Categories

اعلان

Loading…

پیوند/ اجمل پسرلی

(بارونکا) به په ګرمي او یخني کې ټوله ورځ د پراګ موزیم د اورګاډي له تمځي سره ولاړه وه، مجلې یې خرڅولې.

سهار چې به زه کار ته تلم له دې سره به په بس کې یوځای کیدم، بیا نیمه لار په اورګاډي کې همسفره و.

نن مازدیګر خبر شوم چې دیارلس ورځې مخکې یې زړه دریدلی. د دې د کور مخې ته چې تیریدم ور یې دوه پلې خلاص و لکه شمال چې پورې وهلی وي، ورته ودریدم. د ښځې غږ شو:

-مهرباني

نجلۍ وه په منډه منډه راغله، لاس یې رامخته کړ:

-یانا یم د بارونکا لور

-اجمل یم

دې د سګریت لوګی غوټه غوټه پورته پوف کړ. ما ورته وویل:

– کله یې خاورو ته سپارئ

– جسد یې سوځولی

-وبښئ خبر نه وم

دې اوږې پورته غورځارې کړې:

–  په ژوند یې له مرکزي هدیرې غوښتي و چې جسد یې وسوځوي او خپلې پیسې یې هم مخکې تر مخکې ورسپارلې وې

-خوا مې پرې بده شوه ښه ښځه وه

-زما مور خو زه لا ښه نه ایسیدم چې زیږولې یې یم دا کور یې هم خیریه موسسې ته ورکړی، ته له موسسې راغلی یې

-زه دلته د کوڅې په بر سر کې اوسم،  څه مرسته کولی شم

دې د سګریت ایرې د کور پر دیوال وڅنډلې، ورو یې وویل:

-مننه

د بارونکا څيره مې تر سترګو سترګو شوه چې د موزیم د تمځي مخې ته یې پایې ته ملا تکیه کړې، مجله یې په لاس کې ده…. غولي ته مې وکتل، هغه ونې سپیرې ښکاریدې چې یوه ورځ یې راته ویلي و دا دې په خپل لاس پیوند کړې دي، د کور رسیدلی چمن شمال ته کوږ ووږ شو.

پراګ

1,792 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸