Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر غني موقت حکومت د پردیو طرحه وبلله

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د موقت حکومت نظر رد کړ او ویې ویل چې د افغانستان ولسمشر بیا به هم د افغانانو له لوري انتخاب شي نه د ایرانیانو، پاکستانیانو او روسانو له لوري.

ښاغلي غني په ارګ کې یوې غونډې ته وویل، سوله راتلونکې ده او افغانان نه غواړي چې په ماضي کې واوسي.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، چې نن یې خپره کړې، ولسمشر تاکید وکاوه چې د افغانستان ولسمشر د افغانانو له لوري انتخابېږي نه د ایران، پاکستان او روسیې له خوا.

ویل کېږي چې پاکستان او روسیه په ځانګړي ډول په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو غوښتونکي دي. د روسیې په مرسته د مسکو په وروستۍ غونډه کې هم د موقت حکومت غوښتنه مطرح شوه.

خو ښاغلي غني وویل«د افغانستان ولسمشر د افغانانو له خوا غوره کېږي او اسلام اباد، تهران او مسکو حق نه لري چې افغانستان ته ولسمشر وټاکي. هغوی چې له ولس څخه بېرېږي د موقت حکومت خبرې کوي، پردۍ او له هیواده دباندې جوړه شوې طرحه په دې هیواد کې ناکامه ده.»

ښاغلي غني همداراز وویل«موږ وتوانېدو چې نړۍ سولې ته راضي کړو خو ایا طالبان قاچاقبرانو او تروریستانو ته قناعت ورکولی شي چې د افغانستان پرمختګ او ثبات ومني؟»

ده، چې د لوی کندهار له ځوانانو سره خبرې کولې، زیاته کړه«سوله د کاغذ پر مخ نه راځي، باید یو بل ومنو او د افغانستان د راتلونکې لپاره پلان او طرحه ولرو. د هلمند د سولې کاروان راغی او د هغوی په غوښتنه ما له دوی سره د سړک پر سر ولیدل، د هغوی غوښتنې مې واورېدې، اوس کوټې ته لاړ شئ او طالبانو ته ووایاست چې موږ له ولسمشر سره ولیدل او هر وخت یې لیدلی شئ، تاسو ولې زموږ سره نه وینئ او زموږ غوښتنې نه اورئ.»

1,196 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2