي، ترهغې به خدای خبر موږ چېرې یو.

کور والا ته مې وویل چې زما او د ماوماو نیمه پېړۍ  یارانه وه، په یوې مرکې نه ختمېږي، ته بېرته ځه پخلنځی ته .هغې وویل، په دې شرط چې هر ماښام یې راته ووایې.

1,323 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸