Categories

اعلان

Loading…

په ایران کې د سپاه پاسداران پر ځواکونو خونړۍ حمله شوې

تاند-  د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د سپاه پاسداران د ځواکونو پره یوه بس په انتحاري برید کې لږترلږه ۲۰ تنه وژل شوي دي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا وايي چې په دې برید کې ممکن ۲۰ تنه نور ژوبل وي.

حمله د خاش (بلوچ مېشته سیمه) او زاهدان پر سړک شوې ده.

د پېښې سیمه د پاکستان پولې ته نژدې ده.

د ایران فارس خبري اژانس هم، چې په سپاه پاسداران پورې تړلې ګڼل کېږي، پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې په بمي برید کې یو شمېر وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل دي.

د سپاه پاسداران خبري اژانس (تسنیم) د سپاه د مځکني ځواک د قواندانۍ په قول وايي چې دا برید (تکفیریانو) کړی دی.

سپاه پاسداران ویلي چې دا برید د یوه موټر په وسیله، چې له چاودېدونکو موادو ډک و، شوی دی. د تسنیم د راپور پر اساس په دې برید کې د قدس ځواک سرتېري په نخښه شوي دي. قدس د سپاه پاسداران بهرنۍ څانګه ده.

ایران هم داعش او هم بلوڅو بېلتون غوښتونکو ته تکفیري وايي.

خو جېش العدل سُني ډلې ویلي چې دا برید دوی کړی او په لړ کې یې د بس ټوله سپرلي وژلې ده.

1,286 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸