Categories

اعلان

Loading…

د ماوماو وروستۍ خاطره

استاد سعدالدین شپون

تاند کې کوم خواخوږي راته دعا کړې چې د لسو دوولسو نورو ناولونو تر لیکلو پورې دې الله پاک درسره ګوزاره وکړي، د ګوزارې په مانا خدای ښه پوه کړی یم. تر اوسه خو لا شته یم، ښه په دمه کې روان یم، هر سهار ټول اندامونه شمېرم، دې خوا هې خوا یې اړوم، په اتیات پاپۍ په غولي ږدم، آزمېیم یې چې د وجود دروندوالي ته ټینګېدای شي که نه. چې ګورم هر څه پوره او فعال دي، ځان سره وایم، نن خو دې هم په سر کار واړوله، سبا ته به ګورو. لاس په کټاره ټینګوم، پاوړۍ په پاوړۍ یې شمېرم، سبناري ته کوزیږم.

 یوه ورځ ټوخېدم، ووېرېدم چې دا به د سرطان لومړۍ نښه وي، خو چې خپل بنګله دېشي ډاکټر ته لاړم، هغه پس له معاینې راته خندل چې مریض نه یې بانګساره یې. بله ورځ مې چې د سترګو شکایت وکړ، ذره بینې عینکې یې راکړې، خو بیا یې بېرته واخیستې، ځکه معاینې وښودله چې د لید قوت مې ۲۰-۲۰ دی.

اشتها هم بده نه ده، د هندواڼې خو به دروغجن شم، د یوه اوږد وړي خان آباتي خټکي په اندازه خېټه کۍ را پورې غړکه وهي. ډاکټر د شلو د قیقو ویل، زه یو نیم سات ټرېډمېل یا د زیار په پښتو، یون ماکو کوم. بیا دا نورې لوبې چې په پښو یا لاسو وزن جګوي. نو دا لسیزه په دې تېره شوه چې څک یم چې بلا به له کوم اړخه راځي. کور والا تل راته وايي چې یه سړیه، ته لکه چۍ مرګ په بوله دربولې. درسته ورځ په څار کې یې چې مرګ به له کوم کنډوه دراوړي. رښتیا هم وايی، خو زما محاسبه هم هسې د جولایانو مشغولا نه ده چې، پنج ایتي، پنج اوتي، پنج په دوکان. نه د سودایانو مشغولا.

پوره اته اویا کلن یم، نو مرګ بلا غواړي چې نه دی راغلی؟ خواخوږي چې رانه دوولس ناولونه غواړي یا مې سلو کالونو ته څکوي، که ټوکې نه کوي، نو وېرېږم چې ماغزه به یې خراب وي چې په پېښورۍ پښتووايي، د سر پاسنی چېمبر یې وران دی. ټول آسماني او مځکني کتابونه یو څه وايي دوی بل څه. ادبیات هم تکراري لګیا وي چې مرګی شمال دی هره پاڼه رژوینه. د حداد ماما پسې چا د ځانه جوړه کړې وه چې تر مرګ  دمخه یې مېرمنې ته ویلي وو چې بیا به جهان راپسې غواړې، نه به یمه. پاس د خپيل کمپیوتر خونې ته وخوت، د کوروالا سودا شوه، وروختله، حداد په چوکۍ ناست و ، سا یې ختلې وه.خلک هسې لګیا دي چې مرګ مفاجات کې د ایمان د نه تېرولو وېره ده. زما په فکر دا سادېستان دي. زما پرې رخه راځی، کشکې د مرګ سکرات په ما هم دومره آسانه شي.شپون ژوندی، بیا د سترګو په رپ کې مړ. نه د زنکدن کړاو، لکه اوښ چې له باره سره د ستنې له سپم نه تېر شي، نه د ناروغۍ هردم شهیدګي، نه د درد بغارې چې لر بر کلي یې اوري، بس د پیل صیب د غوږ چم به وي چې درته وايي، نه دې په راتګ خبر شوم، نه په تګ. خو د حداد مې وروستی کار خوښ نه شو. چې تابوت یې د بولدوزر په کرېن ورښکته کړ، بیا یې چې د زنځیر کنجک له تابوته خلاصاوه، نه خلاصېده، هر څه چې یې تابوت لر بر کړ، د کنجک منګول ترې نه راختله. ګویا حداد د حال په ژبه ویل چې ما لحد کې مه پرېږدﺉ.زه وایم چې زوروره، چې یو ځل مړ شوې نو بیا شور مه خوره. دنیا کې دې چپ له دربدرۍ، جلاوطنۍ او نهیلۍ څه لېدلي وو چې ارمان یې کوې؟.هغه افغان ولس خو تا ولېد چې درنه ترمې ترمې شو او تا ورته رڼې رڼې کتل، له لاسه دې څه نه کېدل. پخپله تا نه ویل چې د اقبال دا خبر ه ناکاره ده چې هر ملک ملک ماست که ملک خدای ما ست؟ او ما درسره غبرګوله چې دا یې لکه چې د سټالین کوم شعار ترجمه کړی و.تا په خپله مبارکه خوله د امریکا د کوم انقلابي خبره تکراروله چې آیا ژوند دومره خوږ دی؟ سوله دومره قیمتي شی دی چې د غلامۍ د اتکړیو په بیه یې واخلو؟

ما او تا  مازې په ریموټ کنټرول وطن پالنه کوله. ماوماو ګله، زما انګرېزي یوه لوټه ستا ترهغې درنه وه . یوه اصطلاح مې یاده کړه چې /وېرچوال ریالیټي/ یې بولي. ریاليټی مانا واقعیت، هغه څه چۍ شتون لري . نو د ورچوال ریاليټی مانا بېدو واقعیت، رسا واقعیت، تیار واقعیت، تقریبا واقعیت ده چې ما خبره اوږده کړه، تا ویل زه خپله حداد مانا پښ یم . دا به هماغه وي چې پښتانه ورته سپنخړی وايی، مانا د وسپنې خړه چې د پښ د دوکان مخې د ډېران په اېرو کې کنډوری کنډوری پرته وي، زیږ سوری سوری لکه د غومبسې ځاله، بزګران خپلې چاودې تلې پرې توږي. ما وېل ماوماوه، ستا یې ډېر زده، مقصد دا د کمپیوټر لیکنه چې موږ ځان پرې خوشالوو، وېرچوال ریاليټي ده. که وطن یادوو، که یې سندرې بولو، ګویا ویرچوال ریاليټي یادوو، ریاليټی را نه څو زره میله لرې پرته ده، بس د وسپنې په خړې ځان خوشالوو. مڼه نشته، نه نیمه پخه او نیمه زېړه  زرغونه، خو موږ یې د آشنا د لاس تحفه بولو.ماوماو جانه ، ما په ډېرو داسې مڼو شخوند وهلی خو د کنداریانو خبره، د خاشې خوند یې نه و، نیمه خوا، سپېرې شونډې پاتې شوی یم.

948 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
status:
200
recipients:
572

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸