Categories

اعلان

Loading…

پښتو معیاري لهجه | پوهنیار حمیدالله عمرخېل

د لیکنې لیکوال پوهنیار عمرخېل د بلخ پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو څانګې استاد دی.

Abstract: The linguistic has different branches, the most popular branch is descriptive linguistic and dialect is originally an important branch of descriptive linguistics. Dialect is a regional variety of language distinguished by features of vocabulary, grammar, and pronunciation from other regional varieties and constituting together with them a single language. It is clear that every language has its own dialects, Pashto also has different dialects because of existence of its speakers. The term dialect (from Latin dialectusdialectos, from the Ancient Greek word, dialektos) is used in two distinct ways to refer to two different types of linguistic phenomena. A standard dialect is a dialect that is supported by institutions. Such institutional support may include government recognition or designation; presentation as being the “correct” form of a language in schools; published grammars, dictionaries, and textbooks that set forth a correct spoken and written form; and an extensive formal literature that employs that dialect (prose, poetry, non-fiction, etc…).

Maybe there is unity in Pashto but dialect unity is less, there are some scholars and some officials in Kabul that Mention standard dialect which does not have Oral existence. We can say that there is no any standard dialect.

This article focused, and Analysis Pashto standard dialect why there is no any standard dialect? What are obstacles? This article answered these questions.

        سريزه: زموږ پښتو ژبه کې ډېرې لهجې موجودې دي چې ښایي د یوې سیمې خلک د بلې سیمې د خلکو په لهجه پوه نه شي؛ نو د داسې یوې ژبې لپاره باید معیارونه وټاکل شي کله چې د ژبې معیارونه وټاکل شول؛ نو دا ژبه بیا د معیاري لهجې په نوم یادیږي، دا چې دا معیارونه به څوک ټاکي او ولې دې ته معیاري لهجه وایي او د یوې ژبې د معیاري کولو اړتیا څه ده ؟ دا څېړنه وشوه ځکه چې په دې اړه پوره او کره معلومات تر اوسه پورې نه دي وړاندې شوي، که وړاندې شوي هم وي؛ خو کافي نه دي؛ نو په دې هکله لا ډېرو معلوماتو ته چې څېړنیز اړخ ولري اړتیا شته.

د دې څېړنېزې علمي مقالې په مرسته به مینه وال معیاري لهجه او د پښتو ژبې د معیاري کولو په لار کې پرتې ستونزې وپیژني. بل دا چې له زده کوونکو سره به د ممد درسي په توګه مرسته وکړي.

   د درسي بهير سره د ممد درسي په توګه د دې مقالې څخه د ګټه اخيستلو ترڅنګ، که چېرته په راتلونکې کې محصلين په دې برخه کې نورې څېړنې کوي د يو ماخذ په توگه ترې ګټه اخيستلاى شي.

 د معیاري لهجې علمي څېړنېزې مقالې د څېړنې لپاره لومړى يو پلان ترتيب شو، د معیاري لهجې په اړه معتبر ماخذونه او منابع په نښه شوي دي، او بيا په کار باندې پيل شوى دى، په دې علمي مقاله کې د تخنيکي اړخ تر څنګ په څو مهمو علمي څېړنيزو  موضوعاتو باندې څېړنه شوې او په يوې کوټلې نتېجې سره پاى ته رسيدلې ده. دا څېړنه کتابتوني ده چې له علمي ترکیبي میتودونو څخه په کې کار اخیستل شوی دی.

       په نړۍ کې خدای ډېرې ژبې پیداکړي، چې اوس مهال هم په زرګونه ژبې موجودې دي؛ خو هره ژبه ځانته خوصوصیات او بېلابېل ادبیات لري او هره ژبه کې بیا بېلې بېلې لهجې موجودې وي. کله چې د یوې ژبې ادبیات رامینځ ته کیږي؛ نو دا ښکاره خبره ده، چې د هماغې ژبې د لیکوالانو او ادیبانو د هڅو په نتیجه کې مینځ ته راځي او ژوندي پاتې کیږي او دا ادبیات به هغه وخت ښه وده کولای شي، چې د هغې ژبې ټول معیارونه په پام کې ونیول شي. شاید د معیار د کلمې په اوریدو سره تاسو ته هم دا پوښتنه پیدا شوې وي، چې د لهجې معیار څه ته وایي؟ او دا معیارونه به څوک ټاکي او ولې دې ته معیاري لهجه وایي؟ او د یوې لهجې د معیاري کولو اړتیا څه ده، دغه او دې ته ورته پوښتنې مې په دې لیکنه کې جواب کړي دي، مخکې له دې چې په خپله اره موضوع چې ( معیاري لهجه) ده پیل وکړم غواړم چې تر دې دمخه ځیني اصطلاحات، چې له موضوع سره نږدې اړیکې لري دروپېژنم، چې پیل یې په مفاهمې سره کوم.

      مفاهمه:

انسانان ټولنیز ژوند کوي، د هغوی په سلوک کې یو له بل سره متقابل عملونه او دغه راز له چاپیریال سره متقابل عملونه دواړه شامل دي. دغه متقابل عملونه او فعالیتونه د مفاهمې له لارې یو بل ته د پیغامونو او اطلاعاتو د رسولو له لارې سرته رسیږي. که د ژبې تعریف ته پام وشي؛ نو انسانانو هر وخت د خبرو توان درلود؛ خو د دې مانا دا نه ده چې ژبه دې نو د کلمو په واقعي مانا د انسان د پیدایښت همزولې وي.

هوتک (۲۰۰۶) د مفاهمې په اړه وایي:”په مفاهمه کې درې ډوله سیسټمونه شامل دي، چې یو یې غږونه دي، بل یې د بدن حرکتونه دي او دریم یې چې تر نورو دوو ډولونو ډېر زیات بنسټیز اهمیت لري، ژبه ده. په ژبه کې بېلابېل غږونه تر یوه ځانګړي انتظام لاندې اوډل شوي وي.”(۳۶ مخ)

د هوتک (۲۰۰۶) د معلوماتو پر بنسټ “د ژبې پيدایښت  تاریخ د انسانانو د پیدایښت له تاریخ سره ټینګي اړیکې لري او د انساني ټولنې د تاریخ د تکامل او پرمختګ سره یې سم تکامل موندلی دی او په نتیجه کې یې دغه اوسنۍ بڼه غوره کړې ده.”

دا خو څرګنده خبره ده، چې لومړني انسان د پیدایښت په لومړي وخت کې ژبه نه درلوده؛ خو کله چې یې د دې ضرورت احساس کړ چې خپلې غوښتنې، افکار او خیالات نورو ته انتقال کړي؛ نو د ستونزو او مشکلاتو سره سره یې ژبه مینځ ته راوړه او د ژبې د پیدایښت دغه پیښه ډېره پیچلې وه او د تحول او تکامل ډېره اوږده دوره یې تېره کړې ده.

څرنګه چې ژبه په تاریخي ډول پیدا شوې او د انسانانو تر مینځ د ګډون یوه پیچلې وسیله ده، یعني هغه وخت چې انسانانو ته دا اړتیا پیدا شوې، چې یو بل ته څه ووایي د دغه اړتیا له مخې غږیزو غړو پراختیا وموندله، چې په تدریج سره دغه پراختیا او بریالیتوبونه پر مخ ولاړل، چې بلاخره د خبرو کولو نننۍ نړۍ مینځ ته راغله، چې دغه اوسنۍ بڼه او شکل د ټولنیز ژوند د اوښتون او پرمختګ ښه پایله ده، چې ژبې هم ورسره په خپل وار اوښتون او پر مختګ کړی دی.دا چې بیا هره ژبه کې بېلابېلې لهجې وجود لري، چې په ریښتیا هم د ژبو زده کړه یې مشکله کړې ده؛ خو د دې مشکل له پاره ژبپوهانو کوښښ کړی دی، چې د ژبې لپاره معیارونه وټاکي او د ټولو لهجو څخه یې یوه لهجه انتخاب کړې، چې ټولو له پاره د پوهیدو وړ وي او د معیاري لهجې نوم یې پرې ایښی دی.

معیار:

د معیار عربي ټکی  د عین په زېر سره د (عیار) له کلمې څخه اخیستل شوی دی. په لغت کې اندازې، کچې، میزان، مقیاس، پېمانې، ثابت او منل ماډل، د سرو او سپینو زرو د پېژندلو ډبرې( محک)، ترازو د توپک د میل بر( سور)، نورم، قاعدې ، اصل او داسې نورو ته ویل شوی دی، چې معایېر د جمعې حالت دی. (هوتک،۲۰۰۶: ۴۱ مخ)

په انګریزي ژبه کې د معیار له پاره، د Norm,measurement,standard,touchstone  اصطلاحات کاروي.په هندي او اردو ژبو کې ، همدا عربي ټکی د “مایار یا معایار” په بڼه ادا کوي.

په اروپایي ژبو کې د معیار (standard) مفهوم په بېلابېلو معناوو سره ثبت شوی دی، چې په هغو کې یې لږ تر لږه دوه اساسي معناوې تر نورو ډېرې څرګندې دي. لومړۍ یې د نظامي سمبول مفهوم دی، چې په هغه کې بیرغ، مجسمه ‌ډوله تصویرونه او نور راتلای شي.

د معیار دوهمه معنا له لومړۍ څخه بېله ده. په دې معنا کې معیار د یوې اندازې یا وزن یوه نمونه راښيي. د مثال په توګه د اوږدوالي د اندازه کولو فلزي میله ( نیم ګزی)، د ظرفیت د معلومولو لوښی، د وزن د ښوولو او سپنیزه کتله ( کاڼی) او نور…

یو بل معیار هم شته چې د اصل( original) په معنا د نقل(copy) په مقابل کې کاریږي. کاپي په ورځنیو چارو کې د یوه واحد د قانوني څرګندونې په توګه کار ورکولای شي؛ خو اصل ته باید وروستۍ او نهایي مراجعه وشي. په مثال کې یې د لیک اصل، د کتاب اصل، د فرمان اصل او نور راوړلای شو.

په دې ټولو معیارو کې د اعتبارauthoritative،عمومیت commonality، یووالي unity او متحد الشکل والي uniformity مهم مفاهیم په ګډه پراته دي.

لهجه:

لهجه د خبرو اترو طرز یا د خبرو د افادې یو ډول دی. لهجې ته په انګریزي ژبه کې  ډیالېکټ وایي چې د یوناني ژبې له ډیالېکټوس Dialectos څخه مشتقه کلمه ده او ډیالکټوس د خبرو کولو طریقې ته ویل کیږي. لهجه د یوې ژبې محلي نوعه هم بللی شو. لهجې ته فرېزیولوجي phraseology  هم ویله شوې ده او هغه هم د افادې د څرګندولو لارې ته ویل کېږي.

لهجې پر جغرافیایي ماحول سربېره په ټولنه کې د یوې ژبې د ویونکو له ټولنیز او اقتصادي دریځ سره هم بدلون مومي. د کلیوالو لهجه، د بزګرو لهجه ، د مامورینو لهجه، د اشرافو لهجه او نورې ډېرې لهجې یې په مثالونو کې راتلی شي.

واجد (۱۳۹۵) وایي :”د ژبې پوهان په دې عقیده دي، چې د ژبې لهجه هغه وخت مینځ ته راځي چې ویونکي یې له خپل اصلي او طبیعي ټاټوبي څخه د بېلابېلو ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي او نظامي عواملو له امله نورو سیمو ته ولېږدیږي او هلته د نورو ژبو په ګاونډ کې واقع شي او د نورو ژبو او ثقافت تر اغیزې لاندې راشي. د ځینو لهجو د انکشاف لړۍ دومره پسې اوږده شي، چې یوه بله ژبه مینځ ته راوړي.”( ۶۲ مخ)

ژبه د انسانانو تر منځ د پوهولو یوه اله او وسیله ده. کوم ځانګړي توپیرونه چې د یوې ژبې د ویونکو له خوا لیدل کیږي د هغې ژبې بېلابېل ګړدودونه دي. یا په بله وینا د یوې ژبې هر ویونکی د دغې ژبې د یوه ګړدود ښکارندویي کوي او یو له بل سره له بېلابېلو بیلوژیکي، سوسیالوجیکي او جغرافیایي دریځونو په لرلو سره د هماغې یوې ژبې په استعمال او کارونه کې توپیر لري.

مګر څرنګه چې دا فردي توپیرونه په خپلو منځو کې دومره لرې نه وي، ځکه نو دې هر یو ته موږ دیالکت نه بلکې ایدیالکټ (Idiolect) یا فردي لهجه وایو. په دې ډول له دغو فردي ایدیالکتونو نه هماغه ډلې په پام کې نیسو چې یو راز ګډ سیمه ییز یا ټولنیز خصوصیات ولري؛ نو همدا علت دی چې وایو د پلانۍ سیمې ډلې یا ټبر ګړدود. په لنډه توګه ویلای شو ګړدود یا لهجه د یوې ژبې هغه ځانګړې بڼه ده، چې په یوې ټاکلې جغرافیایي سیمه، تاریخي دورې یا ټولنیز قشر یا طبقې پورې اړه لري.

کوم بریدونه چې د یوې ژبې ګړدودونه سره بېلوي، هغه ګړني، صوتي، ګرامري او لکتیکي توپیرونه دي. لنډه دا چې دیالکتالوجي له اره د تشریحي ژبپوهنې یوه غوره څانګه ده او داسې یو علم دی، چې د یوې ژبې د جامع نظام فرعي نظامونه څېړي.

اوس به راشو خپلې اصلي موضوع ته چې معیاري لهجه ده:

معیاري لهجه:

ځینې ځایونو کې د معیاري لهجې پر ځای معیاري ژبه کاريږي؛ خو تږی(۱۳۸۹)  د معیاري ژبې پر ځای معیاري لهجه استعمالوي او معیاري لهجه دا ډول راپیژني”: په دې بحث کې د غور ټکی فردي لهجه ده، چې ژبپوهان یې د ایډیولکټ په نامه یادوي او دا عبارت په یوه ټاکلې دوره د یو خاص شخص د ګړنیو عاداتو له مجموعې څخه بلل کیږي.” ( ۲۰ مخ)

همدا فردي لهجه ده، چې د ژبې او لهجې په بحث کې د ډېر اساسي عنصر حیثیت لري او هغه داسې چې ژبه د هغو فردي لهجو مجموعې ته ویل کیږي چې لږ یا ډېر ورته والی سره لري.لهجه هم عین شی دی، مګر په دومره توپیر، چې کله که دواړه اصطلاحات په عین بحث کې یعني یوې ژبې په برخه کې استعمالېږي؛ نو د یوې واحدې لهجې د فردي لهجو تر منځ ورته والی تر هغه زیات وي، چې د ټولې ژبې د فردي لهجو ترمنځ لیدل کېږي.

شپون (۱۳۸۹) د معیاري لهجې په اړه وایي:”که د یوې ژبې د ټولو لهجو له منځه یوه لهجه د ټولنیز ، وټه ییز، کلتوري او سیاسي دریځ د لوړوالي له پلوه د دغې ژبې په ښکارندویي د ورځنۍ لیکنې د استعمال لپاره انتخاب او وامرل شي، ادبي، رسمي، عمومي یا په لنډ ډول معیاري او کره لهجه کڼل کیږي او د دې په وړاندې نورې بڼې نا معیاري لهجې دي.”(۱۰۰مخ)

د تږي (۱۳۸۹) له نظره ” که موږ ژبه یو سیستم وګڼو او کوم ډله ییز توپیر، چې په خپله دغه سیستم کې لیدل کیږي؛ نو هغه لهجه ده، اما کله که خپله سیستم بېل وي هغه بېله ژبه ګڼو. په دې ځای کې دا هم باید وویل شي، چې ښایي پخپله دلته یوه ژبني سیستم کې لهجوي اختلاف اجتماعي وي، چې د صنف او طبقې په اساس منځ ته راځي او یا ښایي محلي وي، چې د جغرافیایي توپیرونو په اساس رامینځ ته کېږي؛ نو بهتره ده چې موږ  په دې بحث کې د معیاري لهجې اصطلاح وکاروو، نه د معیاري ژبې”

د معیاري لهجې خبره په پښتو او د نړۍ په ځینو نورو ژبو کې یو څه توپیر لري. د ساري په توګه کله چې د نړۍ په ځينو ژبو د بېلګې په توګه انګلیسي یا فرانسوي کې معیاري لهجه ویل کېږي هلته مطلب یوازې لیکل شوې بڼه نه ده، بلکې په خپله ګړنی شکل هم په کې راځي او دا بیا په بېلو بېلو ټولنو ، سیمو او مهالونو کې تر بېلو بېلو اقتصادي ـ سیاسي او ثقافتي شرایطو لاندې بېل بېل شکلونه غوره کوي.

د معیاري لهجې خبره یوه ثقافتي او د ټولنیز مقبولیت خبره ده، چې ټول ټولنیز مقبولیتونه بیا ځانته اقتصادي او سیاسي رېښې لري.

دا چې معیاري لهجې ته په انګریزي کېstandard dialect  وایي؛ نو که د یوې ژبې د ټولو ګړدودو له مینځه یو ګړدود د ټولنیز، ټبریز، کلتوري او سیاسي دریځ د لوړوالي له پلوه د ویلو او د ورځنۍ لیکنې لپاره استعمال، انتخاب او ومنل شي ـ معیاري او کره ګړدود ګڼل کیږي.

معیاري لهجې په بېلابېلو ژبو کې تر بېلو بېلو شرایطو لاندې رامینځته کیږي. د بېلګې په توګه  لاتیني لهجه چې لومړی یوازې د روم په ښار کې ویل کیده، څه موده وروسته په ایټالیا او بیا پسې په ټوله لویدیځه نړۍ کې عامه شوه. د دې د تعمیم او مقبولیت لوی علت هم د روم د ښار اقتصادي ،سیاسي او کلتوري سیادت و.

معیاري فرانسوي په همدې بڼه له پاریس نه راووتله. دا ځکه چې پاریس د فرانسې اقتصادي، سیاسي او کلتوري مرکز و.

ننۍ پښتو کې ښایي وحدت تر یوه حده موجود وي، مګر لهجوي وحدت لږ دی. په کابل کې ځینې د قلم خاوندان او یو اندازه د رسمي قدرت خاوندان معیاري لهجه یادوي، چې شفاهي موجودیت نلري، بلکې یوازې لیکل شوې بڼه لري؛ نو په دې اساس سړی ویلی شي، چې تر اوسه پورې هم لا په پښتنو کې کومه عامه شفاهي معیاري لهجه درک نلري، چې د خپل ټولنیز مقبولیت له نظره په خلکو کې عامه شوې وي.

دا چې په پښتو کې کومه شفاهي معیاري لهجه ولې نشته؟ د دې دلیل دا دی، چې له پښتو لهجو څخه هیڅ یوې هم داسې کوم عام متداوم ټولنیز مقبولیت نه دی پیداکړی، چې هغه دې په شعوري ډول زموږ تر عصره رارسیدلی وي او بیا د معاصرې معیاري پښتو په پښتونخوا کې د ښایسته اوږدې مودې لپاره سیاسي ، اقتصادي ، کلتوري سعادت ور په برخه شوی وي. د افغانستان ستر سیاسي، اقتصادي ، کلتوري سعادت د دري په برخه دی. د افغانستان په خاوره کې پښتانه چې اکثریت دي، په غیر متوازن ډول میشت شوي دي، چې دا هم د یوې کره او معیاري لهجې لپاره ستر خنډ دی.

هغه څه چې یې نن ځینې کسان معیاري پښتو بولي، هغه هم د کابل د کومې خاص لهجې منکشف ډول نه دی، یوازې د ځینو فعلونو او حکمونو په واسطه تر یوې اندازې په کتاب او اخبار کې ځای نیولی دی.

څرنګه چې د زمانې په تیرېدو سره معیاري ګړدود په پراخوالي او بشپړوالي کې زیات بشپړ او بډای کیږي. دا ځکه چې نور ګړدودونه ورو ورو تر اغیز لاندې راولي او په پای کې هغه ټول په خپل ځان کې ځایوي او بېرته ژبنی یوالی مینځ ته راوړي.

د هوتک (۲۰۰۶)  د مطالعاتو پر اساس “نن سبا ګړدودي توپیرونه د یوالي خوا ته رادرومي، تر انشعابه یې اتحاد کیدون ډېر دی”.

ریښتیا هم اوسنی علمي  او تخنیکي پرمختګ د دې سبب شوی، چې نه یوازې د یوې یواځنۍ ژبنۍ ټولنې د غړو ترمینځ، بلکې د ټولې بشري نړۍ ژبو کې نږدیوالی مینځته راځي. لکه مخکې مو چې وویل ځیني وخت داسې هم شوي دي، چې یو ځانګړی محلي ګړدود دې معیاري ګرځیدلی وي، لکه د اتک attic په لرغوني یونان کې دغه لهجه تر پنځمې پېړۍ پورې یوازې یوه محلي لهجه وه او ډېر لږ ویونکي یې درلودل، مګر وروسته له دې چې ویونکو یې سیاسي واګې لاس ته راوړې، پوره د یوې پیړۍ لپاره یعني د پارسیانو له جنګ نه نیولې بیا د مقدوني د امپراطورۍ تر جوړیدو پورې د ټولې هیلیني Hellenic نړۍ یوه مشترکه او معیاري ژبه شوه.

کومه لهجه، چې د ډېرو لیکوالونو په لیکنو کې استعمالیږي ښایي املایي وحدت تر یوه حده موجود وي؛ خو لهجوي وحدت لږ دی او په کابل کې ځینې د قلم او یوه اندازه د ثقافتي یا رسمي قدرت خاوندان معیاري لهجه یا د دوی په خبره معیاري ژبه شفاهي موجودیت نه لري، بلکې یواځې لیکل شوې بڼه لري.

موږ وویل چې معیاري ګړدودونه ډېری د اقتصادي، سیاسي او یا ثقافتي سیادت په نتیجه کې مینځ ته راغلي او عام شوي دي. مګر له بده مرغه داسې کوم پښتني مرکز نشته، چې له یوې خوا دې په ټوله پښتونخوا کې  د یوې ښایسته اوږدې مودې له پاره سیاسي ، اقتصادي او ثقافتي سیادت ور په برخه شوی وي او له بلې خوا په دغه مرکز کې یوازنۍ او یا لږ تر لږه هغه ژبه پښتو وي، چې د سیادت او ثقافت د لومړۍ عرادې په توګه په کې استعمال او په نتیجه کې معیاري او عامه شوي وي.

دغه ډول داسې کومه محلي لهجه هم نشته، چې هغه دې د خپلو ویونکو د سیاسي او یا ثقافتي سیادت له امله زموږ په عصر کې هم د معیاري لهجې په توګه منل شوي وي.

د پښتو یوې معیاري لهجې د معیاري کولو په لار کې پرتې ستونزې:

د پښتو ژبې په ویلو او لیکلو د یوه معیاري سبک د جوړولو له پاره باید تر هر څه مخکې دغه سپېڅلې او لرغونې ژبه په افغانستان کې د پارسي او په پاکستان کې د انګریزي او اردو ژبو له اغیزو وژغورل شي.

په بلخ ولایت کې تر اوسه پورې پښتانه زده کوونکي د کافي پښتو ښونځییو  د نشتوالي له امله جبراً د پارسي ژبې ښوونځیو ته ځي.

د دولت په مطبوعاتي او خبري موسسو کې ټول متنونه لومړی په پارسي لیکل کیږي؛ او بیا یوازې د تش په نامه حساب پوره کولو له پاره، په پښتو ژبه ژباړل کیږي، د نويو علمي او تحقیقي اثارو ژباړه په خپل ځای ارزښتمن او ګټور کار دی؛ خو هیڅ ژبه له هغو څخه  پښتو باید یوازې د ژباړې هغه هم د ناوړه ژباړې ژبه نه وي.

د دې خبرې مانا دا ده، چې پښتو باید په افغانستان او پښتونخوا کې د ژباړې یا دوهمې ژبې له دریځه ووځي. بلکي پښتو باید د ښوونځییو، پوهنتونونو، دولتي او خصوصي ادارو، چاپوونکو او خپروونکو موسسو، تجارتي راکړې ورکړې او ټولنیز ژوندانه په یوه ژوندۍ فعاله او خو ځنده ژبه واوړي.

د معیاري پښتو رامنځ ته رامینځ ته کولو په لړ کې د ځينو لیکوالو او پوهانو کوښښونه علمي بنسټ نه لري دا  هڅې تر ډېره حده احساساتي بڼه لري. لکه څنګه چې ګورو، کله کله د پښتو ژبې یوې او بلې لهجې ته د بې قاعدې لهجې په توګه ګوته نیول کیږي؛ کله کله د پښتو د معیاري کولو لپاره د حساب او هندسې په شان د فیصدۍ فارمولونه وړاندې کېږي او کله کله بیا د ژبې علمي مسالې د سیاسي لانجو غوڅولو په څېر د اکثریت او اقلیت د اصل له مخې حلیږي. موږ باید لومړی د ژبې په وړاندې  بېلابېل سیاسي او تبعیضي خنډونه لرې کړو.

ګړدود لومړی ځل څنګه رامینځ ته کیږي؟

دا چې ژبه د یو لړ وییزو او اوریزو سمبولونو مجموعه ده او  هر سمبول زموږ د یوه ذهني انځور ښکارندویي کوي، او دا انځورونه په خپل وار د انساني چاپیریال او مهال څېزونه ، پیښې او کړه وړه را اخلي؛ نو جوته ده چې دغه چاپیریال، مهال او څېزونه او کړه وړه تل په اوښتنه او تحول کې دي، او یا په خپله د وګړو ترمینځ فزیکي، روحي، کلتوري او ټولنیزې ځانګړتیاوې یوه جوته بڼه نه شي درلودی؛ نو همدغه اوښتنه د ژبني اوښتنې یا په بله وینا د یوې ژبې د رنګارنګۍ عامل او سرچینه ده او په یوه ژبه کې دا رنګارنګي د بېلابېلو بڼو یا ګړدودونو مانا لري.

د سیمه ییز او ټبریز ویش و پوهه او نا پوهي، لږ عمر او ډیر عمر بډاینه او بي وزلي،  نارینتوب او ښځینه توب او داسې نور عوامل ورسره یو ځای د یوې ژبې ګړدودیز توپیرونه مینځ ته راوړي.غوربندی)۱۳۹۵ (په دې اړه وایي: “ان یو یواځنی سړی څو ګردودونه کاروي. له پوهو سره یو راز، له ناپوهه سره بل راز، له وړو سره یو راز او له زړو سره بل راز خبرې کوي او همدارنګه د مهال تیریدنه هم ګړدودیز بدلون سبب ګرځي. (۸ مخ)

په ټولنه کې د یوې ژبې ویونکي یو دبل سره لږ او ډېر توپیر لري. په عمومي ډول دا اختلافونه په دریو طبقو کې په څرګند ډول لیدل کیږي.

۱ـ د یوه ټولنیز ګروپ غړي د بل ټولنیز ګروپ غړي( که څه هم دواړه د یوې ژبې ویونکي وي) هم په خپل مینځ کې د لهجو اختلاف لري.

۲ـ د نر او ښځې لهجه هم سره په خپل منځ کې توپیر لري، موږ د ژبې د ثبتولو په وخت کې هغه هم باید په نظر کې ونیسو.

۳ـ د زلمیانو او زړو په وینا کې هم ځینې وخت توپیر لیدل کیږي. لکه د افریقا په ډېرو ژبو کې زلمیان د هغو مذهبي اصطلاګانو سره چې د دوی پلرونه او میندې به پرې پوهیږي، اشنایي نه لري. په ځانګړي توګه دا توپیرونه په هغو ځایونو کې ډېر لیدل کیږي، چې زوړ کلچر په ډېر چټکتیا سره د بدلون په حال کې وي. غوربندی (۱۳۹۵) وایي: “وییزه ژبه د انساني ټولنیزې ډلې په مینځ کې په ډله ییزه توګه د انساني شعور سره یو ځای د ګډ ارتباط د یوې مهمې وسیلې په توګه مینځ ته راغلې ده.( ۹ مخ)

همدارنګه د لهجو مینځته راتګ د ژبې له پیدایښت څخه، تر نن ورځې پورې جاري دی. د ژبې څخه د لهجو د مینځته راتګ  د پروسې تر څنګ د ژبې ویونکي دا هڅه کوي، چې د ژبې څخه د لهجو د مینځته راتګ قوت کم شي، څو ژبه خپل ځان لومړی ملي او له ملي څخه نړیوال پړاو ته ورسوي. یا په بله وینا: په هره اندازه چې یوه ټولنه د  تکامل په ابتدایي پړاو کې وي، په هماغه اندازه د یوې ژبې لهجې هم زیاتې وي مګر څومره چې ټولنه په مخ ځي په هماغه اندازه له ژبې څخه د لهجو مینځته راتګ کمیږي. د بلې خوا ژبپوهان وایي، چې ژبه او لهجه په خپل مینځ کې نږدې اړیکې لري. په دې مانا چې ژبه بې لهجې او لهجه بې له ژبې مانا نه لري؛ نو په لنډ ډول به په ژبه هم خبرې وکړو:

ژبه په عام ډول سره د پوهولو او راپوهولو یا افهام او تفهیم وسیله ده، په ځانګړي ډول ژبه د غږیزو، اوریزو او سیمبولونو یو داسې کسبي او ټولنیز سیستم دی، چې د یوې ټولنې وګړي یې یو له بله د پوهولو او راپوهولو لپاره پر ژبه راوړي او یو بل ته یې اوروي. یا په بله وینا: ژبه په خاص ډول هغه اوازونه دي، چې انسانان یې د خپلو افکارو او خیالاتو د څرګندولو په غرض تر یو ځانګړي نظم او سیستم لاندې د غږیزو غړو په وسیله له خولې څخه راباسي او په دې توګه یو له بله سره اړیکه ټینګوي، یانې یو بل پوهوي او راپوهوي.

دا چې ژبه لومړی ځل څنګه مینځ ته راغلې ده؟ په دې باب د علماوو تر منځ مختلف نظریات وړاندې شوي دي چې د ټولو راوړل دلته اړین نه دي؛ خو په لنډ ډول داسې ویلی شو، چې ژبه له ټولنیز ژوند سره سمه منځ ته راغلې ده، داسې چې د ټولنیز کار په بهیر کې لومړی د نغوتو، اشارو او ورپسې د جړوپړو او هیجاني غږونو په بڼه غږیدا پیداشوې او بیا له هغو څخه د پرلپسې ټولنیزې اړتیا په توګه ژبه مینځ ته راغلې ده.

کله چې موږ د ژبې لغت پر خوله راوړو؛ نو تر زیاتې اندازې پورې مو مراد د ویلو ژبه ده، لیکلې ژبه بیا یو بل سیستم دی چې له وینا سره سیده اړیکې لري.

د زیار ( ۱۳۸) د څېړونو پر اساس ” ژبه د انساني غږونو یو رمزی سیستم دی، چې د یوې ژبنۍ ټولنې غړي یې د مفاهمې له پاره کاروي.”

انسانانو د خپلو وینایي ژبو د ثبتولو او ساتلو له پاره ګرافیک سیسټمونه اختراع کړي دي، چې موږ یې لیک بولو. وینا او لیک په ماهیت کې دوه بېل سیسټومونه دي. لیک د وینا د اساسي جوړوونکي عناصرو توري دي. غږونه داسې فزیکي پدیدې دي، چې احساس یې د غوږونو په واسطه کیږي او توري بیا بل ډول فزیکي پدیدې دي چې احساس یې د سترګو په واسطه کیږي.

د هوتک (۲۰۰۷) د معلوماتو پر اساس “ژبه د پوهونې او پوهیدنې هغه صوتي سمبولیکه وسیله ده چې ودې او تکامل یې بشر د انسانیت او تکاملي پړاو ته او د لیک ایجاد یې انسان د مدنیت او تکاملي پړاو ته رسولی دی.”

د ژبې څخه د لهجې مینځته راتګ عوامل په دوو برخو ویشل کېږي.

۱ـ د ژبې خارجي عوامل : د ژبې خارجي عوامل چې د ژبې مربوط خارجي محیط جوړوي، دغه عوامل عبارت دي له : تاریخي، جغرافیوي، سیاسي، کلتوري، اقتصادي او داسې نور….

۲ـ د ژبې داخلي عوامل: د ژبې په داخلي چاپیریال کښې فونیمیکي او مورفونیمیکي، صرفي، نحوي او نور تغیرات څیړل کېږي.

د ژبې څخه د لهجې د راوتلو پروسه د څو ورځو، څو میاشتو او څو کلونو، حتی د څو ټاکلو پیړیو کار نه دی؛ بلکې دا پروسه زیات تاریخي وخت غواړي، څو له ژبې لهجې وزیږي.

پایله: په پای کې باید وویل شي، چې د هر ملت لپاره د یوې معیاري ژبې یا معیاري لهجې لرل په هره بڼه چې وي یو اړین او ګټور کار دی، مګر دا د دې مانا نلري چې غېر معیاري لهجې غلطې دي؛ بلکې موخه دا ده، چې هغه عامې او معیاري نه دي. که نه د خپلو ویونکو لپاره کاملاً درستې، ښې او صحیح دي. د معیاري لهجې د رامنځته کولو مسأله یوازې د ژبې د رغاونې خبره ده، نه د صحت او غلطۍ خبره.

د غېر معیاري ګړدودونو د پوهېدو ساحه نسبت معیاري ګړدود ته معمولاً تنګه وي، اما د ژبې له سیستم نه لرې والی نه لري، چې غلط دې وبلل شي. غلط کلام هغه دی، چې د ژبني سیستم سره بېخي توافق ونه لري. د ساري په توګه: ما څې وویلې ـ د موجوده معیاري پښتو په اساس یو غیر معیاري ګړدود دی، مګر غلط نه دی، ځکه چې خپله د دغه ګړدود ویونکي پوره پرې پوهیږي او د ژبې له عمومي سیستم مخالفت نه لري؛ خو ( دوه کتاب) بېخي پښتو نه ده ، یا په اصطلاح غلطه پښتو ده، ځکه چې دا دننه په ژبني سیستم کې  ګړدودي توپیر نه دی، بلکې د ژبې له ټول سیستم نه یو څرګند لرېوالی دی.

زه هیله لرم چې د معیاري پښتو د رامینځ ته کولو لپاره دې لیکوالان چې له کومې لیکنۍ ستونزې، تېروتنې او یا هم توپیر سره مخېږي، هغه دې د لیکنو او رسنیو له لارې نورو ژبپوهانو سره شریک کړي، ځکه د معیاري لیکنۍ یا مهاوروي پښتو رامینځ ته کول د یوه تن او یوه ژبپوه کار نه دی، بلکې دا یوه اوږده پروسه ده او ډېر کار غواړي؛ خو زموږ دا سمون باید دومره سست هم پر مخ لاړ نه شي، چې زړې ستونزې مو لا غوڅې کړې نه وي، نورې نوې پرې رابرسېره شي، له ټولو لیکوالان او ژبپوهانو څخه هیله کوم چې د یوې معیاري پښتو په رامنځته کولو کې پوره پوره ونډه واخلي.

اخځلیک:

۱ـ الفت، ګل پاچا.(۱۳۹۰). املا او انشأ، دویم چاپ.ننګرهار: یار خپروندیه ټولنه.

۲ـ تږی، حبیب الله.(۱۳۸۹). نوې ژبپوهنه او ژبني مسایل. کابل:  دانش خپروندیه ټولنه.

۳ـ زیار، مجاور احمد.(۱۳۸۵). لیکلارښود. کابل: د ساپي پښتو څېړنې او پراختیا مرکز.

۴ـ ستوری، کبیر.(۲۰۰۰م). ژبساپوهنه. پېښور: د پښتونخوا د پوهنې دېره.

۵ـ شپون، وجیه الله.(۱۳۸۹). د لرغونو ژبو سره د پښتو ژبې  اړیکې.کابل: مومند خپرندویه ټولنه

۶ـ غوربندی، میراجان.(۱۳۹۵ل).  ګړدود پوهنه . کابل: جهان دانش خپروندیه ټولنه.

۷ـ هوتک ، محمد معصوم.(۲۰۰۶). پر معیاري ژبه د معیار په ژبه یوه څېړنه. کندهار: علامه رشاد خپرندویه ټولنه.

۸ـ واجد، عبدالواجد.(۱۳۹۵). د ژبپوهنې بنسټونه.پېښور: میهن خپرندویه ټولنه.

۹ـ یون، محمد اسماعیل .( ۱۳۸۷). پښتو لیکنی سمون. کابل: یون کلتوري یون.

1,412 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

3 comments

  1. حضرت سهاک Reply

    ډېره مهمه او ضروري موضوع ده چې په ښه تفصیل او وضاحت سره لیکل شوېده او مونږ هم ډېر څه ترې زده کړل.
    زه پداسې حال کې چې ستاسو له لیکنې سره کاملا موافق یم باید ووایو چې دا زمونږ د مخکنیو پوهانو او مشرانو د ګډو هڅو برکت دی چې له نېکه مرغه نن مونږ یو د بل په لیکنو بې له کومې ستونزې پوهیږو. که زمونږ مشرانو د پښتو ژبې د لیکلو د معیاري کولو ستونزې ته کوم کار نه وای کړی ،اوس به یو د بل په لیکنو هم نه پوهېدو.
    د ژبو د لهجو ستونزه په اروپایی هېوادونو کې هم شته . د مثال په توګه هالندي چې د نړۍ یوه پرمختللې ژبه ده او پدې ژبه نژدې 35 میلیونه خلک په هالند او بلجیم کې خبرې کوي خو دوي هم 22 مختلفې لهجې لري . کله کله د دوي د لهجو توپیر دومره زیات وي چې په تلوېزیون کې د شفاهي مصاحبو لاندې د هغوي ترانسکپشن په لیکلي ډول لیکل کیږي. دوی نه غواړي خپلې لهجې له منځه یوسي او وایی دا زمونږ د ژبې ښکلا او تنوع ده .
    که د خدای تعالی رضا وه ، ستاسو په شان درنو او قدرمنو پوهانو او همدارنګه د ننۍ تکنالوژي او علم له برکته زمونږ ژبه هم هره ورځ پرمختګ کوي او هغه ستونزې چې پدې برخه کې شته ، په تدریج سره له مخې لرې کیږي.
    حضرت سهاک

    1. Hameedullah Omarkhel Reply

      بلکل د لهجې له منځه وړل سمه خبره نده ، ځکه چې د ژبې په غنایۍ کې ستره برخه لري . د هرې ژبې وییپانګه له څلور برخو څخه تشکیلیږي : ۱ـ پخواني متنونه .۲ـ لهجې .۳ـ نیولیګیزم .۴ـ پورونه
      چې دویمه برخه یې لهجې دي زموږ د اوسنۍ پښتو ژبې ۲۵ فیصده لغتونه د لهجو دي؛ خو مطلب د معیاریتوب لپاره یې باید کوښښ وشي په نورو ژبو کې هم دا کار کیږي څو خپله ژبه معیاري کړي. ما هم دې مسألې ته په کتو دا څېړنه کړې . نېمګړتیاوې به لري خو یو هڅه ده ، هیله ده نور کسان هم په دې اړه څېړنې وکړي.

  2. یوسفزی Reply

    ښکلې ليکنه ده، هیله ده د پښتو ژبي پوهان سره کښېني او نه یواځي د معياري لهجې بلکې د پښتو ژبي په هره برخه کي عملي او علمي ګامونه واخیستل شي.

    *ننی که نننی وليکل سي ښه به وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸