Categories

اعلان

Loading…

د چهاه بهار بندر له لارې به د لومړي ځل لپاره هند ته افغاني محصولات واستول شي

تاند- افغانستان به سبا /یکشنبه/ د چاه بهار بندر له لارې د خپلو محصولاتو لومړۍ پېره هند ته واستوي.

د افغانستان د ولسمشر ویندوی هارون چخانسوري نن /شنبه/ وویل، د افغانستان سوداګري مال، چې په ۲۳ کانتینرونو کې چاه بهار بندر ته استول کېږي، ۵۷۰ ټنه وزن لري.

د ښاغلي چخانسوري په وینا د تجارتي مال کاروان به د نیمروز ولایت په زرنج کې په یو لړ مراسمو کې چاه بهار ته روان شي.

ده وویل چې په دې مراسمو کې به ولسمشر محمد اشرف غني هم برخه واخلي ځکه چې دا لومړی ځل دی چې افغانستان د چاه بهار بندر له لارې هند ته صادرات کوي.

د جنورۍ په وروستیو کې هند اعلان وکړ چې نور به هندي بېړۍ چاه بهار بندر ته منظم تګ راتګ کوي.

ټاکل شوې ده چې هندي بېړۍ به په هرو دوو اوونیو کې له چابهار بندر څخه هند ته افغاني محصولات ولېږدوي.

هندي رسنۍ وايي چې د مومبۍ، کندلا او موندرا له بندرونو څخه به نور په منظم ډول په هرو دوو اوونیو کې (په میاشت کې ۲ ځلې) چاه بهار بندر ته هندي بېړۍ تګ راتګ کوي.

هند د اقتصادي ودې له نظره په نړۍ کې لومړی مقام لري او اټکلونه وايي چې په راتلونکو دوو لسیزو کې به د نړۍ پر دوهم ستر اقتصادي قدرت بدل شي. له دې کبله له هند سره د افغانستان د سوداګري راکړو ورکړو د لار پرانیستل کېدا نه یوازې د افغانستان د صادراتو لپاره زیات اهمیت لري بلکې له دې درکه هم زیات مهمه ده چې د منځنۍ اسیا او هند د راکړې ورکړې ترانزیتي لار به افغانستان وي.

ازبکستان او د منځنۍ اسیا ځینو نورو هیوادونو هم د چاه بهار بندر د فعالېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې له دې لارې به له هند او نورې نړۍ سره راکړه ورکړه کوي.

1,251 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2