Categories

اعلان

Loading…

د جنسي اړیکو په اړه لیکل ولې بد ګڼل کېږي؟ ‎

شرف الدین عظیمی

د مینې، جنسي ژوند او ورته مسایلو په اړه بحث او لیکل په افغاني ټولنه کې ساده کار نه دی او په اړوند یې څه ویل، لیکل او څېړل په یوه ډول تابو شکني ګڼل کېږي او کیدای شي لیکوال او څېړونکي یې هم بد وګڼل شي، خو په هر حال دا ستونزه او اړتیا داسې پرېښودل او له پامه غورځول هم د یوې ټولنې ارواپوه ته عذاب وجدان پیدا کوي.

په همدې موخه مې هڅه وکړه تر څو په یو لړ پوښتنو بحث او غور وشي؛ نو اړینه مو وګڼله چې د جنسي ژوند اړوند او په مشخص ډول جنسي اړیکو او ستونزو پوره تفصیلی لړۍ پيل کړو، دا دی تاسو د دې لړۍ لومړۍ پوښتنه راسره لولئ.

د جنسي اړیکو په اړه لیکل ولې بد ګڼل کېږي؟ په دې اړوند ډېره هڅه شوې هغه لامل وسپړل شي چې پورتنۍ پوښتنۍ پسې ګرځي.

لومړی لامل دا دی، وړاندې تر دې دا کار ډېر نه دی شوی او ډېر چا څه لیکلي او ویلي نه دي او په هېواد دننه لیکوال خو کله هم دا هڅه نه ده کړې او ورځ تر بلې دا کیسه تابو شوې او تابو کیږي.

دویم؛ دا چې افغاني ټولنه کې له ماشومتوبه، ماشومانو ته د جنسیت خبره جدي توضیح کیږي او نارینه او ښځینه له خپل ماشومتوبه خپل ګواښونه او ګوت څنډنې اوري او ویني او په یوه ډول منل کېږي چې دا مسایل پټ دي او باید پټ وساتل شي. او په ځانګړې توګه ناوړه خبره دا ده چې نارینه ته یې جنسیت ښه او ښځې ته یې جنسیت بد ورپيژندل کېږي او دا بیا هغه څه ګرځي چې ښځه یې ټول عمر باج ورکوي او سختې ورسره تېروي.

درېیم؛ خلکو ته د شرم یوه مسله ګرځول شوې او هغه هم له ماشومتوبه په همدې دلیل ټولو وګړو منلي چې ګنې دا خبرې باید پټې او بدې وګڼل شي. د بېلګې په ډول ډېر ځله اورېدل شوي چې دې ډول اړیکو ته نور نومونه اخیسل شوي لکه خړکار، بد کار، ورانه معامله او … دا نومونه په خپله بد بار لېږدوي او ورځ تر بلې یې د شرم وسیله ګرځوي.

څلورم دلیل دا دی چې ډېر ځله یې په ضررونو نه یو خبر یانې په دې نه پوهېږو چې د جنسي مسایلو اړوند ناپوهي څومره ګرانه راته پریوزي.

پنځم؛ ډېر ځکه خلک له دې خبرو وېرېږي چې سپک او سپور نشي او د خلکو ترمنځ یې ټولنیزې اړیکې او دريځ ته زیان ونه رسېږي او په اصطلاح خلک بد پورې ونه وايي.

شپږم؛ جنسی غړي په خپله په خپل ذات کې هم پټ دي او همدې پټ والي په ذهني ډول هم پر انسانانو اغېز شیندلی او خلک یو څه ورته اماده دي چې جنسي غړيو په اړه بحث او لیکل هم پټ کړي.

اووم؛ ډېر ځله د جنسي ژوند په اړه لیکل کول د منفي قضاوت وړ هم ګرځي. د بېلګې په ډول نور موضوعات کم وو چې په دې اړه دې لیکل وکړل، له دې لیکنې ضرور کوم غرض لرې، حتمن کومې این‌جي‌او یا سفارت پيسې درکړي، حتمن خپله یو جنسي او شهواني انسان یې، حتمن خپله په جنسي ژوند کې ستونزه لرې او داسې نور.

اتم دلیل دا دی چې موږ افغانان جنسي ژوند ته په مهمه سترګه نه ګورو او هسې یوه ساده مسله یې ګڼو او په ټوله نړۍ کې هم موږ یو چې په دې برخه کې ډېرې ستونزې لرو.

نهم دلیل یې دا دی چې کېدای شي د کورنۍ، قوم او ملګرو او همکارانو د مسخرې او خبرو لامل وګرځو او په وړاندې مو خنډ وګرځي او یا کومه بیابي او رسوایي ترې جوړه شي.

لسم دلیل دا دی چې یو چټل، ککړ، بد او مردار کار راته ښکاري او تل یې په همدې باور روزلي او پاخه کړي یو او دا چې جنسي ژوند یو خوږ، هوسا او راحت بښونکی کار دی دا فکر یې زموږ په مغزو کې وچ کړی. په دې اړوند مو په درېیم لامل کې هم څو بېلګې وړاندې کړې.

یولسم لامل یې دا دی چې تر اوسه لا هم موږ افغانانو جنسي ژوند ته د یوه ژوند په سترګه نه دي کتلي که څه هم په غیر مستقیم ډول مو ډېرې خوارۍ ورته کړي، مینه مو کړې، مرګونه مو کړي، ننګونه مو کړي، لګښتونه مو کړي او آن ځانونه مو په جنسي تنده وژلي؛ خو بیا هم د یوه ژوند د یوه مهم مورد په سترګه نه ورته ګورو او هسې مو ګڼلی او تېر کړی مو دی. زه په دې باور لرم که سروې وشي او هر نارینه او ښځينه ته پوښتلکیک ورکړل شي، ډېره لویه برخه افغانان به مو په دې نه پوهېږي چې څه ډول جنسي اړیکه ټینګه کړي.

دولسم لامل دا دی، تر اوسه هم خلک په دې باور دي چې دا ډول کتابونه، لیکنې او بحثونه خلک بې شرمه کوي او حیا له منځه وړي.

د ارواپوهنې له نظره لوڅ موارد نه، پټې خبرې د انسان ذهن ډېر فعاله کوي او هڅوي یې تر څو پرې خبر او پوه شي او دا کړنه د انسان په نورو کړنو او ذهني پړاونو هم بده اغېز کوي، ځکه چې دا مالومات کله ناکله له غیر مسلکي لارو، ملګرو او … ترلاسه کوي او هغه ښې سرچینې نه دي او باید چې په دې اړه په ځانګړي ډول د ځوانانو په ژوند ژور فکر وشي تر څو وکولی شو په جنسي انحرافونو د ځوانانو له اخته کېدو مخنیوی وکړو او خپله یې د بدبختۍ لامل نه شو.

2,092 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

4 comments

  1. نصیب Reply

    د پټانانو د جهالت له کبله به بد ګڼل کېږي کنې دا اشد ضرورت دی چې باید ټول پرې وپوهېږي. په یوروپ او امریکا کې جنسي مسایل په ښوونځیو کې تدریس کېږي.
    زموږ په نږدې ګاونډیو ایران او پاکستان کې نه یوازي دا چې زرګونه کتابونه پرې لیکل شوي په ورځپاڼو او مجلو کې یې په لکونو لیکنې خپرې شوي او لا هم خپرېږي.
    هلته یې څوک بد نه ګڼي خو دلته بد ګڼل کېږي . سوال دا دی چې دلته کوم ښه کار ښه ګڼل کېږي؟
    نجاري ته په سپکه ګوري، سلماني ته په بده ګوري، موسیقي او هنر ته په بده سترګه ګوري… ګڼ نور مسلکونه همداسې
    بناً جهالت جهالت جهالت

  2. عمرخیل Reply

    زما په نظر یوازي هغو و ته به بد ښکاري چې طالباني افکار لري، کنې زموږ ګاونډي قومونه لکه هزاره، تاجک، ازبک او نورو نه ما نه دي اورېدلي چې د جنسي مسایلو په اړه په معلوماتو یې خوا بده شوې وي.
    عمرخیل

  3. بریال Reply

    په اولو ورځو کې به لږ د شرم خبره وکڼل شي ، خو په تدریج سره خلک ورسره بلدیږي، د ضرر او شرم پرځای له ګټو اومزیاوو نه باخبره کیږي. په ټوله کې جنسي مسایل هم د ټولنې د ورځني ژوند یوه مهمه او حساسه برخه ده. لازمه ده چې د افغاني ټولنې ټول غړي د ژوند په دغه برخه هم پوه شي او د مختلفو امراضو ، ناخوالو ، ‌ذهني نا آرامیو نه مخنیوی وشي.

  4. ع۔ شریف زاد Reply

    سلام
    د روانی سیکالوڑی پہ لرکی د مسکو وادہ تہ را بللی میلمانہ د عامہ پوھاوی بل ارخ دی چی افغانی تولنہ ورسرہ مخامخ دہ دی نغری تہ مسگر،سفیر،تورن،ولس مشر ،،چپی او راستی ، شعلہ یی او نور تیپر من او چارک او بی وزنہ ۔۔۔۔ راغلی ول
    ملامت او سلامت د دومرہ قربانیو،تلفاتووڑنو
    او تباھیو نہ وروستہ بیا ھم د لینن پہ کوتہ کی سرہ راغوند شوی ول او د یوہ میز شاتہ کولی وھی ددی سیاست تعریف او ما نا بہ کوم قاموس کی وی
    کومہ سایکالوڑی بہ د اومنی مخکی لہ دی چی فردی مسولیت تہ داخلاقی معیارو نو لہ دروازی ننوزو
    کما کان ،لکہ خنکہ چی تاسی پہ مسلکی لحاظ لہ
    ھر چا دیر پوھیز او پہ پورتنی لیکنہ کی یی فاکتورونہ پہ داکہ دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2