Categories

اعلان

Loading…

د ولسمشرۍ کاندید رحمت الله نبیل د کابلوف پر څرګندونو غبرګون وښود

تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ کاندید رحمت الله نبیل د ولسمشرۍ د یوه بل کاندید حنیف اتمر په اړه د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي پر څرګندونو غبرګون وښود.

د افغانستان لپاره د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي د ترکیې له انادولي خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي «په افغانستان کې هر څوک پوهېږي چې (اتمر) مهم سیاستوال دی او په پراخه پیمانه د نورو سیاستوالو له ملاتړه برخمن دی. د ده امتیازونه او غوره والی د انکار وړ نه دي؛ ده هم د کرزي په حکومت کې او هم په اوسني حکومت کې مهمې چوکۍ لرلې. دی بې ساری دی، د افغانانو له معیارونو سره سم داسې اوچت مدیر دی چې د افغانستان پر ستونزو پوهېږي او په دې هم خبر دی چې هغه څرنګه حل کړي.»

خو ښاغلي نبیل ویلي چې د حنیف اتمر په ننګه د روسیې د ځانګړي استازي څرګندونې تر وخت مخکې کمپاین دی:

«د روسیې د ولسمشر استازي ضمیر کابلوف د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مهالوېش ته له پامه پرته ډېر ژر کمپاین پیل کړی دی.»

د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

کابلوف له انادولي سره په مرکه کې همداراز ادعا کړې چې د افغانستان د خاورې په سلو کې ۷۰ خاوره د طالبانو په کنټرول کې ده.

ده په افغانستان کې د یوه داسې موقت حکومت د جوړېدو ملاتړ هم کړی چې مشر یې د طالبانو لپاره د منلو وړ وي.

د افغانستان د خاورې د کنټرول په اړه د کابلوف پر څرګندونو یو شمېر عامو افغانانو هم عکس العملونه ښودلي دي:د کابلوف د څرګندونو تفصیل

1,831 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

3 comments

  1. شاهین افغان Reply

    که شپه تیاره ده مڼې په شمار دي. داګز او دا میدان . راځئ انتخابات وکړو چې څوک یې ګټي.
    که طالبان په غرونو یا په دښتو حاکمیت ولري ، د کابلوف خبره به سمه وي. خو د افغانستان ټول ښارونه ، د ولسوالیو مرکزونه او ګڼ مېشتې سیمې ټول د افغانستان د دولت تر حاکمیت لاندې دي. علاوه پردې دولت کولای شي د هېواد هره سیمه چې د طالبانو تر نفوذ لاندې وي ونیسي . بنا د کابلوف ادعا کاملا غلطه ده.
    مونږ ته یو ځلې آی اس آی موقت حکومت جوړ کړ او د افغانستان هرڅه نیست او نابود شول. بیا د پردیو په خوله موقت ، عبوري ، انتقالي ، بېواکه حکومتونه نه غواړو.

  2. Abdul Karim Rahimzai Reply

    نه اتمر او نه نبیل د ولسمشرۍ وړتيا لري. اتمر له ورايه ثابته کړه چې یو اپرچونېست دی او د واک له پاره هرراز جوړجاړی ته حاظر دی حتی که د ملت په تاوان هم وي. نبیل بايد په دې ټوېټ کې ويلي وای چې بل هېواد حق نه لري چې د افغان نوماندانو په اړه خپل نظر څرګند کړي او دا په افغانستان کې د روسيې لاس وهنه ده چې باید تکرار نه شي.

  3. razmohammed mohmend Reply

    salamoalikum;every one look from the angle of his eye;
    MAYBE ATMER IMPORTANT FOR RUSSIA.NOT FOR AFGHANS.
    ATMER IS MULTI FACE.DO NOT TRUST ATMER.
    this will be biggest mistake/if afghans give the vote to atmer.

    my dear afghans open your eyes;who are with atmer in team.

    THINK POSITIVE&ACT POSITIVE.
    THANK YOU

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2